دپوهنې وزارت مشرتابه دسړيتوب کارکړى دى.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

٨٥کال/دوږي اتمه/څلورنۍ/خادم کوچى


دافغانستان دخلکوله کړاونواوستونزوڅخه ډک ژوندښايي ډېروخلکوته څرګندوي،خودلنډمهالې ادارې دراتلوله بهيرسره سم زموږدخلکواوهيواد ډېرې ستونزې اوتوپيرونه په پام کې ونه نيول شول دملي يووالي،جهاداوټينګ درېدنې ترنوم اوسيوري لاندې پرچمي،سيتمي اوسقاوي لارويانو،پرچم،سيتم اوسقاوبويه ټولنې توکمي،توکمپالوياغي باغي مشرانوپه داسې نادودو،ناخوالولاس پورې کړچې زموږدخلکوپه ستونزواوخپګانونوکې يې لانورډېروالى، ناانډولي،نااړامي اوسترتوپيرونه راوپنځول،له سترکورافغانستان څخه دماشومانوکورکى جوړشوچې تراوسه پورې زموږدهيوادځينې اتلان ښويې ملتې بېډۍپکې جنګوي زموږدخلکوپه برخه ليک باندې هره ورځ دجوارۍبنډارجوړېږي، دهمدغه کورکيتوب اولانځکينولوبوله امله به وي چې دخراساني افغانستان بيارغاونه به دخوب ليده، دتېرووختونودپېريانواوښاپېريانونکلونه وي.
دپښتني ټولنې پښتوژبې په اړوندتوپيري چلند،بېځايه کرکې افغانستان دپخواني خراسان اوپخوانۍتورکيې په لوردروانولوچورتونوزموږ دهيواد سياست،نوى جوړشوى قانون،جرګګۍ، خپرونې، ټولنيز،يودبل ترڅنګ سوليزګډژوندپيکه،بېخونده،بېمزې هرڅه راته ککړاوولړل،دپښتني ټولنې اوپښتوژبې دپيکه کولو،غورځولوافغانستان دخراسان اولويې تورکيې په لوردروانولوالون بلون اوهڅې په ګړنديتوب سره غوړېدلې،څپانده رواني دي.
دخوښۍ،نيکمرغۍاوملي يووالي په لوريوګام ګڼل کېږي چې دپوهنې وزارت په وړاندې داسې نوم دړه،يالوحه ليدل کېږي چې په يولوري کې يې دافغانستان دځايي ډېرى خلکو ژبه پښتوليکل شوې ده(دپوهنې وزارت).
څومره دخوښۍاونېکمرغۍځاى به وي چې دافغانستان په ستروښارونواوپښتني سيموکې دپښتنولوڼو،زامنوته په مورنۍژبه دزده کړې برخه ياحق ورکول شي،ښوونکى اوپوره کتابونه ورته ورسول شي.

مننه.