د محمد يونس حسېنی قتل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليک: انور شاهين خانخېل- پېښور (کوزه پښتونخوا)

: د بخښونکی او مهربان لوے څښتن په نامه

برېښناليک: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
ما نۀ کندهار ليدلے دے او نه مې تازه وژل شوے د کندهار شورا شيعه غړے ارواښاد ښاغلے محمد يونس حسېني ليدلے دے خو چې له خپلو افغان وروڼو نه مو څنګه د کندهار د ښکلا په هکله خبرې اورېدلی وې نو دغسې مو د ارواښاد ښاغلی محمد يونس حسېني له وژل کېدو وروسته هم د هغۀ د ښکلا، ښۀ سړيتوب، حق وېلو او اخلاقو په هکله د کندهار له شيعه سنی ملګرو نه ډېر څه واورېدل.
او بيا مې چې له کندهار نه په خپرېدونکې (( ښکلا)) مجله کښې د هغۀ ښکلې مرکه چې په دې وروستيو کښې د افغانستان د سياسی او امنيتی حالاتو په هکله خپره شوې وه او ښاغلی عبدالهادی حېران ورور يو ځل بيا د وېباپاڼو ښکلا جوړه کړه ولوسته نو په دې پوه شوم چې دغه ښکلے او خوش اخلاقه سړے ولې قتل شو؟ د هغۀ په مرکه کښې د پښتنو له ځوابونو نه يو نامعلوم خوف او نا اميدی څرګنديږی او داسې ښکاری چې زړۀ يې له رازونو نه ډک دے او پړق چاودو ته ناقراره دے خو په اوس حال کښې د يو داسې کس په شان دے چې په سر يې توره زوړنده وی او د حقائقو ويلو جرات نه شی کولے.
خو دا سوال پېدا کېدو چې په افغانستان کښې يا عراق کښې دا کوم خلک دی چې عام وګړی او ښکلی شخصيتونه، وژنی، مدرسې او ښوونځی سيزی د عامه خلکو د راغونډېدو او د تګ راتګ په ځايونو کښې چاودنې کوی او ټول امنيت يې ګډوډ کړے دے؟ ولې په هغو سيمو او هيوادونو کښې چې پکې امريکائی ځواکونه پراتۀ دی يا پرې د امريکې لاس پوسی کسان حکومت کوی امنيت تباه او برباد وی؟ ولې د ايران په شان ملک کښې او د لبنان د جنوب غوندې سيمه کښې چې پکې د امريکې له فضا نه مرغۍ هم نه شی داخلېدې او امريکه، اسرائيل، ټوله اروپا او اکثر تش په نامه مسلمانان لاس پوسی واکمنان يې هم دښمنان دی ولې د عراق او افغانستان غوندې لوبې نه کيږی؟
او که داسې وی چې کومو هېوادونو او سيمو ته د امريکې پښه يا نفوذ رسېدلے دے او دا لوبې پکښې کيږی نو ايا ښاغلے بوش له واشنګټن نه راپاڅی او دا کارونه کوی يا امريکنيان يې کوی؟ او که نه هغوی تش په نامه مسلمانانو کښې داسې ډلې او کسان پېدا کړی دی چې اسلام او مسلمانان پرې بدناموی او کمزوري کوي يې پرې؟
خو چې کله مې په ځينو پښتو وېبپاڼو کښې د ښاغلی زلمی نړيوال ورور (( د جنرال مشرف دستاربندي )) تر عنوان لاندې په زړۀ پورې او له حقيقت نه ډکه ليکنه ولوسته نو راته دا ټوله لوبه لکه د نمر د سترګې غوندې په ډاګه شوه. که څه هم ښاغلی ليکوال دغې ليکنې ته د يو خوب نوم ورکړے دے خو زۀ وايم چې دا خوب نه دے دا د وېښې، بېدارۍ او حقيقت خبرې دی. په دغه خوب کښې زمونږ مسلمانانو او پښتنو تعبير پټ دے، زمونږ د بد بختۍ برخليک پکښې پروت دے. ښاغلی ليکوال يو داسې خوب ليدلے چې ډېر خلک يې په وېښه او رڼا ورځ هم نه وينی او يا يې پرې سترګې پټې کړې دی او د ويلوجرات يې نه لری.
ما دا هم له خپلو افغانو وروڼو نه اورېدلی دی چې په افغانستان او په تېره بيا په کندهار کښې شيعه او سنی هډو څوک پېژنی نه که اختلافات هم دی نو د قومونو په نومونو دی چې هغه هم د شېطانانو د سازشونو په وجه دی هلته هيڅ مذهبی اختلاف وجود نه لری او ټول يو بل مسلمانان ګڼی. او حقيقت هم دا دے چې بايد مسلمانان سره وروڼه وی ځکه چې د ټولو خداے يو، رسول (ص) يو، قران يو او قبله يوه ده،ټول په يولک څلورېشت زره انبياؤ، فرښتو،نمونځ، روژه، حج، زکات، جهاد، امر بالمعروف، نهي عن المنکر، له مرګ نه پس په ژوندی کېدو، حساب کتاب، ميزان، جنت او دوزخ او نورو داسې اصولو او فروعو باندې ايمان لری که فرق دے نو يواځې د امامت او فقهې دے يعنې سنی وروڼه د تبع تابعينو فقيهانو امامت منی او شيعه وروڼه د رسول الله (ص) د آل امامت منی. نور مقصد اوهدف د ټولو يو دے چې هغه د اسلام مبين دين دے.
نو په دې بنياد مونږ د ښاغلی محمد يونس حسېنی وژلې ته شيعه سنی نوم نه شو ورکولې بلکې دا يوه سياسی او سازشی وژله ده. او دې ټکی ته په تېرو ورځو کښې د ايران د اسلامی انقلاب معظم رهبر ښاغلی ايت الله العظمی سيد علی خامنه اي هم د جمعې په خطبو کښې اشاره کړې وه او دا خبره يې په ګوته کړې وه چې په لبنان کښې د حزب الله په لاس له تاريخی ماتې نه پس، امريکې، اسرائيلو او انګرېزانو يو بل پلان جوړ کړے دے او هغه د مسلمانانو ترمينځ د مذهبی جګړو اور بيا تازه کول دی او دغې پلان ته يې د (( شيعی هلال)) نوم ورکړے دے او په مسلمانو سيمو کښې سنی وروڼه له دې نه ويروی چې شيعه ګان د ايران په مشرۍ په ټوله نړۍ کښې لګيا دی قدرت او تسلط پېدا کوی او سنی وروڼه دې ته هڅوی چې د شيعه ؤ د دې بهير مخنيوے وکړی. او امريکه او د هغۀ انډيوالان غواړی چې د شيعه او سنی ترمېنځ د اختلافاتو پېدا کولو او جنګولو دغه پلان په ټوله نړۍ او په تېره بيا په هغو سيمو کښې چې شيعه او سنی وروڼه پکې د امن ژوند کوی عملی کړی.
هسې هم که له اسلامی انقلاب نه پس د ايران د اسلامی جمهوريت سياست او کړچار ته وګورو نو د دغه انقلاب مشرانو تل د شيعه سنی مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او ورورولۍ خبره کړې ده، د دغه انقلاب بنسټ اېښودونکی ارواښاد امام خمېنی به تل دا خبره کوله چې شيعه او سنی د اسلام دوه لاسونه دی او چې څوک د شيعه او سنی ترمينځ تفرقه اچوی هغه نه شيعه دے او نه سنی بلکې د نړيوال استکبار اېجنټ او نوکر دے.
او همدا عقيده د هغۀ د جانشين او ځاے ناستی او نور مذهبی او سياسی مسؤلينو هم ده همدا رنګ که مونږ په افغانستان کښې د نيواکګرو په خلاف د مجاهدينو د جهاد وختونه وګوره نو ايران دا خبره په نظر کښې نه ده لرلې چې دا ډله شيعه ده که سنی، يا فارسی ژبې ده او که پښتو ژبې؟ بلکې د ټولو جهادی ډلو يو شان ملاتړ يې کړے دے اوس هم که وکتې شی نو زياتره فارسی ژبی افغان مهاجر په پاکستان کښې دی او زياتره پښتانۀ افغان مهاجر په ايران کښې ژوند کوی او ښه خوشحال دی.
همدارنګ د لبنان حزب الله چې د ايران لخوا اسلامی او اخلاقی ملاتړ ورته حاصل دے که څه هم مشر يې يو شيعه عالم دے خو په حزب الله کښې شيعه، سنی او د لبنان نور ټول اقوام شامل دی او د ښاغلی سيد حسن نصرالله په قول په لبنان کښې داسې کور نيشته چې لږ تر لږه يو کس يې د حزب الله غړے نه وی او بله دا چې که د سيد حسن نصرالله غوندې بهادر، ايماندار ، مخلص او تقوا دار شيعه د يو قوم صحيح قيادت کوی نو څه بده خبره ده ځکه چې دغه شيعه عالم خو په دنيا کښې رېکاټ جوړ کړ او په ډېرو سختو حالاتو کښې يې هم اسلامی او اخلاقی اصول له لاسه نه دی ورکړی لکه د کفر د تيری، زور، پرمتللې ټېکنالوجۍ په مخکښې د تشو لاسونو باوجود و نه تښتېدو او پټ نه شو او په جنګ کښې يې هم د دې باوجود چې صهيونېسټانو د ځمکې، هوا او سمندر له لارې په پرمتلليو وسلو سره د لبنان کورنه او ودانۍ تباه کولې عام خلک يې په وينو او خاورو کښې لوغړول خو دغه نر او مجاهد مشر به چې کله د اسرائيلو په کوم ښار توغندی ويشتل غوښتل نو يوه ورځ به يې مخکې اعلان وکړ چې سبا به د فلانی فلانی ښار نوبت وی مطلب دا چې عام خلک که څه هم کافران او يهوديان دی له دغو ښارونو نه وځی او بې ګناه خلک پکښې دل نه شی، او د هغۀ دغه اخلاقی درس ؤ چې په تل ابيب او نورو اسرائيل هېوادونو کښې يهودو عوامو د سيد حسن نصرالله په تصويرونو اوچتولو سره د خپل صهيونېسټ رژيم په خلاف مظاهرې وکړې. نو که ايران د يو داسې مجاهد او نر سړی اخلاقی او اسلامی ملاتړ وکړی نو څه بده خبره ده؟
. همدا رنګ په بوسنيا کښې ايران تل د اسلام او مظلوميت په نوم د مسلمانانو ملاتړ کړې دے چې هلته به په مشکله چرته يو شيعه پېدا شی، همدا رنګ له ټولو نه زيات اخلاقی او اسلامی ملاتړ چې ايران يې کوی هغه د فلسطينيانو هر اړخيز ملاتړ دے چې هلته د هغوی تر ټول ستره او مبارزه ډله حماس د سنيانو وروڼو ډله ده. بلکې زۀ به ووايم چې ايران نه يواځې په مسلمانانو کښې د شيعه او سنی د فرق قائل نه دے بلکې په نړيواله سويه چې چرته هم مظلوم وی او د امريکې غوندې استکباری قوتونو تر ظلمونو او ګواښونو لاندې ژوند کوی که حتی هغه غېر مسلم هم وی ايران يې د هر ډول اخلاقی او انسانی ملاتړ کوی لکه د افريقې مظلوم او بې وزله ولسونه، وېنزووېلا، کيوبا او نور داسې ملتونه چې شيعه او سنی خو لا پرېږده مسلمانان هم نه دی.
نو دې ټولو حقائقو ته په پام سره مونږ مسلمانانو ته بېدار وسېدل پکار دی او د امريکې تر مشرۍ لاندې د نړيوال استکبار دغو دسيسو او شازشونو نه ځانونه هر وخت خبر او اګاه ساتل پکار دی، ځکه چې په لبنان کښې دغو شېطانانو ته پته ولګېده چې په يو حقيقی جنګ کښې مونږ د وسلې په زور د ايمان مقابله نه شو کولې نو اوس د مسلمانانو تر مېنځ يو ځل بيا د مذهبی او مسلکی اختلافاتو په نامه اور ته پوکی ورکول غواړی چې انشاء الله دا حربه به يې هم د نړۍ مسلمانان په خپل، اتحاد، ورورولۍ، پېوستو او يووالی سره ناکامه کړی.
په اخېر کښې به ارواښاد محمد يونس حسېنی ته د درجاتو د لوړتيا او د هغۀ پسماندګانو ته د صبر دعا وکړ چې د روژې په مياشت او د حضرت علی کرم الله وجهه د شهادت په ورځ د هغۀ په شان د متحجره، جاهلو ، د غېرو د اېجنټانو منافقو په لاس ووژل شو.