پرون بيهسود اونن تخار

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

پرون بيهسود اونن تخار

دښاغلي کرزی دپاملرنې وړ

۲۰۰۸ م کال داگست ۲۷ مه
دځوان شاعر عبدالودودهجران پدې شعر به ئې پيل کړم چي وايي :
دزمريو خاوره
ستا په غېږ كي چي اوسېږي
د افغان په نوم يادېږي
كه پښتون دى كه تاجك دى
كه بلوڅ عرب نومېږي
قزلباش دي كه ازبك دي
بې توپيره څرګنديږي
زه نه غواړم پدې ليکنې کښي لوستونکي په ډيرو تاريخونو،سنو او ارقاموباندي گنگس کړم ځکه پدي باورلرم هر دپاک احساس لرونکی افغان ددي نژ دې اتو کلونوناورين دومره گنگس کړې چي نورئې دتاريخونو اوسنو دلوستلونه زړه تور شوئ دی .
تر هر څه وړاندي غواړم په تکرار يوې خبرې ته اشاره وکړم چي دهيواد ټول ميشت قومونه زموږ وروڼه دي دتاريخ په اوږدوکي يودبل په غم او ښاديو کي سره شريک يو،داڅه چي دويني شراکت لرو ديوه قوم اوبل قوم دکورنيو تر منځ خېښۍ او دوستۍ شوئ ،ځکه خو ئي دغه افغان دښمنه نشي سره بېلولاي ،زه ټولوته يوشان درناوی لرم .
داتر لمر روښانه خبره ده چي دافغانستان په جوړېدو،ساتلو اوخپلواکۍ تر لاسه کولوکښي ددې سيمې لوي قوم لويه ونډه،دنده او مسوليت درلود او وړو قومونو وړ ې دندي ،ونډي اومسوليتونه لرلي دي . داځکه چي دعلمي اصل له مخې برخې پر سرو ويشل کيږي نه پر نومونواوډلو. ددې هيوادتاريخ ته که نظر واچوونو په ټولولويو او وړو جگړوکي دلوي قوم ياهغه قوم چي شمير ئې ډير دی،پدې سيمه کي دشتون پر تاريخي سابقه به ئي بحث نه کوم ځکه هر دسالم عقل خاوند پري پوهېږي چي تور تور اوسپين سين دي زياته ونډه اخيستي اوزياته قرباني ئي ورکړې . هغه څودگوتو په شمار افغان اويا افغانستان دښمنه چي کله دخراسان اوکله دبېلتونستان ډهل وهې پر هغو ځکه حساب نه دی چي له يوې خوا دگوتي په شماردي اودبلې خواکه سړۍ دهريوه بيوگرافي راواخلي نوله ډيرپخوا دپردو په چوپړکي وه ،تنها کله کله ئې خپل باداران بدل کړي ، هر چا چي دافغانستان سره دښمنۍ ته لاس اچولۍ دوي ورته دنوکر غوندي حاضر شوی دی .هغه ټول پېژنې چي دافغانستان له نامه نيولې ،ژبو،قومی اړيکواوټولوشتو ټولنيزو مناسباتوسره مخالف دي دافغانستان ټوټه کېدوته ئې دشمالي اوغربۍ بادارانوپه هدايت ملاتړلې ده .
تاريخ شاهد دئ کله چې سلطان محمودپر هندوستان ونيولوته ملاوتړل او دهندوستان په لوردسفر هوډ ئي وکړ نودهغه دلښکرو لويه برخه همدا لوي قوم واوبرياوي ئې دهمدې لوي قوم دلويي ونډی اوقربانيو برکت و. ددې پاکي خاوري پر خلاف چي هر زبرځوک که مغل وه که چنگيز ،درې ځله انگريزان اويا روسان وه همدي لوي قوم دلوي مسوليت پر بنياد ټټر ورته سپر کړی و،ترهرچایې زياتي قربانۍ ورکړې،اوهمدانن چي نن دۍ دديمو کراسی اوگلوباليزم تر نامه لاندي بياهم دهمدې لوي قوم پرکور اور بل اودودگی ئې تر آسمان نه پورته شول .
دا۳۵ کاله کيږي چي يوځل دنړيوال انتر ناسيونايزم ،بياداسلامي پنډمينټاليزم ،يابې سرحده اسلامی نړۍ دجوړېدواودادی اوس دديموکراسۍ اوگلوباليزم دپياده کېدواوافغانستان دبهرنيو ترهگروله منگولونه دخلاصون تر نامه لاندي دسره اور په لمبوکي وريت شول. ښکلۍ کنړ ،نورستان ،لغمان ،پکتيا، پکتيکا، خوست ،شين کوړم لوگر اوغزنۍ ،زابل اوکندهار ،دباغونوډک روزگان ، اوناوې غوندي ښکلۍ هلمند چي کوچنۍ امريکاورته ويل کېده ،فراه ،هرات ،بادغيس اوغور پداسي کنډوالو بدل شوۍ چي دلومړۍ اودوهمې نړيوالي جگړې کنډوالي ئې په بېلگه کي هم نشي راتلا ي . داڅلورکاله کيږي پدې سيمه کي له يوې خوا دپاکستان اوايران داستخباراتي شبکوپه مرسته روزل شووکسانواودولت دنورو مخالفينولخوا بې دفاع افغانان ددولت اوبهرنيانوسره دنه مخالفت په گناه اودبلې خواتردې شعار لاندي چي هرپښتون طالب دی دبهرنيو دړندوگوليو اوهوایي غونډارو قربانيان دي ،داس ورځ نشته چې په دغو پورته يادشوو ولايتونوکښي دې دمړو شمير لسو تر شلو تنو ونه رسېږي . په ځانگړې توگه پدې سږ کال کي له يوې خوا په افغانستان وامريکا کښي دولسمشری لپاره ټاکنې رانږدې کيږې اودبلې خوادامريکا،اروپايي ټولنې اوروسانوتر منځ دسيمې د شتمنيوپر سر اختلافات له ديگ نه په کبکير کي راوزي ،چي افغانستان اودالوي قوم ئي قرباني دي . پدې ورستيو دوو،درو مياشتوکي په يوه اوبل نامه اوکله هم پدې نامه چي په افغانستان کي دولسمشری دټاکنو لپاره امنيتي شرايط برابر شي بې شمير پوځی داسي عمليات تر سره کيږي چي دگټي پر ځاي ئي تاوان زيات دي او ولس ئي نورهم ددولت اوبهرنيانوپر خلا راوپاراوه .
سره دد ې چي دانا ارامه وضعه دکورنيو اوبهرنيو حاکمانوپه گټه د خو زموږ لپاره ځکه دردونکې ده چي زموږ ولس پکښي قرباني کيږي اوهيوادمو په کنوالو بدلېږي ،داڅودجنگ سالارو،هېروئينودپټواوشکاره سوداگرو،داينجوگانوڅخه غلاشوو پيسو،دملي شتمنيودغصب اورشوتونوپه پيسو خپل سری جوړ شوی بلډينگونه زموږ دملت هيڅ درد نشي دواکولاي اونه هم دا دملت درفاع بېلگه بلل کېداي شي . زه ددولت داوروستی منډې ترړې چي دشينډنډدولسوالۍ په مربوطاتوکښي دامريکايي قواولخواهوايي عمليات اوتر ۹۰ زياتو ملکي وگړودقربانۍ سره دومره بې ثاري خواخوږی،يوه انتخاباتي ډرامه اودخلکو غولونه بولنه بولم ،داځکه چي تاسو وگورئ : لومړۍ خوله لويه سره بهرنيان خپل زيات شمير پوځی عمليات ددولتي چارواکو او اړونده ارگانوسره نه کوردينه کوي اونه هغوي په خبروي ،اوبهرنيان هم ددي کار لپار يوشمير دلايل لري چي دوي ته دمنلو وړ دي خوموږ ته چي داپروسه له لومړۍ ورځې تعقيبوو بياديوشمير نورودلايلوله مخې دمنلې وړندي .
دوهم : دالومړئ ځل نه دی چي په افغانستان کي د بهرنيانوپه پوځی عملياتو کي بې گناه کسان نه وژل کيږي ، يوازي دجون دمياشتي راپدي خواپه خوست ،پکتيا،پکتيکا،لوگر ،غزنی زابل ،کندهار،بادغيس اوهلمنداوروزگان کې په سووبې گناه انسانان له منځ تللې ،دهلمند دولايت دموسی قلعه ،سنگين ،زمينداور اونوزادولسواليو کي ۹۰ په سلوکي کورونه دهمدې بهرنيويوځی هوايي اوځمکنی عملياتوپه پالوکښي په کنډوالوهغه وخت بدل شوه چي هلته انسانان اوسېدل داچاکنډواله کړ ؟ اوچاووژل؟؟؟
دکابل په ښارکي دارگ وبغل ته څوک مهاجر دی /او ولي مهاجردی؟ اياښاغلی کرزی صاحب تاسو ددغو اونوروپه زرهاو کډوالوچي دمحلي قوماندانانو اوهمدغو ړندوهوايي عملياتو څخه دسرپناه کېدوپه خاطر دکندهار په سوځوونکو دښتواونوروسيموکي دنيوزلۍ شپې او ورځی تيروي پوښتنه کړېده ؟ متاسفانه هيڅوخت موداکارنه دئ کړی .
په لغمان کي دفرانسويانودلسو تنوتر وژل کېدو يوه ورځ وړاندي ۱۸ نفره مړه او ۴۲ زخميان شول داچي دهغوي له جملې نه به څوژوندي پاته وي يو خداي پرې خبردی ،په هسکه مېنه کي پر واده بمونه واورېدل په ډيره بې شرمۍ سره دولتي جگپوړو چارواکودبهرنيانودخوښۍ لپاره وويل (( ستاسو بچودطالبانواودولت دمخا لفينوپر ضد عمليات کول ،هغوي ماته وخوړل دتېښتي په حال کي دهمدې واده ه له ورا سره يوځاي شوی وه ،نوزموږ دوستانوورباندي هوايي ډزي وکړې اوداحادثه پېښه شول)) يعنې همدي افغاني چارواکودوي ته برأت ورکړ . داچي څومره دبېگناه خلکودژولوپر سر راپورته شوي غوسه ئي په درغجنوتبليغاتوچي گويا هيئت وټاکل شو اوڅېړنه به وکړي خلک غولولې يو محاسب ئي نشي شمېرلاي . په کنړ کي له ډيره شرمه اوددي لپاره چي څرگنده کړي له افغان ولس سره څومره خواخوږي لرخپله ښاغلی کرزي ولاړ .خوپر همدي تبيلغاتي تگ باندي هرڅه پاي ته ورسېدل ،تر اوسه ملامت پيدا نشواونه هم چاپدې هکله جزا وليدل ، البته پدې پوهېږم چي بهرنيانوته په افغانستان کي جزاورکول ددې حاکمت اوقانون تر صلاحيت وړاندي دي ،مگر په بهرکي دهمدغو ملکونو چارواکو هم خپلو افسرانوته چي بې گناه انسانان وژنې کومه جزا نه ورکوي . بنأ دپلاوي ټاکنه که دولس غولول نه دي نوڅه د ي ؟ بهرنيو ځواكونو د فعاليتونو د قانوني كېدا او د هغوى پر حضور د بيا كتنې غوښتنه كړې ده.
داځل چي دهرې ورځې په تېرېدوسره ټاکنوته وخت رانږدي کيږي داډرامه پيل شوه چي حکومت بايد ژر تر ژره په افغانستان کي دبهرنيو ځواکونوشتون اوفعاليت ته قانوني بڼه ورکړی اوددوي کړنې دافغانستان دقانون په چوکاټ کي راولې ،بهرنيان بايد پدې وفهمول شي چي نورخپل سری عمليات ونکړي او خپل ټول فعاليتونه له دي دافغان امنيتي چارواكو سره همغږي كوي . داچې دغه طرحه او مصوبه به پلې شي اوكه نه، بېله خبره ده، خو يو كال وړاندې هم ورته يوه طرح تصويب شوې وه، چې نه دولت عملي كړاى شوه او نه يې بهرنيو ملاتړو پرې غوږ وګراوه .
دشنډنډ پر مسله چي خپله ددفاع دوازرت وياند جنرال ظاهر عظیمی وايي : ((حمله هوایی بالای ولسوالی شیندند ولایت هرات هیچگونه هم آهنگی با نیروهای افغان صورت نگرفته است . هغه زياتوي چي آنها تنها درمورد عملیات زمینی توافق نموده بودند و در این برنامه از اجرای عملیات هوایی چیزی گفته نشده بود. وی می گوید هیچ نیازی به بمباران این روستا وجود نداشت.مگر هغوي بيا وايي داحمله ددوي يعني افغاني اړونده چارواکوپه غوښتنه شوې وه.
حکومت دوه افسران چي دواړه ئې ځانونه بېگناه بولي له کار گوښه کړه ،جالبه خولاداد چي دلومړی ځل لپاره بېل کومي اړتيا نه دپارلماني چارو دوزارت کي دمامورمحمد آصف ننگ لخوا ددغو افسرانودگوښه کېدو فرمان ن افغان جرمن ويب پاڼي ته هم ليږلۍ اوهغوي خپورکړئ دي . دغه ډول کارونه دوارخطايي اوتبليغاتو معنا لري .
موږ پدې باوريوهغه ځواک ته چي دافغانستان ټول سياسي ،اقتصادي ،دولتي اوپوځي صلاحيت ئي دعينی دلايلو له مخي پلاس کښي دی،دغه کسان چي بهرنيان ورته معاش ورکوي اوياددوي لخوادغومقامونوته رسېدلي يابه يوځل بياورسېږي په کومو منطقونړيوالي ټولنې او امريکايانو،يا انگلسانو ته لارښودنه کولاي شي . دايولاسپوڅۍ اودبهرنيو هيواد دعامو وگړودزيار اوزحمت مالياتوپه پيسوجوړه سوې اداره ده چي همدا نن بهرنيان خپلي مرستی پر ودروي سبابه يوهم په افغانستان کي ونه وينۍ،اونه به دادولت وجود ولري . له دې امله ښه خبره داده چي دافغان ولس پر ژوند او وينوتويولوباندي دتجارت اوبې ځايه وعدو اوشعارونو په عوض بهرنيان دنورولارو په دي وپوهول شي چي په خپلو عملياتو کي دملکي وگړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي اودبلې خوا دولتي اداره دفساداوخلکوله زورونکونه فارغه شي تر څودخلکو اودولت تر منځ راپيداشوئ واټن راکم شي . کنه نوکه رښتيا سره ووايو پر يوه دشينډنډ پر خپل سری عملياتو دهياهوي دجوړېدولپاره دووافسرو سره يوځاي بايد ،همد جنرال عظيمي ،ددفاع اوکورنيو چارو وزير اوکه لاڅوک انصاف ته غاړه کښېږدي نو ټوله کابينه اومشرئي بايد ډير پخوالا ا ستعفا ورکړې واي .ځکه نور دملک په خرابۍ اوافغان وژنه دچاوس نه رسېږي ،دومره خراب او ويجاړ شو .دولتي اداره ديوسياسي اودولتي مافيايي سازمان په توگه ،چارواکي ئي دخلکووينې ځبېښي اوبهرته شتمنۍ لېږي .
رابشودابلې غميزې ته چي دبم اوريودغم اوښکي لاندي پاکي شوی چي دننه په کورکښي افغان دښمنه ددې رواني دولتي اوبهرنۍ غميزي تر سيوري لاندي دالوي قوم دخپل پلارنی ټاټوبې نه محروموي ،اوهغوي چي خپلو مېنوته راځی ديوشمير کسانو اوډلو لخواچي ورته خراسان پلوه اوبيلتون غوښتونکي ويلاي ددې تر څنگ چي په خپلو ليکنو او ويناووکي دافغانستان تاريخ مسخه کوي ،غلط اودروغجن تبليغات کوي ،ملي مشرانوته سپکې سپوري وايي ،داديران دفرهنگی يرغل لارويان اوددي ناوړې موخي دپلي کېدونوکرانو يو ځل دوردگود ولايت په مربوطاتوکي دکوچيانو هغه مېني چي دڅوکلنۍ لعنتی جگړې په دوام کښي کوچيان په دوبې نشوه کولاي هلته ولاړ سي ،دسيمو دځايي خلکو لخواددوي څړځايونه په کروندو بدل کړل او محصو لات ئي خپله خوری ،نه غواړي کوچيانو ته دغه څړځايونه دوباره وسپاري ،ځکه ئي دکوچيانوپر خلاف له کابل نه لښکري جوړي اودکوچيانو پخوانيو مېنوته دورتگ په مقابل کښي ئي پر هغوي وسله واله حمله وکړه چي ددواړو خواتر منځ مرگ ژوبله وشوه . پدي بايد هر پښتون پوه وي چي داکار دد لپاره وشوچي دافغانستان شمالي اوغربي گانډيان غواړي دافغانستان مرکزي اوشمالي سيمي له پښتنونه خلاصي کړې ځکه نوپدي ورستيو کي ددوي نوکران داوايي چي دپخوانيورژيمونولخوا ورکړه شوی اسناداوقبالې نه مني . ددي کارپه سرته رسولو سره خراسان پلوه کسانوته به دازمينه برابره شي چي دفدراليزم تيوري دځان په گټه پرموږ ومني اودبهرنيومخالفينولپاره دهغوي د نفوذ دپراختيا لاره خلاصه کړي .
تاسو ټول خبر ياست ،په ډير ويب پاڼو کي به لوستي اوله راديوگانو اوتلويزيونوبه مو اوريدلې وي چي دبيهسودو مسله دعامواوسپېڅلو هزاره ورنوسره په مشوره نده راپورته شوې ،يوازي محقيق ،خليلي ،لطيف پدرام ،دشمالي ټلوالي نام نهاده جبهې څونورودگوتوپه حساب کسانودخپلو سياسي اوتنظيمی موخولپاره دتير کال په ژمی کښي ددي لپاره چي په پسرلي کوچيان دوردگو ولايت دبيهسودو ولسوالي اونورو سيمو ته چي ددوي تاريخي څړځايونه او دوبنۍ مېني دي راځي څو ځله دکابل په ښارکي خپل مينځی پټي غونډي وکړې ،پايله داشوه چي پر کوچيانو باندي بايد وسله واله حمله وشي ،سمدلاسه بايد محقيق په مطبوعاتي کې چيغه پورته کړي چي ما اشتباه وکړه چي تاسوته مي وويل خپلې وسلې تسليم کړي اودنه خوړلو اعتصاب پيل کړي،اوجناب خليلي بايد ځان خوابدی واچوی اوقلمی نوکران ئي ډير ژردامسله مطبوعاتو ته راوباسي اولطيف پدرام دافغانستان ملي او وياړلو څېروته بدويل پيل کړی تر څو په ټول افغانستان کي سياسي وضعه ديوي نامعلومې نا انډولۍ سره مخامخ کړي ،بيانو دوي اوباداران ئي پدې خړو شوو اوبوکي ماهيان ونيسي . دهمدا سي جوړې شوې سناريوله مخي ټو کارونه سرته ورسېدل ،پايله داشوه چي دښاغلي کرزی دوارخطايي له امله ،چي خپله راتلونکې چوکۍ له لاس ورنکړی محقيق اوخليلي خوشحاله کړل ، يوازي لطيف پدرام پکښي تر ټولو زيات وشرمېد اودټول افغان ولس په منځ کي ديوه رټلي کس په توگه معرفي شو،که څه هم تر دښۍ اوچپ اړخ ځيني کسان تر اوسه لاهم په ډيره بې شرمۍ کوښښ کوي دده خبري معقولي توجه کړي خو اوس کار تر کار تيرشوی اومنفوره څېره بيادخلکو په منځ کي ځاي نشي موندلاي . دبيهسودودمسلې پر سر راپورته شوې لانجه لا خلاصه شوې نده چي دادۍ په تخار کي هغه کورنې چي پر افغانستان داشوروی ديرغل په وخت کي له افغانستان څخه کډه کولو اوفرار ته اړيسته شوي وې اوس دوباره خپل ټاټونی ته راستانه شول ، خودلته يوشمير محلي قوماندانان لکه محمد سليم،حاجي جمشيد، عبدالصمد او قاضي محمدکبير اونورو کسانو چي داڅوکاله ئي ددوي پر جايدادو اوځمکو خېټه اچولې وه هغوي ته خپل جايداد نه پرېږدي اوپه ټول قوت دروغجن اونارواتبلغات کوي چي گويا دالقاعدې ياجيش محمدي سره تړاو لري اوياداطالبان دي . دخپلو کسانوپه وسېله ئي لاريون ته سازمان ورکړ تر څوخپلي ناوړه څېرې اوکړنې دلاريون کوونکوترشا پټ کړی ،اوداي څرگنده کژي چي گويا دوي پر حق دي .مگردابېچاره گان پدې نه پوهېږي چي هرلاريون دواقيعتو نواورواحق ددفاع معنا نلري ، داټولوته څرگنده ده چي متاسفانه تراوسه لا زموږ په هيوادکي هرمحلي قوما ندان اوجنگسالاردلاريودجوړيدوتوان لري ځکه خودوي نه غواړي سوله ټينگه،عدالت اوقانونيت تامين شي .
ويل کيږي دوي ته هم دهمدغې پروسې دمشرانو لخوا چي غواړي شمالي سيمې دپښتنو له شتون څخه پاکي کړي ويل شوی چي دپخوانيو شاهانو او حکومتي چارواکوفرمانونه اودولتي اسناد وله منلوڅخه ډډه وکړي اوټول هغۀ دپښتنوجايداداوځمکي چي دوي لاندي کړی دوباره ورنکړی ، ځکه دوي وايي چي موږدپخوانيو چاهانوفرمانون نه منو،هغه غير عادلانه وه اوزموږ ځمکي ئي تاسوته زموږ دنيکونودارادې خلاف درکړي دي .
داسي ويل کېږي ،عيني شاهدانو ټول افغان ويب پاڼي استازي ته وويل چي قاضي کبيردپښتنو استازوته دخبروپرمهال څرګنده کړه چي هغوي دنادرشاه اوظاهرشاه دحکومت له لوري شوی دشمال دځمکو ویش نه مني اوهرڅوک چي دناقل په بڼه دلته راغلي موږ يی باسو. ځمکه اوجايداديی دځايي اوزبکانو حق دی اوپښتانه بايدچي خپلو سيموته لاړشي .اوکه دقاضي کبير څخه پوښتنه وشی ته له کومه راغلئ يې نه پوهېدم چي ځواب به ئي څه وي ؟ اوپه کوم حق اوصلاحيت يوه افغان ته دهغه داوسېدوځاي پداس حال کي ورپه گوته کوي چي هغه دلته تر نيمي پېړئ زيات عمر تير کړئ دایې جايداداودبلې خوډير گمان کيږي چي تر کبير خان به ددې هيواد اصلي اوسېدونکۍ وي .
لومړی به راشودې خبرې ته چي دمنل شووقوانينواوشرعي احکاموله مخې په هر نامه چي وه پاچاهانو داصلاحيت درلود يوچا،يوې کونۍ اويايوډلي ته دولتی ځمکه دفرمان په صادرولوسره ووېشی ،چي دغو خلکوته هم دغه ۲۵۰۰ جريبه ځمکه دتخار په شاوخوا سيمو په ځانگړتوگه دخواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کي دوخت دپاچالخوادځانگړو قانوني اوشرعی فرمانو له مخې وېشل شوې ده ،اوله سلونه زيات کلونه داددوي ملکيت اوذوليت دی ،دوي ماليه ورکړې په همدغه ځاي داوسېدوپر بنيادئي دافغانستان په ټولو سياسي او ددولتي برخوکي فعاله برخه اخيستې،عسکرئ ته ئي زلمي لېږلي اوددولت قوانين ئي منلي دي . دغه ددولتي ځمکو دويش پروسه له ډير پخوانه تر ۱۳۵۷کال پوري روانه وه چي په لويه کچه دولتي ځمکه په کندوزاوبيا په هلمندکي دافغانستان له ټولو ولايتوڅخه بې ځمکو خلکوته وېشل شوې ده .نن بايد دهلمند يا کندوز اصلي اوسېدونکي راولاړسي اوعلان وکړي چي ټول ناقلين بايد دهلمند ياکندوز ځمکي پرېږدي ،دازموږ پلارنۍ خاوره اوټاټوبۍ دی په موږپوري اړه لر ي . نه داسي نده ،دوي اوبل هيڅوک داحق نلري.يوټکۍ بايد په ډاگه شي چي په شمالي سيمو کښي هغه ځمکي چي پښتنوته ورکړه شوې دهغوي ابادي دځايي خلکوپه وس کي نه وې اودولتي ملکيت وځکه ئې ويل که مرگ غواړې کندوزته ولاړ سه ،خوکله چي پښتنوپه خپل زيار اوزحمت داځمکي ابادي کړې ،اوهغه وژونکی غوماشي ورکې شوې کندوزشين کوړم شواوس بيا وايي که ژوند غواړې کندوزته ولاړ سه . دولت په هيڅ وخت کي په ټول شمال کي دچانه ځمکه نده اخيستې چي هغه دي بيا پښتنوته وېشل شوې وي .
اوس چي دتخارولايت دخواجه بهاالدين ولسوالۍ دلالاګذر اوشېرتوغي دسيمو اوسيدونکي پښتانه ۸۲ کورنۍ چي دغړوشمېره يی نژدې دری سوه تنه ته رسېږي ،تراوسه دبلوچستان په ژوب کي اوسيدل دملګرو ملتونو دکډوالو دبیا راستنېدودپروګرام ترچترلاندي هیوادته راستانه شوی . خومخکي لدې چي هغوي خپل پلارني کلي ته ورسيږي دتخار دپخواني والي قاضي کبير او اوسني والي لطيف ابراهيمي وسله والوورباندي بريدکړی .هغوي يي نيولي اوټول يی له ځانه سره برمته یوړي داددولتي امکاناتونه دافغان ولس پر خلاف غير قانوني استفاده گنل کيږي . والي اويابل څوک داحق نلري پ خپل سر رستانې شوی کورنۍ تر دې نامه لاندي لکه چي جوره بېګ وايي موږ داکار ځکه وکړ چي دغه خلک هلته بندساتل شوي چي په سيمه کي دیوه توکميزفسادوېره ترې کېدله . داچي جوره بيگ اوياقاضي کبير غوندي خلک پر ټوله ولسوالۍ حاکم وي ديوتوکميز فساد ويره ترې ولي نه کيږي ؟ دوي کوم امتياز لري چي پدې سېمه کښي يوازي بايد ددوي حاکميت چالان اوهمدا يوتوکم وه اوسي ؟
دراستانه شويو کډوالو يو تن مشرارباب ظاهر خان انډړ واي چه موږ د ځمکو ٦٠کلني قبالې لرو خو دولت او پوليس د بريد کونکو مرسته کوي .
ښاغلي یوسفزی په خپله ليکنه کښي ليکلې چي ۷۰۰پښتانه ښځي،ماشومان,د تخار ولايت د خواجه بهالدين د اولسولي په زندان کي دپنځو ورځو راهسي د ازبک جنګسالار او ولس مشر حامد کرزي نژدي دوست قاضي کبير لخوا محاصره او د ژوند د خطر سره مخامخ دي . د محاصره شويو له ډلي نه يو تن عبدالله واي چه د بلوچستان په ژوب کي ئې د مهاجرت ژوند کولواو تيره اوونئ خپل وطن ته راستنه شول چه لومړي دولسوالو کسانو راباندي بريد وکړو اوبيا ئي ټولي کورني د ولسوالي په زندان کي بنديان کړي يو.
ښاغلي کرزی ځيني وختونه بې ځايه اوبې دليله دولتي مامورين تبديلوي ،ښه به داواي چي ډير ژر ئي دغه لطيف ابراهيمي چي دولايت مقام ئي په اختيارکي دی او هرومرومرو به دشمالي ټلوالي په سپارښتنه والي شوئ هم وي له بهرنه وروغواړي اوپوښتنه ځيني وکړي چي خيريت دي لاليه ،څه کوې اوپرکومه روان یې ؟؟؟
داښاغلي قوماندانان چي دا دېرش کاله ئې ددغو خلکو پر جايدادو خېټه اچولې وه نه يوازي داچي ځمکي ئې بايد ورپرېږدي بلکه دحاصيلاتواوگټې هغه برخه چي دځمکي دخاوند حق کېږ ي هم بايددوي ته ورکړی . دوي هيڅ حق نه درلود دهغوي ځمکي ونيسي اوبياچي دا کارئي کړی اوس بايد بيله کوم دليل اوبرهان څخه ددوي ځمکې اوجايدادونه وروسپارل شي .
داگست پر ۲۶ مه ددغوراستانه شوو کډوالويومشر استازي ښاغلي مولوي عبدالحکيم اخندزاده دازادي راډيو سره په مرکه کښي وويل : ددوي ټول جايداد اودارایي دکورنيو جگړوپه جريان کي له منځه تللې دي ،موږ له هيوادنه فرار ته اړشولو،خو اوس دادی موږ دوباره خپل وطن ته راستانه شوی يودادرې ورځی کيږي چي کډي موپه لاريو موټرونوکي پرتې دي اوڅوک ځاي نه راکوي .هغه داهم وويل چي موږ دخپلو ځمکوقبالي ،فرمانونه اودماليې اسناد پلاس لرو. يودولتي پلاوي چي ددې مسلې دڅېړلو لپاره سيمې ته تللي ودازادي راديوسره په مرکه کښي په ډاگه وويل چه دهمدغو راستانه شووکډوالودملکيت اسناد په دولتي دفترونوکي ثبت دي .
مولوي صاحب په خپلو خبروکي وويل ،کله چي موږ ددې ځاي نه کډې ته مجبورشودغوکسانو دخپلو امکاناتو نه په استفادي سره داځمکي ددولت نه پدې نامه چي شاړي پرتې دي اومالکان ئي وتښتېدل ځانوته جعلي اسناد جوړکړه ،چي دا اسناد جعلي دي ،اوداڅوکاله دوي زموږ دجايدادونه غير قانوني استفاده کوي . جالبه خبره لاداچي دوي وايي موږهغه عريضه پلاس لرو چي دښاغلي کرزی نه مو امر اخيستۍ چي موږ ته خپل جايداد بايد تسليم شي ،خو لکه په ټول افغا نستان اوحتا په ارگ کښي ددې بېچاره امر څوک نه منې اونه هم له هغه اوقانون څخه څوک ډارېږي دلته په تخارکي هم چا دامر دلوستلو وخت پيدانکړ . دپښتنو سره په شمالي اومرکزي سيمو کښي داډول کړنې ساده اوتصادفي ندې دا ديوې معينې ستراتيژۍ اومعينو مخوته درسېدوپر بنياد دمعينوکړيولخوادبهرنۍ حمايي تر سيوري لاندي تر سره کيږي . تاسو خپله قضاوت وکړۍ ،خلکو ښاغلي کرزی ته عريضه کړې اوهغه هم امر ورکړی ،دلته به انشا الله بهرنيان ملامت نه وي اونه به دهغو دخپل سرۍ مسله مطرح وي ،ښاغل کرزی مسوليت لري دخپل امر دنه پلي کېدوپوښتنه وکړي .اوکه ئي نشي کولاي نودا حالت تر هغه بدتر دی چي ده ويل که مي امنيت رانه وست په هغه لحظه به استعفا ورکړم . د امنيت خوپه آسمانوکي درک نشته ،خو ښاغلي کرزی صاحب ستاسو لخوا مقر شوی دادۍ ستاسو امر نه مني !!! اوس به څه کوو؟؟؟
فکر کوم دښاغلي کرزی لپاره دعار خبره وي چي امر ئي يو والي اويادولايت يوچارواکي ته دمنلو وړ ندی .
دولت ته دبن دکنفرانس دپرېکړو اواساسي قانون له مخي دورسپارل شوودندو څخه يوه اوډيره مهمه دنده همداوه چي له بهرنه افغان کډواک خپلو پخوانيو ځايوته راستانه اوهغوي ته دمحلي واکدارانو لخواغصب شوی جايدانونه ژر تر ژره وروسپاری ،دولت و لې خپله دغه دنده سرته نه رسوي ؟ اوددې پروسي څخه نظارت دچاوظيفه ده؟ که په بهرکي دکډوا لوشميره په نظر کي ونيول شي له بده مرغه همدا اوس په بهرکي دسرگردانه افغانانوپه جمله کي دپښتنو شمير زيات دی اوله دغوکسانوڅخه دلته په افغانستان کي جايدادونو لږدي که ډير پاته شوی دي که يو وخت دوي ته دراستنېدو امکان برابر شي دهغوي سربه هم همدا ورته برخوردکيږي ؟؟؟
که په شمال اويامرکزي افغانستان کي داډول برخورد دوام ومومي ايادغه دولتی اوتنظيمی ښاغلي ئي په پايلو پوهېږي ؟؟؟
ايادائي هيره ده چي پښنوته کوراوځمکه دناموس حيثيت لري ،اوپښتنه مورخپل ماشوم ته دشيدو رودلوپه وخت کې وايي :(( سرتر وطن جار،وطن تر ناموس )) .
ايادابه ديوې بلې داسي غميزي پيل نه وي چي بيابه ئي مړي څوک راټولولاي نشي؟
ولي ؟
دڅه لپاره له دغوکډوالوسره دومره نارواکيږي ؟
ولي پښتانه دومره زورول کيږي ؟
دپښتنو سره دغير انساني کړنو اوزورونې دلته بهرته تر ما اوبل هر بادرده افغان پوري رسېدلي دي .
ايابيا پښتانه مجبوروی چي دطالب يابل نامه راپورته اوټول له يوسره لکه استادرباني تر خپلوبهرنيو دوستانوپوري مووځغلوي؟ زه فکرکوم دپښتنو په ملک کښي دپښتنو سره ډيري نارواوي کيږي . ز ه اوس پر دولتي حق دعوه نلرم ، ځکه ځاي ئي نه دی . داچي څوک وايي جمهورريس پښتون دي نور څه غواړۍ ،کاشکي نه واي ، بيا موږ پوهېدوچي څه وکړو!
دښاغلي کرزی نه مو هيله داد چي دخپل حاکميت په ورستيو شپو او ورځو کي داملک دخپلو گټواودمقام ساتلو، دشمالي ټلوالي اوياهم دبهرنيانودخوشحالۍ په خاطر دغيرملي مصليحتونوقرباني نکړي ،زموږ ولس دومره زورېږي چي چنگيزدومره نه وو زورولۍ اونه هم په تاريخ مثال لري . اوکه يوځل راپورته شو او وسلې ته ئې لاس کړ بيانو ټول پدې خبر ياست چي پايله به څه وي؟ داهمداقهرمان ملت وواودۍ چي هر زبرځواک او د زبرځواکوگوډاگيان دي گونډه کوي چي خوله ئي پر ځمکه ورباندي مږي .
داټولوته څرگنده اوروښانه ده کله چي په ۲۰۰۱ کال دسپتمبر تر ۱۱ وروسته امريکادطالبانودحاکميت دړنگېدو پرېکړه وکړه اوپر افغانستان پوځی ځمکنۍ اوهوايي عمليات پيل شول په زرهاو پښتانه دطالبانوپه نوم له ژوند څخه محروم اوپه لسگونوزره کورنۍ له شمال څخه په زور دځان اوکورنۍ دغړو دنجات اوعزت دساتلوپه خاطر له شمالي سيمونه وتلوته مجبور شول ،زه هغه نه يادوم چي دطالب په نامه دې ظالمانوپه ټانکروکي ژوندون ځنې واخيست،د دښت ليلې اودښت شاديان مرغان اوځناوران ئي ددوي په غوښوماړه کړه، هغه يادوم چي ژوندي په خپل وطن کي له کوراوجايدادنه فرارته اړيستل شوه ؛ که خير وو يو وخت به دوي ته دا امکان برابر شي چي بيرته خپلو سيمواوخپلو ځمکو ته دراستانېدو امکان ورته پيداشي ،داسي څرگندېږ چي دهغوي غصب شوی جايدانونه اوځمکی به هم زورواکان دوي ته په رضا ورنکړی .
دايوملي ناورين و، په کابل کې ديوشمير پر پاته شوجايدادوباندي شمالي ټلوالي خېټه واچول دمکررويانو اوکابل ښارکي زيات کورونه ئي پر خپل سره په غير قانوني بڼه په خپل مينځ کي سره ووېشل اوجعلی قبالې ئي ورته جوړي کړې متاسفانه دهمدغوکورواوجايدادو خاوندان پدې اوه کاله نشي کولاي دقبالې په لرلو سره خپل ملکيت ثابت کړي . په هرات کي تورن اسماعيل چي څه کولای شول تر سره کړه ،هر څه ئې دځان اوخپلوانو تر منځ ووېشل ،شمالي سيمي دجميعت دتنظيم اودوستم دمليشواونووتنظيموديو شمير قوماندانانو اومرکز ي افغا نستان په ايران کي دجوړسوو تنظيمواوډلوتر منځ ووېشل شو.پاته شوهغه قوم چي هر څه ئې ددې وطن ددفاع په لارکي دلاسه ورکړي اوس په خپل هيوادکي مهاجر دی ؟؟؟
ايادغه حالت به کوم قدرت اوقوت په پښتنو ومنلاي شي ؟؟؟؟
اوولي داسي فکر وشي چي دابه پښتنوته دمنلو وړوي ؟ څرنگه چي دالوې اوغيرتی قوم دی تر ډيره بريده صبر اوحوصله کوي .
ددې واحد وطن دښمنان غواړي دخائينانه مصليحت اوموخو له مخې پښتانه دومره وزوروی تر څومجبورشي غبرگون ښکاره کړي اوددې وطن په دښمنانوپسي مخ راواړوي . خوهغه وخت به کار تر کار تيروي ،ځنگل چي اور واخلي وچ اولانده ټول يوځاي سره سوځي ،خداي مکړه چې پښتانه دغه کارته مجبورشي ،دافغانستان دښمنان همدا غواړي ،ځکه دوي پدې ښه پوهېدلې چي دوي په لږکيو قومونوکي هم کوم اعتبار اومخ نلري ،هغوي هم ددوي نه نفرت لري ،خو څوک نشته چي ددوي اواز تر نورو اونړيوالوپوري ورسوی ،ځکه نو ددغسې يوملي ناورين دجوړېدولپاره خپل ټول کورني اوبهرني امکانات پکار اچوی . که ددغو پلورل شووپه مقابل کي داملي غبرگون اوپاڅون پيل شوکرزۍ صاحب تاسو اوستاسوټول دولتي چارواکي دي پدې ښه پوه وي چي بهرنيان به مو په خلاصون اونجات ستړي شي اوپدي ملک کښي به يوځل بيادوينو ويالې وبهېږي .
غواړم دادغم داستان په يوه ليکنه کښي دليکل شوي دغوجملوچي دهمدغوکډوالوله جملې نه يوې غښتلي افغان مېرمنې اغلي کافيې پدې خبروچي په ژړا او ويرئې وويل : اولادونه ئې ناروغ اوخوراک نشته اوهره لحظه دخپل پښتني عزت د ازبکوداړه مارولخوا د تارتار کيدوله ډارسره مخامخ دي .اوټولو پښتنو ته ئې په پيغورورکړ،که پښتانه خپلي ميندي اوخوندي دنوروڅخه نشي ساتلي اوهغه پدي جرم چه پښتانه دي دمير منوسره بندي کيږي نوټول پښتانه بايدبنګړي واچوي، د شرم اوپيغورنه دي پورته نه ګوري پاي ته رسوم . وسلام