دبارک اوبامادانا سارااوباماسپارښتنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

له بهرنيو منابعونه
د۲۰۰۹اکال دکتوبر۱۱
ژباړونکی : حبيب الله غمخور
دبارک اوباما اناسارا اوباما له هغه نه وغوښتل چي دسولې لپاره تلاښونوپه نه ستړې کېدونکې توگه ته دوام ورکړي !
دامريکا دولسمشر بارک اوباما انا ((سارا اوباما))داکتوبر پر لسمه دشنبې ورځ په يوه مطبوعاتي مرکه کښي خپل لمسی دامريکا ولسمشر بارک اوباماته سپارښتنه وکړه چي په نړۍ کښي دسولي او ثبات دراوستلو لپاره خپلوتلاښونوته دوام ورکړي .
سارااوباما پداسي حل کښي چي دکوگيلوپه کلي کښې چي ددې داوسېدوځاي دی ،پداسي حال کښي چي پر يوه پلاستيکي چوکۍ دخپل کور مخته ناسته وه داسوشيتدپرس خبري اژانس سره په مرکه کښي وويل پدې باورده چي بارک اوباماته دنوبل دسولي دا جايزه دخداي له لوري يوه ډالۍ وه .
درانه لوستونکی خبردي چي تيره اونۍ په ناروي کښي دنوبل دسولي دجايزې کمېټې دسږکال دغه جايزه دامريکا ولسمشر بارک اوباماته دسولي په لارکي دهغه دتلاښونوپه خاطر ورکړه ،سره لدې چي پدې هکله په نړيواله کچه مختلف غبرگونونه راڅرگدسول .
تر کومه ځايه چي ښاغلی بارک اوباما تير کال دجنوري په مياشت کي دامريکادولسمشرپه توگه سپينې ماڼۍ ته لاړ ،نو پدې خاطر په ناروي کښي دنوبل دسولي دجايزي دکمېټې پدې پرېکړه ډيرکسان حيران پاته سول .
داسوشيتدپرس خبري اژانس دکوگيلونه رپوټ ورکوي چي ښاغلي بارک اوباما ته دنوبل دسولي د جايزې په ورکولوسره دکنيادخلکوډيره خوشحالي څرگنده کړه .
دياده دې نه وي وتلې چي ښاغلي بارک اوباما ديوه کنيايي اقتصادپوه زوي دی .
ښاغلی بارک اوباما دهغو ((۲۰۵)) کسانوپه منځ کښي ددې جايزې وړوبلل شوم کوم چي په ټوله نړۍ کښي ددې جايزې دگټلو لپاره نومول شوی وه .
دژباړونکی يادونه :
پدې هليه چي دامريکا ولسمشر ښاغلي بارک اوباما نه يوازي په ناروي کښي دنوبل دسولي دجايزې دکمېټې بلکې دټولونړيوالوپه سرکي دافغانستان ،فلسطين اوعراق دخلکوهغه هيلي او ارزواگي ني چي په خپلو هيوادو اوسيمه کښي ئې دسولي ،ثبات اوښيرازی لپاره لري هم ترسره کړي .اوپدې لارکښي دنړيوالو زبرځواکو ترټولوگټودنړۍ ددې سوځېدلې اوکړېدلي سيمي اوزورېدلوخلکو روااوانسان غوښتنوته دلومړيتوب حق ورکړي .