د کرزي بې فرهنګهد ننګرهار يوه ژورنالست سره هم بې فپلويانورهنګه چلن وکړ.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له ننګرهار څخه د پاڼې همکار

چټک غبرګون
د ولسمشرۍ د نوماند او واکمن ولسمشر حامد کرزي پلويانو ( د حاجي قدير د زوى حاجي ظاهر د سولې کاروان ډلې) يو شمېر غړو او پوليسو په ننګرهار کې د حامد کرزي په ملاتړ يوه غونډه کې د سيمې د نوموتې خپلواکې اونيزې ( نړۍ ) يو خبريال انورالحق يرغل له دې امله تر وهلو، ټکولو لاندې ونيوه چې ولې يې په دې غونډه کې د نورو رسنۍ والو په څېر خپل اخبار په خلکو وېشه .
انورالحق يرغل روهي وېبپاڼې ته وويل چې د دوى په اخبار کې د ننګرهار ولايتي شورا ته د يو شمېر نوماندو د سوداګريزو خبرتياوو ترڅنګ، د ولسمشرۍ د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي تصوير او اعلان هم د يوې سوداګريزې خبرتيا په توګه خپور شوى و او د سولې کاروان پوليسو له همدې امله تر وهلو، ټکولو لاندې ونيوه .
د انورالحق يرغل په خبره د کرزي د پلويانو او پوليسو د دې ناسم او غيرې انساني چلن دا موضوع يې د ننګرهار د کرزي پلوي والي له وياند احمدضياء عبدالزي سره چې د والي د مطبوعاتي وياند په توګه د داسې مسايلو د مخنيوي په برخه کې ډېره دنده لري، شريکه کړې، خو هغه په دې پلمه چې دا د ده کار نه دى، پر دې موضوع خاورې واړولې .
په ننګرهار کې د پژواک خبري اژانس همکار فريدون خوځون روهي وېبپاڼې ته وويل : (( له دې غېرې انساني او وحشيانه پېښې نه وروسته ، په غونډه کې ناست ژورنالستان د احتجاج په توګه ووتل او غونډه په ګډودۍ بدله شوه.))
د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې هم دا عمل غندلى او له چارواکو نه يې ددې پېښې د پلټنې غوښتنه کړې، ددغې ټولنې وياند محمداصف شينواري خبريالانو ته وويل چې د اساسي قانون له مخې هر افغان د وينا او نظر ورکولو حق لري او د بيان ازادي له هر ډول تيري خوندي ده.
نړۍ اونيزه چې د هېواد په کچه له ګوتشمېرو پښتو چاپي رسنيو ګڼل کېږي او د خپلواکۍ او رېښتيا خپرولو له امله يې د ننګرهار چارواکي تر پوزې راغلي، دا خبريال لومړنى څوک نه دى چې د هېواد په کچه د حامد کرزي د پلويانو لخوا وهل کېږي، تر دې پخوا په کندهار کې د والي، ښاروال او يو شمېر نورو چارواکو په امر په سيمه کې د فرهنګي هڅو يو ښه فعال عبدالاحمد محمديار هم له دې امله تر ورته وهلو، ټکولو لاندې راغلى و چې ولې د ولسمشرۍ د تر ټولو وړ او پياوړي نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړى دى.