دغه ټاکنې زمونږ د هیواد لپاره وروستۍ چانس دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حکمت مالیار

درنو هیوادوالو، خویندو او وروڼو!



زموږ هیواد د خپل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او نظامی ژوند په خورا حساسو شیبو کې دی. راروان انتخابات د افغانانو لپاره د یوازیني اختیار په توګه ځکه د ډیر اهمیت وړدي، چې دغه ټاکنې زمونږ د هیواد لپاره وروستۍ چانس دی او راتلونکي څو کلونه د افغانستان لپاره سرنوشت ټاکونکي دي. که روان حالت په همدې توګه دوام وکړي، نو له شک پرته به افغانان د تیر ۳۰ کلن تراخه تاریخ د تکرار خوند وڅکي، چی دا ځل به دغه تکرار یوازې تریخ نه، بلکه د زهرو په شان وژونکي هم وي.







که موږ غواړو، چې روان وضعیت د افغانستان د ملي ګټو پر محور وڅرخوو، نو لازمه ده، چی په انتخاباتو کې د داسې یو چا ملاتړ وکړو، چی د رغنده، مثبت، چټک، معقول، منطقي او ټولو ته د منلو وړ بدلون د راوستلو استعداد، کفایت، جرات او تدبیر ورسره وي. ملت باید په راتلونکو انتخاباتو کې یو انتخاب او روغ انتخاب وکړي. داسې يو شخص د هیواد د زعامت لپاره وټاکي، چې د رهبرۍ ښه تجربه او بهترینه سیاسي، اقتصادي او اجتماعي پوهه ولري. داسې يو شخص، چې نړيوالو ته د قناعت ورکولو او په يو اصولي چوکاټ کې د هغوی د راوستلو وړتیا او قابلیت ولري. د هیواد د پرمختګ لپاره د بهرنیو مرستو د جلب او انسجام او همداراز په ملي کچه د سوداګرۍ د رشد، د عوایدو د زیاتونې، او کارموندنې لپاره طرحه او پلان ولري. پلان درلودل ځکه د ډیراهمیت وړ دی، چی بې له پلانه پرمختګ او هدف ته رسیدل ناممکن دي.







اشرف غني احمدزی، د ولسمشریزو انتخاباتو هغه وتلی کاندید دی، چې غواړي یو ملیون کارونه ایجاد او یو ملیون کورونه جوړ کړي. نوموړي پلان لري چې په دوه کلونو کې د افغانستان ټولو کليو ته بریښنا ورکړي. امنيت تامین کړي او کليو، ولسواليو او ولایتونو ته لازم صلاحیتونه ورکړي، ترڅو پدې توګه ولس او محلي حکومتي ارګانونه په ګډه د کلیو پراختیا تضمین کړي. نوموړی به د خپل پلان له مخې په هرکال کې د افغانستان د اتو حوزو په سطحه په هره حوزه کې یو نمونه ای ولایت رامنځ ته کړي او پدې توګه به د پنځو کلونو ولسمشرۍ په پاې کې د افغانستان نژدې ټول ولایتونه په بې سابقې ډول بدلون ومومي.







اشرف غني احمدزی څوک دی؟







اشرف غني احمدزي په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان د ولسمشر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړه او بيا د بیړنۍ لويې جرګې لخوا د ۱۳۸۲هش له جوزا نه د ۱۳۸۳ هش تر قوس پورې د افغانستان د انتقالي دولت د ماليې د وزير په توګه وټاکل شو، چې د خپل زيار او لاسته راوړنو له کبله د آسيا د بهترين ماليې وزير په توګه وپیژندل شو. د ماليې وزارت پر مهال، يې د اصلاحاتو يو پراخ پروګرام پيل کړ او د هغې له لارې يې د ولسي سرمايه ګذارۍ لپاره پلانونه په کار واچول، چې د افغانانو د ژوندانه په بهترولو کې يې اغیزمن رول ولوباوه. نوموړي د افغانستان لپاره د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې مشري هم وکړه، چې په دې موده کې یې د ملي پیوستون د پروګرام رامنځته کول، د مخابراتو پراختيا، د نویو افغاني بانک نوټونو رامنځ ته کول، د ګمرکونو د عوایدو مرکزي کول او افغانستان ته د ۸.۲ میلیارده افغانیو تعهد اخیستل او د راتلونکي لپاره د نړیوالو لخوا افغانستان ته د څه باندې ۲۶ میلیارده ډالرو د اړتیا منل هغه عمده کارونه دي، چی تصور یې نشو کیدای.







اشرف غني احمدزی نه يوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په لويو لویو ارګانونو کې هم په لوړو پوستونو باندې کار کړی، چې هیواد ته یې له خپل افغاني فکر او احساس سره پراخه نړيواله تجربه هم راوړي. دی پر ۱۳۷۰ کال د نړيوال بانک د کارمند په توګه وګمارل شو، چې نږدې ۱۰ کلونه يې ورسره کار وکړ. په لومړيو ۵ کلونو کې دده توجه پر شرقي او جنوبي آسيا وه، چې د پراختيا د عمده سکتورونو (له سرک نه نيولې تر برېښنا پورې) تجربې يې تر لاسه کړلې. ده په ځينو لويو هیوادونو لکه چين، هند، بنګله دېش، پاکستان او ویتنام کې په غټو اقتصادي پروژو باندې کار وکړ. په دويمو ۵ کلونو کې دده مهم او محوري کار پر ستراتيژي جوړولو او د لويو سکتورونو په بنيادي تحولاتو باندې و، چې په ترڅ کې يې د روسيې د معادنو د کارګرانو د معاشاتو نظام جوړ کړ. نوموړي په نړيوال بانک کې د لویو دندو د ترسره کولو پرمهال، د نړيوالو مرستو منفي او مثبت جهتونه په دقت سره وارزول او دا يې وموندله، چې يو هیواد ته بهرنۍ مرستې يوازې او يوازې هغه وخت اغیزمنې ثابتیدای شي، چې دا هیواد يو قاطع او ولس ته متعهد رهبريت ولري.







د ۱۳۸۳ ش کال د انتخاباتو نه وروسته له اشرف غني احمدزي څخه ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د انتخابي حکومت په کابينه کې کار وکړي، خو نوموړي دغه وړانديز ونه مانه، ځکه چې د ولسمشر په کړنو کې يې د بدلون او تغير لپاره کوم تعهد او پروګرام ونه ليد. ده په کابينه کې د کار پر ځای د کابل پوهنتون رياست غوره وباله، ترڅو د هیواد ځوان نسل ته په پوهنيز ډګر کې خدمت وکړي. سره له دې چې اشرف غني احمدزی په کابينه کې نه و، خو په دغه ټوله موده کې په ملي او نړيواله کچه په سياسي کړيو کې د یو بارسوخه شخص په توګه مطرح و، ځکه چې له یوې خوایې د افغانستان په څیر د ناکامو دولتونو پرستونزو څیړنه د نړیوالو پوهانو د پاملرنې وړګرځیدلې وه، او له بلې خوا د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د مشرتابه لپاره نوموړي یو غښتلی کاندید و. ډاکټر اشرف غني احمدزی په راروانو ټولټاکنو کې د جمهوري ریاست لپاره کاندید دي، نوموړي پدې وروستیو کې د [عادلانه نظام لار] ترعنوان لاندې یو خورا اغیزمن اثر هم لیکلي او چاپ کړي چې لوستونکي یې پدې پته کتلای او لوستلای شی: www.ashrafghani.af







دا ویب پاڼه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د انتخاباتو او ډاکټر اشرف غني احمدزي په اړه په زړه پورې موضوعات لري.







تاسې څنګه مرسته کولای شئ؟







1. ژمنه وکړئ، چې دغه ليک به خپلو دوستانو او خپلوانو ته استوئ. (که کولای شئ، چې دري، ازبکي او انګرېزي ته يې وژباړئ تر څو هغه خلک چې پښتو نه شي لوستای هم ترې مستفید شي او پيغام لا خپور شي.)



2. ژمنه وکړئ، چې په راتلونکيو ۱۰ ورځو کې له هر چا سره، چې ګورئ، اشرف غني احمدزی ورپيژنئ، له هغه/هغې غواړئ، چې خپلو نورو دوستانو او خپلوانو ته يې وروپيژني او د اشرف غني د عادل نظام پيغام خپور کړي.



3. له خپلو دوستانو سره يو ځای د کمپاين لپاره يوه يا ډېرې غونډې دايرې کړئ.



4. له خپلو دوستانو سره موټر کمپاين وکړئ، د اشرف غني په عکسونو مو موټرونه وپوښوئ او په ښارونو کې خپاره شئ.



5. پر موټر مو لاوډسپيکر ولګوئ او په کليو، بانډو او ښارونو کې د اشرف غني پيغام خپور کړئ.



6. د اشرف غني ويډيويي او غږيز پيغامونه تر خلکو ورسوئ، د پروجکټور سکرين، موبايلونو او نورو لارو.



7. د اشرف غني پوسټرونه چاپ او خپاره کړئ. د اشرف غني په ملاتړ ليکنې وکړئ او خپرې يې کړئ.



8. په پای کې پخپله او له هر هغه چا چې وينئ يې وغواړئ، چې پر ۲۹ ام اسد د عادل نظام د انتخابولو لپاره اشرف غني احمدزي ته رايه ورکړي او د افغانانو لپاره د يو نوي ژوند د پيلامې موسسين شي.



9. وګړي خبر کړئ، چې په شنه رايه پاڼه کې اشرف غني احمدزی، ۱۲ شمیره او انتخاباتي نښان (قرآن کريم) وټاکي.







د اسد ۲۹مه له فاسد نظامه عادل نظام ته د انتقال ورځ،



او همدغه ستاسې د بري ورځ ده.