د غرض لاسونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سعید افغانی )سمیع الدین



دا یو څرګند حقیقت دی په کومه ټولنه کی چه نفاق او تربګنی وی طبعی ده چه د خلکو د بد بختیو اصلی عامل همدا تربګنی او چرته چه یوالی او ورورګلوی وی هلته کامیابی او سعادت خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوی چه دا اصل د کورنی نه راوخله بیا تر کلی کور ، ولسونو ، هیواد او دبشریت په کچه د منلو وړ خبره ده ٠

خو کله کله د ځینی بشری ټولنی یوالی داسی کیدای شی چه د نورو په ګته یا تاوان وی هغه داسی چه ډیری تیری کوونکی سیاستوالو د خپلو خلکو په یووالی سره د نورو حقوق تر پښولاندی کړی او د نور انسانانو حقوق یی غصب او د هغوی هستی او شتمنی یی تباه او د هغه خلکو حیثت ته یی په سپکه کتلی چه د نــړی استعمار ګره سیاستونه ددی مثال ژوندی بیلګه دی ٠

اوس که راشو او دخپلی ټولنی او خلکو تاریخ ته ځیر شو نو دا به ټولو ته معلومه وی چه د تاریخ په اوږدو کی ددغسی اشغالګریو او په وطن کی د ځان ځانی او تر بګنیو په نتیجه کی دا وطن همیشه د اشغال د مستقیم او غیر مستقیم ډول د منافع دخوندی ساتلو میدان ګرز ید لی او زموږ د خلکوسره داسی جفاوی تر سره شوی چه دنوروټولنو په تاریخ کی به داسی نارواوی کمی ترسترګو شوی وی.

دا یوه طبیعی خبره ده چه زموږ هیواد په اوسنی حساسه تاریخی مرحله کی زموږ د خلکو یووالی او پیوستون ته اړین ضرورت لری او موږ داسی حرکت او یو لیډر ته اړتیا لرو چه د وطن خلک او پرګنی کو م چه پدی څو لسیزو کی په مختلفو ډلو تظیمونو اوپارټیو تقسیم کړل شوی د ملی مصلحت تر شعار لاندی سره یو کړی تر څو وکولای شو ددی ناخوالود له مینځه وړلو لپار عملی ګامونه اوچت کړل شی٠

اوس اوس ددی تر څنګ چه دیرش کلنی جګړی ددی خلکو نه هر څه تباه کړی خو دخلکو سیاسی پوهاوی واقعا داحسا س وړ دی او س د افغانستان خلک پدی پوهیږ ی چه یواځی د ولسونو یووالی دی چه کولای شی مشکلات حل او په وطن کی دورورګلو او ترقی اساس کیښودل شی. په ډیر تأسف باید وویل شی چه یو تعداد اجنبی افغان نمامصنوعی لیډران چه همدا اوس هم په ډیر هوښیاری زموږ په وطن کی د تجزیی پلانو نه طرحه او په ډیره سپین سترګی د پردو په اشاره ، مادی او معنوی ملاتړ نورهم دی تراژیدیو ته د وام ورکوی او دوی هغه خلک دی چه تر پرونه پوری یی د افغان ولس د یو واحد وطن د تجزیی خوبونه لیدل او اوس ظاهرا د افغانیت چغی وهی
او غواړی چه د افغانانو حاکمیت او سرنوشت تر لاسه کړی ٠

دا یو څرګند حقیقت دی کله چه زموږ په هیواد کی د ډیموکراسی ناری سوری پورته شوی دی مغرضو سیاستوالو د موقع څخه ګټه پورته کړه او د خپل قدرت او منافعو د خوندی ساتلو په مقصد د هر چا سره د معا ملو تړونونه لاسلیک کړل . شواهد داسی ښکاره کوی چه حتی داسی معاملی هم روانی چه حتی د ډیورن ګرغیړنی کرښی د رسمیت پیژندلو ته هم لاس اچوی. همدغه کړیو بیا د روسی سره د پخوانی شوروی د جنګی جنایتونو د غراماتو د بښولو تیاری ښودلی او کله بیا د خپلو ځانی ګټو د ساتلو په مقصد دایران او ....له ګریبانه سر را پورته کړی او د لوی خراسان او د هغوی دنورو شومو پلانو د تطبیق لپاره په میلینونو دالر او نورو امتیازات تر لاسه او د خپل د انتخاباتو په ناکام کمپاین کی په ډیر سخاوت مندانه او آزاد لاس مصرف کړل ٠

زموږ هیواد وال شاید دی ټکی ته توجه کړی وی چه یو تعداد د ریاست جمهوری کاندیدان غواړی زموږ هیواد نه د مختلفو پوچوسیاستونو دتطبیق لابراتوار وګرزوی او غواړی چه پدی وطن کی پداسی شرایطو کی چه باید ددی وطن د بچیانو او دټولو قومونو او پرګنو د یووالی لاری چاری ولټول شی بلکه داسی شعارونو لپاره کار کوی چه په وطن کی د بی باوریو او اختلافاتو ته نور هم لمن ووهی تر څو پدی ملک کی دسولی او وروری فضا همداسی کمرنګه وساتی ٠
دا شعارونه څه تصادفی خبر ی ندی بلکه دا هغه منظم پلانو نه دی کوم چه دپردو څخه تر لاسه کوی او غواړی چه د خپلو تشکیل شوو کړیو له لاری زموږ په هیواد کی عملی کړی ٠

زه د جمهوری ریاست ته د یوی کاندید په یوی کړنلاری غواړم ستاسو توجه راو ګرځوم ٠
هغوی په خپلو طرحو کی داسی وایی:

ما طرفدار نظام صدارتی هستیم و می خواهیم درولایت والی ها به شکل انتخابی تعین ګرددو٠٠٠٠



په اوله کی باید وویل شی چه صدارتی نظام داساسی قانون خلاف دی او یا که چیر ی یو با انصافه او په وطن مین شخص که د جمهور ریس په پست کی کار وکړی او یا د صدرات په هر پست کی چه

وی خدمت کولای شی او که شخیص ونه غواړی خدمت وکړی د هغه لپاره به ریا ست او یا د

د صدارت مقام دواړه یو شان وی زه پدی باور یم چه افراد په هر سیستم کی چه وی که وغواړی د خدمت مصدر کیدالی شی ٠



دوهمه مسأله هغه د والیانو د ا نتخابی کیدلو مسأله ده ٠
دا چه زموږ په هیواد کی څوک، ولی او دڅه لپاره دی حساسی مسألی ته کارکول غواړی دا هم ځانله بحث غواړی چه دا نظر کوم تصادفی شعار نه بلکه زموږ په هیواد کی د خود سریو بنسټیزه اساس ګنل کیدای شی کوم چه ذیدخله هیوادونه وکولای شی دخپل د نفوذ امکانات په ولایاتو کی بلخصوص په سر حدی ولایاتو کی د والیانو د تعینولو او دخپلی خوښی والی ته دکمپاین کولو او د کامیابی په صورت کی د هغوی دمنافعوو خوندی کولو ډیر مناسب امکان دی چه طبعی د ر دداسی والی په راتګ به د هغه کړ نلا ر ه به د مرکزی دولت سره په تچ کی وی ځکه چه والی به د هغه چا منافعی ته کار کوی کوم چا چه ورته کمپاین کړی او دی یی صحنی ته راوستی دی ٠

بله موهمه او اساسی خبره داده چه په اداره یا دولت داری په کارونو کی د ښه سړی توب تر څنګ ښه کادر ته کوم چه په اداری برخی کی پو ه او د دولت موضوعګیری عملی او د مرکزی دولت کارمندانو سره شناخت اومناسبات وساتلی شی چه دا هغه خبری دی کوم چه دیو مناسب والی په نصبولو کی حتمی او ضرورګنل کیږ ی ٠

خلک دا حق لری چه په پارلمان کی خپل نماینده ولری تر څود دوی آواز او ستونزو پارلمان ته ورسوی تر څو ددوی د ستونزو په نظر کی نیولو سره داسی قوانین تصویب شی کوم چه دخلکومشکلات او منافعی په نظر کی ونیول شی ٠

خلک دا حق لری چه په ولایتی شورا ګانو کی خپل نماینده ولر ی تر څو د ولایت په سطحه ددوی مشکلات حل او دوالیانو نژدی مشوره ورکونکی وی ٠ولی دولتی مناسب کدر دمرکزی دولت او دانتخابی جمهور او د هغه د اداری وظیفه او مسؤلیت ګڼل کیږی ٠


بله موهمه مسأله داده که چیری یو اعتمادی شخص د ولایت دخلکو لخوا تعین شی ډیره اوږ ده موقعه پکار ده تر څو د کار او مسایلو سره آشنا شی اوتر څو چه آشنا کیږی دا کار دموقع اوفرصت له لاسه ورکولو نه بله هیڅ کومه ګټه نلری ٠
پدی ترتیب دوالیانو انتخابی کیدل په اوسنیوشرایطوکی لاندی ستونزی راوستلی شی ٠


دمرکزی دولت مناسبات د انتخابی والیانو سره او دهغه کمرنګی –
د عدم شناخت په دلیل ٠
- د انتخابی والیانو کدری پوهاوی تر شک لاندی راتلل ٠
- د ذیدخله هیوادونو نفوذ بلخصوص په سرحدی ولایاتو کی ٠
- دمرکزی دولت صلا حیت سلبول د مناسبو کدرنو په نصبولو کی ٠
- د وقت یا د موقعه له لاسه ورکول د اداری چارو په بلدیلو کی ٠
- د خود سریو ایجادیدل او عدم اطاعت د مرکزی دولت څخه ځکه چه والی له خلکو له خو انتخاب شوی او هغه د تخلف په وخت کی څوک نشی لری کولی حتی هغه چا چه تعین کړی هم وی ځکه بل انتخاب ته بله بودجه او کمپاین ته ضرورت لری ٠
په هر صورت په لسهاو نور دلایل شته چه په ولایاتو کی د والایانو انتحاب په اوسنیوشرایطوکی هغه طرحه شوی
دسیسی دی کوم چه یو شمیر لاسپوڅی غواړی دا وطن نور هم د خود سریو میدان وګرزوی او دوی پکی زیات مادی اومعنوی امتیازات تر لاسه کړی ٠
زما په اند اونظر د وطن د هر اصیل بچی دا ملی او وطنی دنده ده چه د وطن ملی مصالحو په پام کی نیولو سره د داسی غیر مسؤلانه اهدافو په مقابل خپله وطنی او ایمانی مسو لیتونه تر سره کړی او اجازه ور نه کړی چه د وطن دښمنان زموږ د پرګنو او ولسونو ملی یو والی زیانمن کړی او د غرض لا سونه نور هم زموږ دبی ګناه ولسونو او خلکو په وینو سره او هره ورځ په وطن کی د افغان وژنی سلسله او تراژیدیوته دوام ورکړ ی ٠
په وطن کی د سولی او ورورګلوی په هیله ٠
ومن الله التوفیق