داړماران په ګډه ولس ته سنګر نیسي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

په ټاکنو کې عبدالله او ډله يي یوخوا د کرزي د داړمارانو پر وړاندې او بلخوا د کرزي ټیم بیا د عبدالله له ډاکوانو سره په ګډه د افغان ولس پر وړاندې سنګر نیسي . دوی که څه هم په ظاهره یو د بل په مقابل کې ښکاري ، خو د ولس د لوټولو او ځپلو لپاره ، ټول یوځای او په یوه مورچل کې ناست دي .
که د ټولټاکنو بهیر ته وکتل شي ، دغه ډاکوان له دولتي واک څخه د لوېدو له ډاره ، له هرې خوا یوه سنګر ته ټوپ کوي او کله چې ورته داسې سنګر ډاډمن ښکاره نه شي ، بیا نو په هرې بې شرمۍ د بل لوري په سنګر کې ورګډیږي .
دلته کېدئ شي دا پوښتنه رامنځ ته شي سیاست کې جواز دئ چې سیاسي ځواکونه یوبل ته تېر شي او هغه کار چې ځانته يي نه شي کولئ له نورو سره يي په سیاسي ګډون کې ترلاسه کړي . خو خبره دلته سرچپه ده ، کاشکې دا یو ریښتیني سیاسي ګډون وي او موخه يي د هېواد وداني او د ولس سوکالي وي !؟
څنګه چې ټولو ته څرګنده ده دا اتلافونه زیات ، د واک له ګوښه کېدو او د انتقالي عدالت د پلي کېدو له ډاره رامنځ ته شوي او موخه يي د روان ناورین ادامه ده چې د دوی په ګومان وضعه د دوی له کنترروله ونه وځي او داسې یوه اداره رامنځ ته نه شي چې دوی سبا محاکمې ته کش کړي .
دغو ډلو په ولسې جرګه کې هم د انتقالي عدالت د پلي کولو له ډاره یو ناسپيڅلئ اتلاف کړئ و .
په روستیو سیاسي لوبو کې نظار شورا ځان دوه پړکه کړ . د فهیم په مشرۍ یوه ډله د کرزي د غاړې غور شوه . دې ډلې به فکر کړئ وي چې ځه فهیم به د کرزي د لومړي مرستیال پتوګه په دولت کې د نظارشورا او جمعیت انډول لا غوښن کړي . فهیم به د کرزي دولت کې ، خدای مکړه که څوک وغواړي د نظارشورا ویني څښوونکي هاګ او یا کومې بلې محکمې ته راکاږي فهیم به يي مخه ونیسي . بلخوا به فهیم د تېر پشان کرزئ بیا پرينږدي چې د ملت په خیر کومه ډبره کیږدي .
خو د نظارشورا او د جمعیت سټه پخپل ځای پاتې ده . دوی عبدالله رامیدان ته کړ چې د کرزي د ډاکوانو او نورو لوټمارانو څخه سیالۍ کې له چا روسته پاتې نه شي . د عبدالله پر چورلیز د شمال میرغضب ، پخواني مجاهد عطامحمد نور خپل وزرونه راخپاره کړل او بویه عبدالله يي د ژغورون په منګولو کې ونیو . همدارنګه نن سبا یو بل مشهور چوغلګر او د اسخباراتي کړیو څو سریز جاسوس اسحاق ګیلاني هم ورټوپ کړ . دا ښاغلئ چې ځان تر ټولو لوی مجاهد ، پير او غوث بولي ، لومړئ يي د افغانستان د خاد په پیسو جهاد پیل کړ ، بیا د ای ــ اس ــ ای په دروازه کې چپړاسي شو او اوس يي د کي ، جې ، بې پیسو او نجونو ته ځان ورمخکې کړ . همداسې د عبدالله د جرم نور شریکان ، د مسعود وروڼه ، د هرات پخواني والي انوري او نور الحق علومي ، هم درواخله . عبدالله غواړي د غلو او سیاسي اوباشانو په دغه ټيم چې رباني به يي لکه دایران خامنيی روحاني مشر وي ، افغانستان ته د خدمت جوګه شي .
بلخوا پر ځان د ډاکوانو په راټولېدو کې کرزئ بیا تر عبدالله او نورو ډېر زیرک او چټک دئ . له عبدالله نه پاتې داړماران ، ټول پر کرزي راغونډ دي . د کرزي د ډاکوانو شمیر هم زیات دئ او د عبدالله په ټيم کې خپله د عبدالله ، عطامحمد نور او یو څو نورو څخه پرته د کرزي د ډاکوانو کیفیت هم لوړ دې . دوستم ، فهیم ، محقق ، خلیلي ، سیاف ، محسیني ، چکړي ، مجددي او پیر سیداحمد ګیلاني ، اسمعیل خان ، امین وقاد او نور چې هر یو يي د افغانستان د ځانګړې سیمې او یا د ټول افغانستان په ورانۍ او د افغان ملت په کړاو کې لاس لري د کرزي په ټيم کې راټول شوي دي .
که د ډاکوانو پر راټولېدو کې د جایزې لپاره کرزئ او عبدالله سره پرتله کړو ، کرزئ له عبدالله لومړئ مقام ګټي او جایزه وړي . خو د درواغو ، چلوټو او توطیو په جوړولو کې کرزئ ، د رباني او عبدالله په مشرۍ د نظارشورا او جمعیت د پښو ګرد ته هم نه رسیږي . د نظارشورا او جمعیت هم د کرزي په دولت کې ښه غوړه برخه لري او هم يي اپوزیشن دئ . ضیا مسعود د کرزي لومړئ مرستیال دئ او هم د رباني د جبهې فعال غړئ دئ . داسې يي نور هم دروبوله. د عبدالله ډله « هم به میخ میکوبد هم به نال »
په ټاکنو کې د پیسو د لګښت په اړوند هم ، د عبدالله ډله له کرزي دمخه ښکاري . ځکه عبدالله د هر چا غلامۍ ته چمتو دئ خو چې ټاکنې وګټي . کرزئ به هم په دې غلامۍ ونه شرمیږي خو د غلامۍ لپاره د عبدالله په پرتله زیات امکانات نه لري . عبدالله که نیم افغانستان بایلي خو دې دولتمشر جوړ شي صرفه نه کوي . خو کرزي ته کېدئ شي چې دا خبره ستونځمنه وي . داسې ښکاري چې په ګوډاګېتوب کې هم کرزئ د عبدالله پسې نه رسیږي .
د عبدالله او د هغه د ډلې ساتندویه هېوادونه مالوم ، ایران ، روسیه او نور ګاونډیان دي . دا هېوادونه لنډمهاله نه بلکې په افغانستان کې اوږمهاله موخې او ګټې لري . دوی لپاره عبدالله او ډله يي ښه او دایمي ملګري دي . عبدالله او ډله يي د هغه څه چې دعوه کوي ددې هېوادو له ملاتړ ه پرته يي نه شي ترلاسه کولاي . همدارنګه لوېدیځ ته هم د عبدالله ډله په مزدورۍ کې تر کرزي وفاداره او ډاډمنه ښکاري . په تاجیک میډیا او نورو سایټونو کې د عبدالله پلویان او د کمپاین ملګري له امریکا په دې ګیل من دي چې امریکا ته عبدالله او ډله يي د کرزي په نسبت زیاته وفاداره او خدمتګاره ده ، خو هغسې لازمه پاملرنه ورته نه کوي .
خو کرزئ بیا داسې چانسونه کم لري . له کرزي څخه کوم هېواد دایمي ملاتړ نه کوي او له ده څخه لنډمهاله ګټه اخیستل کیږي .
داچې د کرزي ټیم په دولتي فساد ککړ او په تېرو اتو کالو کې د ولس په وړاندې په خدمت کولو کې پاتې راغلي او یو لامل يي هم د کرزي په دولت کې د عبدالله د ډلې شتون او سبوتاژ و ، له دې څخه د عبدالله ډله په غلطه دا پایله اخلي او په لویلاس دا تبلیغوي چې د کرزي پرځای ، افغان ولس نو دوی غواړي . نه خیر داسې نه ده !
که کرزي په تېر کې د ولس په خیر ښېګڼه څه ونه کړل او که بیا هم دولتمشر شي زړه وضعه به ادامه ومومي . خود عبدالله په ټاکل کېدوسره به په هېواد کې د ۹۰ کلونو پېښې بیا پیل شي او هېواد به د پاشل کېدو په لور ورسم کړل شي .
لنډه داچې په ټاکنو کې د کرزي او یا عبدالله بریالیتوب به ، د افغان ملت بایلوت وي . که کرزئ يی وګټي هم يي ملت بایللې او تاوان کوي او که عبدالله يي وګټې خو افغانستان بیخي خرڅ شوئ وبوله. که کرزئ بد دئ نو عبدالله تر هغه خورا زیات بد دئ .
له دواړه ډلوڅخه د هېواد د ژغورون تمه نشته . دا د هېواد د روشنفکرانو دنده ده چې را دمخه شي . ولس ته ددغو سړیخورو څېرې رسوا کړي اوپه صفا ټکو کې ورته ووايي چې دغه لنډه غرو ته ووټ ورنه کړي .
ولس ته هم پکار ده دغو ډانګیانو باندې تېرنه وځي . خو که څوک بیا هم دوی ته رايه ورکوي د روان ناورین په ادامه کې برخه اخلي .
ښه به دا وي داسې چا ته چې د هغه منګولې د افغانانو په وینو ککړې نه وي ، ملت ته رڼه او صفا تګلار ولري ، علمي او ملي شخصیت وې خپله رایه ورکړو . د نورو په منځ کې اشرف غني دغسې یوه څېره ښکاري .
مرادزئ