ملی اوفرهنګی پیژندګلوی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

دا دواړه پورتنی مقولی یا مفاهیم سره یو نه دی بلکه یو له بله ډیر فرق لری ، دملی
پیژندګلوی اصطلاح هغه وخت رامینځ ته شو یا را وزیږد کله چی ملت د(خلک) په
مفهوم اومعنی را وچت شو.
په هر صورت ملی پیژندګلوی دخلکو په وړاندی ( اوحتی تر یوه حده پوری ځمونږ
دخپل لړلید له مخی )ځمونږ یو موټی توب اوپیژندګلوی او په ټولنیزګروپونو کی اړین اوغړیتوب اود یو ټاکلی وچی پرسر میشت اودټولنی په لیکو کی له ځای په ځای کیدو څخه عبارت دی .
ټولنیز پیژندګلوی مختلفی څانګی لری چی د هغو څانګو له جملی څخه کورنی پیژندګلوی یی وړه اوانسانی پیژندګلوی یی لوی څانګه بلل کیږی ،اوددی دواړو پیژندګلویوتر مینځ ځنی نور پیژندګلوی هم تر سترګو کیږی چی په لاندی ډول دی :
* قومی پیژندګلوی( لکه مونږ پښتنو ، هزارو،تاجکو ....)
*محلی پیژندګلوی(مونږ کابلیان ، مونږ مزاریان ،مونږقندهاریان ...)
*ملی پیژندګلوی (مونږافغانان ،مونږ ایرانیان . مونږ اروپایان ....)
* منطقوی پیژندګلوی (مونږ دمنځینی ختیز خلک ، مونږ دمرکزی آسیا خلک..)
* دلوی وچی پیژندګلوی (مونږ آسیایان ، مونږ اروپایان ...)
* دینی پیژندګلوی (مونږ مسلمانان ، مونږمسیحیان ...)۰
*ژبنی پیژندګلوی ( مونږ پښتانه ، مونږ دری ژبی ....)





دغه پورتنی پیژندګلوی دسیا سی کارپوهانو له نظره هریو ځانته ځانګړی ځای او اهمیت لری ، چی پرهغو باندی په تفصیل سره تم کیدل ډیر وخت او لیکنه غواړی کوم چی ددی مقالی له حوصیلی څخه وچت دی .ښه به داوی چی پر اصل موضوع باندی پام واړو . دلته سوال را پیدا کیږی چی ملت څه وخت مینځ ته راغی ؟اوله قومونوڅخه څرنګه دملت په لور وده وکړ،؟ ددی سوالونو ځواب په لاندی ډول سره ځوابو، چی دیو څه تفصیل سره به مل وی او دلوستونکو یوڅه حوصیله غواړی اودا ځکه چی د پورتنیو سوالونودځوابولو دپاره ضرور بریښی چی د ملی مساله اویا دملت دمفهوم دپوهیدو دپاره باید چی اتنولوژیک یا دقومونوشجره اودهغی تاریخی پس منظر ته پام واړواوقدم په قدم ملت جوړونی خواته مخه کړو ترڅو چی دملت په مفهوم اومعنی باندی ځان پوه کړو .
الف: داتنیکی ګروپونوپیدایښت او وده :داتنیکی (قومی) ګروپونو پیدایښت کوم چی یو له بل څخه د سیا سی – ټولنیز نظام د تولید تکنیک، ژبه اود فرهنګ پر بنیاد بیل یا سره فرق لرل د تاریخی له لحاظ ډیر پخوانیو زمانو پوری مربوط کیږی .قوم پیژندونکو(اتنولوګان) په دی باور دی چی د تیږی په نوی عصر کی ټولنیز بیل ګروپونه یو د بل په اړخ کی سره ژوند کول چی د ګډ مادی فرهنګ ( دتولید افزار او د تولید تکنیک ) په لرلو سره بیا هم ځنی خاص ځانګړتیاوی سره لرل کوم چی هغوی یو له بل څخه بیلول ، یعنی د قومونو پیدایښت یا مینځ ته راتلنه دهغو په میشت (مسکن ګزینی) سره موازی او په عین وخت کی را پیدا شوی یا صورت



موندلی اود همدی ځای په ځای کیدو مرحلی یا پړاو سره سم ددی اتنیکی ګروپونوپه مینځ کی طبقاتی زړی او هستی راشنه کیږی یا تکوین مومی ، په واقیعت کی دوه پدیدی یعنی د قومونوډولونه اود یوی ځانګړی اتنیکی ګروپ په مینځ کی دطبقاتو په را مینځ ته کیدلو سره ټولنیز یا اجتماعی تفکیک یا فرق اویا بیلوالی سره کم تر کمه وړاندی اویا وروسته په یو وخت سر را پورته کوی یعنی د ټولنی د ویش نښی نښانی د اتنیکی ګروپونو په مینځ کی په سترګو کیږی او طبقات مینځ ته را ځی .په دی ډول سره دمادی بنیادونو وده او تکامل د تولید له لاری د انسانانودګروپونو تر مینځ سر را پورته کوی چی انسانانو د خاص اتنولوژیکی شجری په لرلو سره یو دبله بیلیږی سره له هغه چی د تولید شیوه اویا طریقه تغیرمومی مګر ددی اتنیکی ګروپ اسا سی عناصر لږ تر لږه داقتصادی ودی تر اوږد پړاونو پوری ثابت پاتی کیږی ، مثلاً کولای شو چی دهغه عناصرو له جملی څخه ژبه ،فرهنګی ځانګړتیاوی
او مذهب څخه یادونه وکړو دتولید له یوی شیوی یا طریقی څخه بل شیوی یا طریقی ته ګذارسره دهغه چی په حقوقی ، سیا سی اوایدیولوژیکی نهادونو کی ځنی تغیرات
مینځ ته راوړی مګر هیڅکله د یو انسانی ټولنی د قومی پیژندګلوی د تغیر سره مل نه وی یعنی په تغیر نه مخامخ کیږی یا داچی دهغه انسانی ټولنی قومی هویت بدلون نه مومی مثلاً د پانګوالی سیستم ټیکاوونشو کړای چی دیوی ټولنی ژبنی او فرهنګی
ځانګړتیاوی تر خپل تسلط او اغیزی لاندی راولی ، مثلاً جاپانی ټولنی ځانته ژبنی اوفرهنګی ځانګړتیاوی لری او امریکا د خپله .په همدی دلیل او بنیاد ویلی شو چی د سوسیالیستی دتولیدی مناسباتو (دتولید شیوه ) ټیکاو هم ونشو کړای چی دیو ټولنی د



اتنیکی ګروپونو ځانګړتیاوی له مینځه ویسی تجربه وښودیایی په ډاګه کړه چی د
(شوروی انسان مجرد مفهوم ) یو ایدیولوژیکی مفهوم وه نه دبشردتاریخ د تکامل په سیر کی یونوی پدیده ، د تاجکستان سړی د اوکراین د سړی سره په یو واحد مفهوم یعنی د شوروی سړی ګڼل کاملاً یو ذهنی او خیالی ادعا او مطلب وه اوبس .
ب : داتنیکی ګروپونو نسبی آزادی : اتنیکی پدیدی (لکه ژبه ،فرهنګ اونور) ډیر ورو اوپه قرار سره وده کوی اوله همدی کبله دی چی اتنیکی تغیرات ، اجتماعی او اقتصادی بدلونونواو تغیراتو سره یوشانته نه وی یعنی همغاړیتوب نه لری ، د تولید هر نوی شیوه یا لاری یا طریقه داتنیکی ګروپونود زړی (مخکینی) تولیدی شیوی مناسبات ویجاړوی لاکن د نوموړی اتنیکی ګروپونوخانګړتیاوی نه یواځی دا چی له مینځه وړلی نشی بلکه هغه ځانګړتیاوی ته میدان ورکوی یا پخپله کی پرځای کوی اود هغو دژوندی ساتلو اود لا ودی دپاره لازم شرایط اوامکانات برابروی ، نو په دی ډول سره هر ټولنیز بنیادی بدلون د وګړو یا د قومونو مخکینی اساسی اواصلی فرهنګی ډولونه او منل شوی دودونه ځان سره ساتی اود هغو دودی شرایط لاپسی چمتو کوی ، لنډه داچی قومونه دتولید دشیوی په پرله پسی بدلونونوسره سره بیا هم ژوندی پاتی کیږی .اما د اجتماعی او اقتصادی شیوی په تغیراتو سره بیا هم ځنی داخلی (دننه) بدلونونوسره مخامخ کیږی چی دهغه تفصیل ددی لیکنی له حوصیلی څخه پورته موضوع دی .
ج – د اتنیک تعریف : د اتنیک ډیر جامع اوهر اړخیز هغه تعریف دی چی دپخوانی شوروی اتحاد کار پوه او قوم پیژندونکی (اتنولوګ) ویکتورکازلوف له خوا په



لاندی ډول سره تعریف شوی :
[ اتنیک یا قومی ټولنه یو اجتماعی سازمان دی چی په یو ټاکلی
جغرافیوی ساحه کی د انسانانو ګروپونه سره را ټول شوی وی
او د تکامل په جریان کی یود بل سره اقتصادی ، فرهنګی ، او
کورنی اړیکی او پیوندونه ولری ، دهغوی ژبه ،فرهنګ د ژوند
څرنګوالی اومذهب سره ګډ اومشترک وی اجتماعی اوګډدودونه
ولری ]
قومی یا اتنیکی نښی نښانی دادی :
- قومی خود په خود اګاهی ( چی په هغه کی د منشا یووالی اوتاریخی
یورنګ برخه لیک یا سرنوشت مهم رول لوبوی ) .
- مورنی ژبه او مشترک یا واحد وچه ( سرزمین ) .
له یاده باید ونه باسو چی د نوموړی انتولوګ پورتنی تعریف له قوم څخه لکه د نورو تعریفونو په څیر یو مجرداو انتزاعی تعربف دی ، حال دا چی د یو اتنیکی ګروپ ریښتیانی پوهیدنه اودرک تاریخی مشخص تحلیل ته اړین وی ، د انسانانو د ګروپونو په مینځ کی دڅو مشترکوشاخصونو او دنقطو یادونه دیو واحد اتنیکی ګروپ تعریف له عملی او پرکتیکی پلوه ناسم اولری بریښی ، نوپه دی اساس دهغه دریښتیانی پیژندی دپاره مکمل تاریخی جریان ته باید پاملرنه وشی ،کوم چی دهغه تفصیل بیا هم ددی مقالی له حوصیلی څخه لری بریښی .



د : اتنی او ملت : له قومی (اتنی) جوړښت څخه ملت ته ګذار په مختلفو اشکالو صورت موندلی دی ،او په دی مورد کی کوم عام منل شوی قانون یا کوم ځانګړی لارښود یا نمونه په لاس کی نشته چی دهغه په لار شونه سره دنوموړی موضوع په اړه لارښونه وشی ، نو په دی بنیاد مجبوراً باید چی په ځانګړی ډول سره دهر ملت دجوړښت ځانګړتیاوی په مشخصه توګه تر مطالعی لاندی ونیول شی . ځکه چی هر اتنی یا قوم هرومرو دملت شکل او جوړښت ځانته نه نیسي ، دملت جوړښت اوتشکل مادی شرایطو پوری اړین وی چی دهغه دوام اود هغه بقا راتضمینوی ، داقتصاد نسبتاً مخکی تللی خصلت ( مثلاً دملی بازار موجودیت ) اود سیا سی اوفرهنګی مشارکت (ګډ ژبه ، دودی سطح او دولتی نظام ) وده له اتنی څخه دملت په لوری ګذار ته دپوره مرستی سره یوځای وی ، هر څومره چی نوموړی شاخصونه مخکی تللی او کامل وی په همغه پیمانه له قومی جوړښت څخه ملت ته په آسانی سره دګذار زمینه برابریږی .له بلی خوا څخه یو ملت په حتمی ډول سره له یو اتنی یا قوم څخه نه جوړیږی ، دملت د جوړښت عام ګرایش او غوښتنه په نړی کی دا ډول دی چی څو قومونه یودبل سره په ګډه واحد ملت جوړوی .
په هر صورت لکه چی مو مخکی یاد کړ ، دملی پیژندګلوی اصطلاح هغه وخت را مینځ ته شو کله چی ملت د خلک په مفهوم اومعنی را وچت شو ، مګر بیاهم سړی ویلی نشی چی دغه تعبیر په واقعی ډول په کوم زمانه کی پکار وړل شوی اوددی تاریخی ا صطلاح له پکار وړلو څخه مطلب ایا دهغه مفهوم سیا سی اوایدیولوژیکی یا فرهنګی وه اویا دا چی د دواړو له ترکیب څخه ؟په هر صورت په لمړی سرکی



داسی ګڼل کیده چی دغه اصطلاح ډیر زیات سیا سی او ایدیولوژیکی مفهوم اوبڼه لرل ، مګر ددی امکان هم له مینځه نه وه تللی چی په همغه وخت کی نوموړی اصطلاح فرهنګی ا ړخ هم درلود ، نو په دی اساس ویلی شوچی دا دواړه مفاهیم یعنی سیا سی ایدیولوژیکی اوفرهنګی سره په ګډه مانعته الجمع(یعنی په یو واحد مفهوم کی دوه مفهوم ) نه وه ،اویا هم نه دی ، یواځی ممکن چی دنوموړی اصطلاح
سیا سی ایدیولوژیکی اړخ دهغه پرفرهنګی اړخ یوڅه درنښت اوبرتری لرل اودا ځکه چی د ملی پیژندګلوی په مینځ راتلو کی هلی ځلی یواځی سیا سی نظام ته مشروعیت بښل وه، ملی پیژندګلوی ممکن ددی دپاره په جوړښت نیول شوی وی چی وویل شی دا ملت د فلانی هویت لرونکی دی نو ځکه سره یو موتی دی اوقومونه د نوموړی ملت اجزا او متشکله څانګی او ریښی دی ، چی ټول سره په یوه رسي کی تړل شوی دی . له بلی خوا څخه ددی باور ضرورت را پیښیږی چی د ملی پیژندګلوی د تعریف دپاره دهغه په فرهنګی اړخ باندی هم باید پاملرنه وشی او داسی دی ونه ویل شی چی ملی پیژندګلوی یواځی اویواځی سیا سی اوایدیولوژیکی
مفهوم یا مقوله دی ، مګرله هر پلوه دملی پیژندګلوی مبدا اودهغه درامینځ ته کیدل دلیل سیا سی اوایدیولوژیکی ریښی او مفهوم لری نه فرهنګی یا کلتوری ، اوداسی انګیرنه کیږی چی دملی پیژندګلوی دسیا سی اوایدیولوژیکی اړخ اوپلو نه فرهنګی اړخ اویا پلو ته ګذارصورت مومی یا داچی فرهنګی موقف تر لاسه کوی یا په بل عبارت لمړیتوب فرهنګی اړخ ته نه ورکول کیږی یعنی د ملی پیژندګلوی سیا سی اوایدیو لوژیکی شاخص دهغه له فرهنګی شاخص څخه اوچت دی اودا په دی معنی



نه دی چی مونږ ملی پیژندګلوی ته ضرورت نه لرو، نا ویلی څرګند دی چی دا رنګه ادعا او غوښتنه باطل دی اودملت یوالی (وحدت ملی) هسی نه دی چی هغه بی عیب په هیڅ ونه نیسو، بلکه برعکس هغه دا شانته یو مقوله دی چی دهغه پرسرنظر ودهغه حیاتی نقش له مخی ډیر ماجرا او پیښی تیر شوی اوپه ځانګړی ډول سره دملی هویت له پیدایښت څخه تر ملی ګرایی اوملی منشی پوری خلکو دافکارو اود کړنوله نظره سره ډیرجنګ جګړی اومعرکی کړی دی چی غالباً دخونړی پس منظر په شکل دتاریخ په سینه کی ثبت شوی، نو په دی لحاظ ملی پیژندګلوی یی په ایدیولوژیک مفهوم باندی نومولی ، مثلاً دشوروی اتحاد جماهیرو د یوالی هویت سوسیالستی یا مارکسیستی یا دجرمن دقوم ملی پیژندګلوی دناسونیال سوسیالستی په نومونوسر راوچت کړل اوځان نړی ته وروپیژندل نو په دی بنیاد داسی څرګندیږی چی ددی تعریفونو له مخی ملی هویت فرهنګی اړخ نه لری بلکه سیا سی او ایدیولوژیکی مفهوم لری ، پس ویلی شو چی ملی هویت پر فرهنګی هویت نه را ولویږی اویا هیڅ سره نه منطبق کیږی بلکه یواځی ددولت سیا سی سازمان دتکوین اودرامینځ ته کیدومفهوم سره یوڅه نژدیوالی لری او البته سیا سی سازمان هرڅومره چی دیو موټی اود واحد ملت مدعی اووسی (عثمانی امپراطوری ،یااطریش یا د هنګری ) د یواځنی ملی پیژندګلوی په را نیولو او نومولوباندی نه بری کیږی یا هیڅکله نه رسیږی ،بلکه په دی لاره کی یواځی اویواځی طبعاً له ایدیولوژی څخه مرسته غواړی ، ځکه چی ایدیولوژی نه بیلیدونکی اود سیا سی کار او فعالیت سره ډیر نژدی اړیکی لری او سیا سی کا اصلاًپخپل ذات اوماهیت کی له یو لړ کشمکش



اودرګیری څخه سررا وچت کړی،ځکه چی سیا سی دعوادقدرت اود سیادت درانیولوپه معنی او مفهوم دی . نو په دی بنیاد طبعاً ایدیولوژی دټولنی د وحدت دایجاد اود راټینګیدو دپاره لازمی شرط ګڼل کیږی .دمحقیقینو اود کارپوهانو له نظره دری عمده عامل د ایدیولوژی ضرورت په ګوته کوی چی عبارت دی له :
۱- په ټولنه کی د اجماع (راټولیدنه ) نشتوالی اوناتوانی .
۲- د سیا سی له پلوه دیو موټی کیدودکشالی اود کشمکش شدت .
۳- دسیا سی منازعاتو پراخوالی او بسط .
که چیری ملی پیژندګلوی دفرهنګ پربنسټ باندی تعریف کړو اوداسی ادعا وکړو چی ملی پیژندګلوی مذهب اویا په ماورای عالم پوری اړین دی نو طبعاً دقوم له فرهنګی پیژندګلوی څخه منظور دی [فرهنګ د یو ټولنی له مادی او معنوی ارزشونوڅخه عبارت دی ] نو دا ځل د ملی پیژندګلوی تعریف دفرهنګی پیژندګلوی پر تشخیص باندی ولاړ دی کوم چی دهغو دواړو تر مینځ چندان واټن او توفیر هم نه لیدل کیږی، ددی د پاره چی له موضوع څخه خارج نشوداسی وړاندیز ته ضرورت لیدل کیږی چی که چیری ددی اصطلاح فرضی ارتباط په وروستنیو زمانوکی دملی وحدت تحکم نه وی نو سمدلاسه مونږ ته په ذهن کی داسی ګرځی چی مخکی له هغه هویت پخپله په څه معنی اومفهوم وه،اوهم دملی وحدت هستونکی په مخکی زمانو کی دملت وحدت پرکومو ستنو اوپر کومو بنسټونوباندی درول او څرنګه یی تعریفول ، اویا دقوم له فرهنګ څخه چی ایدیولوژیکی بڼه درلودل دخپل



مقاصدو دپاره چی یو ارمانی سیا سیی تحقق وه کار نه اخیستل ؟؟ ریښتیانی خبره خو دادی چی د ننی زمانی څخه ډیرمخکی دانسان هویت مطرح وه نه دقوم .داسلامی محقیقینوله نظره دقران دتفسیر پر بنیاد انسان د ځمکی پرمخ دپروردګار خلیفه دی
(قران۳۰/۲) اود خلیفه دهویت حق طبیعتاً د افریده ګار په سیوری اوپناه کی دی ، کوم چی اسلامی توحیدی دیانت ،حقونه ، دندی ،فرایض اود مومن اختیارات را ټاکلی دی ، اوپه دی بنیاد هغه یعنی انسان دشرعی قوانینو په چوکاټ کی کولی شی چی خپل هویت را وټاکی ، داسلام مخاطب بشری ټولنه دی کوم چی مرکب له ټولو انسانانو څخه دی نه له ملی جوامعوڅخه .نو په دی دلیل یو وخت ملی پیژندګلوی د هویت اود تفکر دموضوع په عنوان مطرح نه وه ځکه چی دهغه طرح کول دفکری اونظری ارتباط له پلوه لازم او ضرور نه بریښیدل اوله دی جهته کوم چی د انسان هویت او دهغه ارتباط په واقعی ډول سره تعریف شی داسی انګیرله چی مسلمانان یو دبله سره وروڼه دی اوسره برابر دی اودملی هویت په عوض د امت هویت مطرح وه چی اسلامی ټولنه پراخ اودهغو دوحدت عامل عقیده او باور دی لکه چی یو وخت په غربی نړی کی مخکی له رنسانس اود ناسونیالیزم له مینځ ته راتلو څخه دمسیحی له امت څخه خبری کیدل اما دشرقی کلیسا(بوزنطه)او لاتینی (روم) د ضدیت په اثر تر هغه چی پروتستانیزم د ملی مصالحی د ګټی سره پیوند وموند د مسیح په امت کی افتراق اوګډوډی راپیدا رنسانس اوملی مشی استحکام اوټیکاو وموند دینی او مذهبی وحدت یی له متن ( مینځ ) څخه حاشی ته ولیږل اوهغه یعنی مذهب د ملی مشی تر سیوری لاندی پریوتل .



په حقیقت کی نوی عصر یا د تجدد عصر په غرب کی د اتلسم پیړی په درشل کی سر را وچت کړ، حال داچی دهغه درامینځ ته کیدو ټول شرایط درنسانس په دوران او پړاو کی چمتو شوی وه ،اود اولسم پیړی مسیحی مفهومی قالبونه کوم چی ټول خلک پرهغه ډډلګولی وه ورو ورو خپل کمپله ټولوی اودهغو اقتدارله مینځه ځی ،رنسانس مینځ ته راځی اوایدیولوژیکی نهادونه او انستیتوتونه پراختیا مومی اودین نور ونشو کړای چی پرخلکو خپل تسلط اوحاکمیت وچلوی دین له متن نه حاشی ته ټیل وهل کیږی اوخلک داسی انګیرله چی انسان هم ملایک دی اوهم شیطان هغه پخپل خیر اوشر خپله پوهیږی اوبس .
اما ډیر مخکی له دی تاریخ حتی مخکی د مسیحت اود اسلام له پیدایښت ( چی دمسیحت اودمسلمانانو امت را وزیږیږی)څخه که دملی وحدت مساله مطرح وه څه معنی او مفهوم درلوده ؟ ځما په ګمان په هغه دوران کی کم تر کمه ځنی لوی امپراطوری کوم چی له مختلفواقوامواوملیتونوڅخه جوړوه دخپل قلمرواوحکومتونو دژوندی ساتلواودوام دپاره کوم چی سره یوشان اویو رنګ هم نه وه دقومونودیو موټیتوب اودیوالی په نظر کی نیولو سره داقوامو اود ملیتونو دودونه ،رواجونه اودهغو معتقدات اوباورونو ته په درنه سترګی کتل اوهغوی آزادپریښودل چی خپل دودونه ، رواجونه ، اداب ،دینی مناسک اوفرهنګی لړی تر سره کړی ، چی دی ډول سیا ست ته د مدارااود تسامح نوم ورکړی وه لکه چی په تاریخ کی مورخان
اوکوروش دهخامنشیانوله مدارا څخه یادونه کوی چی دهمدی سیاست په درشل کی یهودی قوم له دی سیا ست څخه ګټه پورته کوی یعنی له اسارت څخه خلاصیږی او اوریشلیم ته راګرځی ،اوهلته میشته کیږی همدارنګه درومیانو دسولی پیمان دمغلوب



اقوامواوملیتونو سره ډیر معروف اودتاریخ په پاڼو کی زیرمه شوی دی ، یعنی ددی پیمان او پروتوکول پر بنسټ قومونه اوملیتونه دمسیحت اود اسلام له ظهور څخه مخکی خپل ټول دینی مناسک،دودونه اورواجونه ترسره کول همدارنګه مغولانوهم پخپل قلمرو کی قومونو اوملیتونو ته پوره آزادی ورکړی وه چی خپل فرهنګی ، دینی ،دودونه ،رواجونه آزادانه ترسره کړی د رومیانو، هخامنشیانو او د مغولانو دواکدارانو مدارا اوتسامح مصلحت آمیزه اوکاملاً شعوری وه اودا ځکه چی هغوی نه غوښتل چی دهغو په قلمرو کی اړیدوړ اوګډوډی او یا شر اوشور را مینځ ته شی .اودهغو امپراطوری د سقوط سره مخامخ شی ، اودهمدی مدارا دسیاست په پیروی سره دهغو امپراطوری تر پیړیو پیړیو دوام وکړ حال داچی زمونږ په زمانه کی معلوم شوچی دشوروی اتحادواکداران پخپل قلمروکی دقومونواود ملییتونوهویت ته درناوی ونکړل اود مدارا اود مسامحی له پالیسی څخه کار وانخیستل اوددی دعوا کول چی دملیتونو مساله دمارکسیزم –لینینیزم پر اصولو حل اوفصل کیږی کوم چی یو غلط او ناسم چلند وه او په رڼو سترګو مو ولید چی کله د سویالیزم برغولی را پورته شو وروسته د(۷۵) کلنو تسلط دهغو امپرطوری نسکور شو اود ملیتونو ترمینځ دښمنی اوکشمکش پیل شو،
له پورتنی یادونو څخه داراڅرګندیږی چی هیڅ قدرت دقومونو اوملیتونود فرهنګی ، دینی مناسکو دودونو او رواجونه په مخ کی نشی خنډیدلی نوپه دی بنیاد لکه چی مو



مخکی اشاره وکړل یوالی اودملی وحدت ټیکاو بی د ملی هویت پر استناد اوډډه اود هغه په تعریف میسر کیدای نشی .
زمونږ مرام اومقصد تاریخ لیکنه نه دی کوم چی مونږ په اصطلاح سره بصیرت نه لرو بلکه زمونږ غرض ددی مفهوم یادونه دی چی ملی پیژندګلوی حتی کله چی د مذهب په چوکاټ کی هم تعریف شی اوداسی وګڼل شی چی ملی رنګ او صورت ځانته نیولی اود فرهنګی د اصطلاح مفهوم کم تر کمه د زمانی دځنو خلکو دغوښتنو سره توافق هم و لری ، که چیری د اندیښنی اود سیاسی لړلید تر اغیزی لاندی ولویږی چی حتی دامکان په صورت ډیر دمنلو وړهم وی اویا دا چی ددښمن په مقابل کی یوسنګر وګڼل شی ، لکه په عثمانی خلافت کی کوم چی دهغه دولت له خوا دخپل مشروعت دپاره وسیله ګرځیدلی وه اویا د وسیلی په توګه تری ګټی پورته کول اویا داچی دقومونو دکشمکش اود غصی در اپاریدو دپاره دیو محرک په بڼه پکار واچول شی و نو په هغه صورت کی د مرام ، مسلک یا د ایدیولوژی په شکل اوړی او په نتیجه کی مقاومت را زیږوی ، سره له هغه چی مذهب خپله د یوالی او د پیوستون اغیزناک عامل ګڼل کیږی ، په هر غیر مذهبی ایدیولوژی باندی باور لکه د دینی باورتیا په څیر وی ، ګڼ ایدیولوژی په دی هڅه اواند کی وی چی ورو ورو دخپل زورور رقیب (دین) ځای په ظاهر او باطن کی ونیسی ، ځکه چی ایدیولوژی خپله ددیر پوره جذبی خاوند دی . سره له هغه خپله ایدیولوژی دزمانی دپړاونو په سیر کی بدلون مومی اونوی انځورونه ځانته غوره کوی ، اصلی خبره په دی کی دی چی که چیری دملی پیژندګلوی فرهنګی محتواپه کامل اوژور پاملرنی سره په یوټاکی وخت تعریف اوتوصیف شی ممکن دی چی یو بل وخت دیولړ مصلحت بینی



اوسیا سی لوبی په نظر کی نیولو سره بل رنګ پکار ولویږی چی په هغه صورت کی به تر ډیر ومودی پوری به دوام ونکړی اولکه د شمع د شغلی په څیر دباد په مسیر کی پرځای شوی وی ،مګر په هر صورت په یاد باید ولرو چی ایدیولوژی د کل په توګه یوملغمه (فلز د جیوی سره ) دافکارواود فرضیاتو څخه دی چی هم ثبوت کیدونکی دی اوهم نه دی یا په بل عبارت مونږ نشو کولای چی دهغه اثبات اویا نه اثبات رد کړو اویا له هغه څخه انکار وکړو ، اما دټولو پورتنیو یادونو سره سره هیڅ ایدیولوژی لکه دریاضی قضیی په شکل داثبات قابلیت نه لری دلیکونکی په قول اصلی خبره په دی کی دی چی دملی پیژندګلوی تعریف په کلی ډول سره دسیا سی غوښتنو تابع دی ، اود وخت د ښکلی ارزښناک نظام ایدیولوژی سره بی شباهت نه دی ، اوپه همدی بنیاد دی چی ټیکاو اوثبات نه لری او له سره نوی کیږی اویا بدلون مومی ،لکه هسی چی د شوروی اتحاد دکمونیستی سیستم له شکست څخه وروسته دروسی د موجوده نظام ایدیولوژی اوس مارکسیزم لیینیزم نه دی بلکه ځانته یو ملت دی چی خپله ځانته خاص هویت لری ، نو په دی وجهه دملی پیژندګلوی مفهوم لکه هسی چی مونږ تری څرګندونه کوو ، ځما په باور دفرهنګی پیژندګلوی مفهوم کوم
چی کله کله د ملی پیژندګلوی پربنسټ تعریف کیږی یا یی تعریفوو هغه واقیعت دی چی دیو ملت اویا دیو قوم په وینو کی داخل شوی او خپل ریښیی یی ځغلولی اوله هسی ټیکاو او ثبات څخه برخوردار دی چی ته به وایی دخلکو په خصلت اوعادت بدل شوی اویا دهغه دپاره دومی طبیعت ګرځیدلی ددی ویلو داثبات دپاره لاندی مثال راولو :



که چیری د ملی پیژندګلوی انځورځنی وخت دټولنی دټیټ اوپاس دمینځه وړلو یا دټولنی داختلافاتودبرطرف کولو په نیت پکارځی اما په ظالم او مستبد حکومتونوکی
دفکرونو اود اندیښنو دزولنی په بڼه پکار وړل کیږی یعنی د خلک ذهن ، اندیښنه ، لاس وپښی اوژبه تړی دفکر ځای نیسی اوپر مفاهیمو باندی نیوکی (نقد) اوګذارونه کوی ، لاکن فرهنګی پیژندګلوی لکه سکروټی دایری تر لاندی موجود وی او نه مړ کیږی ، یا په بل عبارت دملی پیژندګلوی ایدیولوژیک انځور پوستکی اوفرهنګی پیژندګلوی ماغذه دی ، ملی پیژندګلوی اغلباً مرامی اوسیا سی مفهوم لری او فرهنګی پیژندګلوی دذات اوجوهر مفهوم لری ،لکه هغسی چی د ملی پیژندګلوی تعریف دسیا سی وحدت دپاره په کار وړل کیږی ، فرهنګی هویت دیو ملت دقومونو اود اقوامو ډیر ټینګ اونه ماتیدونکی بنیاد او اساس دی، ددی دواړو مفاهیمو تر مینځ موجوده فرق اوتفاوت ددی لاندی مثال په راوړلو سره روښانه کولای شو :



مثلاً که چیری یو ملی شاعردځنو په باورپخپل شعر کی دکوم قوم اصیل فرهنګ ته ناببره اوناسنجیده سپکاوی وکړی، هغه شاعر دهغه قوم اوټولنی له خواهم په سپک نظرکتل کیږی اوورته سپکی اوترخی وايی ،نو په دی بنیاد په رڼو سترګوکاملاً باید ومنل شی چی فرهنګی پیژندګلوی دیوقوم یا دیو ملت دزړه دیوالی اود پیوستون ستر عامل دی اوغالباً هم طبعی او ناخود اګاه دی یعنی خلک بی له دی چی پرهغه باندی پوه شی له هغه سره زړه ګرمی او نه شلیدونکی وابستګی لری ، دلته دا سوال را پیداکیږی چی ددی وابسګی دلیل په څه کی دی ؟ دهغه دلیل دادی چی هر یو قوم اوهر یو ملت لرونکی د خپل خاص فرهنګی پیژندګلوی دی او د بشریت فرهنګی غنا له همدی کامل اوله همدی اساسی تنوع څخه تر لاسه کیږی ،مثلاً ځنی کارپوهان دلرغونی یونان فرهنګی ځانګړتیا کوم چی د (یونان اعجاز) په اصطلاح نومول شوی دی دتوازن اود تعادل یو په زړه پوری اصل منی ،خصوصاً په هنری اوفکری مقولاتو کی اوبیا ځنی نور کارپوهان دغرب پرننی فرهنګی هویت باندی ډده لګوی اود همدی اصل په پیروی سره غربیان اودهغو پلویان ځانته حق ورکوی چی دخپل فرهنګ دخپرولو اود تبلیغ دپاره له خپل جغرافیوی ساحی څخه پښی دباندی کړی اونور ملکونه تر خپل ولکی لاندی راولی ، لکه چی انګریزانو په همدی بهانه هندوستان اونور زیات هیوادونه تر خپل استعماری ولکی لاندی راوستل. له بلی خوا ځنی نورکارپوهان بیا په دی باور دی چی دننی تکنالوژی دخپرولودپاره غربی هیوادونه خپل فرهنګ نورو ملکونوته دخپل محصولاتو (کالی،ماشین الات ..) په لیږلوسره پراخوی او خپل استعماری فرهنګ ته ودی ورکوی . ځما مطلب دا نه دی



چی دغرب دفرهنګ په اړه خپل بحث ته دوام ورکړو، بلکه یواځی ځما مقصد د موضوع د روښانه کولو دپاره دپورتنی مثالونو ذکر وه .
په هرصورت کیدای شی چی یو ملت یا قوم دنورو هیوادونوتر اغیزی لاندی راشی ،مګر باید له یاده ونه باسو چی دهغه هیواد اصیل فرهنګ هیڅکله له مینځه نه ځی ،مثلاً که چیری خپل منل شوی افغانی فرهنګ په نظر کی ونیسو سره له هغه چی دیونان ، عرب ،مغول ،انګلیس اود روسی یرغلګرو تر تهاجم لاندی په راز راز پلمو پریوت ،مګر ځمونږ هیوادوال بیاهم خپل فرهنګی شتمنی ته وفادارپاتی شو اود یرغلګرو په تهاجم سره خپل فرهنګی پیژندګلوی وساتل اوتر ننه پوری دهغه په ساتنه کی له هیڅ هڅه اواند نه ستړی کیږی ، ګرچه غربی خرڅ شوی روشنفکران او وهابی ملایان اوله خپل اصیل فرهنګ نه بی خبر طالبان دپردی بی فرهنګو ډلو ټپلو دلمسون په وجهه ځمونږ فرهنګی اثارو (لکه دبامیان دبودا بتان ، دموزیوم ټول لرغونی شتمنی ...) ته ستر تاوان ورسول ، دوی په دی باندی باید سرخلاص کړی چی هیواد ته خیانت کول دتاریخ له سترګو پټ نه پاتی کیږی ، تر څو چی افغانستان وی اوتر څوچی خلک ژوندی وی ددوی ستر خیانت به د بودا دنوم په یادولو سره جوړه وی اود تاریخ نفرت به دتل دپاره دهغود راتلونکی نسلوپه نصیب وی .
په درناوی



ـ-------------------------------------------------------------------------
ریفرنسونه :
- نګرش برمساله ملی : آینده شماره (۹)میزان (۱۳۸۰) عبدالله (نایبی)
-هویت ملی وهویت فرهنګی: نوشته وترجمه جلال (ستاری) چاپ اول(۱۳۸۰)

- نقش قانون اساسی به عنوان یک تفاهم اجتماعی درتحکیم مفهوم ملی :نوشته ء سید رضا (معلم زاده)