ناروي دژوند کولو لپاره بهترين هيواد دی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

روس بالت . رو
د۲۰۰۹ ز ک ل داکتوبر ۵ مه
دملگروملتو سازمان
ريگاداکتوبر پنځمه

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

روس بالت . رو
د۲۰۰۹ ز ک ل داکتوبر ۵ مه
دملگروملتو سازمان
ريگاداکتوبر پنځمه
ژباړونکی : حبيب الله غمخور
دشنبې دورځې (داکتوبر ۳) په هغه رپوټ کښي چي دملگرو ملتو دسازمان لخوا خپور شو داستوگنې لپاره ناروي په نړۍ کښي تر ټولو ښه هيوادوپېژندل سو .
د درويتردخبرپه حواله mixnews.lv ليکي چي پدې خپاره سوي لیست کښي دلاتويا هيوادپه ۴۸ ،استونې په ۴۰ ،ليتوانياپه ۴۶ ځاي کي قرار لري .
دملگروملتو دسازمان اړونده ادارې لخوانوموړې څېړنه اوبرسي د۲۰۰۷ ز کال دهيوادونودکورنيو دتوليداتو دټوليزي کچې ياپه بله اصطلاح دسړي پر سردملي عايداتواوداوسېدونکودعمر داوږدوالي په نظرکي نيولو سره ترسره سوې ده .
دهغومعلوماتو اوفکټونوله مخې چي دنړيوال اقتصادي بحران څخه وړاندي راټول سوی وه په نړۍ کښي تر ټولو هيوادونو په ناروي ، استراليااو اسلنډ کې داوسېدونکودژوند کچه لوړه ښودل سوې ده .
همدا ډول په ټوله نړۍ کښي دژوند بدترين شرايط اوټيټه کچه دنايجريا او افغانستان اوسېدونکي لري .
البته په ځېنو برخو کښي لاتويا لوړمقام تر لاسه کړی ، دبېلگې په توگه پدې څېړنه کې په گوته سوېده دلاتويا دهغواوسېدونکو چي عمر ئي تر ۱۵ کال اوچت دی (( ۹۹،۸)) په سلو کښي ئي لوستل اوليکل کولاي سي .
دژباړونکی يادونه :
تر کومه ځايه چي دامطلب دلاتوياپه ډله ايزو رسنيو کي خپوراوماله روسي ژبې نه ژباړلی ځکه خودلاتوياپه اړه څوځله يادونه سوې .
زما موخه ددې ژبا ړنې څخه داده ترڅوافغان چارواکي دې ټکې ته متوجه سي چي دټولوغولونکو تبلېغا تو اوله بهرنه نه ميليارډنو ډالرو راغلو اوگويا دافغانستان په بيا جوړونه کښي دمصرف سوو پيسو سرۀ بياهم افغانان دنړۍ تر ټولو دژوند کولو بدشرايط لري . اونړيواله ټوله بايد هم بايد دملگروملتو دغې څېړنې اودهغوي پايلو ته جدي پام واړوي چي دخپلو هيوادو داوسېدونکو دخولو اوزحمت په قيمت راټوله سوې ماليه ولې دومره بې ځايه اوبې گټې مصرف شي؟ چي دميليارډونوډالروترلگښت وروسته بياهم ټوله نړۍ کښي افغانان تر هر چازيات دژوند په بدترينو اوخوارو شرايطوکي شپې او ورځې سباکوي ؟
ايا غربی نړی او امريکاددې لپاره راغلې وه چي داتو کلونو په تيرېدوسره بياهم موږ شاته پاته هيواد اودپاي لخوا لومړۍ مقام ولرو؟
دپر مختللې اوغښتلي اقتصاد لرونکي هيوادوسره ددوستي اونږدې اړيکو پايله همدا وي ؟؟؟
امريکااواروپايي ټولنه ددغه خپاره سوی رپوټ نه وروسته دخپلو هيوادو خلکو ته په څه او څنگه قناعت ورکوي ؟ چي ددوي پيسې څه سوې ؟ دڅه لپاره اودچاپه گټه ولگېدې ؟؟؟
داچي ويل کېده افغان ولس ته دبنسټپالو،غلو،داړه مارو،دموکراسی دښمنو ،ټوپکسالارو،هيرئينو دپټو او ښکاره سوداگرو،دکوکنارودرواجوونکو،دعلم اوعرفان ددښمنانوڅخه نجات ورکوو،اوافغانستان به ډير ژريوپر مخ تللۍ هيوادوي ،دا دغه پر مختگ تاسو غوښت ؟ تاسو داټولې پيسې او وسلې ددې لپاره ولگولې چي په وسلو شړلې پر وسلو بارگاډوبيرته په مختلفو بهانو اومختليفونومونويوځل بيا دولتي واک ته ورسوۍ اوخپله ددې ځاي نه پښې سپکې کړۍ؟
که داځل موپه هره بڼه اوهرنامه دغه ددموکراسی غولېدونکۍ نيم بنده بهير ناکام اوافغان ولس موبيادپردې شاته خپلوساتلو ملاتړو او خواخوږوته پرېښود پايله بې یې په ټوله نړۍ کښي دبربريت اوترهگری خپرېدل ،ددموکراسي اوتمدن پر خلاف ددتيروپېړوپه دودقدعالم وي ،دنيويار پېښه به په سترگوپوري رانجه کړی .
نړيوال بايد پدې پوه وي چي دافغان ولس په وړاندي اخلاقي اوحقوقی مسوليونه لري .له يوې خوائې داله خلکو بېگانه دولت په مختليفومرحلوپر خلکو وروتپۍ اودبلې خوا اوس داسې ښکاري لکه شورويان دپښو سپکېدولپاره دوړو پزه ځانته جوړوي .
زما داخبرې ددې معنا نلري چي زه دبېگانه وو له شتون سره موافق يم ،خوڅښتن اوس زموږ ولس دغه حالت ته رسولۍ ،دومره خواراوبې وسه کړی که يو بېگانه وزي نو دابل بيا ملاتړی اومټې رانغښتۍ ورته ناست دی . ځکه نوبايد نړيوله ټولنه دافغانستان دمسلې داسياسي عادلانه حل لاره ولټوي چي له يوې خوادافغان ولس دستونزودهواری اودبلې خوادبهرنيانو دابرومندانه ستنېدولپاره امکانات برابر سي .
زموږ هيوادوال بايد پدې پوه وي دغه منډي ترړې چي همدا نن دبهرنيانو اوافغان چارواکو له خوا روانې دي زموږ دهيوادراتلونکې له نوروبدو،اوخورا زورونکوبدبختيواودهيواددبربادی په لوردرومي .
دلته دډيري بدو اوافغان دښمنه،دسيسو اوپلانونودطرحو اوپلې کېدو لپاره مرموز کارونه ترسره کېږي ،هغه چي پرخپل هيواد او دې زوريدلو هيوادوالوئي زړه خوږېږي اوسالم وجدان لري بايد دغو لومواودسيسوته جدي پاملرنه وکړی .
دا ډيرد شرم ځاي دی چي په خبرو اوسياسي تبصېروکې هغه دچا خبره دنړۍ ټولو جمهوررئېسانو او سياستمدارانوته عقل ښيواوتر هر چا ځانونه پوه اوهوښيار بولو، خوخپله مودسفر اومزل مرهټۍ په خټو کښي بند اودادی يوځل بيادملگروملتودسازمان په کلنۍ څېړنه کښي ثابته سول چي دافغان له بېغورۍ نه افغانستان دنړۍ تر ټولو شاته پاته هيواد اواوسېدونکې ئي دنړۍ تر ټولو بدبخت اوپه خواريو ککړ انساني ژوندلري .،ياپه بله اصطلاح په ټوله نړۍ کښي تر افغان غريب او بېچاره نشته .
پدې هيله چي افغانان په ځانگړي توگه چيزفمه اوهغه چي توان لري دا ماته کښتۍ ددرياب غاړې ته ورسوي په خپل مسؤليت پوه اوخپل دبام واوره دنوروپر بامو ونه غورځوی ،يوه گوته بل چا اوڅلورځانته ونسي .ومنالله التوفيق