د سنبلی نهمه نیټه د پښتنو اوبلوڅو د پیوستون د ورځی په یاد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د پښتو نستان ورځ چه دپښتنواو بلوڅو دپیو ستون دورځی په نا مه یا دیږی له ۱۳۲۸ لمریز کال را په دی خوا په افغا نستان کی په شا ندارو مراسمو لما نځله کیږی ،دډیورند دغیر ی قانوني کر ښی ددواړو خواوو پښتنو او بلو څو د کلونو کلونوزاهسی دیوه او بل سره دوروڼو په شان ژوند کوی او ددی دښمنان به هیځکله په دی ونه توا نیږی چه دغه دوه وروڼه ملتونه بیل او سره جلا کړې متا سفانه نن ور ځ دغه دواړه غښتلی او دلا ور ملتونو دډیورند دواړو غاړو کی به مختلفو نومونو متهم کیږی او دروانی جګړی قربانیان دی ،ځنی نا فهمه دپښتنو او بلو څو دښمنان دغه دواړه میلتونه مستقیما دترهګرواو تروریستانو په نومونو یا دوې بلکی دوی له دی حقیقت ځخه سترګی پټوی چه پښتانه او بلوڅان دترهګری او تروریزم اصلی قربانیان دی ،تروریزم نه یوازی دپښتنو او بلوڅو دښمن
دی بلکی د ټولی سیمی لپاره خطر دی ،پاکستانی کرنیلان همیشه تلاش کوی چه دبلوچ ملت مشران او رهبران بدنام کړی او دترهګرو به نامه یی وجهانی ټولنی ته معرفی کوی هغه په دی خا طر چه ددغه ملت دازادی روحیه له منځه یوسی .
د امریکی دبهرنیو چارو وزیری میرمن کلنتن دروان کال دجولای دمیاشتی په ۲۰نیټه دهندوستان هیواد ته رسمی سفر وکړی ددی سفر په جریان کی نوموړې له هغه هیواد سره د صناعت ،تجارت ، نظامی چارواواتومی تاسیساتو اوڅینونورو برخو کی دمشترکی موافقی قراردادونه لاسلیک وروسته،میرمن هیلری کلنتن په هند کی دیوه مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کی وویل چه ترهګر په پاکستان کی روزل کیږی اودهند وخاوری ته دوران کاری په نیت را لیږل کیږی نوموړی دپاکستان څخه په ټینګه و غوښتل چه دترهګرو مخه باید ونیوله شي.دامریکی دبهرنی چارو وزیری سفر او دهغی ګوت نیونه وپاکستان د نوموړی هیواد قهر او خفګان را وپارؤ او ډیر ژریی په صوبه بلوچستان کی د تاوترخوالی او دبلوچ ملت دخپلواکی دخطراواز جګ کړاو ددی بهاني تر سیوری لاندی یی وویل چی په هلمند کی دطالبانو په ضد دامریکی عملیات دپاکستان په تاوان تما میږي
ترهغه وروسته د بارک اوباما ځانگړي استازی ریچرډ هالبروک وپا کستان ته سفر وکړی اودپاکستان دصدراعظم یوسف رضا ګیلانی ، دپاکستان دفوڅ دمشر اشفاق کیانی او نورو لوړ پړو چارواکو سره وکتل دخبرو په جریان د کتنواولیدنو په نتجه کی پاکستانی مقاماتواوچارواکو دافغانستان په هلمند ولایت کی دامریکا اوافغانی پو څونو لخوا دطالبانو په ضد دروانو پوڅی عملیاتو له امله اندیښنه وښودله او دغه عملیات یی دپاکستان دیووالی لپاره ډیر خطر ناکه وبلل اوسم دستی یی دعملیاتو دبندیدو غوښتنه وکړه ،او پاکستان وایی چه کیدلی شی ددغو عملیاتو له کبله په تند لارو باندی فشار زیات شی او هغوی دبلو چستان دپولی له لاری دپاکستان وخاوری ته راواوړی په نتجه کی دامریکی استازی هم ویلی دی چی دوي معلومات لري چې طالبان د پاکستان او افغانستان په پوله اوړي راوړي .
د اڼترنشنل هیرال ټربیون ورځپانې په دې اړه په خپل یوه مضمون کی لیکلی دی : د پاکستان د استخباراتو یا ای ایس ای یو غړي امریکايي مقاماتو ته ویلي دي چی د افغانستان په جنوب کې د جګړې پراخوالي ددې سبب ګرڅی چې وسلوال دې غاړې ته راواوړي او په بلوچستان ایالت کې تاوتریخوالي ته لمن ووهي .
د لاسته راغلو راپورونو په اساس پاکستان د طالبانو د کوټې له شورا څخه چې د افغانستان په جنوب کې د جګړو مشري کوي زیات ملاتړ کوي ځکه چې اسلام اباد غواړي په راتلونکې کې له هغوي څخه د خپل یوه متحد په توګه ګټه واخلي اوکه ضرورت شی دکشمیر دازادی په خاطر یی دهند په مفا بل کی وجنګوی په دی خاطر هم ډیر کوشش او تلاش کوی چه دامریکایانو توجه ددغی شورا څخه بل طرف ته واړه وی ،که چیری امریکایی بی پیلو ټه طیاری دصوبی سر حد په شانی په صوبی بلوچستان کی دبنیاد ګرایانو په پټ څایونی با ندی عملیا ت پیل کړی په نتجه کی یی پاکستان په دی بیره کی ده چه هلته دبلوچ ملت دازادی تحریک نو رهم فعاله کیږی او دغه بمباری به څان ته بهانه وګرڅوی او ډیر ژر به دپاکستان څخه دخپلواکی اواز وجت کړی په دی خاطر پاکستانی جنرالان په بیره کی دی اوغواړی دامریکا څخه یو بل با ج هم تر لا سه کړی چه با ید دکوټی په شورا باندی امریکا یان دپوڅی عملیا تو څخه صرف نظر و شی لکه چه تر نن ورځی پوري شوې هم دې . .
یو شی چه معلوم دی که هر څومره پاکستان بهانی او پلمی وکړی ولی په حقیقت کی ددی په دومخی سیا ست باندی اوس جهانی ټولنه او کوم هیوادونه چه دترهګری سره په مبارزه کی بو خت دی اوس ډیر ښه پوهیږی او دافغانانو لپاره ډیر دخوشبختی څای دی چه د\باکستان په باب ټوله نړی په یوه خوله او اواز وایی چه پاکستان دترهګرو عمده مرکز ده او په دی حقیقت ښه پوهیږی چه پاکستان دمنڅنی اسیا لپاره دسرطان مرض ده چه بی دعملیاتو بله چاره او لاره نه لری او نوموړی هیواد با ید دڅلورو صوبو پر څای باید په خپلواکو ملکونو با ند ی وویشل شی لکه څرنګه چه مختلفو ارزیابی ګانو ښوولی ده چه لا پخوا دازاد پښتونستان او ازاد پلوچستان لپاره دننه په پاکستان کی مبارزه جریان لری ولی پاکستانی کرنیلانو دخپلواکو ملتونو په حقوقو با ندی تیری کړی دی او یوازی پنجاب په ټول پاکستان با ندی حکومت کوي .
په لاندی ټوګه دیوه بلوڅ مشر مرکه دپاملرنی وړ ده .
د سپين ږيري بلوڅ ملتپال نواب خيربخش مري زوى نوابزاده حيربيار مري په لندن كې يوۀ شخصي پاكستاني ټلويزني چينل ((دنيا)) ته په ځانګړې مركه كې ويلي چي د بلوچستان د ازادۍ له تر لاسه كولو پرته به پر بل څه قناعت ونه كړي او نه به له خپلې قومي(ملي) مبارزې لاس واخلي، نوموړي په كوټه او نورو بلوڅي سيمو كې د وسلوالو بلوڅو له خوا د پنجاب د اوسېدونكيو وژنه پر ځاى بللې او ويلي يې دي چي دا كار پر بلوڅانو باندې د ظلم او تېري په عكس العمل كې كیږی .
نوابزاده حيربيار مرى له تیرو څو كلونو راهيسې د بريتانيا په لندن ښار كې ژوند كوي او له هغه ځايه د بلوڅو د ملي خپلواكۍ لپاره مبارزه كوي. حيربيار مرى وايي د ۲۰۰۷م كال په فبرورۍ كې د بريتانيا حكومت دى د پاكستان د حكومت په غوښتنه په بلوچستان كې د تروريستي فعاليتونو په تور ونيو او ترې ويې غوښتل چي د ده په شمول ځينې نور بلوڅ ملتپال، په پاكستان كې د القاعده ډلې د نيول سوي تروريست راشد روف په بدل كې پاكستان ته ور وسپاري، چي وايي د تحقيق پر مهال يې د دوى دوې وېبپاڼې- بلوچ وايس او بلوچ ورنا- هم كشف او وتړلې، خو وايي ډېر ژر د بريتانيا حكومت زما د دې موقف له امله- چي ما ورته ويل زه د بلوچستان د ازادۍ لپاره مبارزه كوم- هغوى پرته له دې چي ما په تروريستي فعاليتونو كې په لاس لرلو مجرم ثابت كړي زه خوشى كړم :
كله چي ما هلته د ځان په دفاع كې څلور ورځې خبرې وكړې او ورته ومي ويل چي زه د ازاد بلوچستان خبره كوم، زه د ازاد مملكت خبره كوم چي نن مستعمره دى او د پاكستان پوځ نيولى دى، نو هغوى مطمين سول او فيصله يې راكړه چي هو ستاسې تاريخ جلا دى او ستاسې جلا ملك وو او دوى نيولى دى .
حيربيار مري د شنبې په ورځ په لندن كې د پاكستان له يوۀ شخصي ټلويزون ((دنيا)) سره په ځانګړې مركه كې وويل، بلوچستان يو ازاد مملكت وو، خو چي پاكستان په زوره په ځان ګډ كړ، نو بلوڅانو له دې امله دې جغرافيايي بدون ته غاړه كښېښووله چي ګواكې دوى ته به پر خپلو وسايلو بشپړ واك وي او د بلوچستان په اړه ټولې پرېكړې به د دوى په خوښه كېږي، خو داسې ونه سول. نوموړى وايي د پاكستان په هر پوځي او ملكي ح
كومت كې پر بلوڅانو باندې ظلمونه سوي دي :
جنرال ضياوالحق خپله د اتو زرو تنو بلوڅو په وژلو كې لاس لارۀ، هغه مهال اته زره بلوڅان ژوندي ورك سول چي تر ننه پورې لادركه دي او خپلو كورونو ته نه دي را ستانه سوي..... پر بلوڅانو باندې ډېر ظلم كېږي، بلوڅان به له دې هيسته تر دې هم زيات له خطره ډك ګامونه پورته كوي .
حيربيار مرى وايي بلوڅانو له ننه درې كاله پخوا هم د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه كوله، خو په ۲۰۰۶م كال كې چي يې په سيمو كې پوځي عمليات پيل سول او د دوى سپين ږيرى ملتپال مشر نواب اكبر بګټي پاكستاني پوځ د عملياتو په ترڅ كې و واژه، د هغه په عكس العمل كې بلوڅان په قهر سول او په وسلواله مبارزه يې لاس پورې كړ او تر هغه مهاله به وسله كښې نه ږدي چي بلوچستان مو ازاد كړى نه وي :
(ازادي د هر قوم حق دى، دا چي پاكستان زموږ مځكه مستعمره كړې ده، تر شپېتو پينځه شپېتو وروسته هم دا نيول سوې مځكه بلل كېږي، قبضه بلل كېږي، دا صوبه نه سي بلل كېداى، بلوچستان خو به ضرور ازادېږي، كه څوك وايي چي په دې سره به پاكستان تحليل سي، زه وايم چي كه خداى كول بلوچستان به ازادېږي .
له حيربيار مري څخه وپوښتل سول چي بلوڅان خو په اقتصادي لحاظ ډېر پياوړي نه دي، نو له دوى سره څوك مرسته كوي او څوك دوى ته وسله وركوي، نوموړي په ځواب كې وويل: تر اوسه پورې له بلوڅانو سره هيڅ يو هېواد هم مرسته نه كوي، خو وايي موږ مانوي او هر ډول مرستې ته اړتيا لرو او غواړو چي موږ د يوۀ ازاد مملكت غوندې په نړۍ كې خپل استازيتوب ولرو. حيربيار د دې پوښتنې په ځواب كې چي آيا امريكا به له دوى سره مرسته وكړي او كه امريكا بلوچستان ته راسي او د دوى پر ګازو او نورو وسايلو قبضه وكړي، دا به پر ځان بله غلامي منل نه وي- حيربيار داسې وويل :
موږ د غلامانو غلامان يو، پاكستان د امريكا غلام دى او موږ د پاكستان غلامان يو، نو ولې نه موږ مستقيماً د امريكا غلامي پر ځان ونه منو، موږ هيله لرو چي امريكا او د نړۍ نور په پښو ولاړ هېوادونه به زموږ مرسته كوي، دا وخت زموږ ستونځه د بلوڅو قومي بقا ده، پاكستان چي موږ مستعمره كړي يو زموږ قومي پېژندنه په پاكستانيت كې وركېږي، زه نه پوهېږم پاكستان څه مانا لري، پنجاب زموږ نوم وركول غواړي، امريكا كه راسي زما ګاز او تېل به يوسي، پنجابي خو زه او زما مځكه مستعمره كړي دي
په دې وروستيو كې په كوټه او د بلوچستان په نورو سيمو كې د پاكستان د پنجاب ايالت ګڼ شمېر خلك په ډزو و وژل سول، له حيربياره وپوښتل سول چي آيا د بېګناه پنجابيانو په وژلو سره به دوى څه لاسته راوړي، حيربيار د وسلوالو سازمانونو له خوا د دغې وسلوالې مبارزې په ستاينه او ملاتړ سره زياته كړه :
دونيا داسې فكر كوي چي بلوڅان خپله دفاع نه سي كولاى، زه وايم بلوڅان د خپل ځان ښه دفاع كولاى سي، آيا تاسې تر ۲۰۰۵م كال مخكې اورېدلي دي چي بلوڅانو دي يو پنجابى وژلى وي، زه د وړمې ورځې خبره درته كوم، په ډېره بګټي كې د شپږو تنو مړي- چي درې مياشتې مخكې استخباراتو وړي وو- په غرونو كې وموندل سول، بګټي بلوڅان يې په ډرم كې اچولي وو تېل يې پر اچولي او ژوندي يې سوځولي وو، مري بلوڅان يې له ونو سر تړلي او وژلي وو، تاسې هغه ولې نه يادوئ، د پاكستان پوځ چي څه ډول ملكي بلوڅان وژني، تاسې هغه ته پاك پوځ واياست، دا د هغوى ناپاكه عزايم دي، هغوى نه دين لري او نه ايمان لري
د جون په مياشت كې د پاكستان نوي حكومت په خپله نوې كالنۍ بوديجه كې د بلوچستان د ودې او انكشافي كارونو لپاره وټاكلې او د دې احتمال سته چي د پاكستان مركزي او ايالتي حكومت له مرورو ملتپالو او وسلوالو بلوڅو سره خبرو اترو ته كښېني، آيا كه حكومت بلوڅانو ته پر خپلو وسايلو باندې بشپړ واك وركړي، بيا به دوى خپلې وسلې كښېږدي كه څنګه؟ حيربيار مري دې وروستۍ پوښتنې ته داسې ځواب ووايه :
پاكستان كه هر څه كول غواړي، د بنګلادېش حالات جوړول غواړي، زه وايم پاكستان دي نن خپل وخت را وښيي، خپل پوځ او استخبارات دي له بلوچستانه وباسي، بلوچستان دي د يوۀ ازاد مملكت جوړېدو ته پرېږدي، موږ هيڅ وسايل شى نه غواړو، موږ خپله قومي بقا غواړو، بيا وايم موږ پاكستانيان نه يو، موږ بلوڅان يو، موږ هيڅكله د پاكستان د منلو رضايت نه دى ښكاره كړى، پاكستان موږ د ټانكونو، جيټ الوتكو او توپك په زور نيولي يو او له همدې لارې به موږ ازادي ترې اخلو، موږ له ازادۍ په كمه بله هيڅ خبره نه كوو .
د يادونې وړ چي د بلوڅو اكثره ملتپال ګوندونه اوس په يوۀ نه يوۀ شكل د بلوچستان د ازادۍ لپاره هلې ځلې كوي او د بلوڅو محصلينو اتحاديې خو په هر وختنيو مظاهرو كې په كوټه ښار كې په څرګنده توګه د پاكستان مرده باد او د ازاد بلوچستان په ملاتړ د بلوچستان زنده باد نارې هم وهي. اوبلوچ ملت خپلواک بلوچستان غواړي . پای رحمت اله روان