د سولی کاروان ومسکین یارصاحب ته دعبرت ښه درس دې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

لکه ځرنګه چه ټول وطنوال خبردي په دغو ځوورځو کی دښاغلی مسکین یار دسولی دکاروان به باب په رسنیو کی دافغا نانو ترمنځ په داخل او خارج کی ښه ګرمی تبصری او مبا حثی روان دي،هر افغان په دی باب خپل نظروړاندی کوي داسی ارزیابی کیږی چه دغه کاروان ددی په ځای چه کابل ته ورسیږی ممکن هغه زمونږ په اصطلاح وتر کستان ته ورسیږی او لا تر اعلا ن وړاندی دنا کامی سره مخا مخ شو او ددی کاروان سپه سالار تر سختو انتقادونو لاندی را غلی ،ان تردی چه دمسکین یار صاحب ډیرو نژدی طرفدارانو او دوستان هم دنوموړی ځخه ددغه عجولانه حرکت په وجه مخ واړه وی او محترم قاضی صاحب چه په لندن کی استوګن دی وایی چه دمسکین یار صاحب دسولی دکاروان لپاره می د۲۰ زرو ډالرو په اندازه بسپنه راټوله کړی وو اوس یی دخطاب صاحب کورودان چه زما سر یی راخلاص کړی او دا دسولی کاروان نه دی بلکی دا مسکین یار دشیطانت او مقام مندلو کاروان دی چه دخپلو شخصی اهدافو د لاسته راوړلو به خا طر یی طرح کړی دې .همدا راز په اصطلاح یوبل جهادی شخصیت اووتلی ژورنالیست چه دمسکین یار صاحب ډیر نژدی دوست اوملګری هم دی محترم اصف وردګ صاحب بیا وایی چه دا دسولی کاروان نه دی بلکی دننواتی کاروان دی او زیا ته وی چه ازموده را ازمودن خطا ست ،یوه بل وطنوال دعظیم جان په نامه چه همیشه ومسکین یار صاحب ته زنګ وهی وایی :چه مسکین یار صاحب ډیره عاجله وکړه او اضافه کوي چه مسکین یار د تنګ نظری په وجه دخپلی برنامی وخت ته تغیر ورکړی اوقصدا یی دخطاب صاحب دسپینو خبرو دپروګرام سره په یوه وخت کی پخش وي .دشاغلی عباسی صاحب او محترم خطاب صاحب تبصری ډیری اوږدی اوطولانی دی او هغه ځان ته د تبصری وخت او بحث ته ضرورت لری.
سوله او امنیت په ټوله نړی کی دټولو انسانانو ستر ارمان دی خصوصا دافغا نانو لپاره چه دجنګ او جګړی ځخه نو ر ستړی او ستومانه دی، ددونیا د ډیرو خلګو په نسبت افغا نان وسولی او امنیت ته تږي او ستر ګی په لار دی او دخدای (ج) ځخه دداسی یو شخصیت په هیله او ارزو دی چه دهغه په وجود کی دغه دافغا نانو ستر ارمان چه ( سوله او امنیت ) دی ژرتر ژره تر سره او په ګران افغا نستان کی پیاده شي ،په دی خاطر هم افغا نانو دسولی هر حرکت ته په لمړی قدم کی دقاضی په شان په پټو سترګو ښه را غلا ست ویلی دی ولی کوم وخت چه خطاب صاحب او یا بل چا دهغوی سر ور خلا ص کړی دی بیرته دخپلو وعدو او بسپنو ځخه په شاه شوی دی دلته پښتنه داده چه سوله خو دهر چا خوښه ده ولی دا سوله څرنګه سوله؟ او دا دکومو اشخاصو په وجود کی را تلای شی؟ ایا دهغو اشخاصو په وجود کی امکان لری چه خپله په مختلفو وختونو کی دسولی درا تګ مانع ګر ځیدلی دی او دهغوی دخولی ځخه هیچا دسولی او دوستی خبری نه وی اوریدلی او همیشه یی دافغانستان او افغا نی شخصیتونو په ضد تخریب او غیری جایز تبلغات کړی وی او دخپل شخصیت لوی والی یی دبل معصوم افغان دتخریب په صورت کی هیله او ارزو وي.
ځوک چه دخپل ځان اوخپلی کورنی ځخه ناخبره وی او دخپل وطن ځخه بیګانه وي او دخپلو خلګو په ژبه یوه خبره هم نه شی کولای خارجی ژبی یی هم په خبله او هم د کورنی ښه زده وی ولی په خپله ښایسته مورنی ژبه یو حرف خبری هم نه شی کولای دا به ځرنګه وکولای شی چه دسولی کاروان جوړ کړی او افغا نستان ته دی سوله او امنیت راوړی او یا داچه خپل ټول ژوند یی دافغا نانو ترمنځ د نفاق اوشقاق په خاطر تیرکړی وی او دافغا نانو تر منځ وجنګ او اختلاف ته روزمره لمن وهی او بدون له خپله فاسد نظره او غلطی طرح دبل افغان ونظر ته یی هسځ وخت عوږ نه وی ایښی او ژبه یی شپه اوورځ دافغا نانو په تخریب باندی نه ستړی کیږی ایا دداسی اشخاصو په وجود کی سوله افغا نستان ته را تلا ی شي؟دا قضاوت باید تاسی ګران لوستونکی وکړی نه زه .
داځو کاله مونږ افغا نان شاهیدان یو چه دافغا نستان لپاره په داخل او خارج کی یو تعداد افغا نی ، پوه ،با استعداد او لایقو شخصیتونو دسولی ډیری ښه معقولی طرحی وړاندی کړی چه هره طرح قابل دقدر او احترام وړ و،ولی متاسفانه چه هره طرحه دهمدی مسکین یار او دهغه د کرایه شوی ګروپ له لوری بدون له دی نه جه هفه په دقیقه تو ګه ولولی او یا یی ارزیا بی کړی اویا خپل نظریات او پیشنهادات دهغی دبهبود په منظور وړاندی کړی بلکی ردی کړی دي او هیځ افغا ن ته یی داحترام په سترګه نه دی کتلی دخپلی شخصی کیني اوتعصب په اساس یی دهغو په ضد په ناوړه تبلغاتو لاس پوری کړی دی زه تعجب کوم نوموړی نن ورځ په کومو سترګو د افغا نی شخصیتونوځخه دسولی کاروان جوړه وی او غواړی وکابل ته ولاړ شی مونږ نه پوهبږو چه دی په کابل کی په کومو سترګو د چاسره دسولی په باب خبری کوی،نوموړی خو تر پرون ورځی پوری په افغا نستان کی ټول دولتی اوسیاسی شخصیتونه په مختلفو نومونو تورن ول ،له کرزی ځخه تر خلیلی،مارشال فهم .یونس قانونی ،ربانی ،استاد سیاف ، حضرت صاحب مجددی،پیرصاحب ګیلانی،دوستم،ګلاغا شیرزی ،قومندان عطامحمد،اسمعل خان ،داکتر عبداله .زلمی خلیل زاد.اشرف غنی احمدزی.جلا لی صاحب ،رمضان بشر دوست .ملا محمد عمراخند.ګلبدین حکمت یار ،سراج الدین حقانی،په افغا نستان کی دوو لکو نه زیاددافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند یا حزب وطن غړی او دهغوی ننی مشران لکه نورلحق علومی ،بزګرصاحب ،ګلاب زوی ،شهنواز تڼی،نور په افغانستان کی دسیاسی ګوندونو مشران،دملی اردو او پولسو دلاور افسران او ټول منسو بین،دکابینی اکثریت غړی او وزیران،دپارلمان غړي او داسی نورو زیاتو افغا نانو په شمول یی ټول ځوځلی په مر ګ محکوم کړی دي او هغوی په مختلفو نومونو لکه توپک سالار،دمخدره توکو قاچقچیان،رشوت او اختلاس اوداسی نورو ناوړه نومونه بیله کومه سنده متهم کړی دی ،او دغه پورته اشخاص او خلګ چه ما یی نو مونه یاد کړل په افغا نستان کی نن ورځ په هر شکل چه وی مطرح خلګ دی او دنفوذ او قدرت خاوندان دی ددی په کمک او همکاری په افغا نستان کی دسولی هر پلا ن پیروزه کیدای شی که جیری ددی شخصیتونو سیاسی او احتماعی سازمانونو کمک او همکاری را جلب نه شی او یا دهغوی په قوت او توانایی باندی سترګی پټی شی او یا له فهم وغور ځول شی په هغه صورت کی مسکن یار صاحب نشی کولای چه دسولی کاروان و افغا نستان ته ولیږی او یا دی کا میاب شی او دا ټول هغه خلګ دی چه هغوی ټول دمسکین یار صاحب او دهغه دډلی ووینو ته تږي په لاره نا ست دی او هیځکله هم نوموړی نشی کولای چه دیوی لحظی لپاره هم دخجالتی له وجی له هغو سره مخامخ شی او یا دی ددی جرایت ولری چه دهغو سره په خبروکی برخه واخلی .
داسی معلو میږی چه ښاغلی مسکین یار دا ځل بیا هم د یوه ټکسی کرایه شوی موتر رول بازی کړې چه همیشه دپیسو په مقابل کی شپه او ورځ دهر چا په خدمت کی حا ضروی او هر چیری چه ځوک وغواړی ورسره ځی .په خپله مسکین یار صاحب ددی توان ،استعداد او ابتکار نه لری چه دغه غټ مسولیت دی ترسره کړی ،په افغا نستان کی دسولی را تک ډیری غټی فداکاری او قر بانی ته ضرورت لری داده مسخرو او ټوکو خبری نه دی چه تش په تبلغاتو او لیستونو په جوړه ولواویادی دکتنه دپرګرام په چلولو پیا ده شی هغه هم په داسی حال کی چه هغه خلګ چه نوموړی دخپلی خوښی په اساس په لیست کی داخل کړی دی هغوی دمسکین یار دغه اقدام په کلکه رد کړي نه داچه رد یی کړی بلکی مسکنیار یی په درغلیو او بډواخستلو تورن کړی او په شرمویی وشرموي دی باید له خپل دی عمل ځخه دعبرت درس واخلی ،دا د مسکین یار صا حب ګناه نه ده چه دغه دسولی دکاروان لیست یی بدون دکومی اجندا او مخکنی مشوری تر تیب کړی بلکی ګنا دهغه چاده چه دی یی دپیسو او مقام ورکولو په مقابل کی دی کارته وګماري ،داچه دپردی تر شاه ځوک دی هغه هم تر یو ځای ټولو افغا نانو ته معلوم دی چه دمسکین یار غوندی کرایه شو اشخاصو په واسطه غواړی د خپلو لا برا تواری معیناتو نتجی تر لا سه کړی چه بی هغه هم افغا نستان نن ورځ په جهان کی دجنګ او ناوړه سیا ستونو دازموینی په لا برا توار بدل شوی دي او هرخارجی ملک او سیاست پوه خپل دمعیناتو نتجی په کی تر لاسه کوی ،لکه چه تر لاسه کړی هم دی.
د ټولو افغانانو غو ښتنه دهغو افغا نی شخصیتونو ځخه چه دافغا نستان دمعضلی دعادلان حل غوښتنکی دی او غواړی دسولی دراوستلو لپاره کمک وکړی په ځبله باید په مستقیمه تو ګه را مخ ته شي او په دننه افغا نستان کی او دباندی دټولو مطرحو خواو سره په مشوره داسی یوه جامع طرحه وړاندی ګړی چه وټولو افغا نانو ته دمننی وړ وی ،دبن ناکامه تجربه دی بیا نه تکراروی چه دا ځل دمسکین یار په شان یوه بله ډله چه لاسونه ،ژبه او خوله یی دافغا نستان دبی ګناه خلګو په وینو سره دی او تخریب او شیطانت یی دافغا نانو تر منځ دورځی کار او عمل ګرځیدلی وی دافغا نستان دخلګو په سر نوشت با ندی مسلط کړی،دتیرو ترخو تجربو ځخه باید دعبرت درس واخستل شی ،دمسکین یار په شان سیاسی تجاران همیشه ځان ته ګرم بازار ګوری تر ځو دی خپل مفاد په کی لا س ته راوړی او خپل ژوند ته په دغه ګرم بازار کی ادامه ور کوی ،سوله وقربا نی ته ضرورت لری او ددی قربانی لپاره با ید داسی اشخاص پیداشی چه اول دخپلو شخصی ګڼو ځخه تیرشی او په خارج ګی دارام ژوند ځخه صرف نظر وکړی او دخپلو خلګو په خدمت کی په داخل د افغا نستان کی دسولی په نامه خپل اواز را وچت کړی او وټولو افغا نانو ته داحترام سر ټیټ کړی ،افغا نان چه نور دجنګ او جګړو ځخه ډیر ستړی دی په مختلفوناوړو نومونو باندی متهم نه ګړی ،دمخکنیو شخصی عقدو،تعصب.تنګنظری ،بغض اوکینو ځخه باید تیر شی،یوه خبره چه هغه همیشه یادیږی دجنایت کاران دمحکی خبره ده ،جنایت کار جنایت کار دی ولو دا هر ځوک او په هر ډله تنظیم ویا حزب پور مر بوط وی با ید اول وپیزندل شی او وروسته دمحکمی حکم ور باندی وشی او دخپلو بدو اعمالو په جزا ورسیږي ،مګرم متاسفانه بعضی نا فهمه اشخاص دیو شخص په ګنا ه دهغه شخص ټولومتعلقینو ته دجنا یت کارانو په سترګو ګوری چه دا ډیری دعقل او منطیق ځخه لیری خبری دي،نه با ید دیوه شخص یا ځوشخصیتونو دجنایت په اساس ونوروته دنفرت په ستر ګو وکتل شی ،که ده ښاغلی مسکین یار له نظره سره سمه ارزیابی وشی نو به افغا نستان کی دننه اویا به خارج کی داسی ځو ک نه پیدا کیږی چه هغه دی څه نه وی کړی نوپه هغه صورت کی باید دمسکین یار صاحب دنظر مطابق ټول افغا نان باید محکمه شی ،نو زه نه پو هیږم چه بیا به دسولی کاروان دچا ځخه تشکیل کیږي ممکن ودغه کار ته تنها مسکین یار صاحب او دده دوه یادر انډوالان پا ته شې .
راځی چه دافغا نستان تیر تاریخ ته مرجعه وکړو که مومطالعه کړی هم وی لازمه ده یوځل ی بیا په دقیقه توګه مطالعه کړو او دخپلو تیرو نیکه ګانو دتجربو ځخه استفاده وکړو چه هغوی اول په خپلو منځونو کی یوه اوبل ته داحترام په ستر ګه کتل او دخپلو شخصی ګټو ځخه دملی ګټو په خاطر څرنګه تیریدل او په یوه مټیتوب اودملی وحدت په روحیه یی په خالی لا سونو په خپل همت او غیرت دافغا نستان استقلال تر لا سه کړی او هم یی په خپلو وینو ساتلی ؤ ،راڅی دی ډیر نژدی تاریخ ته چه دغه دیارلس کاله مخکی تکرار شو توجه وکړوچه دافغا نستان قانونی ولسمشر شهید داکتر نجیب اله دهیواد دملی ګټو په خاطر ځرنګه دخپل قدرت ځخه تیر شو او دسولی په خاطر یی خپل ځان قر با نی کړی او داسی ډیرمثالونه نورهم زمونږ په تاریخ کی شته دی ،تر ځوچه افغا نان په خپل منځ کی دیوه اوبل درناوی ونه کړی ، یوه اوبل ته دتعظیم سرونه کښته نه کړی او یوه اوبل باندی اعتماد اواعتبار ونه کړی دهیځ افغان دپیروزی او افغا نستان ته دسولی او امنیت زا تګ نا شونی کار دی او هر اقدام به ډیر ژر اوعا جل لکه دمسکین یار صاحب دسولی کاروان دنا کامی سره مخا مخ شي.په درناوی رحمت اله روان