د غني کارونه او سفرونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
تېر ځل یانې په ۲۰۱۴ کال چې ولسمشر غني د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه ودرېده، نو د ده سیالانو او رقیبانو به له دې امله چې پر هغه یې د بې کفایتۍ، غلا، فساد او نور سندونه او ملاحظات نه لرل، نو دوه خبرې به یې کولې یوه دا چې ویل به یې غني قهرجن دی او دویم دا چې ناروغ دی او د ولسمشرۍ دروند مسوولیت به په ناروغ ځان په ښه توګه ترسره نشي کړای
.
مګر موږ ولیدل په لومړي ځل کې د افغانستان په تاریخ ولسمشر غني هغه یوازینی کس وو چې هره ورځ یې په منظمه توګه له کوم خنډ او ځنډ پرته له شپاړس څخه تر اتلس ساعتونو پورې کار وکړ او د نوموړي د همدغه کار له برکته افغانستان په تېرو پنځو کالو کې په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه ولرل.
ولسمشر غني د هیواد په څو زره کلن تاریخ کې لومړنی مشر دی چې په سختو امنیتي شرایطو کې یې د هیواد بېلابېلو ولایتونو ته څو اویا سفرونه وکړل او په دغه هر سفر کې یې په هر ولایت کې د اړوند ولایت له بېلابېلو اقشارو سره کاري او مشورتي ناستې وکړې. د هغوی ستونزې، غوښتنې، وړاندیزونه او سپارښتنې یې واورېد. د دې ترڅنګ یې له امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو سره په کتنو کې د هغوی له ستونزو او ناخوالو څخه ځان خبر کړ.
په همدې ډول ولسمشر غني بهر ته هم ګڼ او موثر سفرونه لرل، مګر دا سفرونه یې په تېرو پنځو کالو کې داسې پلان کړل چې د ورځې په پای یا اکثره د پنجشبنې په ورځو خپل سفرونه وکړل او د شنبې په ورځ سهار به چې له  سفر څخه راستون شو، نو ټوله ورځ به یې بیا هم کار کاوه. سره له دې چې د ولسمشر غني د سفر ځوان ملګري او همکاران به په هغه ورځ ویده او استراحت وو، مګر ولسمشر غني یوه ورځ هم نه خوب وکړ او نه یې هم د سفرونو د ستړیا د لیرې کولو لپاره استراحت وکړ، ځکه نوموړی خپل ځان د ولس په خدمت کې ارام بولي.
ولسمشر غني وایي، تېرو واکمنانو په خپلو وختونو کې د ورځې دوه یا درې ساعته کار کړی، نو زه مجبور چې د هغوی د ضایع کړي وخت جبران وکړم او د ورځې شپاړس یا اتلس ساعته کار وکړم. تر ټولو بده لا دا چې هره ورځ د نوموړي له اتو څخه تر لس ساعتونو پورې د جنګ په مدیریت لګېږي، که چېرې په وطن کې جنګ پایته ورسېږي او ولسمشر غني خپل ټول وخت د هیواد ابادۍ او انکشاف ته ځانګړی کړي، نو باور دی چې په کال دوه کې به په هیواد کې اساسي انکشاف او ښه والی راشي.
که په راتلونکو ټاکنو کې ولس په غوڅ اکثریت د ولسمشر غني ملاتړ وکړي او یو ځل بیا هغه د پنځو نورو کالو لپاره واک ته ورسوي، نو باور دی چې د هغه د طرحو، برنامو، زیار او هلو ځلو له برکته به افغانستان زیات پرمختګ وکړي او د هیوادوالو په ژوند کې به مو اساسي بدلون راشي.