د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۰) شينهوا د شيـنـهـوا خـبـري آژانـس

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدايت



Xinhua News Agency

چين د مرکزي او شرقي آسيا په لويه وچه کي هم د نفوسو د لحاظه، هم د مساحت دلحاظه او هم د اقتصادي او صنعتي سرسام آوره رشد له پلوه د نړۍ ستر هيواد دئ . دغه هيواد نن سبا د خپل زحمت، د خپل صنعت او د خپلو مشرانو دمتعادل او مسؤلانه سياست له برکته په نړۍ کي ځان د معظمو هيوادو په کتار کي را وستی دئ .



دغه لوی او پر نفوسه هيواد نن د نړۍ په زياتو عرصو کي خپل د حرکت لوری د يوه لوی او اثرناکه قدرت په حيث تثبيت کړی دئ . چينايانو په خپل هيواد کي د رسنيو د قدرت او دهغه تأثير څخه د خپل فرهنګ د خپلي عقيدې او د خپلو ارزشو و ساتني او اشاعت ته هم د يوې مؤثري ارتباطي و سيلې په توګه اوهم د خپل هيواد د لا زيات پرمختګ او د نړۍ دولسونو سره د سولي او امنيت د تحکيم په خاطر د هغه پياوړتيا ته زياته پاملرنه کړېده .

په چين کي د وروستيو درېو لسيزو په دوران کي چي دې هيواد دسوسياليستي تګ لوري په ساتلو سره و اقتصادي ودي ته د خلاصو دروازو خو کنټرول سوي سياست لاره غوره او خپل اقتصادي پرمختيا ته يې نوی تحرک ورکړ، همداسي مخ په وړاندي روان دئ، رسنيو هم ورسره پراخه وده کړېده . همدا اوس په چين کي ۲۲۰۰ ورځپاڼي، څه ناڅه ۷۰۰۰ مجلې او ژورنالونه ، ۷۰۰ ټلوېزوني او ۱۰۰۰سيمه ائزه ملي راډيويي سټېشنونه او ۳۰۰۰ ټلوېزوني کېبلي چينلونه خپروني لري . که څه هم په چين کي د مطبوعاتو رسمي قانون نسته ، خو صنفي اتحاديې چي د کمونيسټ ګوند تر اثرلاندي فعاليت کوي، د رسنيو د کارلوری ورتعينوي او خبرنګاران په خپل ورځني فعاليت کي دهغه ضوابطو رعايت کوي چي خپل ځان د حرفه ای اخلاقو د منشور په اصولوباندي مکلف ګني او د هغه په چوکاټ کي خپل ژورناليستيکي دندي تر سره کوي .

خوددې سره پخپله د چين په رسنيو کي هره خپرونه په ځانګړي توګه خپل مستقلانه سياسي تفسيرونه او تحليلي ليکني، داخلي او خارجي خبرونه نلري، که څه لري نو هغه د يوه سره هغه څه دي چي د دولت د رسمي خبري آژانس يعني د شينهوا لخواورته برابريږي . چيني چارواکي د خپل سوسياليستي تګلاري پر مبنا وايي چي د چين په پراخ هيواد کي د ټولنيز ګډ عادلانه ژوند په شرايطو کي، دغه شاني کنټرول د اطلاعاتي هرج و مرجه څخه مخنيوی دئ او د چين د ملي عامه ګټو او غوښتنو سره يو منل سوی اصل ګڼل کيږي . داسي هم ويل کيږي چي د شینهوا خبري آژانس اړيکي د چين د کمونیسټ ګونده سره دونه مضبوطي دي چي هغه ته د ګوند او خلکو ترمينځ د يوه پله په حيث نسبت ورکوي .

رسنۍ چي د خپلو مخاطبينو سره د خبري اطلاعاتو په وړاندي کولو کي خپله دوامداره اړيکه ټينګه ساتي په دولتو کي د قدرت د دوام د محوري اهرموڅخه ګڼل کيږي ، په عين حال کي په ټولنيزه بدلونو کي د مقاومت بديل هم منل سوی دئ . د ولسو پر افکارو باندي تسلط چي دهمدغه رسنيو لخوا د هغوی سره د اړيکو زمينه برابريږي، و هغه ته دائمي پاملرنه يوه مرکزي مسئله ده . يوازي د ولسو سره اړيکي او د هغو په افکارو کي نفوذ دئ چي دولتونه په خپلو ټولنو کي خپل حاکميت ساتي او په دې وسيله د هغوی باور او اعتماد هم لاسته راوړي ، د همدې مجراء څخه هم ده چي ولسونه دپرمختګ او بدلون په خوا سازماندهي کيږي او چي بيا دغه سازماندهي د ټولنيز عدالت، انصاف، ترقي اوسولي پر مبانيو باندي ولاړ وي نو بيا د ولسونو لوی لښکر په ځان پسې هم روانوي .

د شينهوا خبري آژانس Xinhua News Agency ) ( يا NCNA چي د نوي چين د خبري آژانس په نامه هم ياديږي، د چين د ولسي جمهوريت رسمي خبري آژانس او په چين کي د خبرو او اطلاعاتو د راټولېدو او خپرېدو تر ټولو لوی مرکز دئ . دغه آژانس د رتبې له رويه د نړۍ د خبري آژانسو د الف په کتار کي راځي . دشينهوا خبري آژانس د چين د دووآژانسو څخه يو دئ . هغه بل يې د چين د خبري سرويس په نامه ياديږ ي . د شينهوا خبري رسنۍ نه يوازي په چين کي بلکه په ټوله نړۍ کي د خپل نقش او فعاليت د پراختيا په وجه يو ځانګړې رسنۍ ده . لس زره تنه کار کونکې لري دغه رقم د نړۍ د نورو لويو خبري آژانسو په پرتله لکه رويټرز څو واري زيات دئ . په ټوله نړۍ کي ۱۰۷ دفترونه لري چي وظیفه يې د ټولو هيوادو څخه د اطلاعاتو را ټولول او په ټولو هيوادو کي د چين په باره کي د اطلاعاتو خپرول دي . دغه آژانس پخپله چين کي هم ۳۱ ادارې لري چي په هر ولايت کي يوه اداره د خپلو تشکيلاتو سره فعاليت کوي .

د شينهوا خبري آژانس په چين کي د ۲۰ عمده ورځپاڼو او د ۱۲ مهمو مجلو د امتياز خاوند دئ چي د هغوی څخه د شينهوا ډېلي ټلګراف، د شينهوا د آژانس خبري بولټن چي په انګليسي، فرانسوي، هسپانوي، عربي او روسي ژبو خپريږي ، د مرجع اخبار چي هره ورځ خپريږي، ورځني اقتصادي اطلاعات، د چين د امنيت ورځپاڼه، د شانګهای د امنيت ورځپاڼه، اسپرټ اکسپرس چي هره سه شنبه خپريږي . آوټ لوک اوونيزه، دوې هفته ايزه چيني تفسير ، د نړۍ مهالنۍ، د چين د ګزارشو مهالنۍ، د عکسو د نړۍ مهالنۍ، د چين کالنۍ چي په چينايي او انګليسي ژبو خپريږي . د چين دولت دد ې رسنيو نيژدې په سلو کي څلوېښت بودجه تأمينوي . دغه رسنۍ اوس د خپلو عوايدو د ډېرېدو په لټه کي دي چي د اطلاعاتو د تجارت په عرصه کي ځان و خپل هدف ته ور سوي .

شينهوا د لومړي ځل د پاره په کال ۱۹۳۱ کي د سره چين د خبري آژانس ( Red China News Agency ) په نامه په کار پيل وکړ او په ۱۹۳۹ کي يې نوم په دغه او سني نامه واوښت . د شينهوا مرکزي دفتر په پيکنګ يا بېجنګ کي دئ او خپله لومړنۍ بهرنۍ شعبه يې په ۱۹۴۷ کي په لندن کي پرانيستله . د کمونيسټانو د واکمنۍ په ټينګېدو سره، په هغه هيوادو کي چي چين ډيپلوماټيک نماینده نه درلود نو شینهوا ددې هيواد د کمونیسټ ګوند د نماینده په توګه نقش لوباوه، په همدې توګه وو چي هغه ته د کمونیسټ ګوند د ژبي او سترګي په حيث کتل کېده . اوس اوس دغه رسنۍ د نړۍ په هر کونج کي د نړۍ په اوو عمده ژبو لکه انګليسي، فرانسوي، روسي، هسپانوي، عربي او پرتګالي ژبو، خبرونه مخابره کوي . دغه رسنۍد نړۍ د اتو عمده خبري رسنيو سره د خبرواو تصويري راکړي ورکړي پراخ مناسبات لري .

د چين رسنۍ عمدتاً په خپل دننه کي د خپرونو ځانګړی سيسټم لري ، د شينهوا درجه بندي سوي داخلي ګزارشونه چي انګريزي معنی يېReadhead Reference دئ په انحصاري توګه يوازي د حزبي او دولتي هغه تر ټولو لوړو مقاماتو ته تهيه کيږي . دداشاني خپرونومتني اطلاعات او تحليلونه د عامو خلکو ولاس ته نه رسيږي . دولت دغه شاني د دننه ګزارشو نه درجه بندي کوي . شينهوااو د چين زياتره خبري سازمانونه خپل ګزارشونه و داخلي خپرونو ته تهيه کوي . چيني خبريالان زياتره و کورني ورځپاڼو او خپرونو ته مطالب ليکي .

يوه چينايي تاريخ ليکونکي په دې باره کي ويلي دي چي دغه شاني په د ننه کي د مطالبو د ليکلو دود ددې باعث سول چي يو لږ شمېر خلک د هغه ناورين څخه خبر سي کوم چي د کال ۱۹۶۰ په لسیزه کي ۳۰ ميلیونه چينايان د لوږي څخه مړه سول . ويل کيږي چي هغه وخت د چين کمونسټ ګوند هيڅکله هم اجازه نه ورکوله دغه شاني خبرونه دي و مطبوعاتو ته لاره پيدا کړي . د چين په دولت کي د رسنيو د خپرېدو سيسټم د يوې ډېر ي پېچلې د سلسله مراتبو د تېرېدو څخه جوړ دئ چي دهغه څخه هدف پر رسنيو باندي د سخت ګوندي کنټرول ساتل دي . د شينهوا د خبري آژانس لخوا د اطلاعاتو د مرجع په نامه يوه خپرونه چي د خارجي مطبوعاتو څخه ترجمه سوي سرمقالې، خبرونه او مقالې لري ، هغه د حکومتي مقاماتو د پاره خپريږي . د درو څخه بيا تر لسو مخو پوري يوګزارشي متن هم د داخلي مرجع په نامه د هغو مقاماتو لپاره خپريږي چي رتبه يې تر وزيرانو لوړه وي .

د شينهوا ترټولو پخوانۍ او مهمه شعبه په هانګ کانګ کي واقع ده . دغه شعبه مازي يوه مطبوعاتي اداره نه ، بلکه تر دې د مخه چي ددې جزيرې واک د انګرېزانو لخوا و چين ته ورکول سي، په ظاهره ديوه خبري آژانس په نامه يې خپل فعالیت کاوه خو تر ۱۹۹۷ کال پوري دغه خبري آژانس په هنګ کانګ کي د چين د نارسمي سفارت په حيث اجراآت کول .

د شينهوا په خبري آژانس کي د خبر د راټولولو سيسټم د دريو لارو ،يعني د مرکزي ادارې، د داخلي او خارجي شعبو لخوا تر سره کيږي . دغه رسنۍ د داخلي او خارجي خبرو، اوعکسو د پاره ځانګړي د تحريريه هيئت واحدوونه لري . په شينهوا کي نړۍ وال خبرونه او په هغه کي ګزارشونه او تحليلونه د پنځو ادارو لخوا را ټوليږي چي د هري قارې دپاره يوه اداره جلا سوېده او هره اداره بيا په خپله دننه کي خپل تشکيلات لري او د خپلي مربوطه قارې څخه خبرونه تهيه کوي . د آسيا او ارام اوقيانوس سيمه ائزه اداره په هنګ کانګ کي ده، د امريکا او لاتيني امريکې سیمه ايئزه اداره په مکسیکو سيټي کي، د افريقا دا په نايروبي کي، د مينځني ختيځ دا په قاهره او د اروپا دا په پاريس کي خپل سيمه ايئزه خبرونه او ګزارشونه تهيه کوي . دغه آژانس د ورځي هر دم ګړی قريب نيم ميليونه کلمې خبرونه او سل عکسونه د نړۍ په ۷ ژبو و ټولي نړۍ ته مخابره کوي .. شینهوا تر ټولو لوی د عکسو آرشیف لري چي دوه ميليونه د تاريخي عکسو مجموعه هم پکښې ده .

د شينهوا ځانګړې چاپخانه د کاله ۴۰۰ عنوانه کتابونه چاپوي چي د هغوی زياتره موضوعګاني په روانو چارو او سياست پوري تړلي مسايل دي .

په نړۍ کي د علم او تکنالوجۍ د پرمختګ سره سم شینهوا هم خپله د اړيکو تکنالوجي موډرنه کړېده . دغه رسنۍ اوس اوس د اړيکو د لېږلو يوه ماهواره ای شبکه او لس د اطلاعاتو د ډاټا پروسس سيسټم لري . دغه رسنۍ د لېږلو يوه شبکه هم لري چي د ارتباطي ماهوارو او انټرنيټ څخه جوړ دي شينهوا د اړيکو يو سيسټم جوړ کړی دئ چي په هغه کي پيکنګ د اصلي مرکز په حيث او هانګ کانګ، نيويارک،پاريس او لندن د انتقال د فرعي مراکزو په توګه عمل کوي . دغه سیسټم د ټول چين ساحه او سل هيوادونه تر خپل پوښښ لاندي را وستلي دي .

په څو تيرو کلو کي،د شينهوا خبري آژانس د تجارت او سوداګرۍ په برخه کي هم خورا ګټور پرمختګونه کړی او په سړه سينه يې په دې حوزه کي ځان غزولی دئ . د چين د اقتصادي اطلاعاتو سرويس، د چين د خبرو پرمختيايي شرکت، د متحده ملي چين تبليغاتي شرکت، د چين د عکسو د سرويس شرکت، د نړۍ د عمومي اړيکو او د هانګزو (۱) د نړۍ واله اړيکو شرکت؛ په شينهوا پوري د تړلو شرکتو د جملې څخه دي چي د چين د سيالو شرکتو په مينځ کي يې ښه ځای پيدا کړی دئ . همدا رنګه د شينهوا خبري آژانس د خبرو د تحقيقاتو د مؤسسې، د نړۍ والو پوښتنو تحقيقاتي مرکز او د خبريالۍ د مدرسې خاوند هم دئ ، چي دا ټوله د خبريالۍاو د مخصيصانو د تعليم او تربيې په عرصه کي فعاليت کوي .

په چين کي د انټرنټ څخه د سالمي کارېدني ساحه هم د ۲۰۰۰ کال را په دې خوا عامه سوېده، همدا اوس په چين کي ۲۵۰ ميليونه چينايان و انټرنټ ته لاس رسي لري . د شينهوا د خبري آژانس انټرنيټي پاڼه په کال ۱۹۹۶ کي په خپرونو پيل وکړه چي د چين او ټولي نړۍ په هکله څلرويشت ساعته په شپږو ژبو خپروني کوي .

د د ډله ائزه رسنيو سره چلند او د چينايي تولني د اړتيا او ګټو سره ، چيني چارواکو و مطبوعاتي آزاديو ته خپل حدود تعين کړي دي ، چينايي مقاماتو د غير دولتي مشورتي نهادو په جوړولو سره د چيني صاحب نظرانو سره په دې اړه تحقيقاتي او څېړنيزي مطالعې کوي، د نورو هيوادو د سياسي او اداري تجربو څخه کار اخلي تر څو د يوه جمعي تعقل او تفکر دلاري په رسنۍ کي د هري پديدې سره د چين د ټولني د اړتياو او شرايطو سره سم د مشکلاتو او ستونزو په حل کي کارنده ګټه واخلي او نه يوازي دداسي بحرانو مخه و نيسي لکه په شوروي اتحاد او شرقي بلاک کي چي د هغوی د سقوط باعث و ګرځېده، بلکه تلاښ کيږي اقتصادي ودې، ټولنيز رفاهيت، عامه نظم او د خپل فرهنګي ساختار په ساتلو سره و هغه ته لا نوره پرمختيا لاري خلاصه کړي . خو په رسمي توګه دغه سلطه يوازي د شینهوا د خبري اجنسۍ په لاس کي ده ،حتی د چين باوري او معتبري ورځپاڼي لکه د خلکو ورځپاڼه، چاينا ډېلي، د پکن عصر، ځوانان او . . . چي د هغوی چلوونکي حزبي او دولتي مقامات دي، ددې اجازه لا نه لري چي د شین هوا د شبکې د باندي خبرونه خپاره کړي .

په بهر کي ځيني اينټرنټي خپلواکه خبري ويبپاڼو دغه خبري او تحليلي انحصار او ضوابط نقض کړي دي ، او د غربي رسنيو غوندي په چين پسې د امريکا د ناخوښه دولتو په کتار کي و زياتو داسي ستونزو ته لمن وهي او يا هغه د عامه تحريک د پاره پړسوي تر څو د چين و اوسني ساختار ته ضربه ورسوي . دچين دولت د دقيقو پلانو په طرحه کولو سره تلاښ کړی دئ چي د انټرنټ څخه د کار اخيستني ساحه پراخه او تر ممکن حده هغه د ناوړه اثراتو څخه په امن کي کي ، او سالم اومفيد مواد تر خلکو پوري ورسوي . چيني مقامات تل داخبره کړې ده چي په چين کي د انټرنټ څخه د کار اخيستني شيوه داسي ده چي چين هغه د خپلو قوانينو پر اساس اداره کوي او د هغه مطالبو د محتوی په اړه چي خپريږي روښانه مقررات لري .

په معاصره نړۍ کي سياست سمدلاسه رسانه ای بعد پيداکوي . هغه د پاملرني وړ موضوعات چي د يوه سياسي سیسټم د پريکړو څخه راوزي، د رسنيو د پاره داسي مواد جوړوي چي هدف يې د ځانه سره د خپلو خلکو يوځای کول او يا د ځانه څخه دهغوی ددښمنيوکمول دي .

چين په خپلو رسمي بيانيو کي پر دې خبره تأکيد کوي چي د نړۍ متعهده او انساني رسنۍ وظيفه لري چي بايد و هيوادوته د متقابل احترام اود سیاسی برابريو د اصولو پر بنياد و يوه اوبل ته ګټوري مشورې ورکړي او د اقتصادي امتيازاتو د ګټو زمينه و ټولو ته برابره اود ګډو همکاريو دروازې البته د خپلو فرهنګي ځانګړتياو او تفاوتو په ساتلو سره و ټولو ته د هغوی د ملي ګټو په پام کي لرلو سره خلاصي پرېږدي . د متقابل اعتماد ، همکارۍ ، امنيت او د سولي د ټيګېدو په لاره کي دي مضاعف تلاښونه وکړي او د بشر د ښېګڼو او ښې راتلونکي دپاره دي هغه عوامل ليري کړي چي د تشنج او کشمکش فضا ايجادوي .



ياداښتونه :
(۱)هانګزو په چين کي د Zhejiang د ولايت مرکز او د چين د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مرکز هم دئ چي شپږنيم ميليونه نفوس لري او د اقتصادي پلوه د چين دوهم مطرح ځای دئ .

مأخذونه :

http://www.xinhuanet.com/english2010
http://en.wikipedia.org/wiki/Xinhua_News_Agency
http://en.wikipedia.org/wiki/Media_of_the_People%27s_Republic_of_China
LeMond Diplomatic