مسعود د هېواد ملي ګټو په تله کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د هېواد ملي ګټو او ارزښتونو سره چلندتوګه او هغو ته وفاداري ؛ د شخصیتونو ، سیاستوالو ، مشرانو او همدارنګه د سیاسي ډلو ، ګوندونو او غورځنګونو د بېلا بېلو ادعاوو د سپيناوۍ یوازینی محک ګڼل کیږي . ملي ګټو او ارزښتونو سره له چلندتوګې پرته موږ بل داسې معیار چې د وګړو او ډلو بېلا بېلې دعوې پرې پرتله کړو، نلرو .
ډېر ځله کېدی شي یو څوک او یا سیاسي ډله تر پيچلو او تاوشویو ماسکونو لاندې ، هېواد ته په سرښندنې او ملتپالنې خپله سینه وډبوي ، خو په پای کې د هېواد ملي ګټو پر وړاندې یوازې عمل او پراتیک دی چې د داسې شخصیتونو او ډلو ریښتینې څېره ولس ته ښکاره کوي .
د هېواد د اساسي قانون په لویه جرګه کې ، د ګوتو په شمیر یو څواستازو چې د هغو زیاته برخه هم د هېواد له شمال څخه وو ، زور وواهه چې د لويي جرګې د تصویب شوې اجندا پرته ، مسعود ته د ملي اتلولۍ رتبه وګټي خو بریالي نه شول . دوی په جرګه کې حتی په دې هم بریالي نه شول چې دا خبره په اجندا کې ځای کړي او دا ملي ضد هڅه يي پټه په سینو کې ځان سره کورونو ته یووړه .
بلاخره دولتمشر کرزی چې واکمني يي د بېځایه مصلحتونو او زیانمنو سازشونو بېلګه ده ، د افغان ملت د ملي ګټو سره په ټکر او د لويي جرګې د روحي پرخلاف ، د یوه فرمان په ترڅ کې مسعود ته د هېواد د ویاړنې ترټولو دغه لوړه درجه وبخښله او نظارشورا ته يي هغه څه چې د لويي جرګې له لارې يي ترګوتو نه شوه کړای ، پخپل فرمان سره وړیا په لاس کې ورکړل !
اوس هم مسعود ته دغه درنښت افغان ملت نه ده ورکړې او د افغانانو په زړه او نیت ، هغه د یوه ملي غدار پرته بل کوم وړتوب نلري !
د هغه ملت په حال ژړا پکار ده چې یو څوک يي ملت سره غداري کوي او له هېواد سره په خیانت ویاړي او بل يي بیا داسې غدارانو ته د ملت له جیبه د ویاړنې درجې وربخښي !
د مسعود ریښتیني څېره چې پلویان يي د افغانستان د جهاد ( چې د ډېرو په اند هغه جهاد نه بلکې لوی فساد و ) یوازینی ټيکدار بولي او ځانونه هم د شوروی پر وړاندې ریښتیني مجاهدین بولي د بروس ریچارډسن په څرګندونو کې داسې موندلای شو :
۱۹۹۶ کال کې بروس ریچارډسن « افغانستان د شوروي د ډاروونکي واک پای ته رسوونکی » نومي کتاب کې د شاملوف روسيی سرتیري له خولې لیکي « زما نوم ایوان شاملوف دی . زه په ۱۹۸۷ کې افغانستان ته لاړم او د روستۍ قطعې سره چې په ۱۹۸۹ کې رخصت شوه ، ما هم ترخیص ترلاسه کړ . ..... له افغانستانه د شوروي ځواکونو تروتلو مخکې ، زموږ قطعې د ۲۰۱ مې فرقې تر امر لاندې چې سمنګانو او بغلان ته څېرمه پرته وه ، عملیات مخې ته بیول . احمدشا مسعود چریکي قومندان هم هلته و . مسعود د ماسکو په پوځي اکاډیمۍ کې د جنرال ویرنېکوف سره یوځای زده کړه کړې وه . داسې ویل کېده کله چې ویرنېکوف خپله زیږدکلیزه لمانځله ، احمدشا مسعود د نوموړي په کلیزه کې ګډون وکړاو سوغاتونه يي هم ورته وروړي وو . موږ د مسعود له چریکانو سره ښې اړیکې ټینګې کړې وې . د بېلګې پتوګه په سمنګانو کې زموږ تر منځ سوله او امنیت ټينګ و . موږ به جنګي ګاډو کې ګرځېدو اود مسعود چریکان به راتلل او په ګډه به مو سره سګرټ څکول. پخه خبره دا وه چې د مسعود چریکانو موږ سره کار نه درلود او موږ يي ارام پریښې وو ، خو د کابل حکومت د عسکرو په وړاندې بیا هغوی ځورونکی دریځ درلود . د حسیني لیکنه (۱ ) »
نوموړی لیکوال همداشان د مسعود او د شوروي د ۴۰ مې فرقې ترمنځ شوی تړون راسپړې او په دې اړه لیکي :
« په افغانستان کې د شوروي پوځي مشرتابه د مسعود سره اړېکې ټینګي کړې او له هغه سره يي د خبرواترو لپاره وړاندیز وکړ ، چې په کابل کې د شوروي د سفارت لخوا پرې هوکړه شوې وه او نښانې شوي وو .
لاسوندونه :
مسعود سره د خبرو اترو په اړه د پاموړ تکي :
۱ ــ د بدخشان ، تخار ، کندز ، بغلان او د پروان او کاپيسا د ځینو برخو په ګډون د تاجیک میشته سیمو ټاکنه او د افغانستان په چوکاټ کې د تاجیک قوم لپاره کورنۍ خپلواکي . او همدارنګه په دغو سیمو کې د خپلسرو حکومتونو بسیا .
۲ ــ جمهوري ریاست ، پارلمان او کابینه کې پر پلان شویو مقامونو کې ، د تاجیک قوم د استازو ځای پرځایښت
۳ ــ د مساوي حقوقو او خپلواک ګوند پتوګه د ( رباني ) د جمعیت اسلامي ګوند په رسمیت پېژندنه
۴ ــ د جمعیت اسلامي ګوند په چوکاټ کې د تاجیکو د یوه منظم پوځي ځواک جوړښت او د افغانستان په اردو کې د هغو شاملول . د ملي ګټو ( دلته د تاجیکو له ګټو څخه موخه ده : د کتاب لیکوال ) د حکومتي عمومي ګټو او د کابل ــ حیرتان د لویلارې په اړوند ددې پوځي ځواک تعریف او د موخو څرګندونه
۵ ــ د تاجیک قوم خپلواکو شویو سیمه کې د سولې بسیا او عادي ژوند ته د تاجیکو د راستننېدو په اړه د شرایطو سمون
۶ ــ په شمال ختیځ کې د اقتصاد ي چارو پراختیا او په دې اړه د افغان دولت همکاري ، د طبي مرستو او د سرحدي سوداګرۍ پراختیا
ددغو لاسوندونو د راکړې ورکړې په پلاوي کې لاندې کسانو ګډون درلود : په کابل کې د شوروي سفیر بوري ، ام ورانتڅوف او د شوروي د دفاع د وزارت د عملیاتي ګروپ قومندان جنرال وی ، آی وارنیکوف
د نوموړو امتیازونو تر لاسه کولو روسته ، مسعود له پلاوي سره پروتوکول لاسلیکوي چې هغه کې د ځینو لاندینو مکلفیتونو په اجرا کولو ژمن کیږي :
۱ــ د سویلي سالنګ او کابل ــ حیرتان په لویلار د پوځي عملیاتو بیخي بندول
۲ ــ نورې تنظیمي ډلې نه پریښودل چې تړون شاملو سیمو کې پر شوروي ځواکونو یرغل وکړي
۳ ــ د شوروي د ورکو شویو اتباعو په پيداکولو کې د مالوماتو راکړه ورکړه او نورې ګډې هڅې
۴ ــ تړون نه پورې خوا سیموکې د پنجشیر ځواکونه حق لري چې د نورو وسلوالو ډلو او دولتي ځواکونو پر وړاندې عملیات مخې ته یوسي
۵ ــ دا پروتوکول له لاسلیک څخه روسته بېله ځنډه پلی کیږي
پروتوکول د ۱۹۸۸ کال په دیسامبر کې د شوروي دفاع وزیر جنرال بې ، وی ګرموف او احمدشا مسعود لاسلیکوي .
په پورته تړون کې ښکاره لېدل کیږي چې مسعود د افغانستان لوی کور کې د تاجیک میشتو لپاره کورګی جوړول غواړي او د هغه وخت شوروي په ملاتړ هڅه کوي چې د افغانستان د تجزيي د بنسټ ډبره کیږدي . مسعود هیڅکله د ټول افغانستان په کچه سوچ نه دی کړی او تل يي د هېواد د ملي او سراسري ګټو پر وړاندې د هېواد د یوې کوچنۍ سیمې او ټاکلي ایتنیک ګټې مخې ته ایښې دي . د مسعود پلوي ډلې او رسنۍ هم دلته هلته ، هغه د تاجیکو اتل بولي او د افغانستان په کچه او یا د افغان پتوګه د هغه پېژندګلوو د نوموړي د شخصیت لپاره عیب او ځان لپاره شرم ګڼي . دوی ښکاره په تاجیک میډیا بریښلیک پاڼه کې مسعود « فرزند دلیر ایران بزرګ » بولي . دلته د مسعود په افغانیت دوی شرمیږی او دا خبره له چا پټوي هم نه !
مسعود افغانستان کې تاجیک میشتو لپاره د خیالي جنت په جوړولو کې چې بویه دی به يي مالیار وي ، په ۹۰ ومو کلونو کې ټول قومونه یوله بل سره وجنګول . « مسعود با کار وسیع اطلاعاتي ( جاسوسي ) به دامن زدن اختلافات میان ازبیک ها ، ترکمن ها و همچنان سوتفاهمات میان دوستم و رسول پهلوان متوسل شد . وبدینوسیله تلاش نمود تا دوستم را از توجه به مرکزقدرت ( کابل ) دور نګدارد .... مسعود باز هم بسنده نکرده سیاف وحزب اورا که در دشمني با هزاره ها وتشیع ورد زبانها بود تشویق کرد تا مناطق هزاره نشین را به کمک شورای نظار اشغال کند . مسعود تسلط اتحاد اسلامي رابه مناطق هزاره نشین پذیرفت ودر جنګ وحشیانه ای که براه افتاد ، غرب کابل بصورت سیستماتیک منهدم وده ها هزار انسان بیدفاع و بیګناه به دیار عدم قرستاده شدند . از کتاب اتلاف های تنظیمی در افغانستان صفحه ۱۱۱ »
د مسعود نظارشورا او جمعیت اوس هم د نوموړي په لار او لیکه درومي او چمتو دي یوازې تاجیکو ته د حقوقو د اعادي په درواغجنې دعوې سره ، قومونه یوبل سر وجنګوي او تاجیک له ټولو وروڼو قومونو سره دښمن کړي . هېواد کې د ژبې ، قوم او سمت په نوم د بېلتون تخم نور هم وپاشي . د ایران او روسيي د ګټو لپاره د هېواد ملې ګټې تر پښو لاندې کړي . او په پای کې افغانستان دړې وړې او د هېواد د تاریخي دښمنانو زړه پر افغانانو یخ کړي !
که څه هم کرزي د ملت د ارادې او پریکړې په خلاف ، له مسعود څخه اتل جوړ کړ . همدارنګه اته کاله يي د نظارشورا او جمعیت د دولت په لوړو چوکیو کې ونازول او د دوی هر جګړه مار يي د میلیونو ډالرو خاوند کړ. خو د ملت او هېواد پر وړاندې د غلو او ډاکوانو دې ډلې په چلوټو او درغلیو کې څه کمښت رانغی او لا دوام لري.
ترهغو چې افغانان د ملي ګټو او ارزښتونو په تله کې ، څوک دروند ونه تلي او د ملي ویاړ وړ يي ونه بولي ، په درواغجنو نومونو او جعلي لقبونو څوک د افغانانو په منځ کې ځای نه شي نېولای .
مرادزی
پای

( ۱ ) : سید نور الحق حسینی لومړنی خبریال و چې د مسعود او شوروي تر منځ يي د سازش او پیوازۍ په اړه مالومات ورکړي وو . لیکوال نوموړي مالومات د ۱۹۸۶کال د نومبر د ۱۰ مې نیټې له مرکې څخه رااخیستې دي .
اخځونه :
از تصرف کابل تا سقوط مزار له کتاب څخه
اتلاف های تنظیمی در افغانستان له کتاب څخه