د سولې کاروان کرزي پلوو وسله والو ولې د ننګرهاريو فرهنګيانو ګرېوان څيرې کړ.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شجاعت ننګرهارى

دا دى د هغو ټوپکوالو چې نن سبا غواړي دغه مظلوم او پټې سترګى ملت د سولې په نامه دوکه کړي، پليت لاسونه د ننګرهاريو فرهنګيانو تر ګرېوانه هم راورسېدل.



د سولې په نامه د سولې ضد کاروان يادوم، چې همېشه يې د منطق او استدلال پر ځاى د زور، جبر او ټوپک لاره غوره کړې ده.



پرون د يکشنبې په ورځ د کرزي په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار د تر ټولو نوموتې چاپي رسنۍ ( نړۍ اونيزې ) يو خبريال ( انورالحق يرغل ) د دغه سولې ضد کاروان د وسله والو ساتونکو تر وهلو، ټکولو لاندې راغى.



ډېره عجيبه خبره ده، هغه پرونى حاجي ظاهر چې يون صيب ترې فرهنګي شخصيت جوړ کړى و، دومره وړوکى شوى چې په سيمه کې د يوې رسنۍ پر خبريال لاسونه پورته کوي!!!



اپرين دې پر دې پښتو، قانون او سولې کاروان وي!



هو ، که سوله حاجي ظاهر ته دا ښکاري چې وسله والو يې د کرزي په کمپاين غونډه کې يو خبريال په دې وهلى چې د ولسمشرۍ د تر ټولو مخکښ نوماند، ستر، ملي، نړيوال او د هر رېښتيني افغان ايډيال شخصيت ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي تصوير يې په اخبار کې د نورو نوماندانو د تصويرونو او شعارونو په شان خپور کړى، نو له دې نه ستره ټوپک سالاري، او نا قانوني بله کومه ده؟



له دې نه غټ د بيان د ازادۍ او د هېواد د اساسي قانون مخالفت بل کوم دى؟



او له دې نه ستر د سولې ضد عمل بل چېرته دى؟



زه د دې ليکنې له لارې يو ځل بيا ددغې بې شرمې چارې د ترسره کوونکو، د کرزي پلوو ټوپکوالو او قانون ماتوونکو، دغه ناوړه عمل په کلکه غندم او له خپلو ټولو درنو قلموالو،ليکوالو او فرهنګيانو هيله لرم چې د داسې بې کولتورو چارو د ترسره کوونکو اصلي څېرې دې ملت ته روښانه کړي.



مړه دې وي د دغې ناوړه چارې ترسره کوونکي، ملاتړي او لارښوونکي



ژوندي دي وي رېښتيني قلموال