څرګندې څېرې او ناڅرګند راتلونکى!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

چټک غبرګون _ ننګرهار _ نړۍ اونيزه

اخر هم ټولې وړاندوينې رېښتيا وختې، هماغه کرزى، هماغه عبدالله او هماغه يو او بل ، پر يو بل تر کراتو، مراتو نيوکو وروسته سره يو ځاى کېدونکي دي. هماغه کرزى له بېلا، بېلو لارو او هڅو وروسته پر هماغې څوکۍ کېني، هماغه قسيم فهيم ، کريم خليلي، رشيد دوستم او.... د زرګونه کسانو تر وژلو وروسته يو ځل بيا د واک پر ګدۍ پاتې شول، هماغه افغانان تر ډېرو ژمنو اورېدو وروسته تر بمبار لاندې په وږې خېټه، د لسګونه نورو ستونزو په لرلو سره شپې، ورځې تېروي.
دا يوازينى وار نه دى چې افغانان تېروتل، که له درغليو او سرغړونو تېرشو، همدې خوشباوري خو ناپوهه ولس بيا هماغه چاته په ټاکنو کې رايه ورکړه چې د دوى وژونکي يې اتلان وګڼل، ويې نازول، ويې پالل او د خپل واک ساتنې لپاره يې له هرې لارې کار واخېست.
اوس داسې ګونګوسې ډېرې اورېدل کېږي چې امريکې پر کرزي له دې امله فشار راوستى چې خپل مخالف ولسمشريز نوماند عبدالله عبدالله دې پخپل راتلونکي دولت کې شريک کړي، چوکۍ دې ورکړي او د ده د ناسم سياست، ناژمنتوب او دوه مخۍ په اړه شوې خبرې دې له ياده وباسي.
د ډېرې زياتې حيرانۍ خبره ده چې دا دوه مخي څه چې زرمخي سياستوال څنګه سره يو لاس کېږي او له دې ولس سره کړې ژمنې هېروي، يو پر بل د کنځلو په تول تورونه لګوي، يو بل د پردي هېواد غلام ګڼي، يو بل د دې وطن د ګټو ضد بولي، يو بل په ناپوهۍ او بې کفايتۍ تورنوي خو بيا هم پر دې ولس د ګډ زياتي په نيت سره لاسونه ورکوي او دا ښيي چې ټاکنې،کمپاين، رايه اچونه، د سم دولت شعار، ولسواکي، عدالت، د اداري فساد له منځه وړل او....ټول د ژبې پر سر څو هغه بازاري کليمې دي چې د سياست په ناولي بازار کې ترې د ولس غولونې لپاره کار اخېستل کېږي.
بيا هم وايم دا يوازينى ځل نه دى چې د سياست په دروغجنو ژمنو دا ولس غولول شوى او ځورول شوى، تر دې پخوا کرزي له شاهي کورنۍ سره اړيکې لرلې هغه کورنۍ چې د فهيم، عبدالله، سياف، رباني او نورو خاينينو لخوا د افغانستان تباه کوونکې کورنۍ ګڼل کېده خو چې وخت يې راغى هماغه رباني پخپل اند هماغه د ولس ضدې کورنۍ اړوند سړي ته واک وسپاره، هماغه سياف چې رباني او خليلي سره جګړو کې يې د کابل ښار زرګونه بې ګناه ولسي وګړي وژلي وو، له هماغو خلکو سره په يو لاس کېدو ځانونو ته د ټوپکسالارو پر ځاى د مجاهدينو د نوم او په دې نوم د امتيازاتو غوښتنه وکړه او.....زرګونه ورته نورې ژوندۍ بېلګې....
نو د افغان ولس دې ځپونکو چې پخوا يې يې هم پر دې ناپوهه خو خوشباوره ولس داسې لسګونه ناوړه لوبې کړي بيا هم دا دى تر لږو ورځو وروسته به په ډاګه شي چې يو ځل بيا هماغه شمال ټلواله، هماغه حامد کرزى، هماغه امريکا، هماغه رشيددوستم، هماغه افغان دولت، هماغه اداري فساد، هماغه ولسي خلک، هماغه هوايي بمبار، هماغه پښتني کورنۍ، هماغه د بهرنيو پوځونو پلټنې او هماغه زرګونه نورې اوسنۍ روانې ناسمې چارې او هماغه زرګونه نور بې وجدانه او بې ضميره ترسره کوونکي به يې هماغسې پخپل حال پاتې شي، يانې هماغه څرګندې څېرې به د افغان خوار و زار ولس پر ناڅرګند راتلونکي خپلې اوسنۍ څرګندې لوبې روانې ساتي.
د دغو درواغجنو او ځان شرموونکو له منګولو د خلاص افغانستان په هيله!