افغانستان کې د روسي نوې لاسوهنې د رسوايۍ تر پولې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د م . مرادزي لیکنه

افغانستان کې د مرکزي حکومت د ملاتړ پر ځای ، روسیه لګیا ده د هېواد په شمال کې د ځينو مېشتو وروڼو قومونو په نابللي استازیتوب ، د یو څو جګړه مارو تنظیمو او څېرو په ننګه ، په دولت کې د لا زیاتې ونډې لپاره چنې وهي.
دې ورځو کې مې اریایي جالپاڼې کې د افغانستان په اړه ، د روسي د پخواني لومړي وزیر او د هغه هېواد د سوداګرۍ اوصنایعو د خونې مشر ، اکاډېمېشن یوګني پریماکوف یوه څرګندونه ولوسته .
پریماکوف په خپلو څرګندونو کې د طالبانو له ځینو ډلو سره د خبرو اترو په برخه کې د ولسمشر کرزي د خبري مرکې په اړه اندیښنه ښودلې ، هغه دې خبرې ډار کړې که چېري د ولسمشر کرزي او طالبانو په منځ کې خبرې پیل شي او خبرې د بري په لور مخ ته ولاړې شي ، لومړئ به د دواړو لوریو تر منځ ډزبند وشي او روسته به د افغانانو تر منځ د بشپړ پخلاینې او پيوستون د بنسټ ډبره کېښودل شي.
د هغه ( پریماکوف ) په اند ، که د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې وشي او د خبرو په پایله کې جګړه بنده شي ، ورور وژنه ختمه شي او سوله ټينګه شي ، په دې کار سره به د کرزي له دولت څخه یو شمېر کسان ، چې پریماکوف يي شمال کې د مېشتو قومونو استازي بولي او د کرزي په دولت کې غوړه او غټه برخه لري ، مرور او له دولت څخه به ووځي!
نوموړئ په خپلو څرګندونو کې زیاتوي:
« با احتمال زیاد میتوان ګفت که در کابل شرکت کنندګان در اتلاف شمالي یعني تاجیکها ، ازبکها و هزاره ها از دولت خارج میشود که همان ها نیز طالبان را از کابل خارج کرده بودند و نه امریکایی ها. هم اکنون نیز روابط بین انها و کرزی بطور کافي متشنج است. »
په پورته څرګندونو کې د افغانستان په وړاندې د روسي د اوسنیو واکمنانو سیاست د پریماکوف د خبرو په بېلګه کې بېخي بربنډ او د لمر په څېر څرګند دئ:
لومړئ خو دا چې د شمال ټلواله د تاجکانو ، ازبکانو او هزاره وروڼو قومونو یو اتلاف دئ ، بېخي بې بنسټه او له دښمنۍ ډکه خبره ده . د شمال اتلاف د پورته یادشویو وروڼو قومونو اتلاف نه دئ ، بلکې هغه د دغو نجیبو قومونو پرسر د یو څو سوداګرو او مافیا ډوله تنطیمونو اتلاف دئ ، چې د خپل شتون په پیر کې يي د ټول افغانستان او په تېره بیا د همدغو نجیبو قومونو لپاره له ورانۍ ، ویجاړۍ ، ژوبلې او مړینې پرته بل هیڅ نه دي ترسره کړي.
د هزاره ، ازبک او تاجک وروڼو د ژوند په بیه ، همدغه یو څو د ګوتو په شمېر کسان ، نن د افغانستان او سیمې د لویو سوداګرو او د مافیا د نړیوال بانډ د یوې پياوړې کړۍ په بڼه بدل شوي . دغه کسان د شمال استازيتوب نه کوي بلکې د افغانستان پر دولت باندې د روسيي د فشار د یوې وسېلې پتوګه کارول کیږي!
په هغه وخت کې چې پریماکوف ورته ګوته نیسي ، دغه د پریماکوف پړانګان ، ټول د بدخشان او تاجکستان په څمڅو او غارونو کې پټ شوي وو . که روسيي سیاستوال او څېړونکي لمر په دوو ګوتو پټ نه کړي ، هغه د امریکا ب ۵۲ الوتکې وي چې په پوره بې رحمۍ سره يي کابل ښار بمبار او څه چې د همدغه جګړه مارانو او سړیخورو څخه د کابل په تنطیمي جګړو کې روغ پاتې شوي وو ، خپلو بمباریو کې له منځه یووړل . کله چې په امریکايي بمباریو کې هر څه تس نس شول ، بیا نو د شمال دغو ټېکدارانو په خپلو بریتونو ګوتې تاو کړې ؛ څوک د جنرال ، څوک د مارشال او څوک د کابل د فاتح په نوم د کابل پر کنډواله ښار او پر وران او ویجاړ افغانستان لکه شرمښان حکمرانان شول!
له بلخوا د شمال یا د سهیل په نوم او یا په افغانستان کې د بل قوم یا قومونو په نوم ، هر بهرنئ هېواد چې د ملاتړ ، مرستې او پيرزوینې تر سرلیک لاندې خبرې کوي ، هغه د افغانستان په کورینو چارو کې بربنډه لاسوهنه او تیرئ دئ . افغانانو ته دا توپير نه لري چې هغه که روسيه ، پاکستان ، ایران او یا بل کوم هېواد وي.
روسیه ولې له مرکزي دولت څخه ملاتړ نه کوي ، روسیه ولې یوازې د افغان په نوم خپله همدردي او نیکې هېلې نه څرګندوي . په افغانستان کې چې څوک اوسیږي هغه افغان دئ ، د افغان پرخلاف د بل افغان په غیږ کې نېول ، د شمال په نوم یوه سیمه د ټول افغانستان په وړاندې پارول ، د هېڅ افغان لپاره د ملاتړ په مانا نه شي تفسیر کېدلای ، دا هغه زوړ استعماري سیاست دئ چې وايي : » بېل کړه ، اېل يي کړه. ! »
همدارنګه د افغانستان مرکزي دولت د ټولو افغانانو ګډ دولت دئ ، افغانانو ددغه نوي دولت لپاره په ټولټاکنو کې پراخه برخه واخیسته او هغه يي د ټولټاکنو له لارې جوړ کړ . که کومې ډلې ، ګوندونه یا خپلواک شخصیتونه ( نه قومونه لکه پریماکوف چې وايي » ، د مرکزي دولت د سیاستونو په اړه بل ډول لیدلورئ لرئ ، کولئ شي د افغانستان له اساسي قانون سره سم ، خپل لیدلورئ حکومت ته وړاندې کړي او یا د دولت په وړاندې سیاسي اپوزیشن جوړ کړي.
د مرکزي دولت په وړاندې د افغانستان د یو شمېر وروڼو قومونو لمسول ، په هېواد کې د یو بل اړودوړ او بغاوت لپاره لمن وهل دي . داسې ښکاري چې د پریماکوف غوندې د روسيي واکمنانو زړه لا د افغانانو د وینو په بهېدو نه دئ سوړ!
که د ولسمشر کرزي له حکومت سره د اړیکود خرابوالي خبره چې پریماکوف ورته اوښکي توی کړې دي راواخلو، هغه به په شمال کې د څو جګړه مارانواو ډاکوانو سره د اړیکو خبره وي ، نه په شمال کې د مېشتوتاجکو ، ازبکو او نورو وروڼو قومونو خبره.
په شمال کې مېشتو قومونو خو د نورو افغانانو په څېر مرکزي حکومت ته رایه ورکړه ، دا د شمال جګړه ماران دي چې دوه ــ درې لسیزې يي ، د شمال د بېوزله خلکو پر سر سوداګري وکړه او غواړي چې دوی تل لپاره برمته وساتي.
افغانان اوس هم له کرزي نه په همدې خبره خواشیني دي ، چې هغه ولې دغه جګړه ماران او جنګي مجرمین د قانون منګلو ته نه سپاري . د انتقالي عدالت پلي کول ولې په دې او هغه پلمې شاته اچول کیږي ، او په لسګونو او سلګونو دا ډول نورې پوښتنې !
افغانان له روسيي او نورو ګاونډیو هېوادو څخه په ټينګه غوښتنه کوي چې ، موږ افغانان په ارامه پریږدي . دا چې افغانان څرنګه دولت جوړوي ، دولتي واک څه ډول خپلو منځو کې ویشي ، له طالبانو سره ډزبند، سوله او هغو ته لکه د نورو افغانانو په څېر په دولت کې ونډه ورکوي ، دا ټولې د افغانانو خپلمنځي خبرې دي او د هېچا دیکتې او اندیښنې ته په کې ځای نه شته!
که کوم هېواد د روسيي په ګډون غواړي چې افغانانو سره مرسته وکړي او زموږ د هېواد په ودانۍ کې ونډه واخلي ، موږ دا ډول مرستې په پراخه ټنډه او کورودانۍ سره منو . خو دا ډول مرستې او ملاتړ باید یوازې او یوازې د مرکزي حکومت سره په پوهاوي او د مرکزي حکومت له لارې وشي
افغانان د هېڅ هېواد لاسوهنې ، د هېواد د یوې سیمې ، مېشتو قومونو او ژبې په نوم د مرستو او ملاتړ تر پردې لاندې نه مني!



د م . مرادزي لیکنه