په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنگی مرکزاعلاميه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

دتاريخي اوفرهنگی ميراث اواثارو ورانول د افغان ولس په تاريخ ملنډی وهل دي
پدې ورستيو کښي دافغانستان دځوان اوپياوړی ليکوال اوازادی راډيوخبريال ښاغلي صالح محمد صالح لخوا په انترنت پاڼوکې د((بُست تاريخي کلاوې وروستۍ سلګۍ وهي )) ترنامه لاندي زړه دردونکی خبر خپور شو.
که څه هم پدې همکله يوازي په بهرکې څوفرهنگی ټولنوخپل غبرگون ښکاره کړی ،مگرپه افغانستان کې دننه اوبهرنوري فرهنگي ټولنې اوسازمانونه چوپ دی . په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزدافغانستان له فرهنگی ميراث اوتاريخي ابداتوسره ددولتي اړونده ارگانوداډول ناوړه چلند ته دنفرت په سترگه گوري اوپه کلکه ئې غندي .
پر ولسمشرښاغلی حامدکرزی ،دکلتور او ځوانانو وزارت اويونسکونړيوال سازمان باندي ږغ کووچې دهلمندولايت دبُست تاريخي کلا اوپدې ولايت کښي ټول تاريخي اوفرهنگی ميراثونه له چپاول اوړنگېدو څخه ساتي .
تراوسه لادباميانودتاريخي بتانودله منځه وړلوزړه بوږنوونکې حادثه دخلکوهيره شوې نده چې دادی نور تاريخي اثار اودافغان ولس دوياړنوابدات ددولتي ارگانودبې غورئ له امله دژوند وروستۍ سلگۍ وهی اويائې دوي په خپلولاسوله منځه وړي .
دتاريخي اوفرهنگی ابداتوساتل داساسي قانون له مخې ددولت پرغاړه دي ،اودولت پدې مکلف گڼل شوئ چې دهغوي په ساتنه کښي له ټولوامکاناتونه استفاده وکړي .
دتاريخي اثارواوابداتوله منځه وړلولپاره هيڅ دليل دقبلېدووړندی،دولت ملي مکلفيت لري چې هغه وساتی.
په سويډن کې دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز په هيوادکې دننه اوله هيوادنه بهرله فرهنگی ټولنواوسياسي سازمانواوټولوافغانانوڅخه نه غوښتنه کوی چې دخپل هيواددتاريخي اثارواوابداتوڅخه ددفاع په خاطر راپورته شي . داسي ښکاري ددولتي اداروجگپوړو چارواکوته لکه چې ټول هيوادبېگانه ښکاري دتاريخي اوفرهنگی ميراثونوله منځه وړلواوچپاول هم څه پروانلري .
هيوادوال خبر دي چي په ټول هيوادکښي زموږتاريخي اوفرهنگی ميراث له يوې خوادچپاولگرولخوا تالا شواودبلې خواددولتي ارگانودبې غورئ اوخپل سرۍ له امله دنابودی سره مخامخ دی . يوازي افغانی مقاومت ددولتي ارگانودداډول تاريخ دښمنه اوناوړه چلندپر خلاف ږغ پورته کولواومقاومت سره کېداي شي زموږ ملي افتخارات اوفرهنگی ميراث ته نجات ورکړه شي .
ديونسکوله نړيوال سازمان څخه هيله کووچي دافغانستان په دولتي اداروفشارراوړی ترڅوهغوي په ټول هيوادکې دافغان ولس دتاريخي اوفرهنگی اثاروساتلوته پاملرنه وکړي .
د بُست تاريخي کلا څلورخواوته ديوکيلومترپه فاصله دهرډول کيندنواوتعميرجوړولونه بايد ډډه وشي ، دکورنيوچارووزارت داحق نلري چي دافغان ولس د تاريخي ميراث پر حريم باندي دقشلوپه نامه تعميرونه آباد کړی ،دوي کولاي شي بل ځاي دخپل پرسونل لپاره قشله جوړه کړی .
د تاريخي اثارو د ساتنېد قانون له مخې هېڅوک همداحق نلري چې په لرغونو ساحو کې په هرنامه چې وي کوم تعمير ودان کړی اوياپر خپل سر کيندنې وکړی .
دهلمند غيرتي خلکو اوپدې ولايت کې فرهنگی ټولنو!
د بُست تاريخي کلابرخليک ترډيري کچې ستاسوپلاس کښي دی داستاسوملي اوافغاني دنده ده چي دهغي له ورانيدومخه ونسۍ .

په سويډن کې دافغانانوعلمی اوفرهنګي مرکزدمشر تابه جرګې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
۲۰۰۷م کال داگست ۲۲
کاپي :
۱. په کابل کښي دملگروملتوسازمان ځانگړی استازي ته
۲. ديونسکونړيوال سازمان مرکزي دفترته