بیاهم دافغانستان برخلیک عربستان او پاکستان ته سپارل کیږ ی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند په وینا د عربستان معتبرې ورځپاڼې الشرق الاوسط لیکلي دي چې په اسلام اباد کې به د افغانستان دحکومت او وسله والو طالبانو تر منځ خبرې وشي .
دا خبرې دهغو په دوام کیږي چې د روژې مبارکې په وروستیو کې د سعودي عربستان د حکومت په منځګړیتوب په مکه مکرمه کې وشوې. د مکې مکرمې په درې ورځینو خبرو کې د طالبانو د تحریک یولس تنو او دافغانستان دحکومت اوولس غړیو ګډون کړی و. په دې خبرو کې د وسله والو طالبانو په استازیتوب د ملامحمد عمر ویاند، ملا محمد طیب اغا، د طالبانو د رژیم دوخت د ننګرهار والي مولوي عبدالکبیر چې د طالبانو د شورا مرستیال هم و خبرې کولې. همداراز د طالبانو په استازیتوب، د دوی د رژیم د کډوالو دچارو وزیر ملا احمد یار او دهغه وخت د صدارت مرستیال مولوي ارسلا رحماني، خبرې کولې.د طالبانو له هغو کسانو څخه چې اوس پټ نه دي له هغوی څخه ددوی د رژیم د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل ، په اسلام اباد کې ددوی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف او په ملګرو ملتو کې د طالبانو د رژیم استازي عبدالحکیم مجاهد هم د غونډې له برخه والو څخه و .
دافغانستان د حکومت له استازیو څخه د ولسې جرګې پخواني مرستیال عارف نورزي خبرې کولې. د مکې مکرمې په غونډه کې د ګلبدین حکمتیار د یوه استازي د ګډون یادونه هم شوې ده خو نوم یې نه دی اخیستل شوی چې څوک دی، خو په دې غونډه کې د منځګړي نقش یوه عرب لوباوه، دی شیخ فقیه نومیږي چې د شوروي اتحاد د پوځیانو د یرغل په کلونو کې په افغانستان کې ډیر جنګیدلی دی او دهغو عربانو له مشرانو څخه ګڼل کیږي چې افغان عرب ورته وایي. ښاغلي فقیه د مکې مکرمې په غونډې کې ددې اعلان وکړ چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر نور له القاعده شبکې سره ارتباط نه لري .
رپوټونه څرګندوي چې د مکې مکرمې د سولې د خبرو برخه والو ته د عربستان پاچا عبداله بن عبدالعزیز یو روژه ماتی هم ورکړی و، الشرق الاوسط ورځپاڼه څرګندوي چې د مکې مکرمې د غونډې جوړیدل له دوو کلونو راهیسې دعربستان د پاچا دسولې د هڅو نتیجه وه، دې موضوع ته په وروستیو کې په کابل کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم په یوې خبرې غونډې کې اشاره وکړه چې له دوو کلونو راهیسې د عربستان پآچا ته دسولې د خبرو د منځګړيتوب لپاره لیکونه استوم .
لکه څرنګه چې الشرق الاوسط ورځپاڼې لیکلي ددې خبرو دوهم پړاو ټاکل شوی دی چې په اسلام ابادکې ترسره شي خو دغه ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو دوزارت په وینا څرګندوي چې په خبرو کې د پاکستان ددولت استازي ګډون نه کوي او پاکستان به یوازې د کوربه په حیث د روغې جوړې د خبرو هرکلی کوي .
د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند دمشر ویاند، صدیق فاروق روانه اونۍ رسنیو ته په پاکستان کې وویل چې نواز شریف دې ته چمتو دی چې د افغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې په خبرو کې برخه واخلي .
نواز شریف له نولس سوه اوه نویمه تر نهه نویم کلونو پورې په پاکستان کې دخپل صدرات په کلونو کې د طالبانو د رژیم ډیر ملاتړ کاوه او ځیني خو وایي چې د طالبانو په بریالیتوب کې دده ډیره ونډه وه خو په افغانستان کې نواز شریف په خپلې دې خبرې د ګڼو افغانانو په زړونو کې ځای نه لري چې ویلي و ما پاکستان ته دا خدمت وکړ چې دافغانستان څو سوه کلن پوځ مې دړې وړې کړ .
په هر حال سره له دې چې پاکستان په اوسني افغانستان کې هم دافغان حکومت د چارواکو په وینا ډیره لاس وهنه کوي او له افغانستان سره سرحدي تاریخي شخړې لري نو ایا کیدای شي چې دافغانانو د سولې خبرې په پاکستان کې دافغانستان په ګټه پای ته ورسیږي؟
دې او داسې نورو حقایقو ته که پام وشي نو ډیره تمه یې نه شي کیدای او افغان حکومت چې په خپله جګړو او داخلي اختلافاتو کمزوری کړی دی ښایي دې ته یې هم پام نه وي کړې چې د روغې جوړې خبرې په ګاونډیو هیوادو کې ډیر کله په نړۍ کې نتیجه نه ده ورکړې، دسودان دسولې خبرې په مصر کې حل نه شوې، دیمن دسولې خبرې په عربستان کې بې نتیجې شوې، د سومالیا دسولې
خبرو په اریتریا کې نتیجه ورنه کړه او داسې ډیر نور مثالونه شته چې ګاونډي هیوادونه په تیره بیا په ختیځ کې تر اوږدمهالي ګټو نژدې ګټو ته ډیر ارزښت ورکوي دلته لا زمه بولم چه دبعضو روز نا مو هغه ځو عمده او مهم ټکي را نقل کړم کوم چه و دغه خبرو ته د حقیقت او باور په ستر گه گور ی او طا لبا نو ته دافغا نستان په اینده کی دبرخی ورکولو په باب ټېنګا ر کو ی .واشنګټن (تاند) د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې دامریکا حکومت په افغانستان کې دخپلې تګلارې دبدلولولپاره فوري بیا کتنه پیل کړې ځکه چې استخباراتي مقامات وايي چې په دغه هیواد کې حالات په چټکۍ مخ په خرابېدو دي .
د نیویارک ټایمز د راپورله مخې دامریکاد ملي استخباراتود مقاماتوله اټکل سره سم دک ابل حکومت د وسله والوطالبانودتاوتریخوالو د مقابلې وس نه لري .
په دې راپورکې چې دامریکا دشپاړسواستخباراتي ادارو تحلیلونه سره یوځای شوي اوپه پام کې ده د نوومبرپه میاشت کې دامریکا دجمهوري ریاست ترانتخاباتومخکې بشپړ شي، ویل شوي چې دافغانستان د مرکزي حکومت د واک د کمزورتیا لړۍ په حکومت کې دننه د خورا زیات اداري فساد او د وسله والوطالبانودبریدونو له کبله چې په پاکستان کې خوندي پناهځایونه لري ،چټکه شوې ده واشنګټن پوسټ ورځپانې هم په دې اړه داستخباراتي مقاماتوله خولې ځینونوروعواملوته اشاره کړې چې دافغانستان د مرکزي حکومت له کمزورتیا سره یې مرسته کړې .ددې ورځپاڼې د راپورله مخې په پاکستان کې دالقاعده اوطالبانوهمکاري چې ځینوقبایلو هم لاسونه ورکړي دافغانستان اوپاکستان حالات لا پېچلي کړي دي . .
په افغانستان کې دامریکايي ځواکونوقومندان دپنجشنبې په ورځ وویل چې دی دافغانستان دلانجې دهوارولولپاره له وسله والوطالبانوسره دسیاسي حل لارې ننګه کوي .
په افغانستان کې دناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونوامریکايي قومندان جنرال دیوید مک کرنین فرانس پریس اژانس ته په هرات کې وویل چې دا دافغانستان په حکومت پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي له چا سره روغه جوړه کوي اوڅرنګه یې کوي .
هغه په عین حال کې وویل : زه باورلرم چې بالاخره به دافغانستان کشاله له پوځي لارې نه ،بلکې له سیاسي لارې هوارېږي .
جنرال مکرنین زیاته کړه : له همدې کبله زه هیله من یم چې وسله وال خپلې وسلې پرمځکه کښېږدي اودافغانستان قانوني حکومت ومني .
دافغانستان دحکومت او وسله والوطالبانوترمنځ دسیاسي خبرو موضوع په روانه اوونۍ کې خورا توده شوې او کابو ټول افغانان وروسته له هغه ورته هیله من شوي چې د دواړو خواوو استازو په سعودي عربستان کې د روژې په وروستیو ورځو کې سره ولیدل .
طالبان وايي چې دخبرو اوحل لارې دموندلو لپاره د دوی شرط دا دی چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي .
خو په افغانستان کې دناټوترمشرۍ لاندې ځواکونوامریکايي قومندان جنرال مک کرنین وايي چې بهرني ځواکونه یوازې ترهغو په افغانستان کې پاته کېږي چې دافغانستان حکومت هغوی ته اړتیا لري اوترهغو پورې چې دافغانستان ملي اردو اوملي پولیس په خپلو پښو درېږي .
مکرنین وویل : نړیوال ځواکونه نه غواړي چې وروسته ترهغه چې ستاسي خپل ځواکونه وس پیدا کوي چې دخپل هیواد دفاع پخپله وکړي ،په افغانستان کې پاته شي د دغو خبرو په باب لومړنۍ اشاره درې هفتې مخکی د فرانسې صدر اعظم فرانکویس فیلون په پارلمان کی هغه وخت وکړه چی ویل یې دی په افغانستان کی د خبرو له لاری د سولی د ټینگېدلو طرفدار دی .
ده وویل چی موږ باید بین المللی جهادیان له هغو کسانو څخه بېل کړو چی د خپلو ملی او یا قبایلی گټو دپاره جنگېږی. ښاغلي فیلون وویل د سعودی عربستان په څېر یو سني مذهبه هیواد دغه راز هلی ځلی کوی .
څو ورځی وروسته د طالبانو مشرانو او دافغانستان مقاماتو وویل چی د سولی خبری په هیڅ توگه نه دي سوي .
طالبانو په خپله کمپیوټری پاڼه کی دغه رپوټونه د د ښمنانو غلطی اوازې وبللې او وې ویل چی د دې مطلب د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقی اچول دي .
مگر یوه ورځ وروسته د کوچني اختر په شپه جمهور ریس حامد کرزي خبریالانو ته وویل چی دی غواړي چی د طالبانو مشران بیرته خپل هیواد ته ستانه سی .
ده وویل "زما وروڼو، زما عزیزانو بیرته خپل وطن ته راسی، د سولي او دافغانستان د خلکو د ښېگڼو دپاره کار پیل کړی. نور د وینو تویولو او ورور وژلو څخه لاس واخلی ."
ورځپاڼه وایی کرزی وروسته وویل چی دی د سعودی عربستان له شاهی کورنۍ څخه غواړي چی یاغی طالبان د سولی خبرو ته راولی .
ده وویل چی موږ هره ورځ د سولی د ټینگېدلو په منظور خبرو د پاره تیاری کوو. زموږ استازو څو ځله سعودی عربستان او پاکستان ته سفرونه کړي دي مگر خبری لا پیل سوي نه دي او تر اوسه پوری کومی نتیجې ته نه یو رسېدلي .
ورځپاڼه وایی اوس په عربی نړۍ کی اوازې گډی دي چی د سعودی عربستان پاچا عبدالله د سپټامبر په میاشت کی څلور ورځی د طالبانو له اگوه لس کسیز هیات او د افغانستان د حکومت له یوولس کسیز هیات سره کتلي دي .
په پاکستان کی د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف، چی په دغو خبرو کی یې برخه اخیستې وه، او ویل کېږی چی دوه کاله یې ددغو خبرو د پیل کېدلو دپاره هلی ځلی کړي دي، وایی چی دغه خبری باید د سولی مذاکرات ونه گڼل سی.ده وویل دا خبری په نهایت کی سړی یو ښه پیل بللای سی .
ورځپاڼه وایی طالبانو ویلي دي چی تر څو پوری په افغانستان کی خارجی پوځونه وي تر هغو پوري د سولی خبری نه س یکېدلای .
مخکی نا تایید سویو رپوټونو وویل چی د طالبانو استازي سعودی عربستان ته ورسېدل او خپل یوولس شرطونه یې ورسره وړي وه. په دې کی له افغانستان څخه د خارجی پوځونو وتل، په کابینه کی طالبانو ته مهمی چوکی ورکول او د اساسی قانون نوی کول شامل وه چی افغانستان به یو اسلامی دولت اعلانوي .
د نېشنل پوسټ ورځپاڼه د منځنی ختیځ د الشرق الاوسط د معتبری ورځپاڼی په حواله لیکی چی د سعودی عربستان د پاچا سره په دغو خبرو کی د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نطاق محمد طیب اغا او د طالبانو د وزیرانو د شورا مرستیال مولوی عبدالکبیر برخه درلوده .
ورځپاڼه وایی چی د افغانستان د حکومت د هیات مشري د اولسی جرگې د مرستیال عارف نورزي پر غاړه وه .
او سپینی ماڼئ په دې وروستیو شپو ورځو کی امر کړی دی چی په افغانستان کی د متحده ایالاتو پر ستراتیژی او تاکتیک باندی له سره غور وکړید جنرال پیتریس وینا په عراق کې د هغه د قوماندانی په مهال په پرمختگونو متمرکزه وه .
د وینا نه وروسته یې د گډونوالو پوښتنو ته د ځواب په مهال په سعودي عربستان کې د طالبانو د پخوانیو چارواکو او د افغانستان او سعودي د حکومتونو د استازیو د خبرو اترو په اړه وویل :
" په افغانستان کې د جمهور رئیس کرزي له لوري د سعودي عربستان له لاري یوه اندازه خوځښتونه شوي دي. مهمه خبره دا ده چې دا هر څه د یوه تفاهم له مخې کیږي چې د افغانستان د حکومت او د جمهور رئیس کرزي بشپړ ملاتړ لري .
که دا خبري له هغو کسانو سره کیږي چې روغې جوړې ته اماده وي نو زه فکر کوم چې یو مثبت گام دی او په هغو ډگرونو کې به پرمختگ وشي چې په تیر یو کال کې پکې شاتگ شوی دی ."
جنرال پیتریس دیته هم خوشبیني ښکاره کړه چې پاکستان به د خپل هیواد د بقا لپاره په قبایلي سیمو کې د ترورستانو خوندي ځالې له منځه یوسي .
جنرال: " پاکستان دا کار پخپله کوي ځکه هغوی د خپلې خپلواکی په اړه ډیر حساس دي. زموږ د عملیاتو په مخ کې هم تر ټولو ستره ستونزه همدا ده. په تاریخي ډول پاکستان له ختیځ سرحد یعنې له هندوستان نه خطر احساسوو خو اوس د هغې په پرتله د قبایلي سیمو وضعیت د پاکستان د وجود لپاره ستر گواښ گڼي. ښه لار به دا وي چې د پاکستان سره دوامداره مرسته وشي. دا لومړني کار دی چې د امریکا حکومت یې باید د خلیجي هیوادونو په گډون د ائتلاف د نورو هیوادونو سره یو ځای وکړې ."
جنرال پیتریس به د اکتوبر په یودیرشمه نیټه په رسمي ډول د امریکا د مرکزي قوماندانی مشرې په غاړه واخلي.وسلام رخمت اله روان

. .