شريفې کاکړ ته: که زما منې خورې ساړه خوره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکنه: پلوشه ښکلې

په ټول افغان کې مې د يوې ناپېژندلې خور شريفه کاکړ ليکنه د (په ځانمرگو بريدونو کې څوک وژل کېږي؟) تر سرليک لاندې ولوسته. که رښتيا درته ووايم لومړى مې ليکنه په دې موخه پيل کړه چې گوندې کوم گټور مالومات به ولري او گټه به ترې واخلم، خو زه څه خبره وم چې ليکنه له تعصبه ډکه ده او شريفه کاکړ خور په کې خپل زړه تش کړى. که د زړه تشونې خبره وي، نو اړينه دا وه چې شريفه کاکړ خور چېرته کوم کومې زړې ښځې ته ناسته وى او زړه يې ورته تش کړى وى. دا ځاى د زړه د تشولو نه و.
ليکنه به تاسو ټولو لوستې وي، چې د ځانمرگو بريدونو په اړه له نا انډولو خبرو ډکه ده او داسې څه په کې ويل شوي چې د ليکنې او قلم ژبه زما په اند هر وخت ترې بخښنه غواړي، خو نه پوهېږم چې قلم څنگه دومره زړه کړى او له تعصب او نا انډوله ژبې ډکه ليکنه يې کړې.
دغې خور چې ليکنه په دې پيل کړې، چې خبره شوې ملا برادر رسنيو ته ويلي چې دوى د نصرت په نامه عملياتو کې غواړي امريکايان او د ملي اردو سرتېري پر بيلابېلو لارو ووژني.
که خبره له تعصب څخه وباسو خور سمدستي پر پوښتنه پيل کړى او له ملابرادر څخه يې په خپله ليکنه کې داسې پوښتلي چې گوندې ددې مخې ته ناست دى او له پوښتنو وروسته يې د ملابرادر په اړه خپله څرگندونه په داسې ژبه کړې، چې نه پوهېږم که ځانته ليکواله وايي نو ضمير يې څنگه اجازه ورکړې او دا ډول توري يې تور کړي (افسوس افسوس چې برادر اخوند کې د افغانيت او انسانيت بيخي څرک نه ليدل کيږي . دا پاکستاني او د پنجابيانو اجنټ خو شعور هم نه لري )
پورته توري په رښتيا هم که افغانيت ته د ژمن ليکوال او ليکزالې له انده ورته وگورو، نو د هيڅ يو افغان ضمير يې نه شي زغملى په دې مانا چې هيڅ افغان ليکوال او ليکواله دومره ناانډوله ژبه نه کاروي لکه دې ترور چې کاورولې.
په دې ليکنه کې زما موخه له ملابرادر څخه ننگه نه ده او نه هم غواړم د ځانمرگو بريدونو په اړه د شريفه کاکړ په ډول خپل اند خلکو ته وښايم، خو دا مې هم ضمير نه مني، چې يو افغان ليکوال دې هېواد ته د ژمنو خلکو په اړه داسې نا انډوله ژبه وکاروي او ځانمرگو بريدونو(استشهادي) ((ځانمرگي ويل ورته گناه هم ده خو د کاکړ خور په ژبه يې وايم)) په اړه دې دومره غربي اند وزغمم.
استشهادي بريد که رښتيا سره ووايو له يو داسې ارمانه ډک دى، چې ويل خو يې څه ان حس کول يې هم راته ناشوني ښکاري، ځکه ايا د استشهادي بريد کوونکي ته څوک له بريد وروسته روپۍ ورکوي که ډالر؟ هغه خو د بريد له کولو سره بلې نړۍ ته کډه کوي.
تاسو ووايئ چې ايا داسې څوک شته چې د خپلې وړې هيلې لپاره د يو لاس پرې کولو ته غاړه کېږدي؟ خو د استشهادي بريد کوونکى چې له ځانه تېرېږي نو خامخا يې په زړه کې د يو خپلواک افغانستان هيله ده او همدې هيلې ته د رسېدو لپاره له ځانه هم تېر دى. زما په اند داسې يې شمېرل لکه شريفه کاکړ خور چې ويلي ځان په لوى لاس د گناه لوري ته وروستل دي. د شريفه کاکړ اند راته بيخي داسې وبرېښد لکه دې چې ويلي يې دي ( له افغانيت څخه لرې او پردى ايجنټ) او اغلې ليکواله راته له افغاني چوپړه ډېره لرې ښکاره شوه.
شريفه کاکړ خور چې خبره له ملابرادره د پاکستان علماو ته تاو کړې؛ نه پوهېږم چې موخه به يې څه وي، خو ما چې ولوستل، نو د نورې ليکنې په څېر راته د تعصب خبره ښکاره شوه.
د نوموړې خور ليکنې ته مې خندا هغه وخت راغله چې له خپل ورکړي سرليکه ډېره لرې لاړه او ان ترې له ياده ووت، خو زه خبره ځکه نه اوږدوم چې بيا له ما څخه هم د شريفه کاکړ غوندې خپل چورليز ورک نه شي، خو دومره يادونه کوم چې دا ډول ليکنه او اند د هيڅ افغان له اند سره په ټوله مانا سمون نه خوري. اړينه داده چې ددې پر ځاى چې پر داسې ليکنو سر وخوږوو، نو ښه داده چې کومه علمي ليکنه وکړو.زه خو وايم که اغلې خور لږ ساړه وخوري ښه خبره ده او ورته وايم هم چې که زما منې خورې لږ ساړه خوره.