عجيب جرات اوجالبه چوپتيا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

دوهمه برخه

دا يوه تصادفي خبره نده اونه هم دافغانستان دلانجمنې غوټي خلاصيدواوياددولت مخاليفوډلوته (هغه چي افغانان دي) وفاداری اوله هغوي سره ددوستی بېلگه ده ، پداسي شرايطوکښي چي له يوې خواپه خپله افغانستان کي دټاکنوپه بهير کي سيالی په خرپ رواني دي اودبلې خودامريکادولسمشر په گډون ټول پدې مصروف دي چې څنگه وکولاي سي په افغانستان کي دټاکنو دپروسې بريالي پايته رسېدو امنيت خوندي کړي ،يودم له زرداري نيولې تر تورن جنرال عباس اوپرکورناست پخواني حاکم جنرال پرويزمشرف داخبره دډله ايزو رسنيو له لاري راپورته کړه چي په افغانستان کي جگړه گټوره نده ،که امريکا غواړي دخپلو مخالفينوسره خبري وکړي موږ ددغو خبرو دکېدو امکانات لرو.
موږ افغانانوته څرگنده ده چي دوې ددې سره ډيره زيات علاقه نلري ترڅو په افغانستان کي دايمي سوله راسي اويادې طالبان اوياگلبدين حکمتيار په دولت کي غوښنه برخه ولري .ځکه همدې پاکستاني چارواکو يوځل همدا دواړه خرڅ کړه ،ددوي لپاره خپلې ملي گټې اوپه ځانگړې توگه دکشمير مسله حياتي ارزښت لري . دوي غواړي پدغو نازکو حالاتوکي خپلې گټې ترلاسه کړي ،ځکه خوپدې ورستيوکي ځانمرگي بريدو،غلچکيو حملواوسړی تښتونوزوراخيستۍ .
دوي پدې پوهېږي په هر اندازه چي په افغانستان کي امنيتي حالات خړپړ کېږي په هغه کچه پاکستان امتيازات ترلاسه کولاي سي .
پدې ورځوکښي چي دولسمشری لپاره دټاکنو بازاردمطبوعاتوپه هټيوکي خوراتود دی ،هرې خواددې اوياهغه کانديدڅخه دملاتړ په خاطر دغونډو دجوړېدوخبري پر ژبودي ،يودبری خبري کوي بل بياخپل حريف په درغليوتورنوي . دعام ولس په گډون زيات کانديدان ښاغلي کرزی ددولتي مقام ،مالي اومادي امکاناتو څخه دځان په گټه استفادې باندي تورنوي ،څوک وايي کرزی خو ويل زه يوازي لس زره ډالر ه دجرمني په يوه بانک کي لرم ،نورنه پر آسمان ستوري اونه هم پرمځکه سورۍ لرم ،خو اوس ئي دټاکنودسياليود۱۵ ورځو مصرف تر۸۵ ميلينوافغانيوواوښت داچي پدې نورو ديرشو ورځوکي به نور څوميليونه مصرف سي خداي پوهېږي خلک پوښتنه کوي دادومره پيسې ئي له کومي کړې ؟
ځيني له ښاغلي عبدالله سره دعوه لري،وايي غونډي ته راغلوخو پيسې ئې ندي رانکړې ،ان چي داجنجال تر بې بې سي راډيو راورسېد .يوشمير وطنوا لو په پنجشير کي بغاوت کړئ و،ويل کيږي چي هغوي ئي دقرانکريم ختم ته رابللي وه ،مگر وروسته ئې له هغونه دفهيم اوکرزی په طرفداری دخبرواوهغه ته درايو ورکولوغوښتنه کول . روښنفکران بياخپل ولس هڅوی چي آزمويل سوی بيامه آزموياست. تر ټولوهمدا ښاغلي اشرف غني احمدزی ښه لايق اوپوهه سړۍ اودښه جرات خاوند دی دغه ته رايه ورکړی،ان تردې کرښې چي زيات شمير روڼ اندوله ښاغلي کرزی نه غوښتنه کړې چي داشرف غني احمدزي په گټه تير سي ،پدې هکله ډيروپه خپلو ليکنو کښي وليکل چي دافغانستان دپياوړي اومنلي شاعر عبدالباري جهاني پر قدمو پښه کښېږدی .
په هر حال په افغانستان غوندي هيوادکي چي واک ته رسېدل يوازي دزور اوزروداستعمال له لاري مشروع بولي داډول کارونه عادي بلل کېداي سي،ډيره مهمه داده چي دټولوناخوالوسره ټاکنې په ملي عنعنه بدل سي . دټاکنودکميسيون بهرني څارکوونکي وايي چي دټاکنوپه بهيرکي يوشميرکسان شته چي نه بايد واي ځکه دوي په جنگي اوبشري جرمونوتورن دی،ان ترې چي اوبامائي مجبورکړووايي، دوستم بې گنا طالبان وژلي پلټنه ئې وکړی .داچي دا پلټنه به څنگه کيږي اوښاغلي کرزی به کوم دريځ اختياروي داهم سوال برانگېزه خبره ده ځکه يوه مياشت نده تېره سوې چي هغه دترکې دبهرنيوچارودوزارت په مشوره اوغوښتنه دترکيې په يوي الوتکه کښي هغه له کابل نه ترکيې ته بوتلل سو. مگرداڅو اونۍ وړاندي ښاغلي کرزی يوناڅاپي اعلان وکړ چي دهغه ټول پخواني دولتي حقوق خوندي دي اوکولاي سي وطن ته په ډاده زړه راوگرځي .
پدغه دقدرت پر سرگېرودارکي هغه دچاخبره(( زير پلو ملی برآمد)) د پاکستان د پوځ ویاند اطهر عباس سي این این تلویزیون ته څرګنده کړه چې دپاکستان پوځ دملامحمد عمر په ګډون له طالبانوسره اړیکي لري او کولاي سو هغوي دمعينو امتيازاتو په بدل کي له امريکايانوسره خبروته کښېنوي .
اوس چي دا اړيکې ددوي لخوا برملاسول نوبيا ولي امريکايي چارواکي اودناټوسازمان زموږ غوږونه پدې خبرو راوخوړل چي کله وايي ډير عسکروته اړتيا شته ،کله وايي نور عسکر نلرو ،کله واي همدا بس دي افغاني اردو بايد قوي سي ،کله دناکامي او ستونزو خبري کوي کله دبرياو لافي وې . په حقيقت کي دا نږدې پنځه ،شپږ کاله کېږي چي دنړيوالي ټولنې،افغان دولت او ددوي دمخالفينوترمنځ ټک اوټوک پيل سوی داډول عجيب اوغر يب تبليغات کېږي چي دنړي په هيڅ جنگي تاريخچه کښې به دا ډول تبليغات مطالعه نکړۍ .
ډيرځانونه پدې اراموي چي دموکراسي ده،هيڅ شۍ نه پټېږي،خو له دموکراسی نه داتعبير دځان اونوروغولول دی .داسي شيان پټ سوی چي په اوريدو اولېدوبه ئي بشريت حيران پاته سي .چي دوي ونه غواړي هيڅ څوک پرې خبرېداي نسي .دايوډول تبلېغات دي چي دنوروموخولپاره کېږي اوپه ساده پوهه باندي پر ي پوهېدل مشکل دي .
په هر حال راځودې خبرې ته که په رشتياسره بهرنيا غواړي چي په افغانستان کي ارامي راسی اوپه ارامه اوبېله کومو تلفاتو داخاوره پرېږدي هغه دی پاکستانيان وايي ستاسو مخالفين زموږ سره دي اوموږ ورسره اړېکي لرو،پدې صورت کي ښه داده چي تاسو يادهغوي سره خبري وکړي اويائې سرنويشت وټاکی .
همدغه کسان چي پاکستاني جنرال يادکړه ستاسواوستاسودملاتړلاندي دولت پرخلاگ جنگېږي ،هغوي دولتي حاکيمت غواړي .
اوس بايد په جدي توگه داخبره يوطرفه سي ،نور افغانان له دغو تبلېغاتو اوواسکټونه ستړې سوئ دي . که چيري دغه ويناجدي ونه نيول سي بيانودامعنالري چي په رښتياسره ددې شعاروترشانورې خبري اونوري موخي پرتې دي .
متاسفانه پدې شرايطوکي دافغاني سياستوالودافغانستان په اړوند حياتي اونړيوالومسايلوته پام نسته هر يو پدې غم کښي دي چي څنگه دامقام ترلاسه کړي .داڅو ورځي کېږي چي دپارلمان غوڅ اکثريت وکيلان ددې پر ځاي چي خپلې قانوني دندې سرته ورسوي دولسمشری دټاکنوپه سياليوکښي ډوب دي،داچي په کوموسترگو به دوي دخپل دغه عمل په مقابل کي ولس اوخپل وجدان ته ځواب وايي دابله خبره اوبل بحث دی . ځکه خويوه کانديد اويوې ډله ايزي رسنۍ هم پردغه مسله چي پاکستان دڅه لپاره اوس دامسله راپورته اوددوي دسيا ستوا لوپر ژبه ده يوه کليمه هم نه واي ،داچوپتيا ددې معنا وي هم درلوداي سي چې :
اول : پاکستان زموږپر ډله ايزو رسنيومسلط دی،چه هغوي ونه غواړي هڅ مسله زموږ په ډله ايزورسنيو کي انعکاس نسې موندلاي .
دوهم : اوسني دولت چارواکي اودهغوي بهرني ملاتړي تر دغو منډوترړولاندي دپردې شاته نور پلانونه لري .
که دامسله نه وي نودپاکستان يوه جنرال داردوپه استازيتوب اوپرويزمشرف هم له يوځاي نه راروان دي چي وايي موږ دا امکانات لروترڅودواړي غاړي خبروته سره کښېنې،نوبياولي چوپه چوپتياده ؟
کرزی اوبهرنيانوخو ويل موږ ته ادرس نه دی معلوم اوس خو ادرس معلوم سو،داهم څرگنده سول چي دوسلې په زور داستونزه نه حل کېږي نو بياولې ژرترژره ديوه معتبر نړيوال سازمان په منځگړيتوب دسولي خبري نه پيلېږي ؟
داولي دسولي دراوستو او افغانانوترمنځ دپخلاينې له پروسې سره يودم ټول بې علاقې سول ؟
داسي ويره هم شته چي ممکن دپښتنوداوسېدوپه سيمه کي دټاکنوتر وروستۍ ورځې دادکرزی خبره ټک اوټوک روان وي اوپدې سيمه کي خلک ونسې کولاي په ډاډه زړه دټاکنو ځايوته ورسي اوپه انتخاباتوکي برخه واخلي .داچي دټاکنوتر پايلو وروسته به بياپدغوسيمو کي له روانو نا امنيواودټاکنوله پايلوڅخه څه ډول گټه پورته کيږي تراوسه دقيق هڅ وهل کېداي نسي ،خو ناوړه گنگوسې اودافگان دښمنه پلانودپلي کېدواوازې تر غوږوکېږي .
ځکه خوهمدا اوس دې دټولوغوږونه خلاص وي چي که دټاکنوتر پايلو وروسته دپښتنو داوسېدوپه سيمه کښي دبې امنيتی اوداچي لږو خلکو په ټاکنوکي برخه اخيستې ناوړه اوزموږ دملي يووالي پر خلاف استفاده وشي داوطن به يوځل بيا په سرو وينوولمبېږي .
که دافغانستان اوپاکستان داړېکوتاريخ ته نظر ځيرسو دپاکستان دجوړېدونه بيا تر دې دمه دوي دافغانستان په کورنيوچاروکي لاس وهنه کړې ،دوخت دحکومتونواودولتونوپر خلاف ئي غلچکی عملات تنظم کړي دافغاني لوري دگوتنيونې په وخت کي ځان منکر کړی اودا گوتنيونه ئي دافغاني لوري دښمني بللې ده. په افغانستان اونړي کښي يو شميرسياسيونو،دولتي چارواکووتل داخبره کول ، دافغانستان اوپاکستان تر منځ دډيورنډ دکرښي لانجه ده تر څودالانجه حل نسي همدا ډول گوت نيونې اولاسوهنې به دوام ولري، خوهغه وخت هم افغان روڼ اندواوهغوچي په مسائيلو ئې سر خلاصېده داپه ډاگه ويل چي دډيورنډ کرښه يوه له بهانوڅخه ده پاکستاني چارواکي نوري مخې لري اودغوموخوته درسېدولپاره زياتي بهانې لټولاي سي .
له هغه ورځي چي دادوخان کودتا وکړه،اوبيادسياسي حالاتواوښتون پر افغانستان دشورويانودپوځي يرغل امکانات برابرکړل دپاکستان غوالنگه سول . که څه هم په افغانستان کي دپاکستان سفير صاحب دانه منې چي دوي دافغان ولس په بدبختيوکي شتمن سوي ،هغه دازادی راډيوسره په کرکي له افغان روڼ اندونه سرټکوي ،ديوې پوښتنې په ځواب کي وايي : ((دا هغه استدلال دى چې د دېرشوكلونو راهيسې كيږي،كله چې مونږ پنځوميليونو افغانانو ته پنا وركړه نو همدغو كسانو همدغه ډول خبرې كولي .
معنى دا چې كه مونږ هر څه وكړونو هغه به د پاكستان رقيبان خوشحاله نه كړي، تاسوكه د اتيايمې لسيزې ورځپاڼې وګورئ نو كټ مټ همدغه خبرې به په كې ومومئ، چې پاكستان له افغان مهاجرو سره مرسته كوي ځكه چې پيسو ته اړتيا لري .))
حقيقت داسي دی چې په افغانستان کي دجگړې ددوام نه په استفادې سره پاکستان خپله اردو په مډرنه وسله سمبال ،اودزروی وسلودپراختياسره دمبارزې تر شعارلاندي په سپنه ورځ په اټومي قدرت بدل سو. داڅولسيزي يوپه بل پسې توغندی آزمويي داچي په تيره جگړه کي دافغان مجاهدينوپه نامه هغوي ته له رالېږل سوو مادي اوتخنيکي مرستواو هغوي ته په خپله خاوره کي دځاي اوټرېننگ ورکولوپه بدل کي څومره مالي ،مادي اوتخنکي گټه پاکستان ته رسېدلې اندازه ئې ترميلياردو ډالرو اوړي .
دا اته کاله دنړيوالي ټولنې سره يوځاي دتروريزم پر خلاف دمبارزې په نامه هر مياشت سل ميليونه ډالره پاکستانی پوځ ته ورکول کېږي اوپدې ورستيو دريو مياشتوکې ئې تر درې نيم ميلياره ډالرونوره زياته مرسته ترلاسه کړه .
کله چي پاکستان په خپلو اوپراتيفي لوبو(دلته اوهلته دټانکونواوگاراجونوياکاروانونوسوځول پيل کړه )دوي فکرکاوه پدې ډول لوبه کولاي سي تر منل سوومالي اومادي مرستونورډير امتيازات ترلاسه کړي .
سره له دې چي يوموټر هم ددوي بېله ارادې دپاکستان په خاوره کي ندی سوځوېدلی،پاکستاني چارواکوله دې لاري دوې گټې پورته کولې:
۱/ له يوې خوا ئي نړيوالواوخپله امريکايانوته داښودل هر چيري چي پښتون دی هغه تروريست ،دهشتگر اوداړه ماردي . بايد وټکول سي دوي له سياست اوسياست له کلتورنه ډير ليري دي .
۲/ دبلې خوائې غوښتل ددغه اړدوړپه پايله کښي دنړيوالي ټولنې څخه ددهشتگروسره دمبارزې په نامه تر ټاکل سوي کچې زياتي پيسې ترلاسه کړې .
په حقيقت کي نړيواله ټولنه تردغه وخته چي روسې ددوي دغوښتنو په وړاندي شين څراغ روښان کاوه حيران پاته وه چاته مخ واړوي،حتاداسي خبرونه هم راورسېدل چي پدې موخه ئي له ايران سره هم دخبرودپيل تلاښ پيل کړ .
مگر امريکا هم وغوښتل دوي ته دعبرت درس وکړي ،اوپدې ئي وپوهوی چي امريکاکولاي سي بېله پاکستان له خاوري نه نوري لاري پيداکړي .
دغه وخت وچي روسانودخپلوسيمه ايزوگټوپر بنيادله امريکاسره ئي دخپلي خاورله لاري دوسلو اونورو پوځی توکو دځمکني او هوايي ترانزيت لېږدونې پروتوکول لاسليک کړ ، پسله هغه پاکستاني چارواکي پوه سول چي امريکايان يوازي پر پاکستان تکيه نه کوي .
ممکن دغه پروتوکول لاسليک کېدل ددې لامل گرځېدلۍ وي تر څو پاکستاني چارواکي اړباسي پد هکله فکر وکړي چي دامريکااونړيوالي ټولنې دمخ اړونې وسايل ئې خپله برابرکړه .نوئي تر دې نامه لاندي چي پاکستان کولاي سي دخپلو اړيکوله مخې ملاعمر اخوند،گلبدين حکمتيار اوامريکايانوترمنځ د خبروامکانات برابر کړي بيله طرحه اوبله لوبه کړل .
فکرکوم پاکستانيان پدې پوه سول چي له اروپايي ټولنې اوامريکانه دبې کچې امتيازاتوغوښتنه دپاکستان په گټه نده اوداکار نړيواله ټولنه مجبوره وی چي نوري لار ي ولټوي .
دغو فکټونوته په کتوسره به نوڅنگه داومنل سي چي دوې په رښتياسره دافغانانودخپل مينځي خوابديو دليري کولوپلويان دي . رښتيا داده چي دوي هم پيسې ترلاسه کوي اوهم دډيورنډ کرښي شمال اوجنوب ته پښتانه دطالب اوترهگرپه نامه له منځه وړي .
پردې ټولو امتيازاتوسربيره هغوي له نړيوالي ټولنې خوابدي دې ،چي گويا دوي ته لږ پيسې ورکول کيږي ،ځکه خو سفير صاحب وايي : ((تاسو وګورئ چې پاكستان ته څه وركول كيږي؟ تاسو په افغانستان كې يوازې د جګړې لګښت ته وګورئ چې متحده ايالات يې وركوي اوبيا هاغه پيسو ته وګورئ چې موږ يې ترلاسه كو،نو ځكه زه فكر كوم چې داخبرې د ډېر يوه منفي زهنیت څخه سرچینه اخلي ))
پاکستان له يوې خوا دنړيوالي ټولنې سره دتروريزم پر خلاف دروغجنه مبازره کي دگډون په خاطر په ميليونو ډالر تر لاسه کوي ،اوله بلې خوائې پسله هغه چي څودموټروگاراجونه پخپلو اجنټانو وسځول،تردې نامه لاندي چي داټول کارونه بيت الله مسود کوي اوهغه کله له دوي نه ورک اوکله بياورسره ددوي په اصطلاح دسولي خبري پيل کړي .يوځل گويا دبيت اله مسوداونورو محلي قوماندانانوسره دگډ همکاری پروتوکول لاسليک کړ ،مگر تر څو اونيو وروسته دآي ايس آي ادارې د لخوادبغاوت او ښورښ دپيل هدايت ورکړسو.
دپاکستاني طالبانودځپلوپه نوم پراخ پوځی عمليات پيل سول ،پدې ټوله نړئ خبره ده چي داعمليات څومر دروغجن اوپه حقيقت کي دپښتنو اوبلوڅودمشرانواوهغوپر خلاف کارول کېږي کوم چي دپاکستان دحاکميت لاس پوڅی نه وي .
دغه نارواعمليات چي پايله ئي نه څرگنديږي اونه هم څوک پوهېږ ې چي کله به خلاص سي نه پوهېږم دامريکا لخوا په تاکتيکي بڼۀ اوياکه رښتياهم دپاکستان پردې دروغجن صداقت باوري دي وستايل سوه . دهمدې انسا ن وژنې په پايله کي پاکستان له امريکا او اروپايي ټولنې تراوسه درې نيم ميليارډه ډالره ترلاسه کړي اوهمدا اوس هم بارک اوباما ،دناټو مشرتابه وايي بايدله پاکستان سره نوري مالي مرستې وسې .
خودپاکستان سفير صاحب پر دغو ټولوپيسو(مالي اومادي مرستو)چي په افغانستان کي دنا اراميودساتلوپه برکت ترلاسه کړي سترگي پټوي . کيداسي داهم هغه لنډمهاله گټې وبلل سي دکومولپاره چي دپاکستاني چارواکو په وينادوي ،بنسټپالي ډلي جوړي کړي اوخپلو موخولپاره استعمالولې .
کاشکي دسي این این تلویزیون اوه کاله پخوا له جنرال اطهر عباس سره دامرکه کړې واي اوس به ټوله ستونزه حل واي .
دانږدې اوه کاله کېږي چي دامريکا استخباراتي ادارې اونورو دولتي اړونده چارواکوهمدا يوه خبره کول ، زموږڅخه ددولت دمخالفينومشران ورک دی،که هرچاملاعمر اخند او دگلبدين حکمتيار پته راکړه له ۲۵نه تر پنځوس ميليونه ډالره انعام ورکوو.
خوافغانانوبه ويل چي دپتو پيداکېدل زموږ دولس ستونزه نسې حلولاي ،اودبلې خوادازبرځواک ته بايد دهرچاپته معلومه وي ،چې داسي هم ده . پاکستاني چارواکي پدې خبر دی چي دغه کسان چېرې دي که څوک په رښتيا سره غواړی ددوي سره خبري وکړي پاکستاني چارواکي ئي پيدا کولاي سي . تراوسه عام خلک پدې باوردی چي دايوه بهانه ده،حقيقت بل څه دی چي موږته ترډيره بريده نه معلومېږي .خوپر يوه خبره ټول خلک سره سلا دي هغه داچي ممکن امريکادلته په سيمه کي دډير وخت دپاته کېدولپاره ددې افغاني لانجې دژر اودايمي حل سره علاقه ونلري . داهيچاته دمنلو وړنده چي دامريکا،نړيوالي ټولنې اودپاکستان داستخباراتي شبکې ددغومالي ،مادي اوتخنيکي امکاناتوپه لرلوسره دي يوڅوک ددوي دديدله فوکس نه يوه لحظه هم پټ پناه پاته سي .
دبېلگې په توگه د امریکا د سیاسي تحقیقاتومشهورانستیتیوت (بروکینګز)د افغانستان د جګړې په اړه په یوه تحلیل کې تردې عنوان لاندې چې: ’’ایا موږ په افغانستان کې بایلونکي یو؟ ’’دتحلیل په يوه برخه کې راغلي ، تېر ژمی چې کله د بارک اوباما دملي امنیت غړیوپه واشنګټن کې د افغانستان اوپاکستان په اړه د امریکا پرپالیسۍ بیا کتنه پیل کړه، د طالبانو مشرانوهم د پاکستان د کوټې په ښارکې پرخپلې ستراتیژۍ غوروکړ ،د طالبانو مشرملاعمر د پاکستان د بلوچستان په مرکز کې دکوټې شورا مشري کوي،څو ورځې غونډې وکړې چې د افغانستان جنوب ته د زرګونو امریکايي عسکرولپاره ځانونه تیارکړي .
په همدې رپوټ کي راغلي چي د بروکینکز انستیتیوت څېړونکي سپارښتنه کوي چې امریکا ته پکار ده له پاکستان څخه په زغرده وغواړي چې د کوټې شورا د تل لپاره ختمه کړي . د پاکستان حکومت خورا ډېره موده کېږي چې په کوټه او د دغه هیواد په نورو برخو کې د افغان طالبانو پر مشرانو سترګې پټې کړي دي خو اوس چې د پاکستان حکومت د خپلو طالبانو پرضد هلې ځلې کوي ،پکار ده چې د ملاعمراو د هغه د شورا پرضد هم اقدامات وکړي .
دغه څرگندونه ددې معنالري چی دامريکااستخباراتي شبکې پدې خبري وې چي دطالبانومشرتابه هم پر خپلي جنگی پاليسی اوياتاکتيک باندي له سره غور وکړ،نوپدې هم خبروه چي کله اوچيرې ئي داغونډي وکړې وه .

پردغو ټولوڅرگندونوسربېره که يو شېبه داومنو چي دوي ندي پرې خبر،دادی اوس خو خبر سول،اړتيانسته نوردسعودي عربستان دپاچانه دمرستي غوښتنه وسي .که څوک په رښتياسره په افغانستان کي سوله او سوکالي غواړي ؟ دومره مصارفو،تبلېغاتو دانعامونو وېشلواوبې ځايه لگښتونوته څه اړتيا شته؟ بېله هغه هم امريکا اوپاکستان تاريخي دوستي سره لري ،يودبل غوښتنې بايد سره ومنې اوموږ دي له راپېښ سوی شرنه خلاص کړی .
بس دئ دپرديوپه لمسون دقدرت پرسر دانږدې ۳۵ کالنه جگړه بايد پاي ته ورسېږي .هغه دبابوزي صاحب خبره ټوله نړۍ دافغان ولس دښمنه سول ،هغه ليکي ((هر کال چي تيريږي د دې هېواد دښمنان ورسره زياتيږي . د نړۍ هر هيواد غواړي چي افغانستان ته زيان ورسوي. دا چي دا زيان به هغه هيواد ته څومره ګټه ورسوي ، زياته مهمه نه ده ، مهمه خبره دې هيواد ته زيان اړول دي، دافغانانو په روان قتل او قتال کي د خپل هيواد نوم ثبتول دي.))
رښتيا هم داڅوکاله کېږي دنړی له ۴۷ هيوادونه افغانستان ته دجگړې لپاره عسکر رالېږلې،نږدې ده چي ټوله نړۍ پدې وطن کي ددې بېچاره ولس سره په دښمنۍ کي چي په هيڅ خبرنه دی اونه هم کومه گناه لري هر څوک خپل اردو او وسلې ټرايي کړي .
دپاکستاني چارواکوددې ټولوڅرگندونوپه مقابل کښي زه دې عجيبې چوپيا ته حيران پاتېږم ،ولې دومره چوپتيا ده؟
ايادپاکستاني جنرال ،اوسني اوپخواني جمهوررئېسانو څرگندونې زموږ دهيواددبرخليک ټاکلولپاره حياتي مسله نده؟
ایا پر مصنوعي ټاکنوباندي تکراري تبصرې مهمې دي ؟ اوکه داچي په ټول قوت سره پر بهرنيانو اوپاکستاني جنرالانو سياسي فشار راوستل ترڅوژرترژره دسرترتاسري سولي د تامين اوملي پخلاينې په منظوردټولو خوابدواړخونوترمنځ دخبروپيل اودهمډې جرگومرکوپر بنيادپه افغانستان کي دمنلوشخصيتونو په وجود کښي بېله کوم سياسي ،مذهبي اوژبني تعصب نه دملي يووالي اوټولوپه خوښه دپراخ بنسټه دولت جوړول؟
که په رښتيا افغانانوته خپل وطن گران وي په هرډول چي کيږي بايد اوس يوه شېبه هم ارام پاته نسي اوله نړيوال ټولنې وغواړي چي داستاسومخالفين پاکستاني پوځي چارواکوته معلوم دی اوهغوي کولاي سي ستاسوسره ئې دخبروميزته کښېنوي،تاسو پوهېږی اومخالفين مو.
زموږ ولس له دې حاکميت نه هم ښه زړه نلري ،له دوي نه هم بېزاردي،خومتاسفانه زموږدولس نه دارادې څرگندولواحساس اخيستل سوی اوداروحيه په دوي کښي کوټل سوې ده .له بده مرغه سياسي ډلي اوټپلې هم ددوي پر سر تجارت کوي داسي يوسياسي ځواک نشته چي په رښتياسره ددوي له گټو څخه دفاع وکړي . دجمهوري رياست دمقام لپاره دټاکنودبهير،منډو،ترړو داتشه چي زموږ دهيواديو شمير سياسي ډلي اوډيري داسي څېرې ئي ښکاره کړې چي عملا دملت دخدمتگارپه نوم دملت دارادې اوغوښتنوپرخلا ف پدي نامه چي کرزی ئې گټې دهغه سره معامله کوي اودهغه وشاته درېږي .نه پوهيږم چي بله ورځ به داښاغلی اوسياسي گوندونه په کومومنطقو زموږ کړېدلې او زورېدلي ولس ته ځواب وايي ؟
زموږ په اند دپورته حقيقتونوپه وړاندي داچوپتياددي معنا لري چي اوس دټاکنولپاره کمپاين روان دی يوهم نه غواړي پاکستاني چارواکي له ځان څخه خفه کړي ،متاسفانه دغه سياست بېله توپيرنه دټولو کانديدانوپه څرگندونواواديباتو کښي له ورايه څرگندېږي . زموږ له کرزی اوهغه دچاپېريال نه هيڅوخت گيله نه کېږي ځکه له دوي نه هيڅ ډول طمع اوتوقع نلرو،پدې هر څوک پوهېږي چي کرزی دشخصی گټوپه خاطر تر هرڅه تيردی ،هغه نه غواړي پدې شپو او ورځوکي چي دټاکنو وخت رانږدې کېږي پاکستاني چارواکي له ځان څخه خفه کړي،هغه بېله هغه نه هم تل په رسمي ليدنو اوکتونوکښي دافغان ولس هر دښمن ته دورورخطاب کړی . مگردنړيوالي ټولنې ،اسلامي کنفرانس غړو هيوادو اوښاغلي بارک اوبامانه مولويه گيله کيږي چي تاسوبه تر څواودکومې گناه په کفاره افغان ولس دومره زوروۍ ؟
ددې ولس گناه څه ده ؟
ولي افغانستان کله په فلسطين کله په ايران اوکله بيادمرکزی اسياد نفتوپه څاگانواوهلته دسيمه ايزوگټوپر سرمعاملو تبادله سي ؟

ولې اودکومومنطقوپر بنياددافغانستان دمسلې حل اوملي پخلاينې خبره په کشمير پوري وتړل سي؟
زموږ ئي دکشميرپر سر دهندوستان اوپاکستان تر منځ په لانجه او اختلاف څه ؟
دکشمير په مسله کې افغانستان هيڅ رول اونقش نلري ،يوازي پاکستاني استخباراتي کړی هلته هم دجهادپه نامه داڅولسيزي افغانان په ځانگړې توگه پښتانه جگړې ته لېږي .
ولي ئې ايراني اخوندان دخپلو اټومي پلانودپلي کېدوقرباني کړي؟
ولي دگرجستان اواوکراين پر سردزبرځواکودسياليوقرباني سي ؟
داکوم انصاف اوکوم نړيوال عدالت دی ؟؟؟
له بدمرغه ددې هيوادجغرافيايي موقعيت شتون ته تغېر ناممکن دي کنه افغانانوبه ډير پخوالاد دزبرځواکو دکاروانوله څلور لاري ځان گوښه کړی واي .
په ډير تاصف بايد ووايم دافغانستان دحکومت اوبهرنيانو لخوا پر افغان ولس باندي پرپوځي عملياتوباندي له اندازي اوحد نه زيات بېشرمانه اوزړه بوږ نو ونکي نومونه لکه خنجر اودپړانگ خپړه يښودل کېږي .
په تاصف بايد څرگنده سي چي ددفاع وزير ا ودهغه وياند دانومونه په زياته خوښۍ او وياړپر ژبه راوړي او افغان ولس دترهگروپه نا مه وژني .
ولي زموږ دهيواديوتاريخي دښمن افغانان پر يوه کمبله سرکښېنوي ؟موږ خپله بايد توان اوجرات ولرو دنړيوالوسازمانو دامکاناتونه په استفادې سره په خپل منځ کي سره جرگه سو.
که سولي خبره مطرح وي نوبايددا تور لست ،دمعتدل اوسرسخت کليمې ورکي سی . بېله کوم شرط اوتوپيرنه ټول افغانان دخپل هيواد دراتلونکي سرنويشت دټاکلوپه موخه پرخپله افغاني کمبله سره کښېنې،خپلې خوابدی په خپله سره حل کړي .
داټول تبليغاتي اوجنگي ډرامه چي دراډيوگانو،تلويزيونو،اوچاپي مطوبوعاتوله لاري رواني دي بايد پاي ته ورسېږي .
دبېلگې په توگه دملگروملتودسازمان استازي دجولاي پر ۱۳مه اعلان وکړ چي دافغانستان امنيتي حالت پېچلې ښکاري . يوازي دجون اوجولاي په مياشتوکي دنړئ په زیاتومطوبوعاتي رسنيوکي دهمدې امريکا اوانگليسي جنرالانو،اروپايي ټولنې له خولې دومره ډاره ونکي اوحيرانتياوړخبري خپرې سوې دي چي انسان ورته حيران پاتيږي .يويې واي تر ټاکنو مخکي اوبل ئي بياوايي نه تر ټاکنو وروسته به جگړه ډيره ستونزمنه وي ،يودگټلواوبل دبايللوخبري کوي .
افغان دولتي چارواکي او بهرنيان وايي په افغانستان کي سوله اوثبات راوستل دمخالفنو په مشرانوپوري اړه لري له هغوي سره بايد خبري وسي،پخوائي ويل متاسفانه موږته ئي داوسېدو ادرس نه دی معلوم او ښاغلي کرزي هم دخبره کول که ئي ماته تليفون اويا ادرس معلوم واي نومابه خپله ورسره خپله خبري کړي واي .دادی اوس خوئې ادرساو هر څه معلوم دي ،مگر خبري نه کوي ؛اوس بياهمداکسان وايي تر ټاکنو وروسته به خبري ورسره کوو .
دامريکا په مشرتوب له اته کاله جگړې وروسته بيا هم امريکايي جنرال اميرالبحر مایکل مولن دبې بي سي سره په خبروکي څرگنده کړه په افغانستان کي دامنيت راوستولپاره وخت نسې ټاکل کېداي اوکوم روښانه ټکۍ نه ليدل کېږي .
بلې !که چيري په افغانستان کي دوسلي اوورته ارادې دحمايي پر بنيادداپروسه روانه وي پايلې به ئې گټوري نه وي
سوال دادی چي ايا دټاکنوترپاي پوري همدا هره ورځ چي دافغان وژنه روانه ده داهيڅ ارزښت نلري ؟
ولي دسولي خبري تر ټاکووځنډول سي ؟ پدې کښي کوم تاوان دی چي هرڅه زرترزره دټولوخوالخوابيله کوم شرطنه خبري پيل سوی واي اوپه گډه ټول ټاکنوته تللې واي ؟
کله چي ښاغلي کرزی احساس کړه ټاکنوته اماده ندی دقانون خلاف ئي پر خپل سرټاکنې وځنډولې ،اوس چي بايددسولي خبري وسي ټاکنې ځنډول دقانون تر پښو لاندي کول دي ؟
تر دغو دلايلواوپلمو لاندي بله کومه گټه ساتل کيږي ،داچي کومه متاسفانه موږ تر اوسه نه پري پوهېږو.
خودپاکستاني جنرال تردې څرگندونو وروسته اوس دوه سوال مطرح کېږي :
۱/ که بهرنۍ ټولنه ددولت دمخالفينودمشرتابه په ټکولوپسې راغلې او غواړي دا اوسنۍ ستونزه اومعضله دجگړې له لاري حل کړي ،چي پدې شکل اوپدې دولتي مشرتابه ئي حل ناشونۍ برېښي .پخوائي ويل موږ ته هغوي نه دي معلوم اوس پاکستاني چارواکي اوجنرالان وايي موږته معلوم دی اوموږ اړېکي ورسره لرو. نوتر ټولوښه خبره داده چي دامسله حل سي ،بېله ځنډه دخبرو پيل اعلان سي .که څوک سولې ته غاړه نه ايږدي بيادي نو دامسله هلته په پاکستان کي حلته له پاکستاني چارواکوسره حل سي .
هغه دامريکادبهرنيوچاورودوزير ميرمن هيلاري کلنتن خبره ده چي څرگنده ئي کړه :خلک زموږ نه پوښتنه کوي که ترهگر په پاکستان کي موجود وي نو موږ ولي افغانستان ته عسکر ولېږو؟
دارښتيا خبره ده داڅوکاله دټولي نړۍ نه همدا يو اواز راپورته کېږي چي دامريکا اوددوي تر حمايې لاندي حاکميت مخالفين هر څوک چي دي دکرښې ها خوا اوسي اوداټول فعاليتونه له پاکستان څخه اوددوي په اشاره اومرسته تنظيمېږي ،هلته بايددجگړې سرچينه وچه سي . دادی پسله اته کاله دلومړی ځل لپاره دامريکا دبهرنيوچاورو وزير ه ميرمن هيلاري کلنتن دغه ټکي ته متوجه سول چي بايد دافغانستان په عوض ټول عسکر پاکستان ته ولېږل سی اوهلته له هرچاسره چي غواړي خپله دښمني ترسه کړي .
داڅوکاله موږ نارې وهو چي دایې لارنه ده ((په زورکلي نه کېږې )) خومتاسفانه بهرنيان دغريب اواز نه اوري دمثبتو اوگټوروکاروپر ځاي ئي يوازي دجگړې پر دوام او وسلي پر استعمال زوراچولی ،وايي موږتروريستان ځپو،اوکه پوښتنه ځيني وسي چي په هلمند کي تروريستان اوکه ددولت مخالفين دي بيانو وايي هغوي طالبان دي خوله القاعدې سره مرسته کوي . نه پوهېږوچي ولي هر څه په القاعده پوري تړل کيږي او وولي موږ دالقاعدي سره په دښمنۍ کښي له خاورو سره خاوري سو؟
که هرڅه دانصاف په تله وتلل سي همدا اوس پدغه دولت کي بې شميره داسي کسان شته چي تر اوسنيو مخالفينوئي زيات دخلکوپه وينولاسو نه سره دي ،اوياهمدا اوس هم دخپلو مادي اومالي گټوپه خاطردعام ولس په زورونه اوزبېښاک مصروف دی،خوهغوي ته څوک څه نه وايي ،که دولتي مشرتابه گرېوان ته سرټيټ کړي دابايد ومني چي په جنوبي ،جنوب شرقي اوجنوب غربي ولاياتوکښي زيات شمير بېگنا انسانان دهمدې دولتي چارواکواوښاغلي کرزي ليري اونږدوستانواوخپلوانوله لاسه غروته وختل،چي وروسته بياد پاکستاني اوياهم ايراني استخباراتي شبکو ښکار سول .
موږ ټول ددې شاهدان يوهغه کسان اوډلي چي دبن له کنفرانس څخه بياتر اوسه له دغه سياسي بهيرنه بيرون پاته سول ددښمن ټاپه ورباندي ولگېدل ،وټکول سول،بدسلوک ورسره وسو ترپاکستان پوري وځغلېدل ،حتا په خپلو کوروکي ناست کسان دطالبانو سره دملاتړپه نامه مجبورسول چي يوځل بيا دځان دنجات اوخپل عزت دساتلوپه خاطرغروته مخه اودهمدې دولت پر خلاف وسلې ته لاس کړي . دداډول پېښو په سلهاومثالونه شته چي دولتي چارواکوله خلکو نه په زورپيسې غوښتي اوورته ويل ئې دي که پيسې نه راکوۍ نوامريکا ئيا نوته خبر ورکوم چي تاسو طالبان ياست تر څوهغوي موله منځه يوسي اوکلی مو بمباردکړي،طبعې ده پدغسي يوحالت کي هر څوک دغره ختلوته مجبورېږي .
ددولتي چارواکو،جنگسالارواوتنظيم سالارودهمدغه بدسلوک په پايله کي دخلک له مجبوريتو نه پاکستاني ،ايراني اويوشمير نوروهيوادودڅارادارودخپل مسلکي مهارت اوپخوانيو اړېکونه په استفادې سره له موقع نه استفاده وکړه ،هغوي له سره تنظيم اودادی تر اوسه دهمدې ناوړه استفادې په پاله کښي دافغان ولس پرکوردغم اوناورين پېڅول غوړې دلۍ دی.دخرف اوترپ جگړه په درب روانه ده،افغان ئي ښکار اوگټې ئې گاونډيانوته رسېږي . پدې ښه پوهېږوکله چې دغوگاونډيانو اوياپه بله اصطلاح اوسنيو هڅوونکو خپلې موخې ترلاسه کړې هغه لحظه به داډلي هم دهغه نوروپشان وپلوري اوهيري کړي .
ډير شنونکي پدې باوردی چي دټولونا اراميوپړه دطالبانوپر غاړه اچول هم له انصاف نه ليري خبرده ،داچي دوې ئي پر غاړه اخلي دابه دجگړې يوتاکتيک وي . دبېلگې څه موده وړاندي د((ډي ډي آر اوډايار)) دپروگرامونو دپايلو دڅېړلو په اړوند نړيوالوسازمانو داومنله چي تر اوسه په افغانستان کي ((۱۸۰۰)) ناقانونه وسله والي ډلي فعاليت لري .نوهغه دچاخبره هغوي هم وسله دگلانودکرلولپاره پر اوږنه ده ايښې اونه ئي وسله وال کونکۍ ددې لپاره ساتي چي په غاړه کې ئې داوسله ښکلې ښکاري ،هغوي هم په هيوادنۍ نا امنۍ کي لاس لري اودپلان مطابق حرکت کوی،پدې پوهېږي هر څه چي وکړي پړه ئي طالبان بېله هغه هم پر خپله غاړه اخلې .
۲/ که موخه په سيمه کي دنوروستراتېژيکوگټو دترلاسه کېدلاره په افغانستان کي دجگړې ددوام تر نامه لاندي دزياتي مودې لپاره پاته کېدل اودلته پوځی هډې جوول وي ؟
ددې موخودترلاسه کېدوپه خاطر پدې بڼه په افغانستان کي پاته کېدل به نه دامريکااونه هم دهغوي دسيمه ايزوگټو ددوستانو په گټه وي . داډول اوپدې شيوه خپلو گټوته رسېدل چي دافغان ولس دبربادی لامل گرځی ديوه افغان لپاره دمنلو وړنه ده. داپروسه په همدې ول گونگه اوپېچلې دانساني طلفاتوسره يوځاي دوام ومومي په هغه صورت کي تر ډيره بريده دبهرنيوپر خلاف د يوملي قيام دراپورته کېدو امکانات ليدل کېږي داچي داملي قيام به په څه نامه اوتر کوم شعارلاندي وي پدې تر اوسه نه پوهېږم،خوددې قيام ماتول به ستوز من له کړاونواوتلفاتو ډک وي، دافغان ولس دقربانی دوينوويالې به يوځل بياوبهېږي .
البته داله پخواڅرگنده ده چي امريکا غواړي دمنځنۍ اسيادانرژی زيرمتونواوياسرچينوته ځان ورسوی، ځکه له ډير پخواددې لپاره تلاښ سوی .
له همدې امله سياسي څېړونکي پدې باوردي بېله دې چي داسددمياشتي په انتخاباتوکي کرزی بريالی شي يانه ،دامريکا دپوځي جنرالانو ستراتېژي کاميابه وي اويانه،ياداچي په افغانستان کي به دبياجوړونې اودموکراسی تر نامه لاندي څومره لگښت وسي،امريکا غواړي دډير وخت لپاره دلته پاته شي .
ټول پدې پوهېږي چي دغې موخې ته درسېدولپاره افغانستان تر ټولونږدې اوڅېرمه سيمه ده اودبلې خوا افغاستان منځنۍ اسيا تهدننوتولپاره ددروازی ارزښت اوموقف لري .
افغانستان دامريکا لپاره له جيوپوليتيکي اړخه زيات ارزښت لري ،ددي ارزښت په هکله په ۲۰۰۶ کال کښي دجورج ډبليو بوش مرستيال ديگ چيني هم زياتي په زړه پپوری څرگندونې وکړې ،هغه افغانستان دسيمې يوه له امکاناتوډکه څلورلارې بللې .
ټولوته څرگنده ده چي منځنی اسيا کي لويه شتمني انرژي ده . طبعي گازپه ترکمنستان ،نفت په قزاقستان او ازبکستان کي دابوپه مرسته توليدسوې برېښناپه قرغزستان اوتاجکستان کښي داهغه شتمني ده چي دنړي دټولوزبرځواکو سترگي ورته کږې سوی دي .
دامريکادجيالوجيکي تحقيقاتوله مخې په دې سيمه کښي تر ۲۷۶تريلون مکعب فوت طبعي غازاوتر ۳۸ ميليارد بېرله زيات اومه نفت شته .کېداي سي دهر اړخيزو اودقيقو څېړنواوتحقيقاتوپه پايله کي دا شميره اوکچه نوره هم لوړه ولاړه سي .
طبعي ده چي امريکا او اروپايي نړی غواړي دخپلوگټوپه موخه داسيمه دروسې له تاثراونفوذنه خلاص کړي تر څووکولاي سي په ډاډه زړه دغو شتمنيوته لاس رسۍ پيدا کړي .
له همدې امله وه چي په ۱۹۹۴ کال دامريکانفتي کمپنيودهغوپه سرکي يونيکال دطالبانوپه راپيدا کېدواوبيا ئې دافغانستان له لاري ديوه پايپ لاين دجوړېدواودهغه پواسطه دمايع غازدانتقال په خاطر له ترکمنستان اوطالب چارواکوسره خبري اوتلاښونه پيل کړه. که څه هم هغه وخت دمعينو دلايلو اوستونزوله مخې داپروسه ناکامه سول،خودنفتی کمپنيودانرژی داسرشاره چينې هيري نه دي ،هره لحظه غواړي په هر قيمت چي کېږي دکسپين بحيرې اودمنځنی اسيادانرژی چينوته لار پيداکړي . همدا دوې اونۍ وړاندي بارک اوباما په امريکا کښي داقتصادي بهران دراپيدا کېدويوله اساسي لاملو څخه په امريکا کي دانرژی بېساري لگښت وباله ،هغه وويل دابهران يودم نه دی راپيداسوی، دادڅولسيزوپه جريان کي دزياتي انرژي دمصرف په پايله ده .هغه زياته کړه تاسي گوری چي دلته په امريکا کښي څومره انرژي مصرفېږي خوداټوله له بهرنه راوړل کېږي،ددې ترڅنگ دترانسپوتيشن اونوروتخنيکي اسانتياولگښتونه یې هم هره ورځ زياتېږي . داپدې معنا چي بارک اوباما هم نه غواړي امريکادانرژی له بهران سره مخامخ سي اويا يوازي روسان ددې سيمې له شتمنيو څخه په خپله گټه استفاده وکړي . پدې خاطر دامريکا لپاره ډيره مهمه ده چي په سيمه کي دپاته کېدو امکانات ولري . په منځنۍ اسياکي دروسې لخوادپوچي اډوبيا احياکول اوشوروي اتحادپخوانيودغوجمهوريتونوته زياته پاملرنه په سيمه کي دامريکا اوروسيې تر منځ ديوې مرموزي سيالی اوساړه جنگ دتودېدوروشانه بېلگه ده.
تر ۲۰۰۸ کال راپدې خواپه نړيواله کچه دخپل سميه ايزنفوذ اوتاثيردپراختيالپاره امريکا او روسيه دواړه رافعال سوی،يوپه بل پسې نړيوال کنفرانسونه،لېدنې کتنې اوداعلاميوخپرول اوسفرونه ښه ثبوت دي .
البته روسيه دپخواني شوروي اتحاد دوارث په توگه په هيڅ قيمت دې ته حاضره نده چي دخپلوگټو اونفوذ په سيمه کښي دي بېگانه اوپه ځانگړې توگه امريکااوياناټووزغملاي سي .
اودبلې خواداروپايانوله نظره منځنۍ اسياپه جغرافيايي لحاظ اروپاته نږدې ده ځکه خودغازو دايستلو او ترانسپورت لگښت تربل هرځاي ارزانه ورته تمامېږي ،دوي کولاي سي په لږ لگښت خپل داحتياج وړانرژي له همدې لاري پوره کړي،دوي وايي له اسيانه مخامخ اروپاته دنل غځول به دروسانو يکه تازی ته دپاي ټکی کښېږدي .
په کندهارکي ښاغلي کرزي دجولاي پر ۱۳مه په خپله وينا کښي يوه جالبه خبره وکړه هغه وويل :
آ ورونو!
تاسي ته وايم ،بايد دخارجيانو عزت وکړو. همدا اوس دوي ماته راځي اوراته وايي،ته خو زموږ څخه خوابدي ئې که افغانانوتا ته ترهرچازياته رايه درکړه اوته بيا جمهور رئيس سوې،موږ پسې وانه خلې ؟ خوماورته ويلي دي نه داکارنه کوم ،زه داتوکلوملگري زيات نه خوابدي کوم . داچي دا داستان به څومره حقيقت ته نږدې وي دابله خبره.خوپه هره ساده خبره کي لکه په هرټوکه کي يو واقيعت نغښتۍ وي دلته هم يوڅه شته . کرزی غوښتل پدې ټکو له يوې خواداخبره جوته کړي چي امريکايان څومره علاقه لري تر څو په سيمه کې خپلو اقتصادي موخوته درسيدوپه خاطرداوږدې مودې لپاره دلته په افغانستان کي پاته سي .اودبلې خودامريکا اونړيوالي ټولنې په وړاندي خپل استقلاليت څرگندکړي . کرزی داهم غواړي دغربی نړۍ سيالان پدې پوه کړي چي له هغوي سره هم دنږدېوالي علاقه لري ، تر څودهغوي نه هم په روانو ټاکنو کي ملاتړترلاسه کړي .دغه يوه بل پسې بهرته دښاغلي کرزی سفرونه ،په بهرنيو کنفرانسونوکي ويناوي دهمدې ادعا روښانه بيلگه ده .
خوزما له نظره هيڅ يوه ستراتېژي دهرچالخوا اوپه هرڅومره ښکلو عباراتوکي راڅرگنده سي ترهغونسي بريالۍ کېداي تر څو :
۱/ په افغانستان کښي يوه ملي اودټولوپه خوښه سالمه اوله فسادنه خلاصه دولتي اداره جوړه نسي اودغه دولت دنړيوالومنل سوونورمونوپر بنياد دافغانستان بياجوړونې ته په پوره صداقت ملاونه تړي .
ملي پخلاينه،يو اوبل ته درناوی ،ملي وحدت اوټولومسلکي کسانوته بيله کوم سياسي ،مذهبي اوژبني تعصب دپوهې اومسلکي درايت پر بنيادپه دولتي مقامونوکي ځاي ورکول به دروښانه راتلونکې لپار لار پرانيزي .
۲/ دافغانستان لپاره ديوې وړوکي ولي مسلکي وسلوال ځواک جوړول ،روزل او دومره وسله وال کول چي دخپل هيواد دځمکنی تماميت نه ددفاع پياوړئ توان ولري .
۳/ افغانستان بايد ديوه کاملأ بېطرفه هيوادپه توگه اعلان سي .دافغانستان له خاوري دچاپر خلاف استفاده منع اونه هم په هر نامه اوبڼه چي وي د افغانستان په کورنيو چاروکي کوم څوک اوپه ځانگړېتوگه گاونډايان د تېری اولاس وهنې حق ونلري . پدې برخه کي دملگروملتو دامنيت شوراتظمين او ډاډاړينه خبره ده .
۴/ دافغانستان داوسنيو نا اراميودراپيداکېدواساسي سرچينې هر چېري چي وي بايد دابد لپاره له منځه ولاړي سي.هيڅ گاونډۍ،لېري اونږدې په اصطلاح خواخوږ ي هيوادونه بايد ځانته داحق ورنکړی چي موږ ته دخپلې خوښي دولتي سيستم جوړ اوددوي دعلاقې وړ رژيمونه راباندي وتپي .
۵/ افغانستان ديوزراعتي اوبيرته پاته هيوادپه توگه دکرهڼې،مالداری دپراختيا اوله طبعي منايعو څخه دسالمي استفادې لپاره مالي،مادي اوتخنيکي مرستو ته اړتيا لري .پدې برخه کښي به هر ډول بېغرضه مرستي داهيواد له ورپېښوناخوالوڅخه ابد لپاره خلاص اوافغانستان به په يوه پرمخ تللي هيوادبدل سي .
۶/ افغانستان دنړۍ يوله هغوهيوادوڅخه شمېرل کېږي چي تر اوسه لابې سوداي تر لوړې کچې ده، نارينه ۸۰ په سلواوښځې ۹۵ په سلوکښي دپوره سواد له نعمت نه محروم دي . دغه محروميت ددې لامل گرځېدلۍچي زموږولس دهرې احساساتي نظرېې ، بېگانه اډيالوژی اوعقېدو قرباني سوی دی.
موږ مسلکي کدرونه نلرو،په ټولنيزه کچه اجتماعي مرستې ترټولونه رسېږې اونه هم نارينه اوښځوته په ټولنه کښي دگډکار زمينه برابر سوېده .په رشتياسر ناپوهی اوجهالت دافغانستان دبيا جوړونې،سولي اود موکراسی د پروسې پرمختگ مخه نسي .په ټول هيوادکي دنالوستوب اوناپوهۍ پرخلاف دملي مبارزې اعلان اوپدې لارکښي دبهرنيوهيوادونو لخوا زموږ سره اړينې مالي ،مادي اوتخنيکي مرستې به موږ ددغې توري بلا له منگولوخلاص اودنړيوالي ټولنې سره به دسالموسياليو جوگه سو.
۷/ تر دريو لسزوزيات وخت کېږي چي په افغانستان کي يوازي ددولتي قدرت پر سرجگړه روانه ده،دغې لعنتي جگړه نه يوازي انساني تلفات له ځان سره لري بلکي زموږ ټول اقتصادي ،ټولنيزاوفرهنگی بنيادونه اوسيستمونه ئي هم ويجاړه اويابېخي له منځه وړې . دغه ملي غميزه ددې لامل گرځېدلې چي زمور دهيواد ځوانسل چي شمير ئي زمور دهيوادتر پوره نيمايي اوړي دبيکاري اوغريبج سره لاس په گريوان دي . که امريکا اودنړۍ نورهيوادونه په رښتياله افغانانوسره خواخوږي لري اوغواژي دغه ولس ته نجات وکړي ،اړينه اوحياتي مسله داده چي پدې وطن کي کاري اوتوليدي ظرفيتونوپيداکېدوته لازمه پاملرنه وسي . کله چي زمور خلک باسواده اوپه نس ماړه وي ،کار ولري اوپه ټولنيزژوندکي ئي څوک ونه زوکلوی په عمربه وسلې ته لاس نکړي اونه دچاپر خلاف غرونوته پورته سي .وسلام
...............
اخځونه :
۱/ لراوبر ويب پاڼه
۲/ دعوت ويب پاڼه
۳/ټول افغان ويب پاڼه
۴/ تاند ويب پاڼه
۵/ خبريال ويب پاڼه
۶/ ويسا ورځپاڼي ويب پاڼه
۷/ دپاکستان له سفير سره دازادی رادیو مرکه دښاغلي رحمت اله روان لخواترتيب سوې
۸/ خبرگزاری صدای افغان(آوا) ۱۳۸۸/۴/۲۰
۹/بې بي سي راديوپښتو ويب پاڼه
۱۰/ ۸ صبح ، د۱۳۸۸ ل کال دثور۲۰ ثور
۱۱/ لراوبر د۲۰۰۹ زکال دجولاي ۷
۱۲/ وشنگتن تايمز : په افغانستان کي دزياتي مودې لپاره دامريکا دپاته کېدو انگېزه
۱۳/ آرمان ملي ورځپاڼه
۱۴/سپرغۍ ويب پاڼه
۱۵/ ريانوستي . رو
۱۶/ ارگومنت اوفکت .رو
۱۷/ نيزاويسيماياگزيتا.رو
۱۸/ گزيتا.رو
۱۹/ رژېدلي گلان دښاغلي انجينر عبدالوکيل متن دشعرونوټولگه ۱۳۷۸ل کال
۲۰/ دښاغلي بابوزي ،مرادزي اوهيوادپال له ليکنوڅخه
۲۱/ له نورودله ايزورسنيوڅخه زما شخصي ياداښتونه