((ستره لوبه )) هند اوپاکستان دافغانستان په خاوره کي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبیب الله غمخور











ريانوستي
مطبوعاتو ته کتنه
۲۹ سرطان ۱۳۸۷
دتروريزم سره دمبارزې په وړاندي دافغانستان اوپاکستان تر منځ په توندولهجو يودبل پرخلاف تورونه مطرح شول .دافغانستان دوزيرانو شوراددواړو خواتر منځ خبري ((دباوردفضادرامنځته کېدو)) تر وخته وځنډولې .
که څه هم افغاني مقاماتو پخوا هم څوځله پاکستان په افغانستان کي په وران کاريو تورن کړئ و،مگر دافغانستان دوزيرانو شورادنوي علامې داتونده لهجه په خپل ذات کي بې مثاله وه .
پاکستاني چارواکو هم دغه تورونه ردکړه،اوڅرگنده ئې کړه چي پاکستان هم دتروريزم قرباني دي ،اوغواړي دسيمې امنيت ټينگ شي .مگردهغو ډلواوسياسي څېړونکوشمير هم لږ نه دی کوم چي وايي دپاکستان داستخباراتي شبکه (ISI ) پد ې ډول بريدونوکي لاس لري . اوپه کابل کښي دهندوستان دسفارت په وړاندي ددې ځانمرگي بريد موخه دپاکستان لخوا په افغانستان کي دهندوستان دنفوذ اوگټوته تاوان رسول وه .
دطالبانو څخه داي ايس اي دملاتړ له ډېروحساسيتونو سره مخامخ دی ،غربي چارواکي علاقه نلري دهغه په اړوند بربنډ بحث اوخبري وکړي . انگليستان اوامريکا دواړه دمخالفينوته دمرستورسولوپه اړونددپاکستان له ملامت کولو څخه ډډه کوي . دچوپتيايودليل ئې دادی چي انگليستان په پاکستان کي دميشتوهغو ډلوپه اړوندچي دتروريستی بريدونو داجرا پلانونه طرحه کوي معلومات يوازي د ISIپه مرسته تر لاسه کوي .
طالبانو ته ښوونې :
تيره مياشت دامريکايوې څېړنيزي موسسې راند (RAND ) په خپل هغه رپوټ کښي چي دامريکاددفاع وزارت ديوې ادارې په غوښتنه ئې خپورکړ ی و اعلان کړه چي (( په ISI پوري مربوط کسان دطالبانوسره مرسته کوي .))
ددې رپوټ ليکوال سيث جونز زياتوي : دمگړئ طالبان اودمخالفينو نوري ډلي دپاکستان په ددولت کښي دشاملو کسانوله لوري مرستی تر لاسه کوي ،اوتر څوچې دامرستي بندي نشي دسيمی اوږدمهاله سوله به همدا ډول له گواښ سره مخامخ اوټکنۍ وي .
ښاغلي جونز په خپل رپوټ کښي ددې مرستو وبڼوته هم گوته نيولې ليکي، ددوي سره پدغومرستو کښي ددرملواماده کول اوطالبانو دزخميانودرملني،لوژيستيکي اومالي مدد شامل دی . درپوټ ليکونکی ويلې چي دISI دگمارل شوو ښوونکولخوادپوځی تعليماتودزده کړي په ځانگړو روزنتونونوکې چي دکويټې ،مانسهر ،شمشتو،پاره چينار اونوروسيمو کښي جوړ شوی دي طالب جنگياليوته پوځی ښوونې تر سره کېږي .
پدې رپوټ کي همد اډول دې ټکي ته گوته نيول شوې چي دناټو مقاماتو هم څوځله داسي فکټون کشف کړي کوم چي د ISI داستخباراتي شبکې دمامورينو لخوا دبريدونودتاکتيکو اوپوځی ستراتيژی په اړه معلومات دطالبانوپه اختيارکښي ورل کيږي .
دغالبوزو ښورگنۍ :
احمد رشيد دپاکستان مشهورژورناليست اوڅېړونکي په خپل نوی کتاب ((په گډوډيوسره سقوط )) کښي ليکي له ۲۰۰۱ نه راپدې خواپه افغانستان کي دهندبرياليتوب په اسلام آبادکي دغالبوزوښورگنۍ وښوراوه ،اوپاکستانيان پدې باوردي چي هندوستان وتوانيد تر څو افغانستان تر خپل نفوذ لاندي راولي اوتسخير ئې کړي . يوشمير دنظرخاوندان داوايي چي هندوستانيان هم په خپلو خصوصي محافلو کي افغانستان پر پاکستان باندي دکنترول اوفشاريوه وسيله بولي .
دافغانستان په اړوندکارپوه اوپه نيويارک کښي دڅېړنيودمرکز رييس بارنت روبين دډير پخوانه پدې باوراونظردي چي افغانستان دهندوستان اوپاکستان دسياليوپه ډگربدل شوئ دی .
ښاغلي روبين وايي : داسي معلوميږي اسلام آباد اونوۍ ډهلۍ ددې پر ځاي چي ددرو واړو هيوادودامنيت په اړه تشويو ولري تر ډيره بريده ئې دخپلوامنيتي گټوپه اړه لري ،اوپدې منځ کي يوازي افغانستان دی چي دهند اوپاکستان دسياليوتاوان پرې کوي .
ددواړو هيوادافغانستان اوپاکستان تر منځ دتروريزم سره دمبارزې په اړه دتوندو اوترخو خبرو په جريان کي دافغانستان دوزيرانو شوراتر څوچي ددواړو خوا تر منځ دباور فضا رامنځته کېږي دپاکستان اوافغانستان تر منځ خبري اوناستي وځنډولې . ۱
که څه هم افغاني چارواکوپه افغانستان کي دنا امنيو په اړوند څو ځله پر پاکستان تور لگولی ،مگر داځل دافغانستان دوزيرانو شورا لهجۀ ډيره تونده اوبې ثاري وه .دپاکستان چارواکوهم هغه تورونه رد اوڅرگنده ئي کړه چي پاکستان هم دتروريزم قرباني دی اوغواړي په سيمه کښي امنيت تامين شي . ددې سره دهغوسياسي ډلواوڅېړونکو شميرکم ندي چي وايي دپاکستان دڅارگرۍ اداره (ISI ) پداډول بريدونوکي لاس لري . اودهندپرسفارت باندي دپاکستان لخوا دځانمرگي بريدموخه په افغانستان کي دهندوگټوته زيان رسول بولي .
سياسي دښمنۍ
هند اوپاکستان دخپلواکۍ دترلاسه کولوله وخت (( ۱۹۴۷))نه راپدې خوادرې ځله يودبل پر خلاف جگړه پيل کړېده ،اوس داسي ښکاري چي ددوي سياسي دښمني تر افغانستان پوري راوغځېدل . دواړه هيوادونه تلاښ کوي خپل اعتبار اونفوذ له مختلفو لارو په افغانستان کي پياوړی کړي .
پخواپاکستان دطالبانودډلې په جوړېدوکښي مرسته کړېده ،چي يوشمير دپاکستان لخوا داکار په افغانستان کي ددوي دبهرنی سياست موخوته درسېدل بولي ،او پاکستان تر ۲۰۰۱ کال دسپتمبر د۱۱ تر حملو پوري دطالبانودعلنی ملاتړ څخه لاس وانه خيست .
په هغه وخت کښي هندوستان له طالبانوسره هيڅ ډول ديپلوماتيک اړېکي نه درلوده ،مگر دهغوي دمخالفو ډلو (دشمال اتحاد) سره ئي مالي مرستې کولې تر څودطالبانو سره وجنگېږي .
دطالبانو درژيم ترنگيدو( ۲۰۰۱ )کال راپدې خوابياتر اوسه هندوستان له افغانستان سره ((۸۵۰)) ميليونه ډالرومرستي وعده کړېده ،اوپدې ډول هندوستان يوله سترنړيوال مرسته کوونکی هيوادڅخه شمېرل کيږي .
په ۲۰۰۳ م کال کي هندوستان خپلي کونسلګری په جلال باد،کندهار اودونوروښاروکښي پرانيستلې ، پداسي حا ل کښي چې پاکستان دداسي يوگام پورته کېدوانتظار نه درلود. ۲
په هغه وخت کي پاکستان علنأښاغلي کرزی دهندسره په يولاس والي متهم کړ . اوهمدا ډول پاکستان ترو ولگا وه چي په جلال باد اوکندهارکي دهندوستان کونسلگری په بلوچستان کي دپاکستان ددولت مخالفينوته وسلې ورکوي . ولي په مقابل کښي ښاغلي کرزی اعلان وکړ،هندوستان ته به اجازه ورنکړي چې دافغانستان له خاوري څخه په پاکستان کښي دناامنيو دراوستولپاره استفاده وکړي .
ديودبل سره نښتې
همدا اوس دهندوستان څلورزره اتباع په افغانستان کي اوسي،چي دهغوي له جملې نه ۴۰۰ کسان ددلارام اونيمروزدلويي لاري دجوړيدوپه موخه په نيمروزکي دي ،اوديادولووړ ده چي تر اوسه څوتنه هنديانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ
په نوی ډهلي کښي دهند دسياسی څېړنوپه مرکزکښي دستراتېژيکي مطالعاتوپروفسور براهما چلانی په افغانستان کي دهند موقف ته په پاملرنې سره وايي : هندوانوتل پر خپلو مامورانودحملې انتظار درلود،په همدې دليل ئې دورستيو اونيو په جريان کي دخپلو مرکوزونوپرچاپيرامنيتي تدابير زيات کړې وه .
پروفسور براهما چلانی وايي : دهندوستان پر سفارت باندي بريدڅخه داروښانه څرگندېږي چي ISI نه يوازي په هندوستان کښي بلکي په افغانستان کښي هم دهندوستان پر خلاف په بريدولاس پوري کوي .
ډاکتر بارنت روبين دافغانستان دمسايلوکارپوه وايي :خلک په افغانستان کي روانه جگړه دامريکا اواسلامي بنسټپالوتر منځ بولي ،مگر افغانستان دنورودهغه جملې دهند اوپاکستان تر منځ ددښمنيواوسياليوډگرهم گرځېدلی دئ .
دژباړونکی يادونې :
۱ / داگست ۴مه دافغاني لوري خبر ورکړه شوچي د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کي ددواړو هيوادو دمشرانوتر منځ دسارک دغونډی په وروستۍ ورځ په خبروکې دپاکستاني لوري په وړانديز ددواړو هيوادو تر منځ خبري اوناستي به پيل شي داخبره دافغانستان دبهرنيو چارو ويزر هم ومنل اوتائيد ئي کړه .ژباړن
۲ / هند په هرات اومزارشريف کي هم کونسلگری لري اوبله داچي داگست پر څلرمه په هغه ليدنه کښي چي دافغانستان دجمهور رئيس اوهند وستان دمشرتابه تر منځ وشول ،هندوستان په پارس کښي پر وعده شوې مرستي سربېره دنورو ۴۵۰ ميليونو ډالرو دمرستي ژمنه اعلان کړه . ژباړن