موږاختر نلرو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور
۲۰۰۷م کال دلکتوبر ۹




په غمونواوخواريوکښي دتوروشپوسبا کوونکو،زورېدلو،کړيدلواوذوکلېدلو هيوادوالو!
پدې پوهېږم چي ټول يوځاي دپردوپه لاس د لگېدلی لعنتي اورپه لمبوکې سوځو. دپاکستان اويو شمير نورو گاونډيانوپه لمسون اوبهرنيوپوځي ځواکونودخپل سرېواوخودغرضيو په پايله کښي هره ورځ دافغان پر کور دويرتوره کمبله غوړېدلې وی .
دنړۍ پر مخ بل داسي هيواد او ولس نشته چې پدې بې رحمانه شکل دي دبهرنيانودگټوقربانی وي ،همدا افغان غيرتي ملت دۍ چې دغه ظلم او تېری ته يې اوږه ورکړې اوملايې نه ماتېږي ، هره ورځ دزړه ټوټه دروښانه راتلونکی په اميد دلاسه ورکوي،افسوس چي دا درېرش کلنه توره شپه سهارنشوه ،خداي پوهېږې چې دا دومره اوږده ،زړه بوږنوونکې اودردونکې شپه به کله دانسانيت اوحقانيت دلمروړانگي روښانه کړی. اوددې بدمرغيو،خواريو اونااميديوتورټغر به کله ټول شي؟
بلې غيرتي موری!
ستامقام تر هرچا اوچت دی .دټولوغمونوسره چې ستاملايي کړوپه کړيده تربل هرچاستاسره دزړه خواله اوغم شريکي ډيره ښه کېږي .
مورې ! اوس ليوني هم پدې پوهيږي چې ستا په سترگو کښي اوښکی نوري وچې شوی دي ،دريابونه خوتري جوړ شول ، داچي ددې اوښکو سيلاب به کله ستا،ستادبچو اوستادکاله دښمن لاهوکوې نه پوهېږم ،پدې هکله چې هرڅومره فکر کوم عقل مي عاجزپاته شي! په ټول نړۍ کښي ستا دبې وزلوبچو چيغي اونارې دعرش عظيم ترمناروورسېدلې ،خوهلته او دلته دټولوغوږونه کاڼه دي اوسترگې يې ړندې دې چيغو اسمانونه په لړزه راوستل ولې ستااو ستا دخاوري دښمن يې له ځايه ونه ښوراوه . نه پوهېږم چې دلته ولې دومره بې تاثيره دی ؛ داولي ؟
ادې جاني ! ممکن دليل يې داوي چي ستاځيني نا فهمه اونااهله بچي سهار اوماښام ددي لړزېدلي اونړلېدلي خيمې موږی په خپلو لاسو باسی ،دپردو غلامي کوي ،داغلام هغه ليوني ته ورته دی چې ټول دغم پر کمبله ناست ،اوژاړې ،خو دۍ ورته خاندي . وايي (( ديوانه زنده خوش است )).
که ستادبچوپه عوض بل هرولس وايي هلته به پر هر کور اوکنډواله ټول کال دماتم توري جنډي رپېدلاي . هلته به داختر اوجشنوخبره دهيچاپرخوله نه راتلاي . په رښتيا ستاله کوره خندا،خوښيو اوښاديولاډير پخوا کډه کړېده ، اوس له ډاره څوک ودونوته نشي تلاي ،هرڅوک وايي کوم اختر؟ دچااختر؟ ستاله کوره خو يوازي دژړاساندی راوزی ،،ستاله کوره هره ورځ په لس گونونازولی اودگلاب پشان ښکلي زلمی اوپېغلی دتياره گورپه په لوردرومی ،ستانازولی بچی دلوږی کله دسوځوونکي لمراوکله بيااويخنۍ نه رپېږی اوفرياد کوي ،دناروغۍ پر بسترپروتدی درمل اوډاکترپه خوب وينی .کلي کورونه خودي يوپه بل پسي دزبر ځواکوپوځونولخوا دتروريستانودترټلواوهغوی دجرړودايستلوپه نامه ورانېږي ،باغونه چې څه موده وړاندي زرغونه شوی وه ،خلکوئې ميوې هوس اوانتظار درلودبېله دېنه چې غنچې ئې گل شی دادی بياژړېږي ،ورته وگوره داسي نهده ؟ همداسي ده ! په ويالوکې بياروانی اوبه اوچېږي ،وچکالي نه راځې ،خوميراو او بزگر نسته چې هرڅه سمبال کړی ،دانسته ها نسته هرې خواوحشت اوتورې دوړې پورته کېږې ،خداي دې خير کړی چې بيا څه پېښېږی .
مورې،ادې جاني!
په يوه سبب خوهغوي ((دابهرنيان دريادوم))هم ملامت ندي ،موږ ورته وويل راشئ اوزموږ هغه کورچې څه موده پخوامودپردوپه هڅونه پخپله ورانکړۍ ، راته جوړکړۍ . داموږ ددې لپاره شرايط برابرکړه چې اوس دوي زموږ په کورکې اوزموږپر کمبله راته دهرڅه د لار ښودنې حق لري . پدې باور لرم اوراسره قانع شه، که ستابچو ته خپل کور،کهول اووطن گران واي،داحساساتواوبې ځايه غرورنه ئې کارنه اخيستلاي ،لکه دنړئ دنوروملکونوخلک دهرې خبري اوهرکارپه هکله ئي فکر،يودبل سره مشوره کولاي اويودبل مشورې ته ئې غوږنيولاي ،دوست اودښمن ئي پېژندلاي ،اوددومره ساده اودسپېڅلي زژه خاوند نه واي چې اوس هرکس اوناکس دهرځاي چې وي اوهر چيري چې وی حه ورته ووايي هغه کوی ،داسلام دسياسي سوداگرودسوداگريوقرباني نه واي اوداسلام په نامه ئې په هغه داسلامپرخلاف کارونه نه کولاي ،داحالت به دي نه واي ليدلۍ . دنړۍ دنوروهيواددخلکوپه شان به دهوساژوند خاوندان واي .
موږ په خوله وايو وطن راته گران دی خودوطن دښمن مودلږ ولگښتونوپه مقابل کې داسي ورانۍ ته هڅوی چې جوړيدل يې بياناشونی کار وی . ولې موږخيرات خور اوتل دبل ورحم ته سترگی پلار اوسو؟ ولې زموږوطن پردی راته جوړکړي ؟ پدې پوهېږوچې پردی ئې دخداي په جات نه راته جوړوي .ولې موږپخپلو کې دپخلاينې روحيه نلر؟ اودپردېولوموته پام نه کوو؟ اوداسي په سلهاوو ولې . .. ولې ؟ . . ولي .... ؟ چې له بدمرغه زموږئې جواب زده دی خونه پوهېږم چې ولي ئې پرخوله نشو راوړاي .دادچاپه سحراوجادوکښې ښکېل پاته يو؟؟؟
زورېدلې هيوادواله!
موږدلته په اروپااوتاسو هلته به نړېدلي اوکنډواله افغانستان کې ، دواړه کوم اختر لرو ؟ دکوم اختر مبارکي يو اوبل ته سره وايو؟ موږ هم دعراق اوفلسطين دخلکوپه څيرهره ورځ دځان مرگی بريدونواوچاوديدونکوتوکواوهوایی غونډاروپه پايلو کښي په وينو لړلی هډوکي اودغوښو ټوټې راټولوو،نوداخو، خوښۍ ته نه پاته کيږي ؟اونه موږ دنړۍ دنوروخلکوپه څيررښتيانۍ اختر لرو. يو وازي هغو چې کليزه (جنتري) ليکل ددې لپاره چي دا دود مو دراتلونکی نسلونو بېخي هير نشي دعادت له مخي ئې ليکلی چي پدغه ياهغه ورځ اختر دی . اوکه ځان وغولوو،اوداومنو چي اختر دی ،بيانو په موږ اوتاسو کي خودا دود شته چې داخترپه لومړئ ورځ دهغو ددوستانواو همسايه گانوليدو اودرناوي ته ترټولولومړۍ ورشو چې له کوره يې مړۍ وتلی وي ،غم ولري ؛
اوس نوراته ووايه !اياداسي کوردرمعلوم دی ؟ چې زړه يې دمرگ غشی نه وي زخمي کړۍ ؟ آيادداسي کور پته لري چي هلته څوک وخاندي ؟اوستايازماپه لېدوئي په سترگوکښي دغم داوښکوډنډونه جوړنشي . داسي کورشته چي هلته دفاتحې اوغم کمبله نه وي اواره؟ فکرنه کوم
نو اختر خو په فاتحو تيرشو ؟
بلې ! زموږ ولس اختر نلري .
دادنورواختر دی
دا دنازولواختر دی
دادليونواختردی
موږ اختر نلرو
ترډيره به زمورپه کورکې دمبارک دېشه غږپورته نشی .
ترډيره به زموږپېغله لاسونه سره نکړی اوزلمی به موداخترپه جاموسنگارنشي .
زموږ نه خوښيواواخترونودډيرې مودې لپاره مخ اړولی دی .
فکرکوم له ازله زموږ دولس په برخه غم اوژړاده!
نه پوهېږم دکومې گناه له مخې څښتن تعلا پردې ولس دخوښيولوريېنه نده کړې .
په اختراوښاديوکښې هم زموږ دکور دړه دغم اومرگ جارچيان راټکوي .
عزرائيل ستړئ شو،خوزموږغمونه اوسترگی په اوښکوتويدوستړی نشوې .
افغان مېړنو!
رابيدارشۍ ! دکورپه نس کښې مو دادی اوس پاکستان مينونه ښخوی اوياپه اغزن ديوال زموږکور وېشی!
بل دې دجوړيدوپه نامه ورانه وی ،وايي نوی کوردرجوړوم .خوکورونه په گوربدل شوه . ښارونه په هديرو.
ايراني اخوندان ،داداسلام دروغجن دوستان ،دادافغاولس تاريخې دښمنان ،داستادکلتور،تاريخ ،فرهنگ ،ژبې اوبسياژوندمختورسيالان .
ورته گوری چې يوځل مووطن پرېښېدوته اړباسي؟ اوبل ځل مودرموپشان له خپلی خاوري شړی . دادی دايراني اخوند ا نوانصاف ؟ دادئ ددوي اسلامي اخوت؟ ښه ورته ځير شه ،اوپدې کښې هم فکر وکړه ،چې ولې داسي درسره کوي .





دابه موهم اورېدلئ وي چي له آمريکاسره زما اوستاپه خاوره کې دښمنئ ته چان جوړوي ؟
په ږيره اولنگوټه ئې مه ختاوزه ؛داداسلام په نامه په نړئ کې ترټولومشهور سياسي تاجردی .
له پاکستان اوايران څخه دابايد زده شی چي ددوي هغه شيخان اواخوندان چې زما اوستاپه زلموپسې بمونه تړئ اودجنت ددروازې کلې ورکوي ،خوخپل هيواد دعلم اوتخنيک څخه په گټه اخيستوجوړوي ،دنړئ سره ئې داټومی وسلوپر سرسيالي راپيل کړې ؛خوموږته وایی وطن په جهادآبادېږي .
داده ،موږته دپاکستاني اوايراني جنرالانو،کرنيلانو،اخوندانواوشيخانود اخترډالۍ .
دا بايد هير نکړی!تر ډيره بريده همدا پاکستان او ايرن وچې زموږ په خاوره کښي يې دپخوانی شوري او اوس ئې دامريکا يي او اروپايي هيوادودپوځی شتون امکانات برابر کړل .
موږ اوتاسو ته هغه دپاڼ اوپړانگ مسله راپېښه ده ، دفراراوځان ساتنې لار رانه ورکه ده .
اي هيوادواله فکروکړه!
رابيدارشه ،پام وکړه شاوخواوگوره ،نوروته ځېرشه . هغوي څه کوی اوته په حه مصروف يي.
په زورکلې نه کيږي ،په زور قدرت ترلاسه کول دايمي نه وی ،بله لار غوره کړه ،هغه لار چې داکړېدلئ ولس له دغه حالت نه نجات ومومي ؛له هوانه يې بهرنيان په راکټواوبمنو ولی اوپر مځکه نه يې ستادهيوادبې پاسه گاونډيان ستاپوسيله په ځان مرگې بريدواوماينو وژنې .
اخير داخو هم انسان دئ !
داخوستا وطنداردی .
په دوي ته زورېږې اوخوارېږې
دولتي جگپوړوچارواکو ته مراجعه نوره بېځايه بلل کيږي .
له هغوي نه نور دافغان ولس طمعه شکېدلې ده . هغوي تر ډيره بريده په خپلوکړنود اوسنی ناورين امکانات برابر کړل . دوي دی خپلې چړچې اومېلې کوي ،په رښتيا اختر لري اوحق لري خوښۍ وکړی ،ځکه داحق بل چاورپه برخه کړئ دی .
زه داوښکونه پډکوسترگودلوي خداي دربارته لاس پورته کوم اوپدې دعايي پاي ته رسوم .
چې اي لويه څښتنه !
ته ولي پرموږ دومره په قهر اوغضب يې ؟ولې زموږ سره دومره ظلم کوي ؟ او ولې دخپلو ظالموبنده گانو په څير دافغان اواز چې دا ديرش کاله چيغي اوناري وهې نه اورې ؟
دا ولې ؟ افغان ولس هم ستا بنده گان دی ،پرهغوي رحم وکړه ؛که يې لانورهم وزوروې ،گوره لويه خدايه ! وډارشه که يې دصبرکاسه ډکه شوه، نودنوح عليه سلام دوخت طوفان به ځينې جوړ شي ،دنيا به غرقه اودقدرتونوماڼۍ به يوپه بل پسي ړنگی کړې .
ددې زورېدلي مور اوبې پلاره ماشوم اوازواوره!
پر افغان ولس رحم وکړ.
ترگناهونو راتير شه !
که دي تر اوسه له چانه مور اوچانه پلار اخيستۍ ،يادي موراوپلارله ماشوم نه محروم کړي ،پردې ماشومانو،دوچوشونډواودغم په اوښکودسروسترگوپرخاوندانونور دخوښيو اواخترونولورېينه وکړه .
موږاوس اختر نلرو!
پدې هيله اواميد چې يوه ورځ زموږ ماشوم ،مور ،خور ،لور اوپلار هم اختر ولري . پاي