په افغانستان کی هرځه دامریکا په خوښه تر سره کیږې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

د افغانستان وروستي انتخابات دنړيوالې ټولنې له لوری له هماغه برخليك سره مخ شول چې پخوايي يو شمیر كړيو اوسياسي شخصيتونو اټكل كاوه، نړيوالې ټولنې لا پخوا غوښتل په افغانستان او سيمه كې د خپلو بيلابيلو اهدافو لپاره په افغانستان كې داسې يو حكومت وي چې تر ډيره حده د ملي ګټو په باب بې حسه او په سل مجبوريو كې را ښكيل اوهمیشه محتاج وی .
د دې لپاره د دوى لومړى هدف همدغه ؤ چې ولسمشر كرزى چې په دې وروستيو كلونو كې د نړيوالې ټولنې پر ستراتيژيو او كړنلارو كلكې نيوكې كولې له مخې لرې كړي، خو كرزي د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره بيا د سياليو ميدان ته را ووت، نړيوالې ټولنې د يوه واحد او پياوړي بديل په معرفي كولو كې هڅې وكړې خوناكامه شوه.او وروسته یی په دی ټینګار کاوه چه با ید یو ایتلافی دولت په افغا نستان کی د خارجیانو دخوښی مطابق باید جوړ شی ولی نن دښاغلی کرزی صاحب دخبرو ځخه داسی په ډاکه شوه چه نوموړی دایتلا فی حکومت سره مخالف دي او دا یی بهتره ګڼي چه انتخابات باید دوهم پړاو ته ولا ړشی .چه دراتلونکو دوواونیوکی په تر سره شی داچه په ځومره شمیر کی خلک به په دوهم ځل انتخاباتو کی برخه واخلی او څوک به کامیاب شی معلومه خبره ده چه بیاهم هر ځه دپخوا په شان دخارجیانو غو ښتونو مطابق تر سره کیږی او په اخری تحلیل کی بیاهم کرزی صاحب حتمی ودی ته مجبور کیږی چه په افغا نستان کی دامریکا دغوښتنی مطابق یو حکومت جوړ کړی .
په افغانستان كې په 1380 لمريز كال كې چې د مرغومې د مياشتې په لومړۍ نیټه د حامد كرزي په مشرى لنډ مهاله ادارې په كار شروع وكړ، د آمريكا په مشرۍ د تروريزم پرخلاف جگړى لا زور پيدا كړ، او ورځ په ورځ په افغانستان كې د نړيوالو سوله سانو ځواكونو د شتون اړتيا هم د افغانستان د حكومت او هم د آمريكا له خوا، رامنځته كیدله ترځو د دغه اړتيا له مخى د ملگرو ملتونو د ا منيت شورا، پريكړه وكړه، چې افغانستان ته سوله ساتى ځواكونه وليږى. د دغه غوښتنې له ا مله په 2002 كال كې نړيوال سوله ساتى ځواكونه افغانستان ته راغلل او په كابل او د افغانستان په نورو ولايتونو كې ځاى پر ځاى شول .
په افغانستان كې د آمريكا د ايتلافى او نړيوالو سوله ساتو ځواكونو د افغانستان گاونډيو، او د سمی هیوادونو سره سخت تشويش پيدا شو، او په افغانستان كې يې د نوموړو ځواكونو شتون د خپل امنيت له پاره يو ستر گواښ وگاڼه. په دغه برخه كې د پاكستان حكومت او آى اس آى زيات كوښښ كاوه، چې طالبانو ته د پاكستان د ننه د روزنې او ښوونى مركزونه جوړه كړي، او د آمريكا په مشرى د تروريزم پر خلاف جگړه په خپله په افغانستان كې ورځ په ورځ توده كړي، ترڅو آمريكا ته د دى وخت ورنه كړى، چې د تروريزم پرخلاف جگړه په پاكستان كې پیل كړي. په آمريكا كې د بوش ادارې هم هڅه كوله، چې د تروريستانو اصلى ځالې په افغانستان كې وښيې او په افغانستان كې د تروريزم پرخلاف جگړه د آمريكا او نړيوال امنيت په بانه ځانته روا، او پاكستان په دغه جگړه كې له ځان سره كلك ملگرى وښيې. د دغه جگړى په بهير كې د آمريكا د ايتلافى او د ناټو د ځواكونو په هوايى بمبارۍ كې په زرگونه افغانان چې شميرى كابو 50 زرو تنو ته رسيږى و وژل شول، او په زرگونه افغانان ټپيان، معلول او كډوال شول اولا هم دغه غمیزه روانه ده .
د افغانستان خلكو او دولت كه هر څو مره كوښښ وكړ، چى د آمريكا حكومت په دې پوه كړي، چې د تروريزم اصلى ځالې په پاكستان كى دى ، خو د بوش حكومت ونه منله او خپلې سر تمبګۍ ته بى دوام وركړ .
په آمريكايې د بوش په له منځه تلو او د آمريكا د نوى ولسمشر باراك اوباما په منځته راتلو سره خلكو دا فكر كاوه، چې آمريكا به د خپلى نوى ستراتيژۍ په رڼا كې په دى پوره باور پيدا كړي، چې د تروريزم اصلى ځالې په پاكستان كې دي، نه په افغانستان كې. سره له دې چې باراك اوباما، په خپله نوى ستراتيژۍ كې دا خبره وكړه، چې د تروريزم اصلى ځالې په پاكستان كې دي، او كله چې اړتيا احساس شوه، نو په پاكستان كى به هم د تروريزم پرخلاف جگړه پیل كړى، چې د دغه خبرى په اوريدلو سره په پاكستان كې د آصف علي زر دارى نوى حكومت سخت وار خطا شو، او اوباما يې دېته اړويسته چې په پاكستان كې د تروريزم پرخلاف جگړه د يې پيلوټه آلوتكو په وسيله سرته ورسوى، نه آمريكا د پوځونو په وسيله، خو په افغانستان كې بيا هم د اوباما، د ستراتيژۍ له مخې د آمريكا د پوځى عملياتو په بهير كې د افغانانو مرگ ژوبله دوام لري، او داسى ورځ نه شته دى، چې د افغانستان د دولتى ځواكونو، برسيره، ملكى وگړوته د پوځى عملياتو ، د بمونو په چاودنو او ځانمرگى بريدونو په بهير كې د سر او مال زيات زيان وا نه وړي او په افغانستان كې د غه دردونكى حالت د نړيوال ټولنى له سترگو څخه هم پټ نه دى پاتې. د نړيوالى ټولنى د رپوټ له مخى چې د روان كال د تلى د مياشتى په 4 مه د يو شمير رسنيو له خوا، خپور شو، اوداپه كې ويل شوي و، چې د 2009 د كال په تېرو 9 مياشتو كى 1500 تنه ملكى افغانان د پوځى عملياتو په بمبارۍ كى له منځه تللى دي .
د دغه رنگه حالت په شتون كې ويل كیدل شي چى تیر 8 كاله په مرګ ژو بله تیر شول ، جې تر زياتى اندازې پورې په ځاى خبره هم ده . دا ځكه چې د افغانستان تیر حكومت د خپل جوړښت له مخې د ملى گټو په اساس نه و، جوړ شوى بلكى د شخصى گټو او مصلحتونو په نظر كې نيولو سره جوړ شوى و، او په ادارى فساد كې دومره ډوب و، چې له بهرنيانو څخه يې د خپلو ملى گټو د تامين په اړوند پوښتنه هم نه شوه كولى، او په ټوليزه توگه افغانان د ډېر كمزوري حكومت څښتان و و. په افغانستان كې د يو كمزورى حكومت په شتون كې گاونډيو هیوادونو هم گټه وكړه او د خپلو ملى گټو دبفا له پاره يې د افغانستان په چاروكې لاسوهنه څو چنده كړه، چې د دغه لاسوهنى په بهير كې بې د بهرنيو ځواكونو په وړاندى طالبان پياوړى كړل، او د دولت په زياتره ادارو كې بې خپل اجنټان ورننو يستل، چې په دغه ډول د ټولو اړخونو په منځكى بې باوري زياته شوه. دا چې اوس د ټولټاكنو د شميرلو د پايلو له مخې به نوى ولسمشر ټاكل كيږى، نو خلك زياته اندېښه لري، چې بيا د تیر په شان د مرگ او ژوبلى د حكومت ځښتان نه شي .
نو د نړيوالى ټولنى ځخه په كلكه غوښتنه كوي، چې د افغانانو سره د نوي حكومت په جوړولو كې هر اړخيزه مرسته وكړي او پرې نه ږدي چې افغان د ښمنه څیری بيا په نوى حكومت كې راښكاره شي .
داسې ښكاري چې متاسفانه هیواد يو ځل بيا د يوه بحران پر لور ولاړ شي، ځكه چې بهرنيانو او د دوى لاسپوڅيو لاسونه سره يو كړل، د وروستيو انتخاباتو طبيعي پايلې يې سبوتاژ كړې او د هیواد وضعه يې د يوه نه اټكل كېدونكي حالت سره مخامخ كړې ده، هغه اندېښنې او اټكلونه يو پر بل پسې ټول ريښتيا شول چې د ولسمشريزو ټاكنو نه راوروسته د هیواد په سياسي او رسنيزو كړيو كې يادېدل، ښايي نن د ولسمشريزو ټاكنو پايلې نږدې له دوو مياشتو ځنډ وروسته بيا هم په داسې بڼه اعلان شي چې هیواد وال پكې د آرام ساه وا نه خيستلاى شي، بيا به هم زموږ د راتلونكي برخليك پر سر د ابهام تورې وريځې وي، بيا به هم د معاملو تور بازارونه تاوده وي او بيا به هم د ولس د ارزښتونو دلالان له نړيوالو معامله ګرو سره په چنو ناست وي .
دا په دغسې بحران كې پراته ولس لپاره ډېر بد حالت دى، د دې حالت اصلي لامل نړيوال دي چې نه غواړي په افغانستان كې يو نظام او اداره په خپلو پښو ودرېږي .
نه غواړي چې افغان ولس د پرديو له احتياجه بیغمه شي، نه غواړي چې دوى هغه ښكېلاكي فرصتونه له لاسه وركړي چې زموږ په هیواد او يا دې سيمه كې يې لري .
خو ددی تر ځنګ په دی کی هیځ شك نشته چې پخپله افغانان هم د همدې وضعې په اړه ستر مسووليت لري. واقعيت دا دى چې نړيوالې ټولنې له موږ سره دا تیر اته كلونه ډېرې نامردانه لوبې كړې دي چې موږ بې ځايه ړوند اعتماد پرې كړى و.د همدې ړانده اعتماد شومې پايلې دا دي نن ګالو .
په دې سربیره زموږ زياتو جهادي او سياسي كركټرونو په تیر يوه نيمه مياشت كې چې د وضعې په اړه كومه ګونګه روژه نيولې وه دا يې يوه لويه تیر وتنه وه، كه دغه وطن زموږ وي، زما وي، ستا وي او زموږ ټولو وي بيا خو يې برخليك هم بايدزموږ په لاس كې وي، كه څوك دا احساس لري، نو بايد پر دې پوهیږی چې له روان بحران څخه هم د هیواد را ايستل د هر افغان په تیره بیا د هغو سياسي ډلو او شخصيتونو دنده او مسووليت دى چې د دې هیواد د نظام او ادارې په اړه د امتيازاتو دعوه دار دي. چا چې د ولسمشرۍ د كمپاين پر مهال د وزارتونو او ولايتونو پر امتيازاتو چنې وهلې بايد وپوهیږی چې د همغو مسووليت دا هم دى چې د بهرنيو توطيو په وړاندې د هېواد د سلامتيا او وقار په مورچل كې ودرېږي، هغوى دا مسووليت هم لري چې د افغانستان د سياست له آسمان نه د پرديو د اغیز شوم سيورى په يوه ملي اراده او جذبه رد كړي. كه په دغسې برخليك ټاكونكيو شيبو كې بيا هم چوپ پاتې كیږی معنا يې دا ده چې دوى هم د دنيا د جيفې لپاره د معاملو لاره نيولې ده. او همدغه زموږ د ولس د راتلونكې په اړه تر ټولو ستر او بد ګواښ دى.په درناوی رحمت اله روان .