دا نا امني دچاډالۍ ده څلرمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

دپاکستان بنسټپالوگوندونواوضيا الحق تل شعار ورکاوه چي ((موږ داموتر روده دافغانستان په نوم سرحد نه پېژنو))

دابرخه به ديوځوان کنړي شاعرفرهادجان پدغه شعر پيل کړ:
ماپکي خپل قاتل ونه پيژانده راغځېدلي وو بلا لاسونه

۲۰۰۸زکال دسپتمبر ۶مه
دطالبانودپروژې دعلني کېدولاملونه :
۱/ په افغانستان کي دپاکستان دژورسياست موخو ته رسېدل .
۲ / سعودي عربستان ، دوهابيت درواجېدل .
۳ / په مرکزي آسيا کي دنفتواوغاززيرموته دامريکاکي نفتی کمپنيورسېدل .

درنو لوستونکو!
همدا لحظه چې ما ددې ليکنې وروستۍ کرښي ليکلې اعلان وشوچي په پاکستان کي دولسشمری دټاکنو په پايله کښي دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بېنظيربوټودژوند ملگری اصف علي زرداري د۴۵۰ رايوپه ترلاسه کولوسره دپاکستان جمهوررئېس وټاکل شو. زه هغه ته ددې بری په مناسبت دمبارکۍ په ويلوسره غواړم څرگنده کړم چي:
ښاغلي آصف زرداري !
څو ورځی وړاندي تاسو دامریکا په متحد ایالاتو کې په خپریدنکې ورځپاڼې واشنګتن پوست کې په خپله يوه خپره شوې مقاله کي دغه دنارينه وعده کړې چې ((که چیرته ولسمشر شي نو اوس لا تضمین کوي چې د پاکستان له خاورې به په افغانستان کې دناټو پر ځواکونو بریدونه نه کیږي .))اودخپلې دغه ليکنې داټکۍ هير نکړي چي ليکی :(( په پاکستان کې ترورستان سره یوځای کیږي او په افغانستان کې بریدونه کوي .)) ځکه نوکه لدې وعدې سره دايوټکی هم ورزياتکړی چي په افغانستان کي به پر هيچابريد نه کېږي دابه لويه اوتاريخي خبره وي . داچي صوبه سرحد ته موپښتونخواليکلې اودپښتونخواپه نامه مويادکړی ، تل همداسي پر حقيقت ولاړ اوسۍ اوترټولو لاښه خبره داچي تاسو هم اقرارکوی چي د((د پښتونخوا اوبلوچستان خلک له خپلو حقه حقوقو په پاکستان کې محروم ساتل شوې دي.اوپدې باندې پوهيدل چې پښتانه، بلوڅ ، سیندیان او دکلیو پنجابیان هر وخت په پاکستان کې له واکه محروم ساتل شو دي .)) ډيره لويه مسله ده، پدې هيله چي دغو ربړېدلوخلکوته هم خپل رواحق ورکړ ه سی .پدې پوهېږم چي ستاسوپه مخ کښي به ډير اوسترچلنجونه پراته وي ،خوکه تاسو دملت پر اراده اوغوښتنه تکيه وکړی اوتل له هغو سره دمشورې پر بنياددولتي کارونه پرمخ بوزی پدې باوريم چي ډيري ستونزي به مو دخپل ولس دملاتړ پر بنياد حل شي .
پدي اميد چي تاسودافغانستان سر ددوستۍ اوپه سوله کښي دگډژوندپه گټوهم پوه شوی ياست اود پاکستان په تاريخ کي دلومړی ځل لپاره دافغانستان سره دښه گاونډيتوب ،نيکو مناسباتواويودبل په کورنيو چاروکي دنه لاس وهنودبنسټ ډبره کښېږدی ،که موداکاروکړ نوم به مودبشريت په تاريخ کي په زرينو کرښو وليکل شي اودتل لپاره به دافغان ولس ددرناي وړاولايق اوسۍ .
پيل
دمرحوم نجيب الله دحاکميت تر ړنگېدووروسته دپاکستان اوغربی نړۍ داستخباراتي شبکوپه نېغه پاملرنه اوملاتړ په پاکستان کي جوړسوو اوه گانه اوپه ايران کي اتگانه تنظمونه دپاکستاني جنرال حميد گل لخوا دناسالم جوړجاړی پر بنيادپه افغانستان کي واک ته ورسېدل .
همدا ددوي لخوا روزل سوي او په افغانستان کي دحاکميت پر گډي کښينول سوي وه چي ددوي په مخ کښي يې دکابل ښارچور اوددولتي څوکيو دتر لاسه کولو په خاطر يې دکابل ښکلۍ ښار په کنډوالو بدل کړ ، په زرهاو لوي او واړه،ښځي اونارينه له ژونده نه محروم او دځينوخلکو په سروکي ميخونه ټکوهل کېده اويا په کانتينروکي له منځه ولاړل ، دعام سړک پر سرخلک ويشتل کېده،دهيواد په ټولولويو او وړو ښاروکي پاټکونه جوړ سول ، دخلکو ناموسونه پر خپل سرله کوره ايستل کېده ، داډول اونوري نارواوي هيڅ وخت دافغان ولس نه هير ېږي . هغه وخت پاکستاني چارواکي ، دامريکا متحده ايالات ،اروپا او اسلامي هيوادونه ارام ورته ناست وه اوددوي دوحشيانه کړنو ننداره يې کوله . حقيقت خو دا وچي دپاکستان جنرالانو زړونه زموږ دگران اوسوځېدلي دهيواد او کابل دښار په خرابيو نه وه ساړ ه سوۍ ، غوښتل يې د کابل دښار دسوځېدولمبي په خپلو سترگو وگوري . دافغان ماشوم اوکړېدلي مور چيغي چي دباروتو داور په لمواو دود نوکي ئې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکاوه په خپلو غوږو واوري اوپر هغه خوندواخلي . دپخوانيو تنظيمونو د ظلمونو،نارواوو اوزورونوله يوې خوا،د هيوادپر ژبو،قوم ،مذهب اوسيمو ويشلو ډار چي عملا دافغانستان دټوټه کيدو لپاره په چټکۍ کارروان له بلي خواټول افغانان اوپه ځانگړې توگه هغه چې ددې بلاپه پايلو اوراتلونکو ناخوالو پوهېدل ډر فريشانه کړې وه . دغه حالت روڼ اندي دې ته مجبورکړه چي دطالبانو په مقابل کي مقاومت ونه کړي اوچوپه خوله پاته سي،ترڅو هيواد دټوټه کيدوڅخه نجات ومومي ،بله چاره هم نه وه افغانستان دشمال او جنوب ددسېسودپلي کېدود قربانۍ په حالت کي قرار درلود.
طالبانويو ډول سوله چي پايلي يې ترجگړي خطرناکي وې ټينگه کړه خو وطن يي دسمدستي ټوټه کيدوڅخه وساته ، اماددغه حلات څخه دراوتلواونجات په قيمت کي افغان ولس ډيرڅه دلاسه ورکړه .
ښاغلی عبدالحميد مبارزپه خپل کتاب ((آسياي ميانه وافغانستان درکنا آتش)) کي ليکي : (( . . . درظرف چهار سال اخير که حکومت مجاهدين روي کار آمد،انها نتوانستند يک حکومت ملي ومردمي را روي کار باورندوبراي خود دشمنان بسيار بوجود وردند. امنيت درتمام ولايات درهم وبرهم شده وخانه هاي هموطنان چورشده وبه ناموس مردم تجاوزصورت گرفت . ))
امريکادمجاهدينودحکومت دمخالفينو ملاتړ کاوه،هغوي ئې په خپل منځ کي سره جنگول . دقومي،سياسي ،اومذهبی جگړو اورته يې لمن وهل . پدې برخه کي دامريکادډله ايزو رسنيواواطلاعاتی وسايلو تبليغاتي هڅی ددې حقيقت څرگند ثبوت دی .
دبېلگې په توگه امريکا يي ديپلوماتانو په لومړی سرکي چي حکمتيار پرکابل توغندی اورولې اعلان وکړ هغه وخت به ددغه دولت سره مرستي وکړي تر څوحکمتيار ته په حکومت کي گډون ولري،خوکله چي حکمتيار کابل ته ولاړ نو په نيويارک کي دافغانستان استازي ته وويل شوه ،په کوم حکومت کښي چي حکمتيار اوسياف غړيتوب ولري امريکابه پرې اوښکي توي نکړی .
ډيره جالبه داده کله چي دپاکستاني او امريکایی استخباراتي کړيو لخوا تنظيمونوته له هيواد نه بهر په پيښورکي حکومت جوړشو،دوي لاکابل ته راغلي وه چي امريکا دمجاهدينوسره دديپلوماتيکي اړېکولپاره سفير ټاکلی و. خوکله چي هغوي کابل ته راغلل امريکا دېته حاضر نشوه چي دخپل سفارت دروازې پرانيزي . مگردطالبانو دحکومت په پرزېدوسره بيا همدې امريکا ددې لپاره چي قومي نيم بنده انډول ئي وساتلۍ وي دشمالي ټلوالي پخواني دوست سياف ته ئي په موقتي ،عبوري اوگوياټاکل شوی حکومتوکي تر ډيره بريده دنورولاسپوڅوتنظيمو په تناسب غوښنه ونډه ورکړه اوتر اوسه دامريکاترسياسي اوپوځی سيوري لاندي په دولت کي مطرح سړۍ دی خو گلبدين ئي هير کړ.
پسله هغه چي په افغانستان کي استاد رباني دولتي واک باندي منگلی ښخی کړې ،له پخوانيو يارانو اودو ستانوڅخه يوڅه پر څنگ اودنوودوستانو لورته ئي تمايل زيات شوځکه نوره دپاکستان لپاره دقبول وړنه وو .
پدې وخت کې دامريکا اوسعودي عربستان نفتي کمپنيو ته دمنځنۍ آسيادنفتودترلاسه کېدواوله ترکمنستان څخه تر هندوستان پوري دغاز دلېږلوپروژې دجوړېدواشتها راولاړه سوه . دامريکا دیونيکال کمپنۍ غوښتل له ترکمنستان څخه دافغانستان له لاري پاکستان اوهندوستان ته دغازودلېږلوپروژه په خپل لاس کي واخلي . دوي دغې موخي ته درباني دحاکميت په شتون کي نشوه رسېدلاي . ځکه ربانی دروسې په مټ حکومت کاوه اوله ايران سره ئې ډيري نږدې اړېکي لرلې،همدغو دواړو هيوادو نه غوښتل چي يوه امريکايي کمپنۍ دسيمي نفتي شتمنيو،بازار اوترانسپورتيشن ته لار پيداکړی .داهغه وخت دی چي دپاکستاني جنرالانو اوچارواکو سياسي گټي دامريکايي نفتي کمپنيوله اقتصادي گټې سره نږدي سوې ،دواړو يودبل سره خپلوموخوته رسېدو لپاره مرسته کولاي سول .
امريکا او پاکستان ددغه حقيقت په پوهېدو سره چي هرڅه برباد ولاړل ،نويې ديوې بلي پروژي په علني کېدو پيل وکړ. داپه حقيقت کي ددواړوهيوادودسيمه ايزاقتصادي اوسياسی گټو چي دامريکالپاره دمرکزي آسيادنفتواوغازو زخيروته ځان نږدې کول اودپاکستان لپاره په افغانستان کي ددوي تر تاثيرلاندي يوې بلي مذهبي بنسټپاله ډله ته دولتی واک سپارل وه .
که يو وخت دشوروي لښکرو په موجوديت کښي امريکا اوغربی نړۍ ته افغانستان سياسي ارزښت درلود،نو دشوروي دلښکرود وتلواوپه نړۍ کښي دشوروي نظام دړنگېدونه وروسته داهيواد داقتصادي پلوه دغربي نړۍ لپاره ډير ارزښت وموند،ځکه افغانستان دکسپين بحيرې ته نږدې اودمرکزي آسيادهيوادوسره پرگډه پوله سربېره دتيلودڅاگانواودتگ راتگ پرڅلورلاري پروت دی .امريکايي کمپنيودآمودسيند شمالي لورته دتيلوستروزيرموته درسېدولپاره دبرهان الدين رباني حکومت پدې خاطر چي دروسې سره ډيري نږدې اړېکي درلودې خپلو موخوته درسېدو په لارکي يو خنډوباله ،ځکه نو پدې تلاښ کي شول دغه خنډله منځه يوسي .
ايلي کراکوسکي (( Elie KraKowski )) چي داتيايمي په لسيزه کي دامريکاددفاع په وزارت کي مامور اود افغانستان په اړوند دچارو مسول ؤ وايي : ((افغانستان همېشه موږته دارزښت وړ دي ،دا هيواد دداسي لاري په تقاطع کي پروت دي چي دنړۍ زړه هندوستان له نيمي وچې سره نښلوی . دا هيواد دخپل موقعيت له مخي ارزښت لري . داسي موقعيت چي دوچي او اوبوتر منځ دی اودنړۍ دتاريخ دځواکمنوديوځاي کېدونقطه ده. مغل اولوي سکندر له همدې لاري نه تير سول . په نولسمه پېړۍ کې دروسانو اوانگليسانو لوبه همدلته ترسره سول . دمنځنی آسيادجمهوريتونوپه خپلواکه کېدوسره چي ټوله له تودو اوبوڅخه ليري پراته دي ،افغانستان دسيمی ستراتېژيک چورليزوگرځېد.هغه څه چي په افغانستان کي پېښېږي پر ټوله نړۍ سيوری غورځوی . ۱
دباري وال سټريټ ژورنال له دغه رازنه چي دطالب غورځنگ دچاپه حمايي اومرسته راڅرگند شو پرده پورته کوي ليکي : افغانستان دامريکا اونوروغربي هيوادولپاره ځکه دپاملرنې وړدی چي دنړی بازارونوته لار اودمرکزي آسيادتيلو اوگازودلېږ دلاري له همدې هيوادنه تېريږي ،ځکه نوطالبان دتاريخ په دغه مقطع کښي ددغې پروژې دپلي کېدولپاره بهترينه وسيله ده .۹ دکتاب ۸۹ مخ ته مرجعه وسی
پدې اقتصادي موخو کي پاکستان هم علاقمند وځکه هغوي غوښتل يوه لويه ترانسپورتي لارجوړه شي چي منځنۍ آسيا،او چين دافغانستان له لاري له پاکستان سره ونښلوي،په همدې موخه ئي ۱۹۹۴ کال دجون په مياشت کښي ((۱،۱)) مليارد ډالره ددې کارلپاره په نظر کي ونيول . په همدې خاطر دپاکستان دکورنيو چارو وزيرنصر الله بابر دامريکا دڅو تنو ديپلوماتانو په ملگرتياددې لپاره چي دلويي لاري دجوړېدو پروژه هغوي ته تشريح کړي افغانستان ته سفر وکړ .
۱ / دطالبانوپروژې علنی کېدل دپاکستان نوې ستراتېژي :
دغومخوته درسېدو په خاطر نصر الله بابر يوپلان طرحه اوهغه ئي دحکومت تر موافقې وروسته له امريکايي چارواکوسره شريک اودهغو هوکړه ئي هم ترلاسه کړه. ددې پلان منځپانگه ديوه داسي ځواک جوړېدل وه چي دهغوي په وسيله امريکا اوپاکستان وکولاي سي خپلو مخوته ورسېږي . بابر دغه ځواک هغه ځوانان بلل کوم چي دشوروي سره دجگړي په وخت کي دوي له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي وه اوپه مدرسوکښي ئي درس وايه .
دډيرو لاسوندونوپر بنياد داسي حکم کېداي شي چي دپاکستان داستخباراتو ددغي ورځي لپاره دډير پخوانه تياری نيول . اوپدې موخه يوزيات شمير ځوانان په مدرسوکي روزل کېده،ديادولو اوپاملرنې وړخبره داده چي ددغوځوانانوله مغزونه دوطن سره مينه پرېول کېده ،دهمدغويوډله چي سلسله ئي تر همدا اوسه جاري ده ځان مرگی بريدونوته په همدغو مدرسوکي روزل کېده اوس هم دالړۍ روانه ده .ددغو ځوانانوڅخه ډيرکم شميرهغه وخت دشوروي سره جگړوته لېږل کېدل . يو وخت پاکستاني استخباراتودافکر کاوه اوپلان ئي درلود چي ددغو ځوانانو څخه دگلبدين حکمتيار دمالاتړ لپاره يو پوځی لښکر جوړاودهغه پوسيله خپلوموخو ته درسيدوکار پيل کړي .خو دهغه سره امريکا دځانگړو دلايلو له مخي مخالفت وکړ،ځکه نوداخبره مطرح شول چي يوبل هغه دنصر الله بابر خبره لاس نه خوړلۍ ځواک ددوي دگټو دساتلو لپاره رامنځته شي .
داډله اوځواک همدا دمدرسو طالبان وه چي ملاعمر اخند ئي بياورمشر کړ . دغي ډلي دطالبانو دغورځنگ په نوم په ۱۹۹۴ کال داکتوبرپر ۳۱ مه دخپل موجوديت اعلان وکړ . لکه چي ما مخکښي څرگنده کړه ددي غور ځنگ خښته په ۱۹۸۱ کال کشي دپاکستان داستخباراتولخوا اېښودل شوې وه ،دلومړی چل لپاره ماپدي هکله دتحصيل په دوران کي فکر کوم په ۱۹۸۲کال کي دليتراتورنياگزيتا اونيزي نشريې کي دطالبانودروزلو په اړوند يوه لويه تبصيره ولوستل .
په ۱۹۹۴ کال دبينظيري بوټو دحاکميت دوران و مولوي فضل الرحمن فرمان صادرکړ چي طالبان دپنځوکلو دپاره نشي کولاي درسونه ووايي ،گويا مدرسې تړل کيږي ،په همدې وخت کي دپاکستان دجميعت العلماي اسلام گوند يوه داسي فتوا صادره کړه چي جهاد فرض عين اودرس ويل فرض کفايي دي . په همدې پرېکړه يا فتواکي راغلي وه چي ډير ژر بايد طالبان افغانستان ته ولاړسي اوهلته ديوه اسلامي حکومت دراوستو لپاره جهاد وکړی ،کله چي په افغانستان کي ددوي دنظر وړ اسلامي حکومت جوړ سوبيا وروسته کېداي شي په مدرسو کي درسونوته دوام ورکړي . ۴دکتاب په ۸۹مخ کي
د۱۹۹۴ م کال داکتوبر پر ۳۱ مه دپاکستان داستخباراتودمستقيم گډون اوکنترول لاندي دلاريو موټريو کاروان چي شمير ئي تر ۳۰ اوښت په تجارتي مالو بار دکندهار له لاري دترکمنستان په لور وخوځيد.ددې کاروان ټول کارکونکی دپاکستان داستخباراتو افسران وه او د((سي آي اې )) ديوجگپوړي چارواکي لخوا ترنظارت لاندي دچمن څخه دکندهار په لوروخوځېده،کله چي داکاروان دکندهار دسپين بولدک ولسوالۍ ته ورسېد ديوې وسله والي ډلې لخوا ورباندي حمله وشول ،همدغه وخت يوه بله ډه دطالبانوپه نامه راپيدا شول چي دغلوپر خلاف ئي دکاروان دنجات لپاره جگړه وکړه اوکاروان ته ئي نجات ورکړ. ديادونې وړ ده چي پاکستاني استخباراتو دلومړی ځل لپاره طالبان وآزمويل چي جگړه کولاي شي اوکنه . پدې ازمون کي طالبان بريالي راووتل . دپاکستان استخباراتودوسله والي ډلي اوطالبانوتر منځ داټوله د نښتواوجگړې صحنه دويډويي کامرې په مټ ثبت اوپه پاکستان کي ئې خلکوته په افغانستان کي دطالب غورځنگ دراپيدا کېدودتبلغ لپاره په تلويزيونوکې ښکاره کوله .
دبېنظير بوټودحاکميت په دوران کي ددغي ډلي لومړی ځل تر دي نامه لاندي چي دگلبدين پر خلاف به درباني په پلوی جنگېږي داستادرباني په امر اوهدايت په کندهارکي وسله تر لاسه کړه ،هغه وخت برهان الدين رباني دطالبانو حرکت يوخود جوشه حرکت باله ،هغه ځکه ورته خوشحاله وچي دپښتنو يوه ډله دپښتنودبلې ډلې پر خلاف چي رهبري ئي دگلبدين پلاس کي وه جنگېږي ،له همدې امله ئي خپل قوماندان ته امر وکړ،دغه ډلي ته چي ملاعمراخوندئې مشری کوي وسلې ورکړي . داکارځکه کېده چي امريکاله گلبدين څخه ديوه تندروه او بنسټپال په توگه مخ اړولۍ وو. استاد رباني پدې اميدچي طالبان دگلبدين کمبله به په طالبانو اودهغوي په تلفاتو ټوله کړي په هرځاي کښي بېله هرات نه چي طالبانو تورن اسماعيل تېښتي ته مجبورکړ خپلو قوماندانا نوته ويل چي دطالبانومخه نه نيسي خواستا درباني پخپله دې محاسبه کي پاتې راغلۍ داسي ورځ راورسېدل چي طالبانو ورځينې دتسليمېدو غوښتنه وکړه اوفرارته مجبو شو. داچي څنگه په ټول افغانستان کي طالبان وتوانېدل دشمالي ټلوالي دحاکمت ټغر ټول اوخپل حاکميت ټينگ کړی ډير اوږ بحث دي ليکل ئي دلته ناشو ني دي خودډيروپه انديو اساسي لامل ئې داوچي دافغانستان عام ولس درباني ددولتي چارواکواوتنظيموتر منځ خپل مينځی شخړونه نور په تنگ راغلي وو ،دا دولت نوردزغم اوتحمل وړ نه و. ديوه اوښتون احساس کېده ،داچي دا اوښتون به دچاپه وجود کي تر سره شو واي داحتمي طالبان نه وه ،هرچاچي په افغانستان کي درباني اوشمالي ټلوالي دحاکميت دړنگېدواونوی حکومت دجوړېدو ږغ پورته کړئ ولس ورته لبيک وايه .
افغان ولس ديو تباه سوي اقتصاد،له منځه تللي پوهي ،ويجاړ زراعتي سيستم ،او ړنگ شوي فرهنگ پر وچه غونډې ولاړ پاته شو، ديوهوښيارمدبراوملي ځواک لار يې څارل . خو پاکستان داحالت تر هر چاښه درک کړئ و،اودطالبانو غورځنگ ئې پدې نامه چي يوازي دوي دظالمانو لوټماريواو بي ناموسيو دله منځه وړلو، دهيواد دابادۍ او ولس دسوکالۍ جوگه دۍ راوړاندي کړه ؛په لومړي سر کي دهغو مجبوريتونو له مخي چي ما پورته ورته اشاره وکړه دوي دافغان ولس دهر کلي سره مخامخ سوه. دډيرو بهرنيو اوکورنيو څېړونکو سره دايوبې ځوابه سوال پاته دی چي تر اوسه چاندی جواب کړې ،هغه داچي طالبانو وکولاي شول دافغانستان ۹۵ په سلو کي خاوره تر خپل تسلط لاندي راولي دپنجشير قوماندان چي درباني دحاکميت دساتلو يوازنۍ ستن وه له پنجشيرنه فرارته مجبورکړي ،ولي دوي نشوه کولاي دغه پنځه په سلو کي خاوره هم تر خپل تسلط لاندي راولې ؟ يو شمير پدي باوردی چي دپردې شاته دروسې اوامريکاتر منځ ديوجوړجاړی پر بنيادامريکا اوغربی نړۍ پاکستان ته دا اجازه نه ورکول چي داستاد رباني دحاکميت کمبله دي کاملأ ټوله کړی .
طالبانو په په لمړی سر کي کندهار اوبياپه ډير سرعت سره دکندهار څلور خواوته پراته ولايتونه تر خپل کنترول لاندي راوستل . نصر الله بابر دطالبانولخواپدې چټکۍ سره دافغانستان پر زياتو سيمو باندي کنترول راوستل په بربنډه توگه دخپلوشبکوله لاري پخوانيو قوماندانانوته وطالبانوته دتسلېمېدو هدايت ورکول بولې ،هغه وايي ((د پاکستان استخباراتو خپلو ټولو هغو قوماندانانو ته چي دوي نه غوښتل طالبانو ته تسليم سي امر وکړ چي بيله چون وچرا دطالبانوسره يو ځاي اودهغوي ملگرتيا وکړي .))
د۱۹۹۶زکال دسپتمبر په مياشت دوي کابل ته ننوتل ،کابل ته په ننوتو سره تر هرڅه دمخه پاکستان چي له مرحوم نجيب الله سره يي پخوانۍ دښمني لرل په دغه گيرودار کي چي هيڅ نه معلوميده دټولو اخلاقي او اسلامي نورمونو او انساني کرامت خلاف ئې هغه پر هغه ځاي وځړاوه کوم چي دپاکستان پر خلاف يي دشوروياو تر وتلو ورو سته وينا کړې وه.
د۱۹۹۶کال دسپتمبر پر ۲۶ مه طالبانودپيجشير قوماندان اواستادرباني مجبورکړه چي دکابل نه دبدخشان دغرواوسمڅوپلور فراوکړی ،دکابل تخت اوتاج طالبانوته پاته شو،طالبانو کابل تر خپل کنترول لاندي راوست مگر مشر ئي دحاکميت دلاسه ورکولوتر وستۍ ورځي کابل ته رانه غلۍ .البته دنه راتگ شمير نور دلايل موجود وه چي زه ئې اوس سپړل لازم نه بولم اونه هم ددې ليکنې له موخې سره سرخوری .
دطالبانو دحرکت دپيل په لومړيو وختو کې دپاکستان داستخباراتوپه مرسته او امکاناتوپه ټول پاکستان ،کندهار او بيا په جنوبي ولاياتو کي دا تبليغ وچي دوي داسلام او اسلاميت سپاهيان دي او يوازي عدالت غواړي ،حکومت کول ددوي کار نه دۍ ،غواړي چي محمد ظاهر شاه بيرته کابل ته راولي او واک وروسپاري . خودا يوازي دافغانانو اوطالبانو په منځ کې دپاکستان داستخباراتو تبليغ و تر څو دمحمد ظاهر شاه دنامه او اعتبارنه استفاده وکړي .
پاکستان دخپلوملايانو په وسيله پروپاگند پيل کړ چي طالبانو خداي ملگرۍ دی ،وگورۍ په څومره چټکۍ په ټولو سيموکي واک تر لاسه کوي ، او قوماندان ورته تسليمېږي .مگر ددې بل علت چي دوي څومره ژر ټول هيواد تر خپلي سلطي لاندي راوست اوبياناکامه شول، دپاکستان دکورنيو چارو پخوانې وزير او په پاکستان کي دتنظيمونو مؤسس نصرالله بابر دپژواک دخبري اژانس سره په خپله مرکه کښي داسي بيانوي: (( ... طالبان په افغانستان کي ځکه په تېزۍ سره پر مخ وړاندي لاړل چي هلته خلک دجهاديانو له ظلمونو او کورنيو جنگونو څخه پوزي ته راغلي وه او طالبانو په افغانستان کي امنيت راوستی و ، او موږ هم جهادي قوماندانانو ته وويل چي طالبانو ته تسليم سي . داچي هغوي دسايست او حکومت په چلولو نه پوهيدل ... موږ ورته ډير وويل چي په افغانستان کي ازبک، تاجک ،هزاره بايد له ځانه سره په حکومت کي شريک کړۍ او دوي ته پوره ونډه ورکړۍ ولي دوي زموږ دا خبره ونه منل او کله چي پر سخته راغلل چا يي ملگرتيا ونکړه )) . خو اوس بيا همدا پاکستاني استخبارات اوپوځيان بل ډول تبليغ کوي اودبلې لاري غواړي زموږ ولس په خل مينځي جگړواودقومي اختلاف په اورکي وريت کړي .
دا دافغان ولس قسم خوړلۍ دښمن بابر وايي : موږ يو وازي دومره کړې چي کله طالبان راپيدا سول ...نو دحزب اسلامي يا نورو کوم پښتانه قوماندانان چي به ددوي مخنيوي يا مقاومت ته راپاڅيدل نو موږ به ورته دجنگ نه کولو او طالبانو ته دتسليمېدو وړانديز کاوه ،ځکه چي موږ نه غوښتل چي په افغانستان کي يوه بله کورنۍ جگړه پيل سي .
داهم ښکرور درواغ !
لومړۍ : ده پخپلو خبروکي پخپله ثابته کړه چي طالبان ددوي په مرسته دنورو هغو قوماندانانو په قانع کولو سره چي دپاکستاني استخباراتو سره ئې هميشنۍ پيونددرلود دواک ته ورسېدل يعني نور دوي مستقل وه خو په حقيقت کي داسي نه دوي يوه شېبه افغان طالب خپلواک ندي پرې ايښي ،داسي ډير شواهد شته چي افغان طالبانو دپاکستانيانو له مداخلو اولرښودنو څخه سرټکاوه .
دوهم :پاکستاني چارواکو يوه بله کورنۍ جگړه نه غوښتل ، بلې ځکه اړتيائې نه وه ،داستخباراتي شبکوپه تش آمر ډير تنظيمی قوماندانان طالبانو ته تسليم شول . خو بل پلوته هغه ددوي پلاس جوړ سوې او روزل شوې (شمالي ټلواله او ورسره نوري ډلي) چي له دوي نه يي پرته نور باداران پيدا کړې وه تر اخيره ورسره جنگيدل ، ځکه هغو ي ته بيا بل چا ويل ،جگړه دواک دتر لاسه کيدويوازنۍ لار ده ،اوپه همدې منظور هغوي ته په ميليونو ډالره،او افغانۍ له بهر نه مرسته رسېدلې . خو ښاغلي بابر اواوپاکستاني پوځي اواستخباراتي چارواکي بايدپه يوه خبره پوه وي هغه داچي په افغانستان کي لوي او واړه ،لوستونکی او نالوستي حتي ليوني هم دا نشي منلاي چي دا شپېته کالو تاسو په افغانستان کي کورنۍ جگړه نه ده غوښتې او همدا اوس دجگړې اور نه تازه کوۍ .
دبابر صاحب هيره سوې هغه مواقتنامه چي دژنيودتوافقاتوپه نامه يي شهرت پيداکړ اوتاسو دمرحوم نجيب الله دحکومت سره د۱۹۸۸زکال داپريل په ۱۴نيټه دامريکا، شوروی او ملگرو ملتو دسازمان دځانگړي استازي په مخ کي لاس ليک کړه ؟ څومره مو عملي کړه ؟ يو فيصدمو هم پلۍ نکړ، او دپخوا په څير مو مداخلو اودلوټمارو رالېږلو ته دوام ورکړ . تاسو اوس قضاوت وکړۍ همداجنرال بابر مجاهدين تر غاښو په وسلو سمبالول او افغانستان ته يې دخرابيو لپاره راليږل چي هلته انسانان مړه کړي،پلونه والوزوي ،تعميرونه په خرابو بدل کړي ،ښوونځۍ له منځه يوسي ،ماشومان بي پلاره ، ميندي بي مړوښو او اولادوکړي ، دافغانستان پر ښارو باندي دا ړاندو راکټونو اورول دده او دده پشان ښاغلو په امر اوقومانده سرته رسېدل ، هغه وخت چي دوي يې غواړي انسانان له منځه ولاړ سي هغه بيا ظلم نه دۍ ،اوخپل پر دغو کرغېړنو،دانسانيت اواسلاميت خلاف کړنو باندي چي زړه ئي غواړي هغسي نوم ايږدي . دبېلگې په توگه زماسره داگست پر ۲۶ مه دامريکاږغ راډيوپه گردی ميز کي دافغانستان په پارلمان کي دلغمان دشريفو اوغيرتی خلکوداستازي په نامه يوسړی چي مولوی سيدرحمان نومېده په وازه خوله اقرار وکړ چي دوي ښونځۍ سوځولې اوپر هغوي ئې راکټو نه اورول ،دليل ئي داوو دده په وينا چي له دغوښونځيونه خلقيان اوپرچميان توليدېدل . خودابېچاره پدې تر اوسه نه پوهېږي چي خلقيان اوپرچميان هم ددې هيواد وگړي دي ،ټول ئي خائينان اودوي غوندي پلورل شوی ندي ،اونه هم په ټول هيواد کي شاگردانوته گوندي ښوونه کېدل . اوکه سړۍ پوښتنه ځيني وکړی چي وکيل صاحب کېداي همدا اوس په ښوونځۍ کي دامريکا اويااروپايي هيوادو يابل کوم هيوادپر خلاف شاگردان وروزل شي ؟ پوره باورلرم چي جواب به ئي نه وي . اوکه وکيل صاحب اوياده غوند ښاغلي چي دپاکستان داستخباراتوپه امرئې په پټو سترگوزموږ دماشومانو څخه پدې نامه ژوند اخيسۍ چي دخلق دموکراتيک گوند تر حاکميت لاندي وونځيوته تلل ،اوس هم دپردې شاته دپاکستان داستخباراتواوبلي هر افغان دښمنې بهرنۍ شبکې چوپړته حاضردی ،څنگه کېداي سي پر دغو خلکو اعتماد وسي ؟ اوياله دوي نه څوک طمع ولري چي افغانستان ته دي خدمت وکړي ؟ زه به لدېنه تير شم چي ددې نظام په ټيټوقدموکي څوک کارکوي اوپه کوم بهرنی هيوادکي پخوانی خلقيان ياپرچميان دافغانستان پر خلاف تر روزنې لاندي نول شوی دي .خبره اوږده سرئي يو،د اسلامي حکم دادی چي په پټوسترگوپربل چادکفر حکم کول مخوصأ چي هغه کليمه وايي دحک کوونکی دجهالت اوبېسوادی څرگده بيگه ده اوبس .
واقيعت دادۍ دطالبانو لپاره چي پاکستان په مدرسوکي روزل شوی ،هغوي هلته يوازي دسپکو وسلو استعمال زده کړ.د دبهرنيانو سره دخبرو او اړېکو ټول رمزونه ،دجگړې پر مخ بيول ،جگړه ايز تاکتيکونه ، سياسي چلونه ،له بهرنيوديپلوماتانو سره دروابطو ساتل اوخبري پر مخ بيول ،ديپلوماتيکي مسايل او په ديپلوماتيکي دفتروکي کار ،دولتي وزارتخانو پر مخ بېول ددوي لپاره مشکل کاروو،له همدې امله ډير پدي باوردي چي طالبانوپه نامه حکومت کاوه مگر دپردي شاته ټول کارونه دپاکستان اونورو استخباراي شپکوپه مرسته پر مخ بېول کېده .
په ډاډ ويلاي سو چي نوم دافغاني طالبانو او ملاعمر اخند و،خو هرڅه پاکستاني استخباراتي او پوځي جنرالانو سرته رسول . دطالبانودحاکميت په ټول دوران کي دطالبانو په پوځي ليکو کښي تر افغانانو پاکستانيان زيات و،داچي څومره عرب او دنوروهيوادوغولېدلې او فناتيک کسان وه شمير يې زرگونوکسانونه زياتيږي .په همدې اساس هيچاته دا دمنلو وړ نه ده چي طالبانو بهرنۍ سياسي ،پوځي ښوونکی نه لرل ،دوي په افغانستان کي راپيدا سول اوبيائي حکومت کاوه ،ځکه داهغه يتيمان اوغريب زلمی وه چي دشورويانوديرغل په موده کښي له افغانستان څخه پاکستان ته ولاړل اوهلته ددي پر ځاي چي کومه غربی پیل کړي دپاکستان دمذهبی گوندونو لخوامدرسوته دسبق ويلو په پلمه جزب شول ،اوپه همدې مدرسوکي دپاکستان داستخبارتي شبکوتر روزنې لاندي راغلل ،ددې خبری پخلۍ څو څو ځله جنرال بابرپه خپلو خبروکې کړئ دی .
ددې خبري دسپيناوي لپاره دافغانستان دتاريخ پوه ښاغلي ډاکتر صاحب کاکړ پخپل کتاب کښي دطالبانو دعلميت اوصلاحيت په اړونددليکلواسنادولوستل اړين بولم .
ډاکتر کاکړ په خپل طالبان او اسلامي بنسټپال نومي کتاب کښي دطالبانودواک اوعلمي پوهي په اړوند ليکي :
(( دعربستان واکمنې کورنۍ دوهابيت دخپرولو په مقصد له طالبا نو سره مرسته کوله . بن لادن هم دزيارتونو، قبرونو، مجسمو اومسکراتومخالف دی ځکه هم دطالبانوسره دملگرتوب ليوال وو.
هغه وړاندي وايي : . . . واهبيان اوس داسامه بن لادن له لاري په ملا عمر باندي متنفذ شوی اودايران ياپه دقيق ډول دشيعه توب پر ضد وهابيت خپروي ،ويل کيږي چي دامارت دعايدويوه منبع همدغه عربي وهابيان دي .
دامارت دحکومت کولو ،په تيره دملا عمر دحکومت چلولواوفرمانونواودستورونوصادرولو په اړه مي سر گنکسوونکې خبري واورېدلې .په اسلام آباد کي ښاغلي جبارنعيمي راته ويلي و،چي دطالبانوپه لويانو کي يوکس هم دواک خاوند نه دی . دکابل اجرائېوي شورا يوازي هدايتونه عملي کوي اوهداتونه دهغې غړوته له کندهار نه رسېږي.
په کندهار کي لوړه شوراهم يوازي په نامه ده او دواک منبع يوازي مشر ملا،ملاعمردی . په پېښورکي دافغان ملت يوه مشر وويل ،چي دمشر ملا منشي يوعالم دی ،چي هغه دپاکستان گمارل لی شخص دی . دغه منشي دموضع گانو په اړه ليکنې کوي اوملاعمر ئي لاسليک کوي .ويل کيږي چي کله کله دامارت عاملان داي اس اي دعاملانودتجويزله مخي کوم کار اجراکړي او وروسته دهمدغه ديني عالم منشي له خواهغه موضوع تسويدشي اوملاعمر بياپرې امضا لگوي . ويل کيږي چي ملامحمدعمر دلوستلوشوقی نه دی اود معلوما توسطح يې ټيټه ده . له همدې امله ده چي خبروکولواوبحث ته زړه نه کوي .
داڅرگنده نه وه چي دافرمانونه دچاپه نوښت ايستل کيږي ،يوازي هغه پاکستانی منشي ئي ليکې اوملاعمر ئي بېله دينه چي لوستي ئي وي امضأ کوي .ډاکتر کاکړ ليکی ديوې بلي سرچينې په وينا دمهم فرمان تر ايستلو نه دمخه څوتنه ديني عالمان له پاکستان نه کندهارته ورځي اوله ملاعمر سره گوري ،دهمدې سرچينې دخبر له مخي دملاعمر مشاوران په اصل کي لس تنه پاکستاني عالمان دي . داهغه لس کسيزه شورادچي طالب چارواکوبه تل ويل دعالمانو لس کسيزي شوراداپرېکړه کړېده ،په حقيقت کښي داکسان دديني عالمانوپه جامه کښي داي اس اي داستخباراتودسازمان روزل شوي کسان وه چي په افغانستان کښي ئې دملاعمر تر نامه لاندي حکومت کاوه .))همدا شورا اوس هم فعاله ده کېداي شي اشخاص ئي بدل شوی وي ،خوصلاحيتونه ئي هغه پخوانی دي .
که چيري دهغه کسانو وينا چي دملاعمر اخند دپوهاوي په اړه ئې کړې اوډاکتر صاحب کاکړ په خپل کتاب کي رانقل کړېده په نظر کي ونيول سي ،دې پايلي ته لوستونکي رسېږي چي رښتيا هم دسنگسار دواړه جومات ملا کله داتوان لري چي ددومری لويي هجنگی اوسياسي پروسې لوبه دي پرمخ بوزي .هرومرودملاعمر اخند وشاته يوبل څوک اويابهتره ده وويل شي اداره وه او اوس هم شته چي داټول کارونه سمبالوي اونوم دملاعمر اخند پر ايږدي .
ډيردنظر خاوندان پدي باوردي چي دطالبانو دمشرتابه لويه برخه سخت دريزه کسان وه ،خوپه دوي کښي اعتدالي کسان هم وه،مگر دهغوي شمير لږ وواودواک خاوندان نه وه .ټول ظاهري واک دسخت دريزو پلاس کي وو،اودغه کسان دپاکستان پکاروه . دطالبانو په مشرتابه کي هغه کسان چي اعتدالي اوملي کرکتر خاوندان وه ،په جنگي جبهوکي دشاله خوا ويشتل کېده . لکه ملابور جان په پلچرخي ،ملامشر په کابل ،ملايار محمد په غزنی اومولوي احسان الله په مزارشريف اوداسي نور هم له منځه تللي دي .
داسي ويل کيږي دغه کسان په افغانستان اودطالبانوپه کارونو کښي دپاکستاني چارواکو اوعربودلاس وهنې سره مخالفت کاوه ، دوي علاقه درلوده تر څوپه افغانستان کي ملي حاکميت دملي واکمنۍ داصل له مخي تامين اودافغانستان دپراخو نړيوالو اړيکو اوهمکاريو پلويان وه . دوي له يوزيات شمير هغو پرېکړو سره مخالف وه کوم چي طالب غورځنگ ئي دخلکوپه ذهنيتونوکې ټکاوه اوهغوي ئي له افغاني اونړيوالي ټولنې څخه ليري کول ،هغوي ويل افغان طالبان بايد خپله دولتي واک پلاس کي ولري اودخپل ولس دارادې سره سم عمل وکړی داچي بابروایي موږ طالبانوته ويل چي دنوروقومونوسره گډدولت جوړ کړۍ داښکروردرواغ ځکه دي چي په شمال کي دجگړو رهبري عملأ دپاکستاني پوځيانو اود ISI دکارمندانو پلاس کي وه ،ځکه خوکله چي امريکادطالبانودرژيم پر خلاف اودالقاعدې درټلوپه خترپر افغانستان پوځي حمله وکړ نوسمدلاسه دپاکستان دپوځ دوې الوتکې په مزارکي راکښته اوله هغه ځاي نه دطالبانوسره په جگړه کي خپل پوځيان پاکستان ته په امن سره ورسول . ديوشمير معتديلېنوپه شهادت رسولوسره بيا هم له نيکه مرغه دافغاني طالبانوپه منځ کي هوښيار اوهغه کسان چي دپاټکوودحکومت ړنگېدوته ئي يوازي دافغان ولس اوهيواد دټوټه کېدوڅخه دنجات او دروسانولخوادپنجشيردزمري لقب ورکړه سوی احمدشاه مسعودله منگلوڅخه دافغان ولس دخلاصېدواونجات لپاره ملاتړلې وه کم نه وه .خو له بدمرغه پاکستاني څارگرو لخوا ډير ژر دغه کسان چي دافغانستان دښېرازی په اړوند ئي فکر کاوه په نښه اوپه ډيره مرموزه توگه له منځه وړل کېده. پاکستاني استخباراتوپه هيڅ ډول نه غوښته طالبان مستقل عمل وکړي اوياهغوي دمستقلې ارادې خاوندان اوسی ،دوي له يوې خوادطالبانوسره اوږه په اوږه گرځېدل ،هغوي ته ئې داسي څرگندول چي وه گورۍ وږپه ټولو غرو روکي درسره يو،خوپدې کي ئي دوه مخي کول ،له يوې خوائي دوي تر کنترول لاندي ساتل اودبلي خوائي دالبانوپه نامه چي گوياددوي تر تاثير لاندي دي دنړيوالو زبرځواکوسره معاملې کولې ،پاکستاني استخبارات پدې خبروه چي احمدشاه مسعود ته دامريکاداستخبارا سازمان لخوايوځانگړي داړيکوشخس ټاکل سوی اور ميشت دوه سوزره ډالرجيب خرڅ ورکوي ،ځکه امريکايانوته داهم څرگنده وه چي وسلې اوډيري پيسې دوي ته دروسي له لاري رسېږي ،دغه يوعجيب اوغريب استخباراتي سرکلوشن ددې لامل گرځېدلۍ وو چي طالبانوته دټول افغانستان دنيولواجازه نه ورکول کېده ،کنه څنگه ومنل سي چي دهيواد۹۵ په سلوکي خاوره نيولاي سي دايوه لوېشت مځکه نسي نيولاي سره لدي چي داحمدشا مسعود نه نيولوتر رباني ،دمسعود ورنو،عبدالله ،فهيم ،قانونی اونورو ئې يوه شپه هم خو په افغانستان کي نه دی کړي . ځکه خو اوس هم خلکوته دمنلو وژند چي کله ښاغلي کرزی هغه ته دافغانستان دملي قهرمان لقب پر خپل سر وکړ ،تر څوځان ددوي تر سيوری لاندي وساتي . له بده مرغه تر اوسه هم دطالبانودبهرنيو چارو وزيرمتوکل دا اختيار اوجرأت نلري له حقايقنه پرده پورته کړي .
که دطالب چارواکو ساده گۍ ته سړۍ وگوري دافکر ورسره پيداکېږي چي په رښتيا سره همدې لعنتي استخباراتي شبکې دطالبانو دسياسي نالوستوب نه په استفادي سره په طالبانو داسلام ددفاع اوپراختياپه نامه داسي کارونه وکړه چي پښتان ئې په ټوله نړۍ کښي دتمدن ،علم ،فرهنگ دموکراسی ،ټولنيز عدالت ،علمی اوتخنيکي پرمختگونو اوله هغوي نه داستفادې ضد اوبې خبره قوم په نوم معرفي کړ .
دوي غواړي دطالبانوتر نامه لاندي افغانستان دوباره دمنځنيو پېړيو شرايطو ته ورکش کړی . تاريخ ثابته کړې چي پاکستاني او ايرانی چارواکي دپښتنوسره دښمني خپله لومړنۍ اوملي دنده بولي . پاکستان دهمدې طالبانو اوايران دخراسانيانو اوچپومتعصيبوبيلتون پلووله لاري دپښتنوروڼ اندود تخريب اوپه پښتنو ميشتو سيموکښي دجگړې اورتازه ساتلو لپاره دخپلو ټولو سياسي ،مذهبی ،فرهنگی اوپوځی امکاناتو څخه استفاده کوي . دغوافغانی لاسپوڅو ته دخپلوبادارانو لخوادنده سپارل شوې چي دپښتون بقوم هوښيار اودوطن په کاروبار پوه انسانان بايد په يوه اوبل نامه تخريب کړی . يوه ډيره ترخه خبره که څه هم دائي ځاي نه دی خوبې ځايه هم نده ،هغه داچي په تاريخ کي پشتون دومره ندی زورول شوی لکه چي همدا اوس زورول کېږي ،اوداکار دخراسانيانواوچپوبيلتون غوښتونکولخواديوکامپلکس پروگرام له مخې چي موخ ئي دپښتون قوم راپارول اوپه خپل کورکي ټوپک ته لاس واچول دی .که پښتانه دغه کارته مجبورکړ نوپه هغه لحظه به دخاجه غارسمڅې خودوي ته معلومي دي ،هلته وځغلي اوچېغه به کړي چي دخداي پاردی تاسوئي گوری چي پښتانه زموږ سره څه کوي ،دوي ه افغانستان کي دشمالي ابخازي خوبونه وينې اوددي لپاره هڅول کيږي .
دسعودي عربستان داستخباراتو رييس امير ترکي الفيصل د۲۰۰۱ په لومړيو وختو کي چي طالبان لا پر قدرت وه د((MBC )) دتلويزيون دلومړی کانال سره په مرکه کي دطالبانو اوپاکستان دښو اړيکو دتائيد په توگه وويل چي زه په ۱۹۹۵ کال پاکستان ته ولاړم اوهلته مي دبينظيري بوټو اونصر الله بابر سره ولېدل بابر راته ويل چي(( طالبان زما بچی دي )). خودادبابر بچي نه دی يوازي هغ کولاي شي هغوي وغولو،نورئي په رگو کي دافغان وينه شته .اي کاش چي دامريکايانوپلاس جوړ سوی حکومت ملي صبغه اوملي پشتبانه درلوداي ،اودولتی ارمندانوئي دافغان ولس زورونې ته مټی نه واي رانغښتي اودپښتنوسره په خپل هيواکي داسي ظلم اونارونه کېداي .هغه وخت به بار صاحب ليدلي واي چي افغانان څنگه خپل هيواد جووي اوهرپری چي دده کورت لاس ا اوردکړي لاس ئي په څېنگل ورځنې پرې کوي .
پاکستان دوي د داسي کارونو تر سره کولو او فتواگانو صادرولوته وهڅول کوم چي پايلي يې په ټوله نړۍ کي دبهرنيانو په ذهنيت کي له افغانانو او په ځانگړې توگه دپښتنوڅخه نفرت و، له هغوي سره داسي عقيده پيدا سول چي افغانان دنړۍ وحشي قوم دۍ ،دا هغه تاريخي جفا او خيانت دۍ چي دبې گناه پښتنو او افغان ولس سره په تاريخ کي چانه وکړۍ خو پاکستانيان پردې بريالي شول . په دغه هم پاکستانيانو اکتفا ونکړه هغو ي ئي وهڅول تر څودبتانو په نامه دهيواد تاريخي او فرهنگي شتمنيو له منځه وړلو ته ملا وتړي . لومړۍ يې په موزيمو او گالريو کي هرڅه له منځه يووړه اوبيا ئې په ۲۰۰۱زکال دمارچ د مياشتي پر يوولسمه ئې د غټو وسلو په ډزواو چاودېدونکوموادوسره دباميانو مشهور بتان چي دافغان ولس فرهنگی اوتاريخی ميراث و،دافغانانو په گډون دټولي نړۍ دولسونو او نړېوالو سازمانودارادې، غوښتن او وړاندېزونو خلاف دهغوي په لاس والوزول ،دا بله تاريخي دښمني وه چي پاکستاني چارواکو دپښتنو اوافغانولس سره دهغوي دبدنامه ولوپه خاطر تر سره کړه . کله چي امريکايانو طالبان دواک نه راوپرزول بيانو ددوي مشر استاد او هميشنۍ ملاتړۍ مولانا فضل الرحمن وايي ((طالبان پخپله بې عقل او ناپوه کسان وه، موږ دوي ته دهيڅ کوم داسي کار مشوره نه ده ورکړې ، مولانا وايي موږ جمهوري ائېن لرو)) . دغه يوازنۍ خبره مولانا رښتيا کوي ، بلې په پاکستان کي ښځه حق لري چي دصدارت مقام ته ورسيږي ،په فابريکو ،او نورو مؤسسو کي کاروکړې ، په ښوونځۍ کي تعليم او پوهنتون کي تحصيل وکړي ،حتا دمولانا فضل الرحمن دلور په شمول زياتي پاکستانۍ ښکلي پيغلي په بهر ملکونو کي تحصيل کوي ،په تياتر ،سينما او نورو فرهنگي کارو کي فعال گډون لري ،په روغتونو اوکلينيکونو کي ډاکتري او نرساني دي چي بيله جنسي توپير نه دناروغانو سره مرسته کوي او هغو ي ته دارو درمل ورکوي ، ديو اړخ نه يې پر بل اړخ رااړوي . مگر افغاني ميرمني او پيغلي ته دهيڅ کار اجازه نشته بايد په کور کي ناسته وي، بدبختي داده زموږ بيچاره خلک يي مني چي پاکستاني ملايان ډير ښه خلک دي او هر څه رشتيا وايي ؛ زموږ اوسني ځيني چارواکي خو ځکه ددغو پاکستاني ملايانو سره دتصديق سر ښوروي چي هر څه ددوي په خوشحالۍ کي ويني او دوي هم نه غواړي چي دا ولس رابيدار او پوه سي . مگر متاسفانه مولوي صاحب داخبره رښتيانده کړې چي دوي طالبان فناتيزم اودفرهنگی اثاروه منځه وړلوته نه دي هڅولي .
داچي پاکستان چارواکو دپښتون طالب په نامه پردې وطن څه حالت راوست ،تاريخ به ئې تر ډيره هير نکړی ،ځکه خو اوس هرپښتون دښمنه همدا وايي چي تاسو طالبان اودپاکستان نوکران ياست،اوداهغه پېغوردي چي دپاکستان ترحمايي لاندي کسانودطالب په نامه دافغان پښتنوپه نصيب اودپزی پېزوان کړئ . ځکه نوموږ مجبور يو هره ورځ دهر بېسواده اوپرديوله نوکر سره داسپينه کړو چي څوک څوک دی ،اوپردې خپل طلايي وخت ضايع کړو.
ولي پاکستاني بنسټپال بيا زموږ په وطن کي ټول هڅوي چي محمدي شريعت په افراطي بڼه پلۍ کړي او بس .
يوې مسلي ته غواړم دټولو پام راوگرځوم ، طالبان په افغانستان کي دهيڅ قوم اوپه ځانگړې توگ دپښتنو دستر قوم نماينده گي نشي کولاي ،داچي دطالب په نامه دپښتنوپه ادرس سپکي سپوري ويل کيږي له انساني اخلاقو،ادب او ملي يووالي دروحيي نه ليري کار اودپښتنوسره سترخيانت دۍ .
يو شمير متعصب کله چي يې زړه وغواړي پښتانه روڼ اندي وټکوي او يا په پښتنو پسي څه ووايي بيانو سمدلاسه په خپلو ليکنو او وينا وکي د (( طالب پلوه ،طالبي سياست وال ،قبېله گرا او داسي نور القاب ،دادب له چوکاټ او انصاف نه ليري مختاړي او وروستاړي دپښتنو په اړوند لور ه وي)) ، پداسي حال کي چي دطالبانو په حرکت کي نه يوازي د پښتنو بلکي دنورو قومونو روڼ اندو،دعصري پوهي خاوندانو، ډاکترانو،استادانو،انجينرانو،ليکوالو،شاعرانو اديبانو اودنورو قشرونو لوړو اوپېژندل سوو شخصيتونو، فرهنگيانو او فرهنگپالو ځاي نه درلود . هرڅه دامريکا دڅارگری دادارې CIA ترنظارت لاندي دپاکستان او سعودي عربستان دچارواکو له خوا اداره کيدل ،دطالبانو په حکمرانۍ کي د عربي او اوردنومونوغوره کول ،مثلا دخپل نشراتي ارگان نوم يي (( خلافت )) او ورځپاڼي نوم يې (( شرعيت)) ، راډيو افغانستان ، راډيو شرعيت دا اوداسي نوري بيلگي دا ښکاره کوي چي دطالبانو په وخت کي هم دسعودي عربستان او پاکستان دفرهنگي تېريو پر اساس دپښتو ځاي آهسته آهسته عربي او اوردو ژبو ته خوشي کېده . دپلازمېني کابل او دولايتونو په ښارونوکي دهټيو او رستورانونو دنومولو لپاره اوردونومونه کارېدل . پدې بايد هر څوک قناعت وکړې چي که دطالبانو په ليکو کښي هوښيار پښتانه او يادنورو قومونو روڼ اندوځاي لرلۍ واي پاکستان اودهغه پلويانو په طالبانو دالوبي او ملنډي نسواې وهلاي . اونه ئي دومره ژر فرهنگی يرغل ته ملاتړلاي شول .
زبرځواکوطالبان دخپلو مختليفوموخودپلي کېدولپاره واک ته ورسول :
لومړی : پکستان غوښتل په افغانستان کي دداسي حکومت جوړ کړي چي حکومتی چارواکي يې دوي په مدرسو کي روزل شوی وه،او هغوي ته دبل هيچا لاس نه دۍ ورسېدلۍ او نه يې ددوي سره داړيکو نيولو امکان پيدا کړۍ دۍ. ځکه نوطالبانودهمدغو مذهبي اړېکو پر اساس تل دپاکستان خبراو فرمانو ته غوږ نيوه. دځينو سياسي تحليل گرو په نظر هغه پخوانۍ دشپږمي صوبې خيالات هم دځينوپاکستاني جنرالانو په مغزوکي دطالبانو واک ته په رسېدوسره راټوکېدلی وه . پاکستان پلان لاره پسله هغه چي طالبان په ټول هيواد کي قدرت ترلاسه کړي په سړه سينه به دژوري ستراتېړۍ پلان په عملي کېدو پيل وکړي اودتل لپاره به دډيودنډ دکرښي مسله هم حل کړۍ .
دوهم : امريکا غوښتل چي په سيمه کي دروسې او ايران داغيزو مخه ونيسي ترڅو وکولاي سي دافغانستان له لاري دمنطقي نفت او گاز لويو ذخيرو ته لار پيداکړي . امريکاپدې منظور چي دترکمنستان څخه دافغانستان له لاري گاز پاکستان او له هغه ځايه چيري چي يي غوښتل دگاز لولي تيري کړي دطالبانو سره مرستي ډيري کړې ؛کله چي طالبانو کابل ونيو سمدستي امريکايي نفتي شرکت اعلان وکړ چي دا دسولي او دترکمنستان دگاز دپروژي دپلي کولوپه لوريو مثبت حرکت دۍ .
همدا شان امريکاغوښتل هغه ستينگر توغندۍ چي امريکا دشوروي سره دجگړې په ورستيو کي مجاهدينو ته ورکړې وه چي تقريبأ شمير يي ((۱۵۰)) ته رسېده او ټول نه وه استعمال سوي دطالبانوپه وسيله بيرته راټول کړي ،تر څو دروسي او ايران لخوا تر لاسه نسي . که څه هم داحمدشاه مسعود لخوا روسي ته څوداني ورسېدل خو ايران ټولوتلاښونوسره پر دغه بريالۍ نسو چي ستينگر توغندۍ تر لاسه کړي .
پاکستانۍ ژورناليست احمد رشيد ليکی :که په کابل کي دنجيب الله دحاکميت دنسکورېدونه وروسته امريکا خپل سفارت وتاړه، خوطالبان تر ډيره وخته ددوي تر سياسي حمايي لاندي وه . دباندنيوچارو وزارت يوه وياند څرگنده کړه چي امريکادطالبانودهغو گامونوپه اړه چي موخه ئي دطالبانو لخوا داسلامي شريعت پلي کول دي داعتراض وړ څه نه ويني .هغه ويل طالبان ددې پر ځاي چي دلوديځ پر خلاف وي دعصريت پر خلاف دي وي . دغه څرگندونې ددې ښکارندوي چي که طالبان همدا نن هم هوښيار اوسی اوسيا ستوا لوسره په گډه دافغانستان دآبادی لپاره ماوتړي امريکاچي دنفتو اوغازودنل ليکي امنيت ئي ساتل شوی وي نورڅه نه غواړي .داچي دوي واي موږ دطالبانومخالف يوځکه چي دوي بنسټپال دي داخبره رښتيا نده ،امرکاته ترهرڅه خپلي گټې ارزښتناکه دی خو له بدمرغه زموږلپاره بياتر خپل وطن دنورودگټوساتل مهم دی اوخپل گلالۍ وطن مودمذهب په نامه دپردوتر گټو قربان کړی دی .
په ۱۹۹۷ کال کله چي طالبانو مزارشريف تر خپل واک لاندي راوستل دلومړی ځل لپاره سعودي عربستان ،عربی عمارات اوپاکستان لخوا په رسميت وپېژندل سوه .
بلې خواته ايران ،ازبکستان اوروسې په شمال کښي دطالبانو مخاليفوډلوسره مرسته کول ،په ځانگړې توگه له دې مرستونه دشمال ټلواله ډيره برخمنه وه . دوي دنوروموخوپه څنگ کې داکارپدې خاطر کاوه چي دطالبانو دمخالفينو په وسله وال کېدوسره افغانستان بې ثباته وساتي تر څوامريکاونه توانېږي چي دغازودنل هغه پروژه چي له ترکمنستان څخه دافغانستان له لار پاکستان اوبياتر هندوستان پوري رسېده پلې کړي .
پدې ډول طالبانوپه لومړي سرکي دافغان ولس خو وروسته دپاکستان داردوپه مرسته دافغانستان ۹۵ په سلو کي خاوره تر خپل تسلط لاندي راوستل .خو تراوسه دادقيقه معلومه نده چي ولي طالبانواوددوي ملاتړونه غوښتل ټول افغانستان تر خپل سلطې لاندي راولې ؟؟؟ داغه سوال دی چي تر اوسه بې جوابه پاته دی ،ځکه څنگه کېداي شي چي ۹۵ په سلوکي خاور دي په ډيره چټکۍ ونيول شي اودغه پنځه فيصده دفولادوسنگر شو. يوشمير بهرنی اوکورنی څېړونکي پدې باوردی چي دپردي شاته دروسې او امريکاتر منځ دجوړجاړی پر بنياد ددغه کار مخه نيول کېده .
۲/ دمرکزي آسيا دنفتواوغاززيرموته درسېدوپه موخه امريکايي نفتی کمپنيوعلاقمندي :
دشوروي نظام دړنگېدونه وروسته لکه څنگه چي تنظيمونه اوپه افغانستان کي دهغوي نظام دلوديزوالوپه منځ کي خپل ارزښت له لاسه ورکړ،همدا ډول دپاکستان ستراتېژيک اهميت کچه هم تر ډيره بريده راکښته شول .
خوکله چي دامريکا نفتی کمپنيوته په منځنۍ آسياکي دتيلواوگاز دسترو زيرموته دلاس رسۍ اشتهاراولاړه سول اوپه سيمه کي يوشمير نورومسايل چي دامريکالپاره ئې زيات ارزښت درلود ددې لامل شوه چي پاکستان يوځل بيادامريکا د اقتصادي ،سياسي او پوځی کړيو دپاملرنې وړ وگرځی .
دسعودي عربستان داستخباراتو رييس اميرترکي وايي (( امريکايانو دمجاهدينو دحکومت په وخت کي دافغانستان حالات څارل اوزموږسره ئي پدې هکله خبري کولې ،مگر دوي ته تر هر څه ډير مهم په دغه هيوادکي دتيلو دکمپنيوفعاليتونه وه،هغه دطالبانوسره دامريکادتيلو دکمپنومرستو خبره هم رد نکړه اوڅرگنده ئي کړه چي پداسي وختو کي ډير ي مرستي کيږي ))
دطالبانود پروژه پلي کول په حقيقت کي دامريکا،سعودي عربستان اوپاکستان لخوادسترو موخولپاره رامنځ ته شول . په ۱۹۹۶ کال داکتوبر پر څلرمه کله چې طالبانو کابل ترخپل حاکميت لاندي راوست ،يوه هفته وروسته نېنظير بوټو له بې بي سي سره په يوه مرکه کښي وويل : (( دطالبانودپيدايښت مسله دافغانستان دجهادپه کلونو کي دامريکا ،سعودي عربستان او انگليستان لخوا طرحه شول .))
افغانستان دامريکا،پاکستان اوسعودي عربستان داستخباراتوپلاس کښېوت .امريکادمرکزي آسيا دنفتو اوغازو خوبونه ليدل ، سعودي عربستان دمذهبي اواقتصادي موخواودابل بيا دتاريخي دښمنيو دسرته رسيدواوپه سيمه کي دژوري ستراتيژۍ دطرحي دپلي کيدوخوبونودرښتيا کېدو لپاره شېبې شمېرلې اوپه اخيرکښي ئې موږ هيواد او خلک داسي ولوبوله چي تر اوسه ئي دخلاصون په لار نه پوهېږي .
ددې خبري دپخلي لپاره غواړم څرگنده کړم چي طالبان لاکابل ته درسېدوپر لار وه چي په ډيره بېړه د۱۹۹۵ کال داپريل په دوهمه اونۍ کښي دامريکادبهرنو چارو وزارت ،اودملي امنيت شورا دCIA په مرسته يو گروپ ماهران چي وکولاي شي دکسپن دبحيرې دغازو اونفتوکچه معلومه کړي سيمي ته ولېږل ،په همدې مياشت کي ديونيکادکمپنۍ اوترکمنستان تر منځ لومړنۍ خبري پيل شوې ،په ۱۹۹۹کال داکتوبرپر ۲۵ له ترکمنستان څخه دافغانستان دخاوري نه تر پاکستان پوري دغازودنل ليکي دجوړيدو پرو توکول دديونيکال دکمپنۍ ،سعودي عربستان ددلتا آيل کمپنۍ اوترکمنستان داړونده چارواکوتر منځ لاسليک سو. ۶دکتاب ۸۹مخکي موخز
ددغو نلوودامنيت ساتلو لپاره يو پوځ ته اړتياوه ،امريکادغه پوځ طالبان بلل اوپه همدې منظورئي دهغوي سره مرسته کول چي دولتي واک تر لاسه کړي.ددوي ( ISI,CIA دامريکاديو نيکال اوسعودي عربستان ددلتا آيل) لپاره طالبان يوازنۍ دمنلو او اعتماد وړ ډله وه .
په ۱۹۹۵ کال ويليام پيري پاکستان ته سفر وکړ اودپخوانيو ادعاوپر خلاف چي دوي ويل پاکستان دترهگرو ملاتړ کوي دغه هيواد ئي خپل دوست وباله اوامريکاته په راستنېدوسره پر دې بريالۍ شو چي دامريکا کانگرس پر پاکستان باندي دوسلو دپلورولوبنديز پاي ته ورسوی . تاسوفکر وکړی اياداکمه برياوه چي دطالبانو څخه دملاتړ ترنامه لاندي ئې تر لاسه کړه ؟
بياهم جنگېدل افغان طالبان خودهغوي دسرپه قمت فايدې اوگټې پاکستان ته رسېدې .متاسفانه هغه وخت په طالب چارواکو کښي داسي درايت نه و چي دغه ټکي ته پام وکړي اودبلې خواپاکستاني استخباراتودوي ته داسي روحيه ورکړې وه چي دنوروافغانانوخبروته ئې غوږ نه نوۍ اونه ئي هغوي ته مراجعه کول .همدا اوس پاکستان دطالبانو په منځ ک داسي تبليغ کوي اوداسي ئي روزي چي همدا يوازي تاسو ښه اودافغانستان ساتونکی ياست ،نور ټول خائينان او وطن فرشان دي ،تر څودوي له ملت اوافغان روڼ اندونه جلااوپه دښمنۍ کي وساتي .
دملگرو ملتودسازمان استازي چي دامريکاديونيکال دکمپنۍ استازي هم و پسله هغه چي طالبان دکابل دروازوته ورسېدل ،داکار يو نيک شگوم وباله اوڅرگنده ئي کړه چي طالبان به په ټول افغانستان کي امنيت راولي . خو دمحمود مستری دغه څرگندونې ددې لپاره نه وي چي گويادوي په افغانستان کي په امنيت پسي تږي وه ،خبره داوه چي دوي فکر کاوه دطالبانوپه حاکميت کي به وکولاي سي دمرکزي اسيادتيلو اوغازو پراخو چينواوزيرموته لاس رسۍ پيداکړي .مگر له دې نه بې خبره چي دپاکستان استخباراتو دخپلي ستراتېژۍ دپر مخ بېولو لپاره له لويه سره دطالبانوپه نامه دځوانانو روزلوته پام اړولۍ و،اوکله چي لازمه وگڼل شوه ددې پروژې دپلي کېدولپاره لاس په کار شول ،اوتلاښ به وکړي چي يوازي ددوي گټي پرې وساتي اوکه لازمه وگڼل شوه نوله نورو هيوادوبه ددوي له امکاناتوڅخه امتيازونه ترلاسه کوي . چي متاسفانه پروسه همداسي پر مخ درومي ،پاکستان همدا اوس هره شيبه دطالبانودشتون څخه په استفادې سره دامريکا اونړيوالي ټولنې څخه په ميليونوډالراونورامتيازات تر لاسه کوي .
په ۱۹۹۶ کال امريکا دازبکستان سره دمرکزي اسيادسوله ساتي ځواک په نوم يوتړون لاسليک کړ . څه موده وروسته امريکاله قزاقستان او قرغزستان له دغه تړون سره يوځاي شول ،اوپه ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸ درې واړو هيوادويوځاي پوځی گډ تمرينات وکړل . داوخت دی چي دامريکا نفتی کمپنيو سيمي ته ځانونه ورسول اوتر څېړنو وروسته دهغوي جيولوجستا نودغوکمپنيوته دسيمي دگاز اوتيلو په هکله دډيرو زيرمودرلودو معلوماتونه ورکړه . په همدې دليل داکمپنۍ ديوې داسي لاري په لټه کي شول چي څنگه وکولاي شي دغه شتمني ددنيابازارونوته ورسوی .
دطالبانودواک ته رسېدوپه لمړۍ سرکي امريکا ډير ژر اعلان وکړ چي دطالبانوسره به اړېکي ټينگی کړي . دامريکا ديونيکال دکمپنۍ يوه استازي گريس تاگرت دطالبانوبرۍ يومثبت کاروباله اودامريکاله حکومت نه ئي غوښتنه وکړه چي دطالبانو حکومت په رسميت وپېژنې . مگر ديوشمير دلايلواوحوادثو له مخې دطالبانودحاکميت تر ورسوتۍ ورځی پوري هغوي په رسميت ونه پېژندل سوه.ځکه خودطالبانويوشمېر مشرانوداغوښتنه اوگيله درلوده چي موږ دامريکا ټولي خبري منلي خودوي هم بايد موږ په رسميت وپېژنې . دامريکالپاره طالبان په دولتي واک کښي يوازي ددي لپاره مهم وه چي وکولاي شي دترکمنستان څخه دنفتو اوغازودنل ليکي امنيت ونيسي ،نور چي دوي په افغانستان کي څه کوي دوي ته ئې چندان ارزښت نه درلود، دوي ډير په مرکزي آسياکي مصروف وه چي دځان لپاره دغوزيرموته درسېدو امکانات پيداکړي له همدي امله تر څوچي دامريکالخوادطالبانودپه رسميت پېژندلوپر مسله باندي دخبرو وخت را رسېده ،په بهرکي دامريکا پر ديپلوماتيکو مرکزونوباندي ترورستي حملې تر سر شوې ،امريکاپدغو حملو کي اسامه بن لادن ملامت وباله اوسمدلاسه ئي دهغه دتسليمېدو غوښتنه وکړه .
ځکه نو دامريکادبهرنيو چارووزير ې مادلين البرايت به دطالباودپه رسميت پېژندنې دغوښنې په جواب کي تل دايوه خبره کوله : دامريکالخوادطالبانودپه رسميت پېژندلو لپاره اړينه داده چي طالبان ژر تر ژره اسامه بن لادن امريکاته وسپاري .خوبن لادن طلبان دومره تر خپل نفوذ لاندي راوستلي وه چي دهغه دسپارلوپه بدل کښي ئي افغانستان دغه اورته وروغورځاوه چي دادي اوس ټول ملت پکښي سوځي .
دامريکادغوښتنې په جواب کي دطالبانودبهرنيوچارو وزيرمتوکل دبې بي سي سره په مرکه کښي و ويل چي : افغانستان دکوم بهرنی هيوادسره دمجرمينودتسليمېدوقرار دادنلري ،خوداڅرگنده نه وه چي دوي په رښتياسره دافغانستان کوم پخوانۍ قانون مني؟ دوي ځانته قانون درلود چي دوي جوړ کړی و،هغه قانون دکومي ملي مرجع لخوانه وتصويب شوی اونه هم په نړيوالو اړيکو کښي چاته دمنلو وړ وو .
داهم بايدله ياده ونه وزي چي دپاکستان استخباراتو هم دپردې شاته دخپل استازي پوسيله چي دطالبانو دمشرتابه منشي و طالبان هڅول چي اسامه بن لادن امريکاته تسليم نکړی ،کله چي پاکستان مجبور شواو طالبانوته ئي وويل چي بايددامريکايانو لخواد بن لادن دنيولوسره مخالفت ونکړ ي ،متاسفانه هغه وخت کار تر کار تير شوئ و.
ديادولووړده کله چي په کابل کي طالبانو دولتي واک تر لاسه کړ دپاکستاني استخبا راتو او دسيمي دهيوادو داستخباراتی شبکوتر منځ نوی سیالی راڅرگندي شوې ،اوله بلې خواپدغه وخت کي اسامه بن لادن دطالبا نو سره دښواړيکو دټينگېدوتلاښونه پيل کړه ،طالبانوته ئې ددي په بدل کي چي اسامه بن لادن دخپلو کسانوروزنتونونه دپاکستان څخه افغانستان اوپه ځانگړې توگه ختيځ اوجنوبی افغانستان ته را انتقال کړي دپراخواوهر اړخيزومالي اومادي مرستووعدې ورکړې اوتر ډيره برېده ئي دامرستي له طابانوسره تر اوسه جاري ساتلي دي . دغه مرستي اونيک علايق اودبلې خوا دپاکستان داستخباراتو مشرتابه هڅونې پدې موخه چي دوي له دغه حالت نه خپله گټه زيات امتيازات تر لاسه کړي طالب چارواکوته ويل ،افغانان ميلمه پال دي بايد دميلمه پالنې احساس ته درناوی وشي ،خوداسي ميلمه پر موږ تپل شوی و،چي ميلمستوب ئي تر اوسه زموږ هيواد داورکندي ته ورغورځولۍ دی . دغه حالت ددې لامل شو چي داسامه بن لادن دنه تسليمېدوپر سره له طالبانوسره دامريکاددښمنۍ دراپيداشول .ټولوهغو هيوادو چي نه ئې غوښتل دغه پروژه دامريکايي اوسعودي کمپنيولخواپر مخ ولاړه شي دخپلو ا مکاناتوڅخه په استفادې سره دغه اختلاف نورهم ژورکړ، پايله داشوه چي داپروژه په ټپه ودرېدل . دا هغه پروژه ده کوم چي همدااوس هم دافغانستان ،پاکستان اوترکمنستان تر منځ پرې خبري رواني دي .
طالبانودخپل حاکميت په دوران کي خلکوته ورکړه سوی وعدې تر سره نکړې ، ملک دوحشت اوبربريت پر لور روان وو،پر ټول هيواديوه توره اوناڅرگنده سياسي فضامسلطه شول ،اوله بلې خواداهم هيڅ افغان ته دمنلو وړ نه وه چي هر چېري پاکستاني چارواکي ليدل کېده اودامام کرنيل په نوم داستخباراتو جنرال دملاعمر دستر سلاکار اومشاوردنده سرته رسول ،داهر چا احساسول چي دپاکستان استخبارات څومره په افغانستان کي برلاسي دي،اودطالبانوپه نامه زموږ په هيوادکي دپاکستان داستخباراتوکارمندان ،پوځی افسران اواجنټان په ازادانه ډول دهيواد په هرگوټ کي پورته اوکښته کېږي دهغوي تر څنگ داټوله پروسه رهبري کوي . پاکستان عملأغوښتل دمذهبي فشاراوشعار پوسيله دخلکو ملي اراده اوشهامت مات کړي ،دمنځنيو پيړيودقوانينو پلي کېدل پيل سوه ،په څرگنده توگه افغانستان دنړيوال بهير اونړيوالو اړيکونه ليري کېده. له همدې امله افغانانوله همدغو طالبانوڅخه مخ واړاوه اويوبل تحول ته سترگي پلارسول ،ترڅوددغه منځنيو پېړيوله حالت اوحاکميت نه ځان اوهيواد خلاص کړي . افغانانوهيڅ وخت پردۍ ندئ منلۍ ،مگر کله چي امريکا په افغانستان کي دالقاعدې دسازمان اوطالبانودحاکميت دجرړودايستلو لپاره پر افغانستان وسله واله حمله وکړل ،د افغانستان دعامو وگړو لخوائې هرکلۍ وسو. داچي بياوروسته بهرنيوځواکونوکوم سياست غوره کړ اوددوي پلاس جوړسووحکومتونو اودولتونوبيا له افغان ولس سره څومره بې پروا اوظالمانه برخورد پيل کړ دابله خبره ده.خوددې ټولو ناخوالوپايله داسوه چي اوس که موږ پاکستان ته وايو زموږ په خاوره دلاسوهنې څخه لاس په سر شئ ،هغوي په ځواب کي راته وايي ،وروره ستاحکومت دخلکوسره کړې وعدي يوه هم نده تر سره نکړې اوبهرنيان هره ورځ بې گناه خلک وژني دغه ددې لامل گرځېدلي چي افغان ولس ياغي شوی او ددولت پر خلاف ئې وسلې ته لاس کړي ،زه نه يم اونه هم غواړم ستاپه خاوره کي لاس وهنه وکړم . دغه دولت چي متاسفانه په ډېره عجله اوبې تدبيره ډول دبهرنيانو لخوا دبن دتوافقاتوتر نامه لاندي پر پر افغا ن ولس وتپل سو، يوځل بيا د امکانات برابر کړه چي پاکستان په خلاص لاس موږ ته په خپله خاوره کي ترخپل نظارت لاندي روزل سوي کسان داسلامي بنسټپالوياپاکستاني طالبانوپه نامه راوليږي اودبلې خوددولت ،ټوپکسالارو ،جنگسالارو،محلي قوماندانانواوهيروئېنودپټو اوښکاره سوداگروڅخه پزې ته راغلي اومجبورشوی چي ټوپک ته لاس کړي يوځل بيادطالب په نامه راټول اوتنظيم کړه ،هغه پخوانۍ لس کسيزه شورائي ورته فعاله اودطالب غورځنگ نوم ئي بيا ورباندي کښېښود. دبېلگې په توگه همدا اوس دبهرنيودړندو هوايي غونډارو دقربانيانو پاته کسان په ر ولايت کي چي دي اويادخواجه بهاوالدين ولسوالی ته راستانه شوو کسانوته که خپله مځکه پرې نه ښودل شي طبعي ده چي کډې به مجبرأ پاکستان ته رسوي اوخپله به لوي او واړه دغچ اخيستلولپاره دوباره افغانستان ته راځی هر څه چي ئي په وس ورسېدل سرته رسوي ،داچي بيادکرزي نوکران کوم نوم ورباندي ايږدې طالب ياترهگر داددوي کاردی ،ورته کړنې په نيمروزکي هم راشروع شوی دي ،په يوه خبره چيري چي دپښتنو لږ کورنۍ ژوند کوی دايران اونوروافغان دښمنوگاونډيانو په هدايت ددې لپاره چي له يوې خوا دهيواد ويش ملي شخړوته امکانات برابرشي اودبلې خوا امريکااونړيوالي ټولنې ته چي په افغانستان کي پوځ لري يوه بله سردردی راپيدا شي ،تر څوهغوي مجبورشي دخپل ولس دسياسي فشارپه پايله کي افغانستان بې سرنويشته پرېږدي ،دځينو بهرنيو هيوادو داخبرې چي تر ناټو او امريکاوروسته به دوي افغانستان جوړوي اوياداچي دوي به ورستی قوت وي چي دافغانستان څخه دناټودوتلو غوښتنه کوي بې تاثيره اوهوايي خبري ندي . هغو افغانانوته چي په رښتيا هيواد ورته گران دی اوځانونه دهيواد اوافغان ولس پر وړاندي مسؤل بولې دهر بهرنی هيواد څرگندووته جدي پاملرنه ملي دنده گڼل کيږي . دامي لا هيرشوه چي ايراني چارواکي اوس په ډاگه دمهدي نړيوالي اسلامي ټولنې دجوړېدوخوبونه وينی اوددې لپاره تر هر ځاي زيات په افغاستان کي فعاليت کوي .له بدمرغه زموږ جگړه ځپلی ولس ددې پر ځاي چي دبهرنيانو دمادي اومالي مرستونه ئې سالمه استفاده اودهيوادپه بياجوړونه کي له هغه نه کارواخيستی واي هره ورځ په جناز پسي روان وي .
دپاکستان استخباراتي شبکودنېغ تاثير اوکنترول په پايله کښي دطالبانو اسلامي امارت دکورنی اوبهرني سياست په ډگرکي پاکستان دمعين پلان له مخي پاتې راغلل ،پسله هگه چي طالبانو امريکاته داسامه بن لادن دورسپارلونه ډډه وکړه ددغې تاريخي تيروتنې او امکاندلاسه ورکولونه وروسته دپردې شاته دامريکالخواپر پاکستان فشار واچول شوتر څو هغوي طالبان چي په دولت داری کښي کومه تجربه نلري اونه هم ددي لپاره کافي پرسونل لري هغهو کړنوته وهڅوی تر څوپه افغانستان اونړيواله ټولنه کي ددوي کړنې دخلکو دنفرت وژوگرځی .ځکه نودطالب چارواکودناڅرگندو اود دولتي معيارونه خلاف کړنو په پايله کښي امريکا،لويديزي نړۍ اودملگروملتوسازمان لخواددوي په اړوند منفي اوکېداي سي ووايو دښمنانه دريځ غوره کړ . امريکاددوي له په رسميت پېژندلوڅخه ډډه وکړه . په طالبانوپسي مختلف تبليغات پيل اوتر زياتو گوتنيونو اوگوتڅنډنولاندي راغلل . طالبانو دافغان ولس اوپه بهرکي دافغان روڼ اندوله ملاتړاونيک نظرنه هم گټه وانه خيستلاي شول ،اونه ئي دهغوي دامکاناتو څخه دافغانستان لپاره استفاده وکړه ،دهغو په مقابل کي بې تفاوتی اوپه وروسته کي دښمنی ددي لامل شوه چي په بهرکي اوسېدونکی افغانان اوپه ځانگړې توگه روڼ اندي له طالبانوڅخه خوابدي اوله هغوي نه ئې مخ واړوي . همدا اوس هم دطالبانو سياست لکه هغه ځنگل چي اور واخلي ، وچ اولانده ټول له يوه سره سوځی دقيق اوپر نړيوالو سياسي معيارو ندی برابر،ددوي لپاره ټول دښمنان اوددې هيوادسر بېگانه دي ،يوازي دوي چي له پاکستان څخه حمايه کيږي ،له هغه هيواد څخه چي متاسفانه زموږ سره داختلافاتواودښمنيو اوږدتاريخ لري ځانونه وطنپرستان بولي ،ځکه خوددوي داډول بي بنياده اوساده سياست چي دپاکستاني استخباراتي شبکوپر لاس جوړشوی کومي برياوي نلري .
دجگړې له لاري دافغانستان دمسلې حل ناشونۍ دی ،که هرافغاني سياسي ځواک غواړي افغانان له دغه سياسي اوپوځي ناورين څخه خلاص کړي ،دبېگانه ولپاره دوتلوزمينه اودپاته کېدو دپلمې امکانات له منځه يوسي ددې لپاره بايد داسي سوله ايزسياسي اوپوځی شرايط برابره کړي ،ترڅوهغوي زمور له هيوادنه ولاړ سی اوموظدسياسي درايت له مخي وکولاي شودخپل هيواددپرمختگ اوبياجوړونې پروسه په خپله په گډه پر مخ بوزو. ددې لپاره چي دگانډيانوتورلاوسونه بايد زموږدهيوادنه لنډ شي دټولوافغانانوملي دنده ده چي په خپلوکي دسولي اوتفاهم له لاري دافغانستان دروښانه راتلونکي او يوازي دافغان ولس دښېرازي اوبسياينې په خاطر ټول خپل مينځي جنجالونه او پخوانی اختلافات حل اوياشاته پرېردي . پخواکه دهرچااوهرې ډلې کړنې ښې وې اوکه بدې هيري اوخپلوملي گټوته پام راواړوي .ترڅوموږته ترهر څه ملي گټې اودخپل هيواد دپرمختگ اواقتصادی پياوړتيامسله ايمانأ او وجدانأ محترمې نشي موږپه هيڅ صورت نشوکولاي خپل هيوادله دغو کشالو اودبهرنيودتسلط نه خلاص کړو. ومن الله التوفيق نوربيا