رښتیا هم د افغانستان جگړه په قربانئ ارزي ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن وايي، په افغانستان کې روانه جگړه په دغه قربانۍ ارزي او خبرداری یې ورکړ چې په آینده کې ممکن د تلفاتو اندازه نوره هم زیاته شي .


له بي سي سي سره په مرکه کې بایډن وویل، د برتانیې، امریکا او اروپا ملي منافع په دې ارزي چې نړیوالې قواوې روانه مبارزه جاري وساتي .
ښاغلي بایډن ویلی دی : چې په اروپا کې د ټولو تروریستي حملو اصلي ریښه یا په افغانستان او یا په پاکستان کې ده. هغه وویل، که په افغانستان کې د طالبانو له بغاوت سره مبارزه ونشي. نو په دغه ملک کې روانه بې ثباتي په اروپا او امریکا کې هم د تباهئ باعث کیدای شي
دامریکا دولسمشر دمرستیال خیری دیوه بام اودووهواوو په شکل تعبیر کیدای شی او یوازی تبلغاتی جنبه لری هغه په دی معنی چه دنوموړی وایی دتروریستی حملو اصلی ریښی په افغا نستان او پا کستان کی دی او په افغانستان کی دطالبانو دبغاوت پر ضد په مبارزی باندی ټینګار کوی او پا کستان له یاده باسی،ولی همدغه ښاغلی مخکی څوڅله په تکرار سره ویلی ؤ: چه ده ترهګری اصلی ریښی ( مرکز)په پا کستان کی دې او داپاکستان دی چه نن ورڅ یی وټولی نړی ته خطر پیښ کړی دې،ولی داچه دنوموړی خبری دپاکستان په باب په سطحی ټکو باندی خلاصه کیږي ممکن علت یی دپاکستانی جنرالانو دغلطو معلوماتوخپره ول وی چه غواړی ددی لاری بیاهم دجهانی ټولنی پاملرنه دخپل څان څخه بل طرف ته واړه وی او دخپل بام واوری دنورو په بام باندی اچوي ،ترڅوچی په پاکستان کی دترهګری په ضد باندی مبارزه پیاوړی نه شی او دهغی ریښی په پاکستان کی دبیخه ونه وزی په افغا نستان کی هیڅ نوعه نظامی عملیات نتجه نه لری .دښاغلی بایډن څخه دوظایفو او دجنګ دفشار په وجه په خبرو کی عاجله شوی ده،((اصلا په پاکستان کی جګړه په قربا نی ارزې او په افغانستان کی دجګړی دوام او پراختیا دعراق په شان لویه اشتباه ده)) .
دزمری دمیاشتی په دوهمه نیټه دګاردین ورځپاڼه د خطرناکه تصور په نامه مقاله کې لیکلی دې، راځئ دافغانستان پوځي وضعیت ددښمن له نظره وڅيړو. دورځپاڼې په وینا امریکایي او بریتانیایي ځواکونو په وروستیو کې دطالبانو پر غښتلیو مرکزونو دوه ستر بریدونه وکړل چې پکې دامریکا یو دیرش، دایساف شل او دبریتانیا اتلس عسکر ووژل شول .
طالبان به هم په دې جګړو کې وژل شوي وي خو هغوی کولای شي چې نور خلک دجګړې لپاره استخدام کړي او دوی ته د یوې سیمې له لاسه ورکول هم مهم نه دي، ځکه چې کولای شي بیا همهغې سیمې ته ریښې وځغلوي. دګاردین دلیکنې له مخې طالبان حوصله کوي دوی دتاریخ له مخې پوهیږي چې بهرنیان به اخر دا وطن پریږدي .
په دې پسې ګارډین ورځپاڼه دا نتیجه اخلي چې د بهرنیو پوځیانو له زیاتیدو او دجګړې له پراخیدو سره په افغانستان کې څوک نه شي بریالی کیدای. نو دافراطیانو پرضد دبریالیتوب لپاره ګارډین دا څرګندوي چې د کابل له لارې دا کار کیدای شي او دا مساله دافغانستان له ټولو هغو ګاونډیو سره ارتباط لري چې په دغې شخړې کې خپلې ګټې ویني .
ګارډین همدا شان ليکلی دې، موږ باید دا فکر له ذهنونو وباسو چې هلمند د لندن او نیویارک دجګړې لومړۍ کرښه ده. دورځپاڼې په وینا دې ته باید فکر وکړو چې دافغانستان دجګړې داور لبمې ګاونډي هیوادونه له څه برخلیک سره مخامخوي .
ددغې بریتانوۍ ورځپاڼې له نظره دافغانستان داته کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ښه لاره نه شته نو په بدو کې باید هغه یوه انتخاب کړو چې تر نورو بدو غوره ده او هغه دا ده چې لویدیځ هیوادونه باید د دغې جګړې داور پر لمبو نور تیل ونه شیندي، هغه لاره دې انتخاب کړي چې دمنلو وي او دهغې لپاره دې سر له اوسه هڅې پیل کړي څو فرصت له لاسه نه وي تللی
په دی نژدي ورڅوکی دشپیګل مجلی د دو المانی سیاستمدارانو سره مرکه کړی ده چه دوی دواړه (پیترشتروک اویورګن تودنهوفر) دافغانستان په باب دکره معلوماتو درلودونکی دی او ښاغلی پیترشتروک له ۲۰۰۱ م کال څخه تر ۲۰۰۵ م کال يوری دجرمنی ددفاع د وزیر په توګه وظیفه اجراکړی ده، ددی دمرکی غټ ټکی په لا ندی ډوال وړاندی کیږي .
شپيګل : ښاغلی شتروک، د المان د سرتیرو شتون وروسته تر اوو کلونو په هندوکش کي مطمین سوی دی ؟ شتروک : طبعا، د طالبانو د وخت په حکمفراي کي د اورپکو تهدید په اروپا او المان کي بې خي ډېر وو. موږ خپل د امنیت دفاع باید په هندوکش کي وکړو . دغه خبره تر هغه پوري اعتبار لري تر کومه پوري چې په افغانستان کي د اورپکو څخه وېره نه وي .
شپیګل : ښاغلی تودنهوفر، ځان په امن کي بولي ؟
تودنهوفر : برخلاف، د ناتو (NATO) دغه شتونوالی په افغانستان کي خطر دی و المان ته . دغه د امریکا بمبارۍ چې ولسي وګړي وژني او کلي ورانه وي په ملیونو مسلمانان ئي پخپلو کورونو کي د تلویزون پرمخ ویني دا خو ښکاره خبره ده، چې ځوانان دغه حال نه مني او د غچ اخستلو لپاره میدان ته راوځي . او زموږ په ملک کي داخله وزیر شوبله (Schäuble) د اورپکو د ښکار پسي وځي او د ده ملګري ئي په افغانستان کي روزي او را پاره وي . د افغانستان جنګ د اورپکو روزنه ده .
شپیګل : دا داسي ښکاري، چې الماني سرتیري په هندوکش کي یو ناسم او بې مسؤلیت کار وي ؟
تودنهوفر : سیاستمداران هم اجازه لري ، چې غلطي وکړي، خو باید دغه جرئت هم ولري، چې خپله غلطي اصلاح کړي . سوسیال دېموکراتان مغروره وه، چې دوي د سولي ګوند دي . نو له دې کبله غواړم، چې لکه پېتر شتروک جرئت ولري، چې خپله غلطي اصلاح کړي . ډېری الماني سیاستمداران پېژنم، چې دوي دغه جنګ نه غواړي، خو دغه جرئت نه لري، چې په عامه ئي وه واي .
شتروک : هېلموت شمیت (Helmut Schmidt) زموږ فراکسیون کي ټیک همدغه خبره وکړه : موږ باید له جنګه څخه راووځو . مګر دغه دوام کوي . ډېر شیان د امریکاد نوي حکومت په پلانونو پوري اړه لري .
تودنهوفر : دامریکا له حکومت نه وغواړۍ ، په یوه فیصله ئي وړاندیز کي د بوندستاګ چې د کلیو بمباري بس کړي !
هغه څوک چې د القاعدي د ځان وژنکو په مقابل کي پروتست کوي ، باید د امریکا د اورپکي بمباريو په مقابل کي هم پرتست وکي .
شتروک : د ولسي وګړو وژل ناوړه کار دی، هیڅ د قبلولو وړ نه دی . موږ له ډېري مودې راهیسي د امریکایانو سره په خبرو کي یو . زما په اند امریکایانو خپل پلان ته بدلون ورکړی دی .خو زموږ اغیزه پر امريکایانو باندي محدود ده .
تودنهوفر : موږ خو د دوي ترلاس لاندي نه یو، موږ یو مستقل هېواد یو .
شپیګل : ښاغلی تودنهوفر، ایا ستاسو په خبره موږ ښه پوهېديلي یو ؟ چې تاسو امریکایان او القاعده يوشی بولۍ؟
تودنهوفر : وه یوه مسلمان هلک ته هیڅ فرق نه لري، چې د القاعدې لخوا یا د امریکا لخوا په بم کي مري . د بوش حکومت ډېر ولسي مسلمانان وژلي تر القاعدې چې غربیان ئي وژلي وي . موږ باید د یوه بام او دوو هوا وو څخه لاس واخلو .
شپیګل : اوباما اوس پلان نه لري، چې له افغانستان څخه ووځي . برعکس غواړي چې لا نور سرتیري هلته ولیږي .
تودنهوفر : دا یوه غلطي ده . افغانان د امریکایانو نور سرتیري نه غواړي، بلکه لا لږ سرتیري غواړي . ولسمشر کرزي پخپله ماته وویل ، چې زه ډېر د المان پر مېشتو سرتیرو حساب کوم او کولاسم پر ایضافه سرتیرو دامریکایانو صرف نظر وکړم .
شپیګل : پر هواي حملو باندي چې تاسو نیوکي کوی، خو ځمکني سرتیر لږ دي له دغه کبله هواي بریدونه اړین دي . دغه دېرشزر نور سرتیري چې ورسي نو به هواي حملي ونسي .
تودنهوفر : د ناتو سرتیري که یو ټک خپل پر خوا اوشا واوري ، سمدلاسه هواي ځواک راغواړي .. غربي سرتیري تر دې چې جنګ وکړي ولسي وګړي وژني .. یوازي په دغه تیرو څو کلو کي پنځه ودونه په بمونو کي له منځه تللي .
شترک : بمبارۍ چې بېګنا وګړي پکښې مري ډېر ویرجن کار دی . د امریکا د ریئس جمهور د امنیت مشاور جیم جاونز (Jim Jones) یو معقول سړی دی ، خو په منطقه کښې سرتیري او د دوي قوماندانان دي، چې خپل د ویري ښه او بد نه ګوري بې پروا هر څه چې ئي وکړه هغه کوي .
شپیګل : ایا الماني سرتیري هم ځانونه ورسره مقصر کوي؟
تودنهوفر : طبعي ده چې موږ هم ورسره مسؤل یو . معلومات د الماني الوتکو یوازي د « ای ساف» لپاره نه دي بلکي د « انډورینګ فریدم » (Enduring Freedom) لپاره هم څرګندویني کوي . او دوي ددغه معلوماتو له مخه بیا بمباری کوي .
شتروک : زه خو دلته د الماني سرتیرو کوم مسؤلیت نه پکښې وینم . او د افغاني ولس مسؤلیت هم نه وینم . موږ پخپله ساحه کي بمبارد نه کوو .

شپیګل : په دا اخره ونۍ کي چې کندوز ته نژدې درې الماني سرتیري مړه سوه . المانانو د امریکایانو څخه د هواي حملې مرسته وغوښتل .
شتروک : طبعي ده، چې داسي حالت راځي، چې و هواي ځواک ته اړتیا پیدا سي . چې د الماني سرتیرو ژوند له خطره څخه خلاسون ومومي . خو ولسي وګړي باید پکښې قرباني نسي . زما له نظره په دغه ځاي کي ولسي وګړو ته ځاني تاوان نه دی اوښتی .
شپیګل : په حقیقت کي د ملل متحد له خوا د بیا رغاوني لپاره د ورځي ۷ ملیونه امریکاي ډالره لګښت کیږي . برخلاف یوازي د امریکا د سرتیرو لګښت د ورځي سل ملیون دی . له دې نه څرګندیږي ولسي بیا رغاونه ډېره اړینه نه وي .
شتروک : داښکاره خبره ده، چې دسرتیرو لګښت ډېر وي . داچې تفاوت په منځ کي د سرتیرو دلګښت او د بیارغاوني د لګښت ډېر دی دا خبره منم . مګر موږ دا یقین نه درلود چې دومره به هلته پايو. موږ فکر کاوه، چې هلته به کراري راسي او موږ به بېرته ځني راځو . خو دغه انډول ناسم وو .
شپيګل : ایا دا یوه غلطي وه، چې افغانستان ته ورننه وتو؟
شتروک : نه نه، دا یوه غلطي نه وه . وروسته تر یولسمي د سبتمبر باید امریکایانو یو عکس العمل ښوولی واي . په یاد مو ده : چې طالبانو اوساما بنلادن امریکایانو ته په لاس نه ورکاوه او د اورپکو کمپونه ئي نه تړل .
تودنهوفر : طبعي خبره ده، امریکایانو باید عکس العمل ښوول واي . مګر دوي باید کابل د دې لپاره بمبارد کړی واي؟ دا خو یوه بې مانا خبره ده، چې یو هېواد د یو څو اورپکو لپاره بمبارد سي . او دا څه چې اورپکي افغانان هم نه وه . امریکاباید خپل خاصه کوماندو ته امر کړی واي بنلادن به ئي له منځه وړی واي . څې وکړه : په یو ریشخندي ډول ئي د «توري بوري» څخه پرې ښود چې ولاړسي او ملا عمر پر موټر سیکل ځني ولاړ .
شپیګل : په افغانستان کي باید څه وسي، چې ناتو له افغانستان څخه ووځي ؟
شتروک : پردې ټوله موافق دي، چې افغاني سرتیري او پولیس و روزل سې . خو په تاصف سره دغه کار په دا اخرو وختو کي ډېر نیم کړی پرمخ ولاړ . خو اوس الماني سرتیري د دې لپاره ډېر زیار باسي .
تودنهوفر : افغانان له موره پیدا سوي جنګیالي دي . په زرو کلونو پر دوي حملې سوي . هلته یو څورلس کلن په سلاح پوهیږي . دوي د دې شي لپاره اوږدې روزنې ته اړتیا نه لري . ولې یو وزګار ځوان چې تر سلو ډالر لږ معاش ولري ملي اوردو ته ورسي، چې طالبان دو ته هلته د څلور سوه بیا تر شپږ سو ډالر معاش ورکوي؟ موږ باید ملي اوردو ته ښه معاش ورکړو. افغانستان یوازي افغانان ساتلاسي او بس .
شپیګل : که د اورپکو پسي نور نه ګرځو نو په افغانستان کي بل ځه لټو ؟
تودنهوفر : موږ په افغانستان کي د انتي غربي ناسیونالیستانو سره جنګیږو . افغانستان د جیوستراتیژۍ له مخي یو په زړه پوري هېواد دی . ولې له هغه ځایه نه روسیه، هند، پاکستان او چین ښه کنټروليږي او بل افغانستان د سیاسي خامو موادو ځائ دی . په پاي کي امریکایان غواړي ، چې په ا فغانستان کي د ګازو پیپ لین و غځه وي . شپیګل : کله به الماني سرتیري له افغانستان نه ووځي ؟
شتروک : زه وېرېږم چې لس کاله به لا نور هم په افغانستان کي پاته سو .
تودنهوفر : که دغسي ډېر دوام وکړي نود الماني سرتیرو مړې به چې اوس ۳۵ دي ۳۵ به نوي بلکې په سلهاوو به وي او موږ به خپل کرېدیت په اسلامي نړۍ کي بېخي له لاسه ورکړو . زموږ سیاستوال باید ترمخ ترټاکونو صادقانه د وتولو ستراتېژي ومخ کښېږدي، چې موږ لږترلږه په دو درو کلونو کي له دغه کړکیچ څخه را وځو
دنوموړی مرکی دوهمه برخه هم لری چه وروسته به دلوستلو لپاره وړاندی شې، پای رحمت اله روان .