دآمريکادولت پرايران باندي ديرغل پراخه څېړنه پيل کړېده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب الله غمخور


اړين گام
ليکوال : ارکادي ارلوف
دنشر تاريخ : وزگلياد . رو 2007.09.12
Возгляд . Рu (www.vz.ru)
ژباړونکی : حبيب الله غمخور


دفوکس تلويزيوني شبکې لخوادخپلې هغې خبري سرچينې دخبر له مخي چې دبوش په اداره کې يې لري په خپاره شوي خبر کې راغلي :تيره اونۍ پسله هغه چې المان دايران پر خلاف دهرډول بنديزدملاتړ څخه لاس واوخيست دجورج دبليوبوش اداره اړه کړل شوه ترڅو په راتلونکو اتو يا لسو مياشتوکښې پر ايران باندي دهوایی بم اوريوديرغل دامکاناتومسله جدي اوهراړخيزه وڅېړي . يادونه فوکس تلويزيوني شبکه سپيني ماڼۍ ته نږدې شبکه ده ،ژ
ددې خبري سرچينې چې دبوش په اداره کې ښه موقف لري دخبر له مخې همدا اوس دامريکاپه ټولوښاروکې پر ايران باندي ديرغل دگټو اوارزښت په هکله په پراخ بحث اوڅېړنه مصروف دي .
دفوکس دتلويزيوني شبکې په اند: په قوي گمان سره به دايرغل په راتلونکواتو يالسومياشتوپه درشل کې پسله هغه ترسره شي ،کل چې دجمهوري رياست مقام ته دټاکنومقدماتي پايلي څرگندي شي . خود۲۰۰۸ م کال دنومبرتر مياشتي پوري چې پايلي څرگنديږي ډير وخت لاشته .
دفوکس دمعلوماتوله مخې پسله هغې چي المان دايران پر خلاف دهرډول بنديزونودملاتړ څخه لاس واخيست ،يوشمير سياسي اوپوځی جگپوړي چارواکې تلاښ کوي دآمريکادبهرنيوچارووزير کاندوليزارايس پدې قانع کړي چې دايران دهستوي پروگرام دمسلې دحل په هکله دبوش ديپلوماتيک رويش اوسياسي هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوئ دی . اوس بايددجورج بوش اداره په جدي توگه پر ايران ديرغل امکانات اماده کړی داشبکه پخپل خپاره شوی خبرکې داتائيدوي چې پر ايران باندي دير غل پلويانوله جملې څخه په امنيتي چاروکښي دآمريکادجمهوررئيس سلاکار مرستيال ښاغلی ((جیمز جفری)) اوهمدا دول دنړيوال امنيت اوډله ايزي وژنې دوسلودپراختيادمخنيوی په چاروکې دآمريکادبهرنيوچارودوزارت مرستيال ((جان رود)) شميرل کيداي شي .
دفوکس تلويزيوني شبکه خبر ورکړی چې دوي پر دې بريالي شول معلومات ترلاسه کړی چې په برلين کښي دملگروملتودامنيت شورا دپنځوغړوهيوادوپه هغه غونډه کې چې دآمريکا،روسيې ،انگلستان ،فرانسې ،چين او المان استازوگډون درلود.دالمان استازی په رسمی بڼۀ اعلان وکړچې المان نوردملگروملتودامنيت شورادهغوپرېکړوڅخه چې موخه ئې پر ايران باندي دبنديزلگول وي ملاتړ نشي کولاي .
دفوکس شبکې دآمريکاپه اداره کښي هغه منبع چې نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل شي ،اودبهرنيوهيوادوپه دولتونوکې دسرچينودطلاعاتوپر بنياداوحواله پخپله سياسي تبصيره کښي څرگندوي ،کله چې دامنيت شوراپدې غونډه کې دالمان داستازي تر خبرداري اواعلان وروسته دجورج بوش په اداره کښې چارواکي پدې باوردي چې نوربه نوبنديزونه تاثير ياگټه ونلري .
ديپلوماتيک منابعودفوکس تلويزيوني شبکې ته ويلي دي چې دامينت شوراپدې غونډه کې دالمان دولتي استازودخپل دولت دموقف دپخلی لپاره څرگنده کړه چې پر ايران باندي داډول بنديزونه دالمان پر اقتصاد ناوړه اومنفي تاثيرات اواغېزې ښندي .
بهرنيوخپلواکوديپلوماتانوشبکې ته ويلې چې که امريکادايران پر هستوي مرکزونوحمله وکړی ،سره لدې چې دآمريکادايرغل به ديوه احتجاج ليک خپورکړی ،المان بهدآمريکاله دغه حرکت سره مخالفت ونکړی .
۲۰۰۷ م کال ددسپتمبر ۱۲

…………………

واشنگتن پرايران ديرغل تيارۍ نيسي،مگر په مسکو
کښي بياايران ته دپوتين دسفر اماده گی نيول کيږي
مطبوعاتو ته يوه کتنه
نيزاويسيماياگزيتا
په روسې ژبه ورځپاڼه
دسپتمبر ۱۵ نيټه
ژباړونکی : حبيب الله غمخور
آمريکايانو يوځل بياپر ايران باندي دحملې په اړونداطلاعات خپاره کړل . ددې اطلاعاتورابرسېره کېدل هغه وخت پيل شوه چې دروان کال داکتوبرپه مياشت کې له ايران څخه دروسيې دجمهوررئېس ولاديمير پوتين دليدنې لپاره تياری نيول کيږي.
دواشنگتن دنوې پوځی سناريوديادوني موخه نه يوازي روسيې اوايران ته بلکه دااروپااواټمي انرژی نړيوال سازمان ته هم دخبردارئ علامه ده.
داخبر چې ((دواشنگتن رسمي مقامات ممکن پر ايران ديرغل سناريومطرح کړي )) سپتمبرپر ۱۴دفوکس تلويزوني شبکه کښي چې سپينې ماڼئ ته نږدې يوشبکه ده ،خپورشو. البته دالومړۍ ځل نه و،ممکن داځل هم دپخواپه شکل داخپورشوئ خبر درواغ راووزی (درواغ شي،ژ) . مگر دايران په اړوندراجوړه شوې سياسي فضاددې لامل گرځی چې ددې خبر دخپرېدوارزښت ته ځانگړې پاملرنه وشي .
دسپتمبرپه مياشت کښي دپنځه جمع يو( 5+1 ( هيوادويعني روسيه ،چين،انگلستان ،فرانسه او ورسره المان هيوادواستازي به دايران دهستوي کشالې دحل دلارو چارودلټولوپه هکله بحث کوي . داسي څرگنديږي چې داگام به دايران لپاره برخه ليک ټاکونکی وي . ددې غونډي برخه وال به پدې هکله بحث وکړي چې دايران پر خلاف نور بنديزونه ولگول شي ،اوکنه ؟ د اټمي انرژی دنړيوال سازمان گوتنيونواوسوالونودرفعي برنامه چې دايران او اژانس دواړولخواڅومياشتي وړاندي تايدشوی وه داپرېکړه دايران په وړاندي دزورڅخه دکار اخيستلودپلان جوړونکوپه گټه وه. په عين حال کي دايران سره ددغه هيواددهستوي پروگرام مخالفين پدې نظر دي چې دايران پر خلاف بنديزونه پردغه هيواددفشار راوستلويوه وسيله ده .
دفوکس دتلويزيوني شبکې دخبرله مخي اوس المان هم د((شاهين)) يابازانويعني امريکا اوانگلستان سره يوځاي شوې ده ،اودځينورسېدلوخبرونوله مخي فرانسه هم ورته موقف لري . گويا المان اوفرانسه تياردي چې دايران پر هستوي مرکزونودآمريکاپر پوځی يرغل سترگې پټې کړي .(( البته دآمريکادپوځې سناريوپه پلوی دالمان اوفرانسي دنظر ثبت اونه بدلېدونکی موقف په هکله تر اوسه هيڅ کوم څېړونکی اوخبري منبع نشي ويلاي ،ځکه دهغه څېړنوله مخې چې ماتر سره کړې پدې هکله ددې هيوادوموقف تر اوسه لا پخپله دمشرتابه لخواپټ ساتل کيږي ،خوتجريبې يوڅه ښودلې چې دواړه هيواودونه ترډيري کچې کوښښ کوي آمريکا له ځان څخه خوښه وساتي ،خوکه دآمريکادپلان عملي بڼۀ غوره کړه په هغه وخت کښې به معلومه شي چې دا دواړه هيوادونه کوم موقف غوره کوي ،ژ))
دفوکس دديپلوماتيکومنابعو اوسرچينودخبرپر اساس چې د( 5+1 ( دهيوادوپه هغه غونډه کښې چې دالمان په پلازمېنه کې جوړه شوې وه برخه درلوده خبر ورکړئ چي : دالمان صدراعظم ((آنگلامرکل)) مستقيمأ داسي ښکاره کړه چې په رسمی بڼه ددې کار (دآمريکادپوځي سناريو) سره مخالفه ده ولي په علم کې به دهغه مخنيوۍ ونکړي .
دامسله چې آمريکا اواروپايان دايران پر خلاف ډلي منظموی ،داټمي انرژی دسازمان سره ددوي اړېکي يوڅه پېچلي کړي دي . واشگتن او اروپايانودواړودايران دهستوي پروگرام په هکله د اژانس دنووڅېړنواوتحقيقا توسره چندان علاقه نده ښکاره کړې .
دفرانسي خبري اژانس خبر ورکړی وکله چې دسپتمبرپر۱ ۱، داټمي انرژی رئيس ((محمدالبرادعي))دمسلې په اړوند داروپاموقف واوريد،داعتراض په بڼه داټمي انرژی دنړيوال سازمان له عمومي غونډي نه ووت . همداډول دفوکس تلويزيوني شبکې اطلاعاتي سرچينې ته خبر ورکړئ دی چې همدا اوس ټول بحث پر ايران باندي ديرغل په اړوندجريان لري .دوي وايي کيداي شي داعمليات د((اتواويالسو)) مياشتوپوري پيل شي . يعني دآمريکادجمهوري رياست مقام ته دټاکنوپه درشل کې چې د۲۰۰۸ دنومبر په مياشت کې به ترسره شي . ديادولووړخبره ده چې بحثونه دهوايي يرغل په اړوند تاوده دي نه دځمکنی يرغل په هکله، پدي بحثونوکې ايران ته دگازدواريداتواونفتودصادراتومسله هم څېړل کيږي ،ولي دې مسلې ته دومره ارزښت نه ورکول کيږي .
دآمريکاپوځی کارپوهان پدې عقيده دی چې پر ايران باندي يوه اونۍ بم اورۍ به ونشي کولاي دايران ټوله هستوي پرو گرام له منځه يوسي .ولي دومره به وشي چې حداقل ددغه پروگرام مخه به دڅوکلونولپاره ونيول شي اويابه شاته پاته شي .
ددې پوځی سناريوپلويان پدې باوردي چې تهران پخپلوخبرداريوکښې يوازي لافي وهي او وايي چې (( پر ايران باندي دحملې په صورت کې به دآمريکاپرمنافعواوپه ځانگړې توگه عراق کښې ضربه ورکړو.)) دوي په خپلو خبروکې وايي چې ايران همدا اوس هم دخپلوټولوامکاناتوڅخۀ دآمريکاپرخلاف استفاده کوي ،ايران تردغه نورڅه زيات کولاي هم نشي . البته دبازانوياشاهين دلاري پر سريولوي خندپروت دی ،هغه په آمريکا کښي دجگړې خلاف روحيه ده.
پداسي يوه نامساعد اتموسفير (فضا)کې په مسکو کښي دايران - روسيې دسواداگری اواقتصادي همکاريو ددولتي کميسيونوناسته ترسره شول . ددغې ناستی مشري دايران دبهرنيوچارودوزيرمنوچهرمتکي اوروسيې داټمی انرژی داژانس درئيس سرگې کرينکوپرپه غاړه وه .
له مسکونه دمنوچهر متکي دليدني اساسي موخه ايران ته دروسيې دجمهوررئيس دسفراماده کېدل وه.
دروسيې جمهوررئيس پوتين به داکتوبرپر ۱۶ دخزردبحيرې دغاړوته دڅيرمه پرتوهيوادوپه سرمشريزه غونډه کې چې په ايران کې به دايره شي هم برخه واخلي . لدې امله متکي بايد ددواړو هيوادو دمناسباتو اونړيوالو مهمومسايلوپه هکله دروسیې په موضع او نظرباندي ځان خبر کړئ واي .
درنو لوستونکو!
دروسيې اونړی په مطبوعاتوکې پدې ورځوکښي دآمريکا لخواپر ايران ديرغل مسله ډيره توده شوېده ،چي دنړئ سياست پوهان اودولتي چارواکې یې يوشان په تشويش کښې اچولې دي . يوسياسي څېړونکئ هم داسي نشي ويلاي چې څه به کيږي .دامسله دومره پېچلې ،توده اوډارونکې شوې ده چې دمطبوعاتو ، سياسي شينو نکو،اودولتي چارواکودورځي دبحث موضوع گڼل کيږي . پدې هکله معلوماتوپه مختلفوژبوله اصلی سرچينو نه ترڅرگنديدو وروسته ژباړل کيږي ،په تلويزيوني پروگراموکښي دپراخ بحث مسله ده . تکرار احسن کاردي ددې مسلې تعقيب اوژباړلونه زما موخه هم داده چې پښتوژبې لوستونکئ دخپلو ويب پاڼواوډله ايزورسنيوله لارې ددې حياتي مسلې په هکله لږ تر لږه معلومات ترلاسه کړی .زمالپاره دټولوچاپي مطبوعاتونه خبر تيا ناشو نې ده خودوخت په لرلوسره دروسي ،سويډني اوفارسي (ايرانۍفارسي)نه په استفادې سره دمعلوماتوتر باوري کيدنه وروسته ئې له روسې ژبې ژباړم ،ځکه هغوي دامسله دقيقه اولنډه خپروي . داسلسله دوام لري ژباړونکی