په بينوا پاڼه کې خپورشوخوهير شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

دډيموکراتيکوارزښتونواومدني ازاديوڅخه دفاع دهر افغان ملي دنده گڼل کيږي
دډله ييزورسنيوقانون به هغه وخت مکمل اودموکراتيک وي چې دافغان ولس نظر پکښی منعکس شوی وي .
دوې هفته وړاندي د اسد پر ۳۱ نيټه په بينوا ويب پاڼه کښي دښاغلي محمدنعمان دوست په قلم ليکل شوې يوه په زړپوري اوپر خپل ځاي خبر د((د خپلواکو رسنيو د مهار ولو هڅې روانې دي )) ترنامه لاندي خپور شو،خوله بدمرغه ډير ژرهيرشو.
پدې ليکنه کې ډير په زړه پوري اوحياتي مسلې ته اشاره شوې وه هغه داچې پدې شپو او ورځوکې پسله زياتي مودي درسنيوپر قانون لومړي په ولسي جرگه اوبياپه مشرانوجرگه کې بحث وشواو،داقانون دپارلمان په دواړومجلسينوکې ددوي په خوښه تغيراتو راوستو وروسته دسپتمبرپر څلرمه ددوي په خبره تصويب شو،مگرپه پرېکړه کښې داهم په گوته شوېده چې دمشرانوجرگې او ولسي جرگې ترمنځ ددې قانون پر ځېنو مادودنظر اختلاف شته چې داختلاف تر حل وروسته به ئې ښاغلي کرزي ته لېږيی تر څوهغه ئې لاسليک کړي ،چې ترلاسليک وروسته داساسي قانون له مخې به دقانون ارزښت پيداکړی . ددې لپاره چې ماتکرار نه وليکلی غواړم دمحترم نعمان صاحب دليکنې نه هغه ټکې چې زه ئې دې ليکنې ته وهڅولم اونوروڅخه مې دچوپه خوله پاته کېدوپه خاطر گيله پيداشوه دلته ټکي په ټکي را اخلم ،هغه ليکې : (( خو په خواشيني سره، چې د هېواد په ځينو قانونو کې له اوږدو بحثونو سره – سره بياهم داسې مادې تصويب او حتى د ولسمشر له توشيح څخه وروسته يې د قانون بڼه موندلې چې ګونګې او ستونزې رازېږونکي دي .
يو له دغو قوانينو څخه د ډلييزو رسنيو د قانون مسوده ده .
د ډلييزو رسنيو د قانون مسوده په ٩څپرکو ا و ٤٢ مادو کې د حکومت له خوا تېر کال ولسي جرګې ته د تصويب په موخه لېږل شوې وه . ولسي جرګې پر دغه مسوده د روان کال ( ١٣٨٦ ) د غويي په لومړۍ کار پيل او د ١٦ نويو مادو په اضافه کولو ، د ځينو مادو په حذف او ادغام يې په ١١ فصلونو ا و ٥٣ مادو کې د غبرګولي په لومړۍ تصويب کړه . دغه مسوده باندې مشرانو جرګې د ديني او فرهنګي چارو کميسيون هم اوږده بحثونه وکړل او ځينې تعديلات يې په کې راوستل .
خو ځېنې مادې چې له سره ګونګې دي، هماغه شان ګونګې پاتې شوې او شايد همداسې ګونګې په عمومي غونډه کې تصويب او وروسته توشيح هم شي . ددغې مصوبې د ټولو مادو په اړه بحث کول د ليکلو او لوستلو له حوصلې پورته دي ، يواځې د هغو مادو په اړه يې لنډه يادونه کوم چې اندېښنې راپورته کوي . د ډلييزو رسنيو په مصوبه کې جنجالي بحث د جزايي حکمونوڅپرکى دى ، چې د مشرانو جرګې ياد شوي کميسيون پرته له کوم تغيره د ولسي جرګې تصويب تاييد کړى دى . په دغه فصل کې هغه شيان راوړل شوي دي د کومو چې خپرول منع ګرځول شوي ، خو په دغه فصل کې راغلي اصطلاحات نه دي تعريف شوي .
د هتک حرمت ، حقيقي او حکمي کسانو ته سپکاوى او ددوى د شخصيتونو زيانمنېدل ، اروايي امنيت او د ټولنې اخلاقي سلامتيا ته زيان رسول او ... هغه اصطلاح ګانې دي چې د ملي شورا دواړو جرګو منع ګرځولي ، خو دغه نومونې نه دي تعريف شوي .
لکه وړاندې چې وويل شول حکومتي کسان ژر بدلېدونکي دي خو د قانون مادو بدلول وخت اخلي .
موږ په خپل لنډ عمر کې په دولتي لوړو پوستونو کې ډول – ډول کسان وليدل او دهغوى د اعمالو شاهدان وو .
اوس اندېښنه داده چې که يادې شوي ګونګې نومونې همداسې تصويب او بيا توشيح شي ، څه ضمانت شته چې هغه به يو وخت چارواکي په خپله شخصي ګټه ونه کاروي ؟؟؟
و ګورئ! کله چې د مهم شخص د خيانت په اړه څه ليکل کېږي ، هغه جناب ورته بل رنګ ورکوي .
د بيلګې په توګه کله چې څوک د داخلي جګړو چې زموږ وياړونه يې وشرمول او د شهيدانو هيلې يې تر پښو لاندې کړې ، په اړه څه ويل کېږي او نيوکه پرې کېږي ، ککړ مشران دغه نيوکه د جهاد او اسلام پر ضد ګڼي او په دې توګه دخپل جرم د پټولو هڅه کوي . دغه شان که تاسو تش په نوم د کوم مذهبي شخص ناروا کارونه په ډاګه کړئ نو غبرګون به داوي چې تاسو مذهب ته سپکاوى کوي ، حال داچې مذهب دټول دى د يوه شخص نه دى . دغه حقايقو ته په پام ، د يادو شويو نومونو تصويب هم ورته اندېښنو ته لاره اواروي . ددغه شان مادو او نومونو تصويب د خپلواکو رسنيو دمهار کولو يوه خطرناکه وسيله ده . دولتي رسني هميشه ددولت صفت کوي او په نيمګړتياوو، يې سترګې پټوي .
داخپلواکه رسنۍ دي چې نيمګړتياوې په ډاګه کوي او واقعيتونه خپروي او په دې توګه دعدالت په تامين کې مرسته کوي . ديادې شوې مصوبې له توشيح وروسته ، به خپلواکه رسنۍ له يوه ګواښ سره مخ شي . دوى به دهغو کسانو په اړه چې لوړې څوکۍ او واک لري ، هيڅ نه شي ليکلي او دا ځکه چې هغوى بۀ دغه شان ليکنې هتک حرمت ، سپکاوي ، اروايي امنيت ګډوډلو او .... په ماناګڼي او ژورنالستان به تر فشار لاندې نيسي . اوس چې لا يادو شويو مادو د قانون بڼه نه ده موندلې ، په ځينو سيمو کې امنيتي چارواکي ژورنا لستانوته د ناوړه امنيتي وضع په اړه معلومات نه ورکوي او حتى ګواښوي يې چې دغه شان ګزارشونه ويره پيداکوي او بايد خپاره نه شي . دغه شان تراوسه د کورنيو چارو پخواني وزيرعلي احمد جلالي په ګډون هيچا جرئت ونه کړ چې د نشه يي توکيو په قاچاق کې دلوړ پوړو دولتي چارواکيو نومونه واخلي او ... نوکه يا دې شوې ګونګې نومونې ( اصطلاح ګانې ) هماغه شان قانوني بڼه غوره کړي نو بيا به څوک دومره جرئت وکړي ؟؟؟؟؟ ځکه هغه وخت به دغه شان ليکنو ته دهتک حرمت ، سپکاوي او ... نوم ورکول کېږي او په بند يخانو کې به له مجرمانو ژورنالستان ډېر وي . ښه خبره داده چې که دولت رښتيا هم دخپلواکو رسنيو ملاتړ کوي ، نو د هغوى په قانون کې دې داسې ګونګ شيان پرېنږدي چې وروسته ترې دهغوى په ضد ګټه واخيستل شي . ))
ددې ليکنې تر خپرېدووروسته ماڅو ورځی انتظار ايسته پدې باور وم چې لومړئ به دابې شماره ټولني چې ملي اوفرهنگي مختاړي اوورستاړي لري په مطبوعاتوکې داسي غبرگون ښکاره کړی چې دپارلمان اودولتي چارواکوغوږونه به پرې کاڼه کړي ،متاسفانه هيڅ خبره راپورته نشوه!
هرې خواچوپتيا حاکمه ده . يابينوا پاڼه څوک نه لولې ،اوياخوپه هغه ليکنه چې دچارواکو(تنظيم سالارو، توپکسالارواوتارياکوله پټواوښکاره سوداگرو) دگټوسره مخالفه وي،څوک ځان نه پوهوي .
په بهر کې هم يوازي کله چې دچاکوم شناخته ژورنالست ياليکوال ته کوم زيان ورسيږي اويائې دافغانستان امنيتي ادارې وزوکلوی بيانوزماپه گډون يوپه بل پسې پيغامونه اوليکنې پيل شی ،چې په ويلوئي سړی ستړۍ شي .هغه وخت دادوستان دامنی چې ليکنې تاثير لري اوچوپتياپه گټه نده .
مگر اوس چېدټولنيزژوندپه اړوند ،دخلکواودولت ،دظالم اومظلوم دحق ددفاع ،دبيان اوعقيدې ،اوانساني رزښتونو مسله مطرح ده اودهغه قانون پر سر خبري کيږي کوم چې ولسي ليکوال اوژورنالست اوعام ولس پرخولودچوپتيا قانونی مهر لگول کيږي ،عجيبه ده ټول دبې خبرۍ اوبې تفاوتۍ په سترگه ورته گوری اوچوپ دی؟؟؟
رښتيا يوڅه ترخه دي !
ولي رښتيابايد وويل شي ،ځکه داهيوادمخ پر ډوبېدوروان دی ،ډيرچې دوطنپرستی ټټر ټکوي اوس ئې دډوبېدونندارې ته انتظار باسي،تر دې ئي نوردخرابئ اودولتي بحران کچه نشي لوړېداي . چوپتيادوطن او افغانولس سره جفاده .اوس دعمل وخت دئ ،په غټو غټو خبرواوپرنورورژ يمونو تورلگولو وخت تيرشوی دی . دامنم چې تير تاريخ دی اوخلک بايد پرې پوه شي ،مگر له بده مرغه زموږپه هيوادکې داشخاصو اوافرادو دشخصي نظرياتو اوسمپتيوپر بنيادتاريخونه ليکل کيږي ،چې دابه پخپل وارسره دهيوادله تاريخ ليکلو او راتلونکونسلونودپوهاوی سره جفاوي .راځئ هرڅه ته دحقيقت اوعينيت په عينکوکښي وگورو. دپخوانيودراسپړلوڅخه دراتلونکی لپاره دتيروتنونه دخلاصون په موخه استفاده وکړو،په نړی کښي ولسو نه دخپلوتيرو پر بنيادنوې ټولنه جوړوي ،مگر متاسفانه موږنه پخوانی تيروتنې هيرولاي شو اونه هم راتلونکې لکه څنگه چي اړينه ده جوړولاي شو. هرڅه پخپله هنداره کښي په خپلوسترگووينواودخپلې خوښی پربنيادئې ارزونه کوو. داډول کسان چې همدا اوس ئي پر قدرت تکيه لگولې ځانوته پدي نجات ورکوي چې گواکي هغه وخت بې وسه وه،خو په پاکستان ،ايران ،امريکا،هند،کانادا اونوروغربی اوعربي هيوادونوکښې یې ددمو کراسی لپاره شپه اوورځ پر ځان يوه کړې وه ؛مگر اوس چې همدغو کسانوته سړئ گوري وينې ئې چې دقدرت تر لاسه کيدووروسته ،دموکراسي ورته بېگانه اونه عدالت نه تښتي . ټولي اوسنی ناخوالی دپخوانيو رژيمونو دتيروتنواوددوي په ژبه خيانتونو لامل بولی ،سره لدې چې ددې خبري اوادعا سره قناعت کول ډير لوي بحث اوعادلانه قضاوت ته اړتيا لري .
اوس دغوکسانوته له بدمرغه دمطبوعاتوازادي کوم مفهوم نلري ،داسي فکر پيداکيږي چې ممکن هغه وخت خوبه غربی چارواکوغوښته چې يوشمير دا ډول ولوبوی اودسړې جگړې دمخالفتونوپه دوران کښي خپل مخالف پلوۍ دولت په هرشکل چې کيږي له ستونزوسره مخامخ کړی اودهغوي پر خلاف په مختلفو بڼو تبليغ وکړی .اوس دادی دحقيقت اورښتياويلوڅخه ددفاع څخه ډډه کوي اوپدې خاطر چې يوڅه دهمدې غربی نړئ دملاتړ اوپلوی تر سيوری لاندي حاکميت دگټوسره ټکرکوي ځان ناخبره نسي .
زه ديوافغان په توگه پدې عقيده يم چې له اسلام اوعنعنوڅخه دحاکمانو،زورورواوشتمنودگټودساتلوپه خاطر ناروا استفاده زموږهيوادله تمدن اوپرمختياڅخه ليري ساتي ،دسولي دراتگ او[ينگښت لاره نوره هم اوږدوي اوزموږولس دجهالت اوناپوهۍ په تاريکوکښي دساتلومعنالري . دا دنيا مځکه آسمانونه اوبحرونه څښتن تعلادخپلوبنده گانوداستفادې اوځانته دبسياژوندبرابرولوپه خاطر پيداکړي دی . هرڅوک چې دمنځنيوپړيوپه شرايطوکې دافغانستان ساتلوسره علاقه لري په حقيقت کښي دهيواداوهيوادوالوسره مينه نلري اوداعلاقه صادقانه نده ،ځکه په هراندازه چې هيوادشاته پاته وی اودمنځنيوپېړيوقوانين پکښي مسلط وي پر حاکميت دبنسټپالودډيري مودې لپاره دپاته کېدوسره مرسته کوي . داخبره دي چې داکسان له ښوو نځيونه نيولې تر پوهنتون اوله هغه نه لوړوتحصيلاتودموسسودجوړيدوسره علاقه نلري اونه غواړي افغان زلمی په بهرکښي عالی اومسلکي تحصيلات ترسره کړی .په ساده خبره که دعالي تحصيلاتو اومډرنوعلومو سمبال کادرونه موجود وي طبعي ده چې دوي بايد آهسته اهسته خپل مقام هغوي ته پرېږدي ،داهغه څه دی چې دوي ئې په هيڅ قيمت نه غواړي .
ښه بېلگه ئې دآريانا تلويزيون سره دښاغلي فهيم دمرکې يوه خبره چې دمرکې په ريکلام کې خپرېږي هغهداچي ،ښاغلی فهيم پر ټول بېله استحقاقه واک اوځواک نه دښاغلي کرزي نه گيله کوي او وايي چې گوياپدې ورستيو کښي دده په وينا((مجاهدين له دولتي قدرت نه گوښه شوي دي )) . داچي دوي دقدرت درلودلومستحق دی اوکنه ښه به داوي چې افغان ولسنه داسوال وشي وبه گوروچې هغوي څه وايي اوڅومره پردې خبره خاندي .خودابله مسله ده .
دوي دبيان اوعقيدې له آزادی سره هېح ډول علاقه نلري ،ځکه په هغه کښي خپل زوال اورسوایې وينی .
افغانستان ولي دپخوانيوپېړيونندارتون وي ؟ولې دلته په يوه اوبله بهانه دخلکوخوله پلسترشی؟
افغانستان له هرډول سياسي ،اقتصادي ټولنيزاوفرهنگي ښکېلاک نه يوازي درښتيانئ دموکراسي په پلي کېدوسره نجات موندلاي شي .
پدې ورستيوکښې چې هرڅه بربنډشوی په دولت اوپارلمان کښي دديموکراسی مخالفين ددولتي اوپارلماني امکاناتوڅخه په استفادې سره تردې نامه لاندي چې په هيوادکښي بايد هرڅه داسلام اودودسره برابروي دوې موخی پر مخ بيايي :
۱/ پدې هرڅوک پوهېږي چې په افغانستان کې به يوليونۍ له اسلام سره مخالفت کوي ،لومړۍ خودازموږ اوزموږدولس دين اومقدسات دي اوبل داچي رښتيانۍ اسلام دهروگړې انساني نظرياتو اوغوښتنوته مثبت اودقناعت وړځواب ورکوی ،داداسلام دښمنان دي چې دخپلوگټودساتلوپه موخه له اسلام څخه دروغجن تفسير وړاندي کوي .داچې همدا اوس روان دي ،داد اسلام گناه ده؟ اسلام وايي رشوت وخرئ،غلا،چورچپاول، اوملي شتمني غصب کړې ؟
اسلام وايي پر بې گناه ولس ظلمونه وکړی؟ اوداسي نوري نارواوي . دادخلکوغولونه ده چې وايي اسلام له تمدن اوپر مختگ سره مخالف دی ،که داسي واي اسلامي هيوادونه حتاهغه هيوادچې هلته مکه مکرمه ده (سعودي عربستان) خلکوبه تراوسه له اوښانوڅخه دترانسپورټی وسيلې په توگه استفاده کولاي اونور . . . .
زموږدهيوادشاته پاته ساتلوباندي نه بايداسلام بدنام شي . دنړئ داوسېدونکو نږدي پوره نيمايي مسلمانان دي په غوڅ اکثريت هيوادوکې دغوبنسټپالوکړنوته جواز نشته اونه هم څوک داسلام نه په غلطه استفادې سره دتمدن ،بشري ازاديواودموکراتيکوارزښتونودپلې کېدومخه نيولاي شي .
افغانستان وگړی بايددنورواسلامی هيوادودخلکوپه بڼه دټولوعلمی ،فرهنگی اوتخنکي پرمختگونوڅخه پراخه، معقوله اوپرځاي استفادې قانونی حق ولري .دابياپه هرسړی پوري اړه لري چې اسلامی پنځه بناوي څنگه پلي کوي ،دخداي (ج) په وړاندي مسؤليت فردی دی ،کيداي شي يوسړئ په لوړوبيالوژيکي تحصلاتواخته وي خوپه بغل کې ډير مومن مسلمان وي يعني ټولي کړني یې دانسان اوانسانيت په گټه وي . له ايراني اخوندانوسره بايد سیالی وشي ،تاسوگورۍ په تکيه خانوکښي داټم بم اونورو وژنووسلو دجوړيدوخبر په خوښيوسره تبليغوي ،خوموږ دماقبل فيودالي مناسباتوپشکل ژوندته هڅوي . ترڅوزموږهيوادددوي دبې کيفيته توکودخرڅلاوبازاروي .
ددولتي قدرت تږی چې دهيواد دورانۍ په ارزښت قدرت ته رسېدلي اودبهرنيوپه لمسون ئې هيوادپه کنډوالو بدل کړ غواړي افغان ولس دمنځنيوپېړيوپه دودژوندکولوباندي مکلف کړی بوي.
رښتيابياداسي ده چې دوي له يوې خواپه دولت کښي دغوښن ځاي اومقام ترلاسه کېدوپه خاطر هرڅه له بهرنيانوسره ومنل ،دائې هم منلې وه چې دلته به غربيان هم خپلې فرهنگی موخي پرمخ بيايي ،کنه نوولی په حاکميت کې پاته اود آمريکاامرونوته غوږنيسي؟ خوکله چې ددوي گټی له خطرسره مخامخ کېږي بياله غربی فرهنگ اوبيان دآزادی سره مخالفت ښکاره کوي ،دغربی نړئ ټول فرهنگ ته څوک خراب ويلاي نشي ،حقيقت داسي دی هغه څه چې خراب دي هغه خراب دي ،سره لدې چې دوي په واقعی شکل نه دغربي فرهنگ اونه هم دازادي اودموکراسی په مفهوم پوهيږي .
زه دخپلي خبري دپخلی لپاره دخبرنگارانوداتحاديي رئيس فاضل سانچارکی تشويش راوړم هغه څرگندوي : ((بعضی ازحلقات فشاردرون حکومت درارتباط نزدیک باشماری ازاعضای مشرانو جرگه که دارای ذهنیت های بسیارکهنه هستند و در واقع پدیده های عصری وفلسفه شان را بصورت بسیاردقیق درک کرده نمی توانند ازساده گی آنها استفاده شده وذهنیت های به آنان داده شده و یک تغییرات منفی بوجود آمده درصحبت های که خود ما با شماراز وکلای مشرانو جرگه ومخصوصا اعضای کمیسون اموردینی ومذهبی داشتیم، متاسفانه آنها آنقدر از موضوع پرت و دور بودند که نه ما زبان آنها را فهمیدیم و نه آنها زبان مارا فهمیدند واین بسیاریک مشکل جدی بود که ما درآنجا مشاهده می کردیم.))
۲ / داډول کسان چې په لومړيوکښې ئې دبهرنيانواوهمداښاغلي کرزی راتگ په افغانستان کې ددموکراسی دپلې کېدو،بياجوړونې اوهيوادنۍ سولي دتامين لامل باله ،اوس چې بهرنيان په دولتی مقاموکښي ددوي شتون دملي ټيکاوسره په مخالفت کې گوري اواودافغان ولس دمکروغوښتنو اوگوتنيونوپه پايله کې یې پردې باورپيداکېږي چې يوازي پاکستاني اوايراني لاسپوڅی ندي چې دبې امنئ لامل شوی ، بلکه په دولت کې يوشميرکسان دسولي اودموکرا سی پرخلاف پټي لانجې جوړوي،دوي کله کله له بهرنيانونه ځانونه خفه غوندي ښکاره کوي ،په هيوادکې دهرډول دموکراتيکوپرمختگونومخه نسي . پدې کارسره هم غواړي په يوه فيردوه نښانه وويلی :
الف : په دولت کې ،ددولتي امکاناتونه په استفادې سره خپل نفوذنندارې ته وړاندي کوي .
ب : دوي غواړی بهرنيانو،په ټولنه کښي دموکراسي پلويانواوياخوهم خپلورقيبانوته څرگنده کړی چې که تاسودوي بنسټپال بولئ وگوری څومره خلگ له دوي نه دفاع کوي اوڅومره زيات له بنسټپال اودمنځنيو پېړيوپه دودله ژوندکولوسره علاقه لري .
په هر حال دايوه بربنډه سياسي سوداگری ده چې داسلام اوجهادله نامه په دروغجنې استفادې سره دهرډول امکاناتونه په هره بڼه چې وی غواړي دولتي واک پلاس کښي ولري .
ددغوهڅود په سلهاونمونونه يوه هم دډله ييزو رسنيوپه قانون کښي په خپله گټه دتغيراتو راوستل دي . پدې کارسره دوي غواړي دخپلوپخوانيوکرغېړنوکړنودپټېدودروان ظلم ،استبداد،بې عدالتیو،رشوت ،چور اوچپاول چې دبېلگوليکلوته ئې اړتيانشته ،کله کله له جمهوررئیس نه نيولې ټول له يوه سره په خپلو ويناوو کښي ددغوناخوالوپخلۍکوی پردې پورته کيدنه دمخنيوی په خاطردډله ييزورسنيودقانون په مټ دخلکو، ژورنالستانو،ليکوال ،سمعی اوبصري وسايلوپرخولودچوپتيامهر لگوی ؛ دافغان ولس نه داحق اخلی چې دخپلو رواغوښتنوڅخه دفاع وکړی اوياچارواکوته دانتقاد گوته اوږده کړي .
درنوهيوادوالو !
ستاسوټولوپه ياد دی چې څومياشتي وړاندي ئې دملي مصالحې ترنامه لاندي دځان بخښني پرېکړه ليک صادراوپه ولسمشرئې په په وځ زرودټولوانساني ارزښتنوخلاف لاسليک کړ . سره لدې چې دهمدغه سندله تصويب څخه دهريوه هدف دقانوني تعقيب څخه دځان خلاصون و،که نه همدا اوس ټول هيوادوال خبردي چې هغه پخوانی مخالفې ډلي همدا اوس هم یودبل پرخلاف لومی ږدي اودقدرت پرسره په ځانگړې توگه په دولتي مقامونوکښي دخپلوپلويانودگمارلوپرسر سيالئ ټول نړئ ويني .
په پارلمان کې دبشردحقوقودسازمان رامهارېدل که نوري موخې درلودې نويه ئي داوه چې ښاغلي سياف نه غوښتل داسازمان دوحدت دگوند ،محقق اودجمهوررئيس دمرستيال خليلې تر نفوذ لاندي وي .
ټول هيواد وال په ځانگړې توگه روڼ اندی ،سياسي گوندونه ،دژورنالستان اوليکوال فرهنگي اوعلمي ټولنې دبشردحقوقوملي اونړيوال سازمانونه اوپه ځانگړې توگه دامريکاپه مشرتابه بهرنيان چې خپل راتگ ئې په افغانستان دموکراسی اوټولنيزعدالت ته دنجات په موخه تبليغ کړ پدې بايد پوه وي چې که دډله ييزورسنيو قانون دهغوپه خوښه چې په دموکراسی اومدني پرمختگ کښې ئې زوال ليدل کيږي جوړ اوتصويب شي، چې په غټ گمان ښاغلی کرزی صاحب به ئې هم پدې خاطرچې دهغوي په مقابل کې دنۀ ويلوجرأت نلري اونه هم غواړي دراتلونکی دورې لپاره خپل پلويان دلاسه ورکړئ دغه ددموکراسی ،بيان ،عقيدي اومطبوعاتی آزاديومخالف قانون به لاسليک کړی،پايله به داشي چې ملي جنايتکاران،خائينين ،ظالمان،رشوتخواره ، دهيروئينوپټ اوښکاره سوداگر اوپه کل کې دافغان ولس دښمنان به دقانوني مسونيت ترنامه لاندي دخلکو اومطبوعاتوپرخوله دهمدې ظالمانه قانون په مټ دچوپتيامهرووهی .
نږدې يوکال کېږي چې دډله یيزورسنيوقانون دپارلمان په دهليزوکې ديوه اوبل وکيل صاحب پلاسي کې دخپل برخه ليک انتظاردرلود،دادی پسله زيات انتظارنه لا اوس هم دسپتمبرپر څلرمه داقانون په قطعي توگه تصويب نشو . برهان الله شينوارى دمشرانوجرگې دوهم مرستيال خبرنگارانوته ويلې چې : ددې قانون په زياتومادوکښې دمشرانوجرگې لخوا تعديلات راغلي . ددواړومجلسوترمنځ ددې قانون دځېنومادوپر سر اختلاف پرځاي پاته دي . ولي دانه څرگندېري چې دوپرکومومسايلواختلاف لري .اودا(( ۱۶ ))مادې چې ايضافه شويدي دډله ييزورسنيودفعاليت په کوموبرخوپوري اړلري ؟ متاسفانه پدې هکله هيڅ ډول معلومات دهغوي سره نشته کوم چې داقانون دهغوي لپاره جوړېږي .
په مشرانوجرگه کې پرېګړه وشوه چې ددې قانون په هکله دولسي اومشرانوجرگي ترمنځ داختلاف دحل په موخه يوپلاوي ته دنده وسپارل شي تر څو ددواړو مجلسوداختلاف دحل لاره پيدا کړي .
دافغانستان په پارلمان اوپه ځانگړې توگه مشرانوجرگه کښي په هيوادکې دبيان اوعقيدې دآزادی په هکله ذهنيتونوډيرتشويشونه رازېږولي دي ،دا تشويشودمشرانوجرگې دمذهبي چارو،ښوونې اوروزنې اولوړو تحصيلاتو دکميسيون رئيس دمولوی ارسلارحمانی وينانورهم غښتلی کړل،هغه پدې قانون کې دتغيراتوپه هکله څرگنده کړه : ((راجع به آزادی بیان درچوکات خودش شرایطی نهاده شده است هرکس می تواند انتقاد کند وهرچه که دردل هرکس باشد می تواند بگوید به شرطی که ضرر به کسی دیگرنرسد هتک حرمت وتوهین تحقیربه کسی دیگر نشود دشنام به دیگران نباشد مساله اینطور نیست که آزادی بیان را تهدید می کند چه درچوکات وزارت اطلاعات فرهنگ باشد و یا درچوکات دولت باشد هرچه که باشد آزادی درحوزه ی خود می تواند که اظهار بیان کند به نوک قلم بیاورند وبه زبان بگویند هرکس می تواند.)) سهارپه خير افغانستان .
نه پوهيږوچې مولوي صاحب اونوردولتي چارواکي به کوم ډول گوت نيونوته بې حرمتي ،توهين اوياتحقير ووايي؟ ولي داچي ملت به دتحقيراوتوهين ترپېڅول لاندي په سرواوښکوناست وي اوهيڅ به ويلاي نشي اونه به خپل حق غوښتلاي شي دابه يوتريخ اوڅرگند حقيقت وي ،ځکه کېداي شي دواک څښتن ئې ډير ژرددولتي مقام نه په استفادې سره دکمزوری اويامطبوعاتوگوت نيونه دځان اويامقام توهين وبولی اومقابل لورۍ په توهين يارحقير تورن کړی ،اويوځل بيا ئې دپلچرخی تورزندان ته ولېږي . ز موږ ته داچي کومه اداره په کوم وزارت پوري وتړل شي اوپدې قانون کښي تخنکي تغيرات راوستل دومره جالب ندي ،اساسي خبره دبيان اوعقيدې دآزادی مسله ده .داسي څرگنده شوه چې دښوالفاظو اوقانوني ترمينالوژئ چې هغه هم پدې قانون کې نده توضڅ شوې چي کوم حالت ته توهين اوکوم حالت تحقير ويل کيداي شي ، اويانو ر.... ،سره لدې چې زموږ دهيوادپه شرايطوکښي پداسي قوانينوکښي بايد هرډول حالت اوترمينالوژي دقيقه اوڅرگنده څېړل شوې وي . ترڅوله هغې نه دحاکم طرف لخوادغيرعادلاگټي اخيستني مخه ونيول شي .
په ټولوديموکراسي پلوه ټولنوکښي دامعمول دی چې داډول قوانين دخلگودنظر پوښتنې لپاره نشرته سپارل کېږي ،پسله هراړخيزي ارزونې اودخلگونظرونوپه منلوسره بياپه پارلمان کې تربحث وروسته تصويب يږي .
نه پوهېږم چې پدې مسله کې هم لکه دتارياکوپه کرلوکې چې انگلسان اوآمريکايان دنوروبهرنيانوسره يوځاي ملامت وگڼل شوه دلته هم دوي لاس لري اوکه څنگه ؟ اوکه هغوي ته دملت اوددې ولس دروڼ اندودغوښتنو خلاف معلومات ورکول کيږي ؟ اوداورته څرگندېږي چې همدا دبنسټپالو لخوا جوړشوئ اومنل شوئ قانون دخلکوخوښ دی .
زيات شمير افغانان پدې نه پوهيږي چې داپه کابل اودهيوادپه ټولوولاياتوکښي دادومره فرهنگی ټولني اوسازمانونه ،سياسي گوندونه اودابشري ټولنې په څه مصروف دی ؟اوله کوموارزښتونوڅخه دفاع کوي ؟ يووازي په پارلمان کښي ۵۰ سياسي گوندونه استازيتوب لري دهغوگوندونو رول چې ددموکراسی اودبيان دآزادی پلويان ځانونه بولي دددې قانون په جوړېدوکښې افغان ولس ته تراوسه ندۍ څرگندددې پرځاي چې دغوگوندونوپخپلونشراتوکښي داقانون علني کړئ واي اودهرې مادې په هکله ئې خپل نظر څرگند کړئ واي هغوي هم چوپتياغوره کړل . ولي اودڅه لپاره دنندارچيانوپه توگه ددې ټولوناخوالو ننداره کوي ؟اوچوپتياته ئې ترحق غوښتلودلومړی توب حق ورکړئ دی ؟
ايادټولوپر خوله دافغانستان دامنيتي ادارې لخودچوپتيامهر لگېدلی ،له ډاره څوک څه نشي ويلاي ؟؟؟ اوکه دبنسټپالو،جنگسالارو،هيروئينودسوداگرواوپه دولتي فساداخته کسانوڅخه ويرېږي ؟داټولوته دمنلووړده چې دامنيت ادادرې اوزورخاوندانوهرهغه څوک چې خوله ئې ددوي دگټوپرخلاف ښورولې اوگوت نيونه ئي کړې دومره زورولئ اومروړلۍ دی چې بيائې دحق اوحقيقت په هکله له ځان سره هم فکرنه دئ کړی .
دخواشينی خبره داده چې داملي ناورين د۳۷ دموکراسي پلوه هيوادودپوځی شتون په وخت قانونی بڼه ورکول کيږي ، که دوي نه وی ،پدې ملک کښي به څه راشي ؟؟؟ممکن بيامخکښي تردې چې ملي تفاهم ته سره ورسېږودځنگل قانون حاکم شي اوهرڅوک دهرڅه ترسره کېدوحق پيداکړي .
په هر حال داوطن اوافغانان بايد لدې بدمرغيونه نجات ومومي ،موږله بهرنه پدې پوهيږوچې نورونودخرابۍ وسه پرې نه رسېږي ،يوه عجيبه اوغريبه وضعه په هيوادکې حکمفرماده،د دولتي کارمندانوغوڅ اکثريت په چوراوچپاول اخته دي ، ټول گوری چې ولس دوينې دلږوالي له کبله (کم خونۍ ) ژوند دلاسه ورکوي اودوي دوينودډېرېدو (فشارخون) له کبله په ستونزواخته دی .ټول پدئ تلاښ کې دي چې دځان ساتلوپه خاطر له بهرنيانوسره ښې اړيکي ولري .ولس ټولوته بېگانه اودټولوهيردی . مگر افغانيت خوداحکم کوي چې پردې وسل زړه وسوځول شي اودهغوي له رواحقونونه دفاع وشي .
تراوسه لاهم کارترکارندی تيرشوی ،وړانديز مي دادی .
۱/ مخکښي له دېنه چې ولسمشر داقانون لاسليک کړي بايددخلکواوپه ځانگړېتوگه دروڼ اندواوسياسي گوندونونظر پدې هکله وپوښتل شي . هرڅه ډير دقيق وسنجول شي ،هر ورځ په قوانينو کښي تغيرات رواستل ديوې ټولني دسياسي بې ثباتۍ معنا لري .
۲ / همدا اوس ئي وخت دی چې ټول دقلم خاوندان ، پوهان، ليکوال ،فرهنگي اوعلمي ټولنې ،دژورنالستانو ددفاع ټولني اوبشري حقوقوددفاع سازمان بيله دېنه چې درسنيوپه قانون کښي دديموکراسی ،دبيان او عقيدې دآزادۍ په گټه اوافغان ولس ته دهرزبرځواک اوظالم پرخلاف دحق ويلواوغوښتلوقانوني حقوق تظمين کېدوپه کلکه غوښتنه وکړي ،پسله دغومثبتوتغيراتوراوستلونه دولسمشر لخواداقانون لاسليک شي .
افغان ولس بايد پدي پوه شي چې څوک اودڅه لپاره ددوي بشري ازادئ ترپښولاندي کوي اوله دغه رواحق نه ولي محروميږ. ي .
۳ / د هغوبهرنيوهيوادوله استازونه چې په کابل کښي نماينده گۍ لري اوځانونه ددموکراسي اوټولنيزعدالت کلک مدافعين اوپلايان بولي په کلکه غوښتنه کووچې ددې ملي غميزي مخه ونيسي او افغان ولس ته له دې دسيسې نه چې داهم دپرديوپه هڅونه ترسره کېږي نجات ورکړي . هغه قانون چي دبنسټپالوپه خوښه جوړېږي اودهغوي له گټودفاع پکښي منعکسه شوې وي په هيڅ ډول دموکراتيک اودسولي دتامين په گټه نه دی ، بلکه داپه حقيقت کښي دديموکراسی اوانسانی آزاديودپلي کيدوپرخلاف يوحرکت دی . افغانان يوازي اويوازي ددموکراتيکوقوانينوپه جوړيدواوپلې کېدوله اوسنيوټولوبدمرغيواوبدامنيوڅخه نجات موندلاي شي .
زموږسره ډار دادی چې پدې برخه کې ددې شپږوکلولاسته راوړني به يوځل بيادبنسټپالودقدرت غوښتني اوگټوقرباني شي . پاي د۲۰۰۷ سپتمبر شپږمه