داستقلال ورڅ دافغانانو دویاړورڅ ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت الله روان

د زمري (اسد ) 28 مه دغه دویاړه او افتخاره ډکه ورڅ بيا را ورسيده ددغی تاریخی ورڅی په رارسیدو دافغانستان دازادی اوخپلواکی ۹۰ کاله پوره کیږی، دا زموږ د درانه افغان ولس د قهرمانیو د حماسو او شهامتونو يادګار ورځ، زموږ د غيرتي ولس د غيرتونو د يادونې ورځ او زموږ د ميړني ولس پر اتلوليو، ميړانې او غرور د اعتراف ورځ او دستر غاری امان الله خان دیاد ورڅ ده،ددی ورڅی په منا سبت چه دافغا نستان داستقلال دورڅی په نامه دافغا نانو په تاریخ کی نه هیری دونکی ده وتولو افغا نانو ته دزړه له کومی مبارکی وړاندی کوم . .
زموږ ولس نن هم دغه ورځ په داسې حال كې نمانځي چې په هر كورمو د وير ټغر خپور دى، په هیواد كې مو هغه بهرني پوځونه پراته دي کوم چه زمونږ پلارونو اونیکه ګانو دهغوی دمنګولو څخه په میړانه دافغا نستان استقلا تر لا سه کړ او لا تر اوسه زموږ ولس د خپلې بقا او شتون له ګواښ سره لاس او ګريوان دى، نن موږ ته زمان دا پيغور را كوي چې كومه خپلواكي نمانځئ! د كومې آزادۍ او حماسې يادګارونه ژوندي ساتئ؟ متاسفانه دغه پيغور پر ځاى دى، پر ځاى ځكه چې موږ پرون د خپلو حماسو او شهامتونو قدر ونه پيژاند، پرون موږ د خپلو غيرتي پلرونو د وينو او قربانيو ارزښت ته پام و نه كړ، زموږ ولس خپلواك ؤ، خو د وخت نزاكتونه يې له پامه وغورځول. د غيرتي پلرونو د حماسو يادونه يې نمانځل خو د هغو د ساتنې او خونديتابه پر اړتياوو يې فكر نه كاوه، ځكه خو پر موږ د پيړۍ په پيل او پاى كې د وخت ستر چپاوونه او ازمويښتونه راځي .
نن موږ د زمري د اته ويشتمې د خپلواكۍ د كليزې نمانځنه داسې مهال كوو چې د افغان غيرتي ولس پر سر نوری ډیری دظلم او استبداد ،قهراوغضب لکه د غوايي د اتمی ۱۳۷۱ ه ش او مرغومي شپږمې تورې ورځې هم راغلې او د سلواغې د 26 مې د وياړونو او حماسو ورځ هم نمانځي چه دافغا نستان په تاریخ کی په لومړی څل دشهید داکتر نجیب الله دغه ورڅ دافغا نستان دنجات دورڅی په توګه دافغا نستان په تاریخ کی یا ده کړه، زموږ پر خپل غيرتي ولس باور دى چې هر څومره تاړاكونه او چپاوونه پرې راشي، بيرته بۀ يې مات كړي، دوى د خپل وطن او دين د ساتنې لپاره دومره سرونه او وينې لري چې يرغلګر به ګولۍ او مرګونه ورپسې و نه رسولاى شي .
خو دا د ماتمونو، مرګونو، وياړونو او حماسو ګډې تورې او سپينې ورځې به تر كومه يو پر بل پسې تكراريږي؟ !

دريغه زموږ ولس د يرغل او تاړاك د ماتولو پر ځاى د خپل هیواد، ديني او ملي ارزښتونو او هويت د ساتنې كمال خپل كړي چې بيا څوك په سپيرو سترګو ورته را ونه كتلاى شي، بيشكه چې د چپاوونو ماتول، مغرورو ته د سر په كاسه كې خپلې وينې وركول او له هیواده د هغوى شړل ډير لوى كمال، شهامت او ميړانه ده، خو وطن او د وطن د ټولو معنوی او مادي ارزښتونو خوندي ساتل او د تورو ورځو مخنيوى تر هغو هم لوړ همت، هوښياري او شهامت غواړي، خدايه افغان ولس ته نور دغه همت او شهامت ور په برخه كړې چې د تورو ورځو مخه ونيولاى شي او دخپلو نیکه ګانو په شان اشغالګرانو ته دعبرت درس ورکړ ی
د خپلواکۍ دورڅی سره د قهرمان ستر غازی علیحضرت امان الله خان نوم تړلی دې نوموړی هغه څوک وه چه ټول افغان ملت او ولس ته یی د ظالم او تجاورګراواشغالګر انګریزی څواک څخه د خپلی برچی ، او دملا د توری په مټ نجات او خلاصی ورکړو او د خپلواکۍ ، ازادی میړانی او زړورتوب ستر ویاړ یی افغان ملت ته دهمیشه اپاره ور په برخه کړاو تر اوسه رمونږ افغا نانو د افتخار او میړانی مهم مثالونه دی اوافغانستان یی د همیش اپاره دازادو اوخپلواک هیوادونو په قطار کی ودراوه او انګریزانو ته یی د خپلی توری او د افغانیت درس ورکړی او هغوۍ ته یی په عمل کی وښودله چه افغان ملت هیڅکله غلامی او ګوډاګیتوب ته غاړه نه ږدی او د خپلو خلګو او خاوری څخه په کلکه د ځان د قربانی کیدو په بدل کی دفاع او مقاومت کوی
سږکال داستقلا ورڅ په داسی حالاتو کی لمانڅله کیږی چه یوه ورڅ وروسته یعنی داسد په ۲۹ نیته افغا نان په هیواد کی درایو وصندقونو ته څی او دهیواد لپاره د۳۳ کا ندیدانو دجملی څخه یو نفر دافغا نستان دولسمشر په صفت انتخاب وی هیله ده چه داسی یو څوک دلسمشر په توګه دخلګو له لوری انتخاب شی چه وکو لای شی دافغان ولس هیلی او ارزو ګانی چه دافغا نستان داستقلال سا تل دی ترسره کړی او هیواد داشغالګرانو دمنګلو څخه خلا ص کړی او په ګران افغا نستان کی دملی یووالی او اتحاد روحیه را ژوندی کړی تر څو ټول افغا نان په یوه مشترک کور یعنی ګران افغا نستان کی دوروڼو په شان مشتر ک ژوند وکړی،اوهیچا ته ددی اجازه ور نه کړی چه افغا نان دخپلو اهدافو او کټو په خاطر په خپل منڅ کی سره وویشی او یا په یوه اوبل نامه په خپل منڅ کی سره وجنګوی ،اودخپلو نیکه ګانو او پلا رونو کټلی استقلا ل تر سوال لا ندی روالی او کټلی افتخارات بیر ته څنی واخلی لکه دښاغلی وزیرمحمد اکبرخان هغه تفنګچه یی بیرته له افغا نانو واخستله کوم چه په هغی با ندی دانګریز لوړ رتبه افسران وژل شوی ول اویا داحمد شاه با با دلاس توره چه په پاکستان باندی خرڅه شوه پاي رحمت الله روان