اعلاميه په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه سويډن دمالموښار دروان م کال دسپتمبر ۲۱ نېټه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اعلاميه
په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلاميه
سويډن دمالموښار
دروان م کال دسپتمبر ۲۱ نېټه

په سويډن کې ددوستی فرهنگي ټولنه دخپل تاسيس له ورځي نه په ټوله نړی اوپه ځانگړې توگه هغو هيوادوکښي چې دمختلفولاملو له مخې په کورنۍ جگړو کښي شپې او ورځې سباکوي ،سياسي ،پوځئ اوټولنيز حالات له نږدې څاری .
موږ پدې ورستيو کښي دعراق ،افغانستان ،اوفلسطين سياسي اوپوځي پرابلمونوبهير په زياته خواشينۍ سره څارو.
ترکومه ځايه چې ددوستۍ فرهنگی ټولنه لکه چې دنامه څخه ئې پيدا ده کوم سياسي ،پوځی اوحقوقي ارگان ندی . پدې ټولنه کښي دافغانستان اونړئ ديوشمير هيوادواوسېدونکی غړيتوب لري دسوېډن اونړېوالوقبول شووقوانينواوکنوانسيونونوپه رڼاکښي فرهنگی فعاليت پر مخ بيایی . ددې ټولنې په کړنلاره کښي چې دسوېډن په دولتي اړونده ارگانوکښي ثبت ده په څرگنده ويل شوی چې : ټولنه په ټوله نړئ کښي دبيان ،عقيدې ،مذهب اونوروهغو ازاديواو انساني حقوقوڅخه چي دبشردحقوقوپه نړيواله اعلاميه اونورونړيوالوپرېکړوکښي راغلي په کلکه دفاع اوملاتړ کوي.
ټولې نړۍ ته معلومه ده چي زموږ ټولنې په وار ور دافغانستان دحالاتواوپه افغانستان کې داداري فساد ،کوکنارودکرکيلې ،دتارياکواوهيروئينودپټو اوښکاره سوداگريو،دحق اوعدالت دخفه کېدو ،دمطبواعاتو،عقيدې بيان ،اومذهبی آزاديودپراختيااوپرمختگ په لاره کې دهرډول خنډونودراپيداکېدوپر خلاف اعلاميې ،اواحتجاج ليکونه خپاره کړې دي . دې موخې ته درسېدولپاره مودنړيوالوډله ايزورسنيودامکاناتو څخه استفاده کړې اودهغه چا،ډلي اوياگروپ دحق څخه مودفاع کړې کوم چې دزوراوقدرت دخاوندانولخواتر پښو لاندي شوي وي . موږپه افغانستان اونړئ په نوروهيوادوکښي دبشري ژونددمسايلوپه اړوندخپل نظر اوعقيده تل دملگروملتودسازمان ،ديپلوماتيکو موسسواونړيوالوخيريه اواړونده ارگانوسره شريک کړېده ،ځي له نيکه مرغه تل دهغوي دمرستې اوملاتړنه په پوره پيمانه برخمن شوی يو.
دادئ نن دروان م کال دسپتمبرپر ۲۱ نېټه چې په افغانستان کې دجمعې مبارکه ورځ ده اوله بلې خودملگروملتودسازمان لخوادانيک مرغه ورځ دسولې دورځې په نامه سره ياده شوې اودنړئ په گوټ گوټ کې په درنواوشاندارومراسيموسره ولمانځل شوه . له بدمرغه پدې ورځ چې ټولو بايد داخوت ،يووالي اوورورگلوی پيغامونه ترلاسه کړي واي زموږدټولنې دمشرتابه جرگې په ادرس دالاندي ليک چې په افغانستان کښي ددولتي چارواکوڅخه پکښې خوابدۍ انعکاس موندلئ رارسېدلۍ دی . دټولنې مشرتابه جرگې په بېړنۍ غونډه کې دليک تر لوستلو ورسته پرېکړه وکړه :
۱/ ددې لپاره چې ټول هيوادوال اودولتي چارواکې دليک په متن پوره خبر شي دټولنې داعلاميې دمتن سره يوځاي دې رارسېدلۍ ليک هم خپورشي . دليک متن ستاسودخبرتيا اوپوهاوي لپاره وړاندي کيږي :
حضرت گرامي، سرورِ من سلام بر شما!
طوريکه آگاهيد، درين اواخر مناقشه اي ميان چند خانواده ساکن قلعچه و هندوان و سکهـ هاي افغان در رابطه به آتشسپاري فردي ازين اقليت که به حق پيوسته بود، ايجاد گرديد که ابعاد آن از دشنام، تحقير و توهين فراتر رفته، و دست اندازي هايي را نيز همراه داشته است. افغانهاي هندو و سکهـ در واکنش به اين برخورد ناشايست دست به تظاهرات زدند و از مراجع مسوؤل خواهان حق و انصاف گرديند.
منطقه اي که محل آتشسپاري هندوان کابل در آن موقعيت دارد، اساساً ملکيت ديوان نرنجنداس و خانواده او ميباشد. جايگاه رهايشي اهالي محل، پيش از سال 2001 اضافه از صدمتر دور از آن واقع شده بود. آشکار است که در جريان آتشسپاري، هيچگونه تعفن و دودي اذيت کننده از فاصله نزديک و دور به مشام نميرسد. همچنان، به گواهي تاريخ و فرهنگ، در حضيره يا هندوسوزان بنابر احکام مذهبي هرگز شور و غوغايي برپا نميشود تا موجب ملال خاطر باشندگان آن گرد و نواح گردد.
همچو رويدادهاي نازيبنده نمايانگر اين حقيقت تلخ است که هندوان و سکهـ هاي افغانستان همانگونه که زندگي را با انواع دشواريها سپري ميکنند، پس از آن، حتا در بستر مرگ نيز از دست نابکاران آرامش ندارند. چه اندوهي ميتوان فراتر از اين داشت؟ مرگ حق است، ولي آيا بي حرمتي به مردگان و محل آرامش ابدي آنها در هر آييني گناه نابخشودني شمرده نميشود؟
چه بايد کرد تا در خاک مقدس افغانستان که چندين سده سرزمين زيست باهمي و همدلانه چندين کيش باور بود، و اينک کوچه کوچه آن در آشوب کين و کدورت ميسوزد، ديگر همچو جار و جنجالها ميان مسلمانان و همباوران ديروز شان رخ ندهد. اين مشکل تنها در کابل نيست بلکه در ولايات ديگر که اقليت هندوان و سکهـ افغان زندگاني دارند، هم گاه و بيگاه حوادث ناگواري به راه مي افتند.
به اينوسيله طي فراخواني از شما گرانمايه بزرگوار عرصه آگاهي و فرهنگ دعوت ميکنم تا مساله را از ديدگاه انسانيت، حرمت به معتقدات و تساوي قانوني حقوق اتباع افغانستان، به بررسي گيرند تا دست اندرکاران اينهمه آشوبگريها دستکم از آشفتگي و تاريکي ذهني برون آيند.
امید است نوشته هایی شما را در فورمات word یا PDF در اسرع وقت داشته باشم. . با حرمت و محبت اهالي کابل ناتهـ
۲ / ټول هيوادوال پدې پوره خبردي چې په افغانستان کښي اوسېدونکی هندوان اوسکان وروڼه دافغانستان اصلي اوسېدونکی دي، دوي دافغانستان داساسي قانون له مخې دټولوافغانانوسره بېله دېنه چې دکوم مذهب اودين پيرو اوپه کومه ژبه خبري کوي برابر حقوق لري .
په افغانستان کښي هندوان اوسکان وروڼه چې دهيوادپه هرسيمه کښي اوسېږي هلته دنوروافغانانوپشان ددينی اومذهبی مراسيموداجرأ اوترسره کېدوحق لري .مسلمانان خپل مړئ پسله دېنه چې وفات شي په هديره کښي ښخوی ،هندوان اوسکانه ئي دخپلې عقيدې اومذهب څخه په پيروۍ اورته سپاري . داکارله هغې ورځي پيل شوی دي کله چه دوي له هندوستان څخه افغانستان ته راکډه شوې دي .دافغانستان په تاريخ کښي داسي ناوړه پېشه چې پدې ورستيوکښي په کابل کې وشوه هيچانه وه اورېدلې . هغه وخت هم موږ په بهرکې ټول اوسېدونکی افغانان ددې خبر په اورېدوزيات خفه شو،ځکه داپه اوسنيو شرايطو کښي چې افغانستان له هرې خوادمشکلاتوسره لاس په گيروان دی يوبله ملي غميزه بولواوپه افغانانوکښي داډول بې اتفاقۍ ددوي په گټه نه بلکه ددوي ددښمنانوپه گټه بولو.
۳/ تر هرڅه وړاندي دافغانستان دجمهوررئيس ښاغلي کرزي ،پارلمان ،حکومت اوپه افغانستان کې داسلام دمقدس دين له علماوکرامو،داسلامی شونواواوقافودوزارت ،اونوروړونده ارگانوڅخه دافغانستان دمروجه قوانينو،دوداودستور،نړيوالومنل شووقوانينوپه رڼاکښي غوښتنه کوو چې دکابل په ښار اودافغانستان په نوروښاروکې دافغاني هندوانواوسکانوټولې مذهبي اوټولنيزي ستونزي حل شي .اوددوي لپاره دی لکه نورو افغانانوته په ازادانه توگه دديني مراسيمودترسره کولوامکانات برابر شي .
۴/ له ټولوافغانانوڅخه هيله کوو چي پخپل هيواد کښي دخپل هيواد اصلي اوسېدونکواوپه ځانگړې توگه هندوانواوسکانوته چې شمير یې ډير لږ دی دقدر اودرناوي په سترگه وکتل شي اودپخواپشان دوي ته دژوند اومذهبي مراسيموداجراامکانات برابرشي . دهيندوانواوسکانوپر خلاف لمسونې دافغانستان اوافغانانولپاره هيڅ ډول گټه نسي رسولاي .
يوځل بيادغې ناخوالئ ته دښاغلي کرزی اوافغانستان دپارلمان دپاملرنې په اړولوسره په کلکه غوښتنه کووچې ددې مسلې وپايلوته په جدي پاملرنې سره په ټول افغانستان کښي دافغاني هندوانواوسکانوداورپېښه شوې ستونزه حل کړي .
ددوستی دفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور