افغا نان بیا هم دفقر او نیستی سره مخا مخ دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

که امريکايي يرغلګرو او لاسپوڅو افغان چارواکو د افغانستان تباهۍ ته لاس نه وائی اچولی، نو اوس بايد افغانان اقلا د لوږې او نا امنۍ له خطراتو نه ژغورل شوي وى، ځکه څومره لګښت چې د اشغال پدې اوو کلونو کې شوى، که په سمه لګيدلى وى ددې ملک د نفوس د څو برابره خلکو لپاره د آرام او سوکاله ژوند وسايل پرې برابريدلى شوى. په ميلياردونو ډالر ولګيدل، خو د افغان ولس بدمرغۍ ددې په ځاى چې کمې شي مخ په زياتيدو دي، بمونه او ګولۍ خو څه کوې اوس يې لوږه هم په مرګ ګواښي او هيڅوک لدېنه انکار نشي کولى چې د نيواکګرو د ظالمانه کړنلارو له امله فقر او جنګ له پخوا نه ډير چاغ شويدي. د افغانستان استقلال او ملي يووالى له بل هر وخت نه زيات له خطر سره مخ دى. نن د امريکايي يرغل يو شمير پروني ملاتړي هم پدې اعتراف کوي چې نيواکګر هڅه کوي په ډيرې چټکۍ سره د افغانستان ديني، اخلاقي او کلتوري بنسټ ونړوي، تر څو پر ځاى يې هغه نظام ودروي چې هيڅ ډول ديني او انساني ارزښتونو ته پابند نه وي. له همدې ځايه ده چې يرغلګرو د ټولو هغو پرګنو په خلاف جګړه اعلان کړيده کومې چې له دين او وطن سره د وفا له کرښې نه پښه اخوا نه شي اړولى، ايمان او له اصل سره تړاو يې ددې اجازه نه ورکوي نوي را وارد شوى غربي رنګ خپل کړي. د همدې استراتيژۍ په حکم د افغانانو وږي کول، ځورول،کړول او وژل د اشغالګرو اصلي موخه ده، دا ورځنۍ بې رحمه بمبارۍ او دا وژونکې لوږه تصادفي نده، بلکه دا د هغو شيطاني ځواکونو د توطئو او مکاريو نتيجه ده چې افغانستان پخپله اصيله اسلامي او افغاني بڼه کې نشي زغملى. په تيرو ورځو کې د سلګونو بيګناه افغانانو د شهادت له خبر سره همزمان ((اوکسفام)) نومې بريتانيايۍ انساني مؤسسې دا خبر هم خپور کړ چې که لازمې مرستې ونشي لوږه به په راتلونکي ژمي کې (٥) مليونه افغانان تر خاورو لاندې کړي. نوموړې مؤسسې د دې وژونکې لوږې عواملو ته د اشارې په ترڅ کې دا ويلي چې د نيواکګرو ځواکونو بيځايه قيودات او اقدامات ددې انساني غميزې مهم عامل شميرل کيږي. په خبر کې دا هم ويل شوي چې د افغانستان نيمايي نفوس د فقر له کرښې نه په لاندې سطحه کې ژوند کوي او فعلا داسې فقر پرې راغلى چې اقلا په تيرو شلو کلونو کې يې مثال نه موندل کيږي. نيمايي افغانان پداسې حال کې د فقر له لاسه د مرګ له خطر سره مخ دي چې پر ملک قابض ځواکونه د ميلياردونو ډالرو مرستې ډنډورې غږوي او افغان تالي څټي يې په کابل، دوبۍ او .. کې ماڼۍ او پلازې جوړوي... د افغانانو د لوږې خبر پداسې حال کې خپريږي چې تيره اونۍ په ستاکهولم کې د اوبو په اړه جوړ شوي نړيوال کنفرانس پخپل وروستي رپوټ کې دا په ډاګه کړه چې پر نړۍ مسلط ظالمانه نظام نړيوال له فقر سره مخ کړيدي، د امريکا او نورو غربي هيوادونو غير منصفانه کړنلارو بشريت د لوږي په خوله ورکړيدى، که عدل تامين شي نو د لوږې مشکل پخپله له منځه ځي، ځکه فعلا که د نړۍ (٨٥٠) مليونه خلک له لوږې سره مخ دي، نو (١،٢) ميليارده خلک هغه دي چې د پُر خورۍ ستونزه لري... پدې رپوټ کې بله مهمه خبره دا ده چې وايي: امريکايان په عمومي توګه د خپلو خوړو دريمه برخه هسې ضايع کوي او پدې حساب هر کال (٤٨،٣) ميليارده ډالر په کثافت دانيو کې اچوي!! درانه لوستونکي کولى شي د همدې څو خبرونو په مرسته د امريکا نيت، هدف او له افغان ولس سره معامله معلومه کړي. که څوک له تعقل او انصاف نه کار واخلي نو حتما به پدې باوري کيږي چې امريکايي اشغالګرو د افغانانو د له منځه وړلو اراده کړيده او له همدې امله پر هر افغان لازمه ده د خپلې بقا پخاطر د عمل ډګر ته وړاندې شي .ښکاره ده چې امريکايانو د روسانو د معلوماتو، تجربو او د هغوى په لاس د روزل شويو بړيڅو په مرسته افغانستان اشغال کړ او له ټولو نه مخکې يې هغه نقشې او توطئې تر تطبيق لاندې ونيولې چې د افغان ولس معنوي ځواک او ملي يووالى زيانمنوي. د ځوان نسل د انحراف او بې لارې کولو ټول وسايل يې په کار اچولي، د اهليت او وړتيا معيارونه يې له منځه وړي، قوم، ژبه او مذهب يې د واک او کار معيار ګرځولى، هغه کسان او ډلې يې پر ملت تحميل کړيدي چې کلونه کلونه يې د روسانو او د هغوى د منطقوي انډيوالانو په درسخانو کې د قومي او مذهبي تعصباتو زده کړې کړيدي. همدا قومي او مذهبي پلورل شوي افراطيان دي چې هره ورځ د افغان ولس پر ځپ، ځپ شوي جسد د نامردۍ ګوزارونه کوي، پردۍ نقشې تطبيقوي، پردي افکار را واردوي او يرغلګرو ته ددې زمينه برابروي چې خپل ناروا تسلط اوږدکړي. همدا پردي پال مزدوران وو چې په شمالي ولاياتو کې يې د افغانانو تر منځ د نفاق د تخم شيندلو ډيرې شومې هڅې وکړې، په هزاره جات کې يې د کوچيانو او هزاره ګانو د جنګولو نقشه جوړه کړه او دا دى پدې ورځو کې يې د يوه بل جنايت کولو ته ملا تړلې ده. خبري رسنيو خبر ورکړ چې څو ورځې وړاندې له پاکستان نه د (٩٠) کورنيو تقريبا اته سوه کسان په تخار ولايت کې خپلو کورونو ته ستانه شول چې د خواجه بهاو الدين ولسوالۍ مرکز ته له رسيدو سره سم د قومي افراطيانو له خوا کلابند شول او حتى ددې اجازه نه ورکوي چې خپل سامانونه له لاريو نه کوز کړي، د محاصرې په حالت قرار لري، له لوږې او مرضونو سره مخ دي، خو نه يې لاسپوڅى حکومت او نه مرستندويه کومه اداره احوال اخلي او همدې ناروا چوپتيا قومي متعصبين دومره غاوره کړل چې اوس يې همدې نويو ستنو شويو افغان مهاجرينو ته دا ګواښ کړيدى چې يا به له هغه ځايه بيرته ځي او يا به د مرګ انتظار باسي!! پر دې سربيره قومي افراطيانو مظاهره هم کړيده او په هغه کې يې نه يوازې د همدې نويو ستنو شويو مهاجرينو د بيرته تلو غوښته کړيده بلکه پر ټولو پښتنو يې د مرګ نارې وهلې ... او همدا يې د پيژندلو لپاره کافي ده. افغان مسلمان ولس لدې ډول مزدورو ډلو او خوسا شعارونو نه خپل برائت اعلانوي او له ټولو نه د دې غوښتنه کوي چې په پوره يووالي د ټولو هغو دښمنانو مقابله وکړي کوم چې د افغان ولس يووالى د ځان لپاره خطر بولي. افغانستان د افغانانو ګډ کور دى او هر افغان د هيواد په هره سيمه کې چې وغواړي د ژوند حق لري په در نا وی رحمت اله روان.