دهرات اوکابل پېښې تړاولري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

د۲۰۰۸ ز کال داکتوبر ۱۸ مه
ښاغلی کرزی صاحب !
ياددولت نه استعفايادهغه اساسي چړ(تصفيه) بله لارنلرې !

په اروپاکښې دعيسوی جنتری پر اساس درخصتی شپه وه،ومې غوښتل دخپلې ليکنې(( دا نا امني دچا ډالی ده)) دشپږمې برخې پر دريم جزباندي لږ کاروکړم . ځانته دتفريح ورکولو په وخت کي چي دشپې نيمايي وه دتاند ديب پاڼي ته مي سرورښکاره کړ ،پردغه نوی خبر مي سترگی ومښتې : ((تاند - وسله والوکسانوپه پایتخت کابل کې دعزیري بانک د مرستیال زوی په رڼا ورځ داستقلال روغتون له مخې وتښتاوه .)) لاندي ليکل سوی وه ، ((. . . خوخلک پوهېږي چې په کابل او نوروسیمو کې انسان تښتونې دپیسو لپاره کېږي .دتښتونواوغلاوو له لاسه په هرات کې له تېرو دوو ورځو راهیسي کسبګرو کاربندیز اعلان کړی اوټاکل شوې ده چې په ملي شورا (مشرانو اوولسي جرګو) کې دهرات دخلکو استازي دهرات د ناوړه امنیتي وضعیت په اعتراض کې دملي شورا په غونډو کې ګډون سر له ننه (شنبه) وځنډوي .))
نو له ځان سره مي فکروکړ ،بلې ! په رښتياسره انسان تښتونې دپیسو لپاره کېږي . خو داټکی هم له نظربايد وه نه غورځول شي چي نه يوازي زمور په هيواد کي بلکي دنړی په نورو هيوادوکي هم دسياسي موخو لپاره هم کله کله انسانان تښتول کيږي . زما اوزماپشان دهيواد دسياسي،پوځی اوټولنيزوحالاتو دډيرودڅارونکو په نظر زموږدهيواد په ځينو سيمو دهغه جملې دهرات اودادکابل تښتونې دپيسو په خاطرنه بلکه دسياسي موخو لپاره تر سره شوي دی ، تر څوامنيتي حالت له جدې غواښ سره مخامخ څرگندکړی ،که دوي پردغه کار بريالي شي نوپايله به ئې داوي ، هغه عادي سوداگر اوسرمايداران چي له بانډو اوتنظيمو سره تړاونلري مجبوردي دځان اومال دساتنې په خاطر دوباره له افغانستان څخه پښې سپکي کړي .که داکاروشونودغه سياسي مافيابه له يوې خوادهيوادپر اقتصادي سيستم خپله خېټه واچوي ،هرڅه به ئې خپل شي اودبلې خوابه نړی والوته څرگنده کړي موږنه ويل چي بېله موږ داميدان بل څوک نشي گټلاي . پدې بايد زموږ هيواد وال پوره پوه وي چي پاکستاني مجاهدين دځانمرگی بريدو اوايراني مجاهدين بيادسړو تښتونې پوسيله افغان ولس تر ستوني رانيولی دئ .دواړه هيوادونه غواړي په هرشکل چي کيږي داملت بايد ددوي دگوډاگيانوتر سلطې لاندي په تحقير اوتوهين کي شپې اوورځي سباکړې .
پدې دليل مي دليکنې په پيل کي وړانديز دادی :
ښاغلی کرزی صاحب !
ياددولت نه استعفااويادهغه اساسي چړ(تصفيه) بله لارنلرې !
په همدې ليکنه مصروف وم اوداروپا پر وخت دشپې درې بجې او ۱۵ دقيقې وې چي يوشناخته مي ستانکزی صاحب له کوزي پښتونخوانه لکه چي هلته سهار شوی وسر راښکاره کړ اودسلام نه وروسته ئې رانه وپوښتل ،څه حال دي دۍ ؟ ماورته وليکل ورته گورې چي په نيمه شپه دخوب پرځاي په ليکنه اخته يم دامي حال دی . هغه پوه شو چي درد راغلي نوسمدلاسه ئي رخصت رانه واخست .
بلې هيوادواله !
اوس پرې پوه شوې چي داکار يعني سړی تښتونه اوکسبگردوکانو تړلوته دڅه لپاره اوڅوک هڅوي ؟
تر ټولودمخه بايد څرگنده کړم چي زه ددولتي حاکمانو دحاکميت اوکه ئي ډير سپينه غواړی دښاغلي کرزي اودهغه ددولتي ځينو يارانو مدافع وکيل نه يم اونه وم ،البته په راتلونکی کښې ئي هم ددفاع سره کومه علاقه نلرم ، ځکه اوس اوبه تر ورخ تيري شوی دي ؛دفاع ئي يوازي دانرژی بېځايه مصرف اودوخت ضايع بولم .
خو فکرکوم پدې اوس ټول پوهېږي چي وطن اوپه وطن کي سوله ،دموکراسي اوټولنيزعدالت راته تر هرڅه گران او ارزښت مند دۍ . زه دملي گټو په لومړی توب پوهېږم داچي دغوموخوته درسېدولاري چاري به څه وي دا دم گړی مي قلم دبل بحث لپاره راواخيست .
دوې اونۍ تېرېږي نه پوهېږوچي دکوم ناروا پلان اوطرحي پر بنياد په افغانستان کي امنيتي حالت مخ پر خرابېدو روان دی، اوداسي گنگوسې دهغو له خولې اوريدل کېږي کوم چي په ډيرو عجيبو اوغريبو اکټونو د۲۰۰۱ کال داکتوبر پر ۶ مه دآسماني تندري په بڼه پر افغان ولس دطالبانو دحاکميت اوالقاعدې دسازمان دمروړلو په خاطر پر نيمه شپه نازل شوه . شعار ئي دموکراسی ،سوله اوعدالت و،چي يوئې موږونه ليد!
دوي اوددوي داجنټانو له حرکاتو اوځغاستو نه داسي معلومېده چي دا زورواکان اودمډرنو الوتکو اوشوبلوخاوندان دادی په رښتيابريالي شول ! دوبه دسولي،دموکراسی اوټولنيز عدالت دپلي کېدو اوپراختيالپاره لار ه هواره کړي ،خومتاسفانه دا اميد هم په ابدي ناهيليودبدلېدوپه حال کي گورم .
ټولو دبن دکنفرانس پر بې سنجشه پرېکړو اويوطرفه قضاوت ددې لپاره سترگي پټي کړي ،چي دپاکستان اوعربو نابللو مېلمنوڅخه چي دپاکستان آي آس اي اوعربی شيخانو لخواپر موږدطالبانودنامه اوحاکميت نه په استفادي سره تپل شوي وه خلاص شو .زموږ هېوادبه دوباره دنړيوال بهير سره ملگری اوداربړېدلۍ ولس به موله دغو پاکستاني ،ايراني اونوروگاونډيانوله تپل شوو تحفواوتحقيرونه خلاص شي . له بده مرغه داملت نه پوهېږو چي دکومي سهوي اوخطاپر اساس دخداي (ج) تر دومره قهر لاندي شوئ چي په ظاهرکي دنړئ دټولو اوکه ټول نه وي نو دغوڅ اکثريت هيوادو دملاتړ اوپه ميليارډو ډالرودلگښت سره بياهم زموږدهيواد بېړۍ دآبادۍ، ارامۍ او بسيا ينې په لورنه درومې .هغه دحضرت باز خبره سوه ،هغه به تل په خپله مشهوره ټوکه کي ويل (( گوره اشنا!جوړ به ئې نکړې ،ويران به ئي کړې )) داوضعه اوحالت دهرې ورځې اوهر ډالر په مصرفېدو سره نور دخرابېدواو ورانۍ په لوردرومي .
په افغانستان اوله افغانستان څخه بهر ټول افغانان اوبهرنی څارونکی حيران پاته دي ،کومه آسمانی ټکه راولوېده چي دسږکال دسپتمبر له دوهمې هفتي نه راپدې خوايو دم دانگليستان ددفاع وزير ،دبهرنيو چارو وزير ،په هلمند کي ددوي دپوځی قواو قوماندان ،تر هغه وروسته دامريکادپوځی قواوو،کاناډا ،ناټواويو شمېر نور پوځی قوماندانانويوپه بل پسې همدايوه خبره دخولې ويرد وگرځاوه چي جگړه دسولي دراوستو اوډموکراتيک نظام دجوړېدو وسېله نده ؛اوددې جگړې گټل به له ډيروستونزوسره مل وي . داسي تبليغات پيل شوی چي ټول ملت حيران پاته دی اوپه مقابل کښي زموږدهيواد دشمنان دهمدغو خواشېنونکواوډارو نکو تبليغاتونه ه استفادې سره نوي طرحې اوپلانونه پلي کوي ،ترڅوحالت نور هم خراب اودبنسټپالو لپاره په دولت کي دنورغوښن ځاي امکانات برابر شي .موږته تراوسه نه معلومېږي چي بهرنيو ځواکونو ولي يودم له يوه سره داډول تبليغات پيل کړه ؟ دوي پدغوتبليغاتو کي کوموموخوته ځانونه رسوی ؟؟
داسوال به عادلانه وي چي وشي ،بلې صاحبانو!
موږ ډير پخوا نارې وهلې چي ((په زورکلي نه کيږي)) ،راشي چي له يوې خوادادولت له معلوم الحاله خلکونه پاک کړو،هغوکسانوته ئې وسپاروچي ولس ته دقبول وړ اوددې بهيرسره چي دموکراسي ،آزادي اوټولنيز عدالت ئې شعاروومخالفت ونکړي ،دولتي واک پاکو اوسپېڅلو لاسوته چي زمور په وطن کي شکرکم ندي وسپارو،خومتاسفانه له هغه لومړی ورځې تاسو ونه منل ،پر ملت موهغه کسان اوسياسي ډلې وتپلې چي ملت ئې دنامه له اورېدو سره حساسيت درلود داخو لاپرېږده چي دوي دې دخپلو اميرانو اودولتي کارمندانوپه توگه ومنې . دملت پر خوله دB52 دبم اوريو په زوراوسياسي داړامارانوپه مرسته دچوپتيامهر ولگېد.اودهغوي داوازداورېدوپه مقابل کښي دټولوپه غوږوکي پنبه تخته شول . پردې ټولو سر بېره موږتل همدا يوه خبره کول چي ددولت مخالفين دي تصفيه شي هغه چي دملت په وينوئي لاسونه ککړ ندي ، ددودعلمي او مسلکي استعداد سره سم دي په دولت کي کاروکړه سي . اومجرم هرڅوک اوپه هر ډله کي چي دی نړيوالي محاکمې ته وسپارل شي ، تر څوبرخليک ئي دقانون له مخې معلوم سي ،متاسفانه پدې پروسه کي دوه مخی سياست پلی شو،يوپرونۍ تنظيم اوسياسي گوندوددولت مخالف اعلان شواودابل پلوبياځينوته دولت وسپارل سو. دغودولت چارواکودا ملت دومره وزوراوه چي زموږدوطن دبهرنيو دښمناو تبرته ئي لاستی ورکړ،خلک مجبورسول غروته مخه کړي ترڅوخپله دښمنې تر سره کړي اويائي عزت خوندي پاته شي .
پردې ټولوناخوالوسربېره بايدددغونه چي ددولت په مقابل کي جنگېږي پوښتنه سوې واي چي دوي ولي غروته ختلي؟ اوولي ددولت پر خلاف جنگېږي ؟ متاسفانه دهمدغو پوځی ځواکونوقوماندانانو اوددوي اميرانو زموږ داخبره نه منل .دښاغلي کرزی نه هم لارځکه ورکه شوه چون دوي راوستلۍ اوپر قدرت ئي ساتلی دی .هغه به هم کله ويل چي دبهرنيو ځواکونو دشمير زياتېدل زموږ دهيوادپه گټه نه دي اوسوله په زور نشي تامينېدلاي ،اوکله به ئي بياويل چي دبهرنيو پوځی ځواکونودشمير زياتېدل زمورږپه هيوادکي دسولي دراتگ اوټينگښت سره مرسته کوي،خو بايد نړۍ وال زموږدملي پوځ پياوړتياته هم يوڅه پاملرنه وکړي . دښاغلي کرزی خبري ځکه نه اوريدل کېږي چي يوخو دا اردو ملي نه بلکي تنظيمي دی ،اوپه دننه کښي ئې دوي ته معلومات شته چي خبره څه . دوي نه غواړي دخپل روزل شوی سياف دغه تعنه اوخبره په خپلو پيسو اوسلو حقيقت په بدله کړی چي داحمد شاه مسعود په يادغونډه کې ئې وويل (( داميدان چي مجاهدين ونه گټي دچاپلار ئي نشي گټلاي )) دوي اوټوله نړی پرې پوهېږي چي داميدان دشورويانو په مقابل کي چا، دکو مو پيسو په زوراوکوم پلاروگاټه . دلته مي هغه درېگن سره دمولوي خالص اونوروتنظيمي رهبرانو خبره راپياد شوه ،وايي چي دازموږساده گانود رېگن دخوشحالی لپاره دهغه ډير صفت وکړاوورته وئې ويل کاشکي مسلمان واي نوتردې به لاهم غښتلۍ واي اوشه جهادبه دي کولاي ،خوريگن په خنداورته ويلې وه (( دازموږ اودشنوډالر زوردی چي دروسانو په مقابل کښي ستاسو مخالفت اوجگړې ته ئې دجهاد نوم ورکړی ،کنه په فلسطين اوددنياپه بله سيمه کي جگړې ته ولي څوک جهاد نه وايي .))
داچي دبن په کنفرانس کي دامريکا استازو لوټه په اوبوکښي کښېښودل اودامريکادگټوپه لورورباندي تير شول دابله خبره ده .اوس چي دافغانستان دمسلې سره دنړيوال زبرځواک اوپه ځانگړې توگه دامريکا اوناټو دسازمان برخليک تړلۍ دی ،جالبه ده چي ولي دوي په افغانستان کي دخپلې بې وسۍ دبرملاکولوسره دومره علاقه پيداکړه ؟ ايادوي پدې نه پوهېږي چي څه وکړي؟ ولي دوي په نړيواله کچه دخپلي ناتوانۍ اوناکامۍ سره دومره علاقه لري؟ کېداي سي داسي نه وي؟؟؟
دايوبله پېچلې اوپه لسهاو وتوروټوکرانوکي تاوشوې لوبه وي ؟خوددي لوبې قربانيان به همدابېچاره افغان ولس وي . دبېلگې په توگه څنگه داومنل سي چي تر پنځو زرو زياتو انگليسي اوامريکايي عسکرو په شتون کښي دي دلښکرگاه دبازار شاوخواچي پر دښت کربلاپروت دی ،هيڅ غراوشله نشته دطالبانو په نامه ددولت دمخالفينو لخوا محاصره شي ؟ماته له هلمند په تليفوني خبروکي دهغه ځاي مشرانو خپل تشويش څرگندکړ اودائې ويل چي موږنه پوهېږو ولي بهرنيان داکارکوي ؟ اوپرهرڅه سترگی پټوی؟ دا دڅه لپاره کوي ؟ ايادوي نه پوهېږي چي داڅوک اوله کومي راځی ؟ داددوي څارگري سپوږمکۍ څه سوې ؟ ولي ئي دوي نه ويني چي طالبان دحملې لپاره موزې باسي اوياپه ډله ډله دوسلو سره راروان وي .خبري ډيري اوفاکټونه چي بهرنيان اوبه خړوي تر څوموږته نامعلومه ماهيان پکښي ونيسي له بدمرغه دهرې ورځې په تيرېدوسره ډيرېږي .
تاسو گوری !
دغه دتاريخې پېښوتکرار ديوه هوښيارسړی لپاره تصادفي ندی . په ۱۳۵۷کي هم ددولت پر خلاف دايراني استخباراتي شبکو په مرسته بغاوت تر همدغه ډول شعارو اووړانديزنو لاندي پيل شو،البته هلته يوغير عادلانه شعار دايراني اخوندانو لخوادخپلو لاسپوڅوپوسيله ترغوږو رسېده چي گويادولتي حاکميت دکفر پلاس کښي دی .چي په حقيقت کي داسي نه وه ؛وايي خاتمه مستوره ده ،خداي پوهېږي چي څوک څوک دی؟دهغه حاکميت اوحاکم گوندټولوغړو ځانونه مسلمانان بلل .البته دومره تيروتنې اوکله ناکله ئي داسي کارونه وکړه چي ددولت دبهرنيو اوکورنيومخالفينولپاره ددوي دحاکميت پر خلاف دعاموخلکواوسياسي رقيبان دپارونې لپاره زمينه برابره شوه .
دادی اوس يوځل بيا دايران په هدايت اوهلته په ايران کي دروزل شوو پرلاس دهرات ولايت امنيتي وضعه نارامه شول ،يوې اوبلې خواته خلک تښتول کېږي .داسي وايي چي دولت ناتوانه دی.
بلې!
دولت داڅوکاله ناتوانه وو، هغه وخت ولي څوک بازار ته نه وتل ؟ اويائې دوکانونه نه تړل ؟ ددغو مظاهرو اودمظاهره کوونکو دمشرانو له خبرونه له ورايه څرگندېږي چي غواتوره اوشېدې سپيني دي . دبېلگې په توگه تاسو دغه ټکي ته ښه ځير شی ،همدا پرون داکتوبر پر ۱۷ مه دمظاهره کوونکو يو استازی چي په پښتوئي خبري کولې وويل چي موږ هغو دوکانو اوموسيسو ته دفعاليت اجازه ورکړې کوم چي فعاليت ئي حياتی ارزښت لري ،لکه درملتون اونور . داخبري دافغانانو دطرحې تر سويې لوړې معلومېږي ،په مظاهرو او اعتصابوکي دافغانانولخوادغه ټکی ته متوجه کېدل يوڅه سوال برانگيزه ښکاري . اوپه پخواکي هم هيڅ وخت داسي ندي شوی .اودغه چي پښتوژبۍئي درسنيولپاره استازی ټاکلی داهم تصادفي کارندی .
ددغو مظاهروسره يوځاي په کابل کښي دهرات دوکيلانو غيرت هم گوياتوروخوړ، دوي هم وايي چي ترڅو دهرات دخلکو سوالوته جواب ونه ويل شي ،امنيت تامين نشي موږ نور دپارلمان په غونډوکي برخه نه اخلو اوبايکوټ کوو.که سوال وشي چي ښاغلو وکيلانو!ستاسو دغه بايکوټ دڅه لپاره دی؟ دقانون له مخې تاسو صلاحيت لری چي وزير اويابل هر دولتي چارواکۍ راوغواړی اوله هغه نه پوښتنه وکړئ چي ولي په هرات کي خلک مجبور شول خپلي هټۍ وتړی اوپه مظاهرولا س پوري کړي .جالبه خبره ،دوي دا کار ونکړ اوپه غونډوکي دنه گډون اعلان ئي پداسي حال کي وکړچي تر ډيره بريده ناقانونه برېښي ،اوهمدا حرکت پخپله داثابتوی چي دامظاهرې داقتصادي موخولپاره نه بلکي دسياسو موخولپاره تنظيم شوی دي .هغه دهرات دوالي صاحب خبره چي ددې کارترشادنورولاس دی هغه بېچاره نشي ويلاي چي ددې کارترشا په کابل اوتهران کي دناستوکسانو،سياسي ډلواوتنظيمو لاس دي . تر ټولو اړينه اوبې جوابه پاته پوښتنه خولاداهم ده چي له دغو وکل صاحبانو څخه وشي ،هغه داچي دوي خوپه ټول کښي ځانونه دملت استازي بولي اودوي ئي په رڼوسترگو گوری چي په ټول هيوادکي امنيت ټکنۍ دی او هره ورځ دهيوادپه زياتوو لاياتوکي امنيت تر هرات ډيرخراب دي ،بايد ټول پارلمان داعتراض په ډول وتړل سی ،دلته ولي دوي چوپ دی اودحالاتو ننداره کوي ؟ خو خبره داسي نده اونه هم داوکيل صاحبان دومره دملت په غم او فکر کښي دي داسي ويل کيږي چي ددولت مخالفه جبهه اوتورن اسماعيل دوالي اويوشمير نورودولتي جگپوړوسره جوړندی اوله بلې خودلته په هرات کي دايران څارگر هم له ستونزوسره مخامخ دي ځکه نوغواړي هم امريکا اودهغوي تر حمايې لاندي دولتي مشرتابه ته ټکان ورکړی، اوهم له هرات د خپلو مخالفينوڅخه ددوکاندارانو داعتصاب اوناخوښی تر نامه لاندي خلاص کړي .
ښه ددې خبري دسپيناوي مسوليت که څه هم ورسره ملگرئ دی ،خودندی له مخې دښاغلي قانوني ،کرزی اودولتي اړونده چارواکو پرغاړه دي .دلته جالبه داده چي ولي دعزيزي بانک دمرستيال ښاغلي علي اکبر زوی په کابل کښي په همدې ورځ وتښتول شو. داساده خبره دڅېړنې وړده . اوداکارطالبانونه دی کړی . بلکي دايوه سازمان شوې توطېۀ ده ،داچي ددې مسلې وشاته به کومه سياسي انگېزه اوډله وي وروسته به هرڅه معلومه شي . دخالد پښتون خبره دټولو ناخوالو مرکزپه کابل کښي دي ،غله دکندهار -کابل لويه لار نيسي خودحسابو تصفيه بياد کابل په ښارکوي،اياداجالبه نده ؟فکرکوم پدې لنډه اوساده خبره کي لوي تفصيل اوفلسفه پرته ده.
خو په يوه خبره موږ دلته په بهرکي پوه شوچي دهرات اوکابل تښتونې يودبل سره بېخه کی تړاولري .
که حوادث بهرنيانوته دبې ثباته دښودلواوخپلو بادارانو ته دامتيازدترلاسه کېدوپه معنا همداسي پر مخ ولاړ سي پايلې به ئې خرابی وي . په هغه صورت کي موږ دسولې په لورنه بلکه دلته په دولت کي ديوې بلې سياسی بزکشۍ اونارواسيالی په لور درومو.
زه نه غواړم له يوې خواددولت دحاکوکړيو مدافع اوسم اودبلې خوادامسله نوره اوږده وڅېړم ،دومره ويل غواړم چي په اوسنيو شرايطو کښي که په رښتيا غواړو دسولي اوملي گټودساتلو په لور ولاړ سو،ملي تفاهم اوروغې جوړې ته ورسېږواړينه ده چي له دې ډول سياسي لوبونه لاس په سرشو.
ملي روغه جوړه اوسوله ،معقول،صادقانه اودقيق سنجول سوی سياست اوکړنلاري پلي کېدوته اړتيا لري ، چي متاسفانه تر اوسه دايولاهم نشته . په شعارونواوپه خپل مينځ کي په زورآزموينواوسرټمبگيوسوله او عدالت نشي راتلاي . اوس افغان ولس دهر چاوهرحرکت ته جدي پام کوي ،ځکه نوبهتره ده چي ملي سياست دملي گټوپر بنياد غوره اوپلي شي .هر ډول سياسي لوبې اوغولونې خلک له ورايه گوري اومنل ئي ورته گرانه خبره ده . په ښارونوکي دبهرنيانو په لمسون نا امنۍ اودځينو کسانو اولادونه تښتول دمسلې غوټه نشي خلاصولاي . دپښتنودستر مشرپدې خبره ئي ختمه وم ((راځي يوکېږو کنه ورکېږو)) ومن الله التوفيق