ورور جانه! ته هم لږ ساړه خوره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په دې نړۍ کې هم عجيبه ډول خلک ژوند کوي، څه به خبره اوږدوم لنډه به يې ووايم: تېره ورځ مې په ټول افغان کې د شريفه کاکړ (د اکرم هميم په وينا ليکوال يا ليکوالې) ليکنه په دې زړه ونه منله چې له انډوله راته لرې وبرېښېده او ځان مې يو ډول مسوول احساس کړ. په زړه مې راتېر شول چې مړې راځه ددې خورکۍ ( د اکرم هميم په وينا ليکوال يا ليکوالې " او د شريفه کاکړ په وينا، څوک پوهېږي چې په خپله وي " ) ماغزه لږ ورخلاص کړه او لږ يې وپوهوه، په همدې تکل مې په کېبورډ گوتې کېښودې او هسې ماتې او گوډې مې وليکلې. په دې مانا چې ما ويل زمونږ په ټولنه کې همدغه خور (د اکرم هميم په وينا ليکوال يا ليکوالې ) سر گرځېدلى او تېروتې، چې دا ډول کرښې يې کښلي، خو زه څه خبره وم، چې تر شا نور هم لري( د شريفه کاکړ په وينا: څوک پوهېږي چې خپله وي).
پرون مې چې ټول افغان پرانيست او له تازه پېښو د خبرېدا او د ليکنو د لوستو تکل مې وکړ، نو له خبرونو چې ليکنو ته راغلم، نو لومړى مې په يو نوي سرليک سترگې ولږېدې او په لوستو مې په زړه کې يو ډول ټکان احساس کړ. مونږ ښځې له زړه نرۍ هم لږ ډېرې يو او په لږ خبره مو هم زړونه رېږدي او وار و پار مو ختطا کېږي، خو زه څه خبره وم چې لکه ما چې څومره اټکل کړى و د هغې شل فيصده هم د زړه غورځېدو خبره(ليکنه) نه وه.
چې خبره رانه اوږده نه شي، نو لنډه به يې ووايم، زما د تېرې ليکنې(که زما منې خورې لږ ساړه خوره) په ځواب کې د محمداکرم هميم نومي چا(؟) ليکنه کړې وه، چې ليکنه مې پرانېسته، نو ښه په خوند مې ولوسته. که رښتيا درته ووايم هسې چټي په چټي ورته خندا شنه کړم او داسې مې احساس کړه، چې هميم جان ورور مې (د شريفه کاکړ په وينا څوک پوهېږي چې خپله وي) هم زما په څېر ليکوالي(کرښې تورول) خوښوي، خو لکه له ما چې توري منډې وهي او ليکنه په ډېر زور سره راټولوم همداسې مې دا ليکنه هم له هميم جانه په مننه په زړه کې ومنله او له ځان سره مې وويل چې زما په څېر نه دى توانېدلى چې ليکنه وکړي، خو ښه دى سات يې تېر کړى. د ليکنې د سر په کرښه ځکه موسکۍ شوم، چې ومې لوستل [(په ځانمرګو بريدونوکې څوک وژل کېږي؟؟) سرليک مې په ټول افغان کې ډېر خوښ شو رښتيا او حقيقت پکې له ورايه ښکارېدو]
که رښتيا ووايم دغه سرليک زما هم خوښ شوى و، خو زه يې په ورپسې کرښو کې پر لوستو پښېمانه شوې وم او ويلي مې و (لومړى مې ليکنه په دې موخه پيل کړه چې گوندې کوم گټور مالومات به ولري او گټه به ترې واخلم، خو زه څه خبره وم چې ليکنه له تعصبه ډکه ده او شريفه کاکړ خور په کې خپل زړه تش کړى.) هميم جان ته به ووايم چې زما خبره دې کړې، خو په لږ تفاوت.
هميم جان ورور مې وروسته سمدستي د ليکنې منځ ته وردانگلي او ويلي يې دي، چې(که ځانمرګي بردونه يو امريکايي يا بهرنى ځواک وژني لس افغانان وژني، ددې خبرې ډېر ښه مثال د کابل د کمپنيو په سيمه کې پرونۍ ځان وژنه وه، يو فرانسوی پوځي يې وژل، خو تاسې وګورئ چې څومره افغانان يې د غم پرټغر کېنول)[په ليکنه کې ياگانې مې ځکه ورجوړې کړې، چې پام ورته اړين دى].
سمه ده د هميم(؟؟!!) خبره به همدومره ومنو چې استشادي(د هميم په ژبه ځانمرگي) څومره افغانان د غم پر ټغر کېنول؟
لومړى خو اړينه بولم چې هميم جان ورور ته مې د خبرونو د تعقيب مشوره ورکړم او ورته ووايم، چې خبرونه دې په لږ دقت اوري يا لولي، ځکه په همدې چاودنه کې د ازادو رسنيو پر وينا يو فرانسوي پوځي ووژل شو او بس نور په کې مرغۍ هم ساه نه ده ورکړې، خو د طالبانو په خپله ويپاڼه کې که يې ولولو، نو شپږ فرانسويان مړه او څلور ټپيان شوي. که دې زما په خوله اتبار نه راځي، نو د کابل د جنايي چارو د رييس جنرال پکتياوال خبرې به دې اورېدلې وي، چې يوازې د يو فانسوي د مړينې خبر يې ورکړ.
پوښتنه داده، چې هميم(؟!) ورور به له کومه دا درک لږولى وي چې څومره افغانان د غم پر ټغر کېناستل؟ ماته خو دا پوښتنه هم که بده نه وي په زړه کې راپيدا شوه، چې هميم جان ورور خو به هغه فرانسوي پوځي افغان نه بولي.
له دې به درېيمې خبرې ته راشم، چې هميم جان لکه مفتي ادعا کړې، چې (ځانمرګي بريدونه په دې ډول هيڅ په اسلام کې روا نه دي) او له دې وروسته يې يو داسې دليل هم وړاندې کړى چې په خپله د هميم جان همدغه فتوا(ادعا) رد کوي او که هميم جان زما ورته له ويلو پرته خپله ورته په سمه او دقيقه توگه وگوري او کوم کتاب پسې پرانېزي، نو قانع به يې کړي او وبه وايي چې (ياره هميم جانه (!؟) ته خو تېروتى يې، مړه هسې دې خبره سرسري تېره کړې وه).
دا چې هميم جان له دې وروسته کرښو کې ويلي چې سړى بيخي بند راشي، نو د استشهادي بريد په کولو د صحابي پر قدم پل يې گڼلى شو يو شرط يې هم ايښى.
زه به همدغه کافي وبولم چې هميم جانه! ازادې او نړيوالې رسنۍ دې په کوم نوم اوس يادوي؟ ايا اوس دې د ښکېل شوي هېواد په نوم نه يادوي که څنگه؟ که د تعصب اور دې په غېږه کې وانه خلي، نو ايا دادې خپل ضمير مني چې ځان ته اوس هم خلپواک ووايې او ستا په وينا(کفارو ته د ماتې ورکولو) وخت اوس که نه دى، نو څه وخت دى؟
خو دا خبره دې خپل ضمير ته پرېږدم، چې له ځان سره د شريفه کاکړ په گډون( څوک څه پوهېږي که دواړه يو وي) په خپل گرېوان کې سر ښکته کړې او لږ پرې له ځان سره سوچ وکړې.
دا چې تا زما په اړه ويلي، چې (هغه ليکوال يا ليکواله چې ځان يې پلوشه ښکلې معرفي کړی وو او په کاکړ خور باندې يې نېوکه کړې وه، ښايي اوس په پاکستان کې اوسي ځکه مړ د اوږي له حاله څه خبر دی . دا به د پاکستان يا کوم بل بهرني هېواد په ښکلو د سولې ډکو ښارونو کې په مزو سره ژوند کوي هغه به د افغانستان له زورېدلي خلکو څه خبره وي).
ورور جانه! دا خبره دې ځکه بېرته ورواخله چې زه هم د همدې هېواد يوه زورېدلې لور يم او په همدې هېواد کې مې ژوند دى. ما په دې خپلو سترگو د وحشي امريکايانو الوتکې لېدلي، چې زمونږ کلى يې پر بل مخ واړاو او نېږدې په مياشتو يې وژړولم.
دا چې تا هم د کاکړ خور خبره کړې، نو د هغې لپاره دې همدغه پورته کرښې بس بلم، چې د همدې هېواد په غېږه کې مې ژوند دى او هر څه مې ډېر ښه لېدلي.
ورو جانه(؟؟!!!) هيله ده راڅخه خوابدى نه شې، دا مې هسې ستا لپاره څو کرښې تورې کړې. که بده نه گڼې زه به تاته هم ووايم، چې ورور جانه! ته هم لږ ساړه خوره، ځکه له هر څه سره احتيات په کار دى او بيا په داسې سترو فتواگانو(ادعاو) کې.
ستا د غوره اسلامي اند د خپلونې په هيله