ښاغلي اشرف غني او د هغه پلویانو ته وړاندیز

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د ۱۳۸۸ کال په ټولټاکنو کې د هېواد په کچه ، د زیاتو سیمو اوسېدونکو او مشرانو ، د افغاني ټولنې مخکښه استازو ، د ښوونځیو او پوهنتنونو استادانو او زده کوونکو ، پوهانو ، لیکوالانو ، شاعرانو ، یو شمېر سیاسي ګوندونو او کړیو او خپلواکو سیاسي شخصیتونو خپل ملاتړ د ښاغلي اشرف غني په ګټه څرګند کړ او د هغه په پلوۍ ودرېدل .
په ۴۱ نوماندانو کې بل هیڅ نوماند د کرزي په ګډون د اشرف غني پشان زموږ د ټولنې د پوهه او اګا قشر له ملاتړ څخه نه و برخمن !
که په ټاکنو کې پر کرزي ، عبدالله او زیات شمیر نورو نوماندانو جګړه مار ، لوټمار ، قاچاق وړونکي او ډاکوان راټول شوي وو ، ډاکټر غني بیا د هېواد د پتمنو ، هېوادپالو ، د پرمختګ او بدلون د ځواکونو د ټولېدو تکیه ځای و .
د غني د پلویانو او د نورو ترمنځ د لیکې روڼتیا او څرګندتیا د روانو ټاکنو یوه روښانه ځانګړتیا وه .
د ډاکترغني د پلویانو په لښکر کې زما په ګډون ډېر داسې کسان وو چې هغوی اشرف غني له نږدي بېخي کتلئ نه و او نه يي پخوانۍ اړیکې سره درلودئ .
د جرمني د فرانکفورت ، هامبورګ له ښارونو ، اوطریش او له نورو ځایونو څخه ، د هېواد ډېر روڼ اندې د غني په ګټه د کمپاین لپاره هېواد ته ستانه شول . همدارنګه په لندن ، ډنمارک ، جرمني نورو هېوادونو او ښارونو کې په ټاکنو کې د غني په پلوۍ ډېرې غونډې وشوې .
د غني په ټاکنیزه مبارزه کې ډېر داسې کسان سره یوځای شول چې پخوايي په یوې لارې د تګ هیڅ تصور نه شو کېدلئ . د ځواکونو او شخصیتونو دا شپول دومره پراخ و چې زموږ د ټولنې ټولې برخې يي په ځان کې راونغښتلې .
پوښتنه کېدئ شي په تېر مهال کې د دومره بېلا بېلو اندیښنو او تګلارو پلویان ولې او څنګه په یوه لیکه پر اشرف غني راټولېدلئ شي ؟
دوی ډېرو چې حتي ځینو يي اشرف غني لېدلئ هم نه دئ ، پر کوم بنسټ له غني سره یوځای تللئ شي ؟
د اشرف غني پر شاوخوا ، د راغونډېدو راز په څه کې پروت دئ ؟
داسې پوښتنې ډېرې نورې هم رامخته کېدلای شي .
د ټاکنو هلو ځلو او منډو ترړو يو څه په ډاګه کړل او هغه دا ، که یوخوا پر یوه مرکز د ټولنې زاړه پال او جګړه مار ځواکونه راټولېدلئ شي نو بلخوا هېوادپال او بدلونپال ځواکونه هم پر پخوانیو ستونځو ورختلئ شي او د ملي ګټو په موخه پر یوه جرګۍ راغونډېدلئ شي . د اشرف غني پرشاوخوا د کمپاین برخوالو دا وښوده چې د خپلو پخوانيو توپېرونو هغه برخه چې د هېواد د ملي ګټو سره اړخ نه لګوي نور نه پالي او د پرمختګ لپاره هر نوي ګام اخیستلو ته چمتو دي . د اشرف غني په تګلار کې هغه راز او ځواک پروت دئ چې زموږ د ټولنې د اګا قشر بېلا بېل هېوادپال ځواکونه ځانته راښکلئ شي . په حقیقت کې د ډاکټر غني نوي کړنلار ده چې د دومره بېلا بېلو ځواکونو تر منځ د یوستون او پيوستون لامل شوې ده .
که په ټاکنو کې اشرف غني هر دریځ وګټي ، موخه او تګلار تغیر نه خوري . اوس زموږ د ټولو موخه یوه او تګلار مو څرګنده ده .
په ټولنیزه مبارزه کې لویه ستونځه د ټولنې علمي تحلیل او د هغه پر بنسټ د یوې عملي او کارنده تګلارې تدوین دئ ، چې دا کار د هر چا او هرې سیاسي ډلې په وس کې نه دئ . اوس موږ د یوه علمي تحلیل پر بنسټ د اشرف غني په پروګرام کې داسې یوه کړنلار افغاني ټولنې ته نغده لرو .
دې کړنلارې د خپلې ریښتینولي او صحت ازموینه په ټاکنیز کمپاین کې ورکړه او له ازموینې بریالۍ راووته او هغه دا چې اشرف غني تر دې مخکې ډېرو نه پېژاند ، خو د هغه پر کړنلاره زیات خلک راټول شول .
اوس باید دوهم او نور ګامونه اوچت کړو او لاس ته راغلې بریا خوشې نکړو هغه غښتلې کړو چې د شاتګ خطر يي ورک شي .
هره کړنلار که په علمي تحلیل ولاړه وي ، کارنده او عملي هم وبریښي ، تر څو چې د یوه غښتلي او ژوندي سیاسي سازمان لخوا عملي نه شي ، ټولنې ته يي خیر نه رسیږي . که په ټاکنو کې ډاکټر غني او د هغه پلویان ښې نومرې ونه ګټې دلیل به يي دا وي چې غني د ټاکنو او نورو ملي موخو لپاره یو وړ او کاري ، ملي تشکل نه لري .
اوس ددې وخت رارسېدلئ ، ټول هغه کسان چې ټاکنیز کمپاین کې يي د اشرف غني د تګلارې ملاتړ کړئ او هغه ته يي ووټونه ورکړي ، په یوه سیاسي ملي تشکل کې چې توپیر نلري د سازمان او یا غورځنګ بڼه ولري ، راټول شي . داسې سازمان به د هېواد سیاسي منځتشه هم ډکه کړي چې همدا اوس شتون لري . بلخوا که د ټاکنو پایلې د غني په ګټه هم ونه خیژي ، موږ به د سبا لپاره یو غښتلئ او پیاوړئ اپوزیشن ولرو .
یو ملي اپوزیشن ته چې د ملي ګټو پرچورلیز جوړ شوئ وي، مبرمه اړتیا لېدل کیږي . په تېرو څو کلونو کې چا چې د اپوزیشن پېښې کولې هغوی هم ښه په مړه خېټه له دولته خوړله او هم يي په درواغو د اپوزیشن دعوه کوله . همدا اپوزیشن چې نظارشورا او جمعیت پرمخ بیوه د هېواد پر ملي ګټو نه ، بلکې د خپلو ځانګړو قومي ، ژبنیو او سمتي ګټو پر بنسټ ولاړ و . دغې اپوزیشن د کرزي پر دولت د سمون لپاره نېوکه نه کوله بلکې د دولت پر وړاندې يي هر ډول سبوتاژ پرمخ بيوه .
خو کله چې موږ دلته د اپوزیشن خبره کوو ، هغه به د دولت پر وړاندې د سمون په موخه وي او په ملي ګټو به ډډه لګوي .
موږ ته پکار ده همدا نن د ملي تشکل د بنسټ ډبره کېدو ، که د ټاکنو د وخت زوږ او لیوالتیا تېره شي بیا به ناوخته وي . موږ باید خپل امکانات په دې لارکې یوله بله ونه سپموو او په هېوادنۍ مینه ددغسې ګټور کار لپاره مټې رابډ وهو .
د علمي تګلارو پلي کول ، ملي موخو ته رسېدل او هېواد د دیموکراسۍ په بهیر ورسمول ، د یوه غښتلي او پیاوړي ملي سازمان څخه پرته ناشوني دي .
مرادزئ