دافغانستان دجنګ د پا ره د نوی سپاهیانودلیږلو پرسرد امریکی داولس ویش په دوه ژوروبرخو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بن بالزا اوجان کوهن
دواشنګټن پوست دلیکوالانو دستاف لیکوالان
چهارشنبه داکتوبر یوویشتم کال( ۲۰۰۹)

همغسی چی جمهورریس ښاغلی اوباما دخپل جنګی کابینه سره دافغانستا ن دجګړی په اړه له سره د نوی ستراتیژی په طرح اوتدوین باندی په دی بنیاد چی (۴۰۰۰۰) اضافی سپاهیان افغانستان ته ولیږی او که نه ؟ ناند ریځی روان او د امریکی اولس یی په دوه ژورو برخوسره وویشل . دواشنګټن پوست د ای- بی- سی دآژانس په قول دجمهوری ریاست داداری له خوا خلکو ته د افغانستان دموجوده وضع په وړاند یزځنی ناقراری او تشویشونه را پیدا شوی او خلک دناهیلو سره مخامخ شوی دی ، اوهغه هم په دی بنیاد چی جنرال ستانلی آی مککریستل دمتحده ایالاتولوړپوړی مسول قوماندان داضافی سپاهیانو افغانستان ته درالیږلو غوښتنه له ښاغلی جمهورریس اوباما څخه کړی وه ترڅو چی په پوره ځواک سره د مخالفینو سره وجنګیږی موضوع دامریکی دخلکو دنظریاتو د راټلولو په منظور وړاندی کړل شو ، چی دهغه په نتیجه کی ۴۷٪عامه خلکو د لوړپوړی قوماندان غوښتنه پر ځای او ۴۹٪ خلکو دهغه دغوښتنی پرضد خپل مخالفت څرګند کړل ،په یاد باید ولرو چی دواړه خواووی پرخپل نظریات او قول باندی پوره ټینګ ولاړ دی او خپل موقف په روښانه توګه سره څرګندوی .، دیادونی وړ مطلب دادی چی په دی سروی اورای پوښتنه کی داسی جوته شو چی د امریکی لوړ اکثریت په ډاګه سره داسی بیانوی چی جمهوری اداره کوم چی د افغانستان د ستونزو ا ود کشالو دحلولو مسولیت پر غاړه لری پخپل لاس کی کوم ټاکلی ، علمی منل شوی پلان اوستراتیژی نه لری اونه پوهیږی چی د ستونزو سره څه ډول برخورد باید وکړی .
دسپاهیانو دلیږلو پریکړه داوباما د اداری او اد منیستریشن یوله ډیر پیچلی ،باوری ، انتخابی اوامنیتی ستراتیژی څخه شمیرل کیږی او د اپه دی معنی چی له هر اړخه د افغانستان دپیښو سره ټکل اولاس وروړنه بی له سیاسیی خطری سره نه تر سره کیږی او ډ یر سیاسیی خطری لری چی باید د سیاسیی ماهرانو په پام کی وی . داضافی سپاهیانو افغانستان ته دلیږلو پرسره داوباما ددموکراتو ملګرو په مینځ کی هم یو لړ لانجی را پیدا شوی سره دهغه چی هغوی مخکی دغه جګړه بی ارزشه جګړه نه ګڼل اوله هر ډول انعطاف پذیری څخه ډډه کول ، حال دا چی جمهوری خواهان خپل شد ید مخالف نظریات د افغانستا ن د جګړی په هکله بیان اودا ډول څرګندوی چی که جمهور ریس اوباما دلوړپوړی قوماندان مککریستال غوښتنی تر سره نکړی نو دهغو د سخت غبرګون اومخالفت سره به مخامخ شی .
یوبله ناوړی پیښه چی داوباما دروانی پالیسی دتحقق په لاره کی خلق شوی هغه دادی چی ځنی مرستندوی نهادونه او سازمانونه کوم چی په افغا نستان کی دندی تر سره کوی په ډاګه کړی چی دلته په افغانستان کی امریکایی ضد اندیښنی راپیداشوی اوورځ په ورځ په ډیریدودی ، اوهغوی هم داضافی سپاهیانو په رالیږلو باندی ټینګار کوی ، یوورځ وروسته له هغه چی د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی د انتخاباتوددوهم پړاود تد ویراود بیا پیل کیدو سره خپل موافقه اعلان کړ کوم چی دانتخاباتود لمړی پړاو په نا منظمتوب اودرغلیو باندی چی دبین المللی مسول هییات له خوا وڅپړل شو باور څرګند شو ، موجوده سیاسیی فضا ته یوڅه بدلون ورکړاوهغه داچی د امریکی ۲/۳برخه خلکوکی دافغانستان په انتخاباتو کی د راپیداشوی درغلیو په نتیجه کی درز اوبی باوری ترسترګوشویا ترسترګوکیږی،چی دهغه منفی اغیزی دامریکی پراحزابو او دامریکی په تیورسینانو اوایدیولو ګانو باندی هم ولویدلی او وضع یی لا پیچلی اوکړکیچن کړی.
یوه اونی مخکی اوباما د خپل ستراتیژی په بیا له سره کتنو باندی لاس پوری کړ او دهغه د تحقق د پاره د لاری په هوارولوسره کوم چی په راتلونکی پسرلی کی د اضافی سپاهیانو په لیږلو سره چی دالقاعده سره باید وجنګیږی د خپل اداره چمتوالی وښود اودهمدی اصل په نظر کی نیولو سره د سپینی ماڼی د مطبوعاتی دفتر مسول غړی ښاغلی روبرتګیبس دسه شنبی په ورځ په یو خبری ناسته کی څرګند کړ چی د څو هفتو په لړکی په نوی له سره کتل شوی ستراتیژی او افغانستان ته د اضافی سپاهیانو دلیږلوموضوع مخکی دافغانستان دانتخاباتودپیل څخه به په ډاګه شی هماغسی چی داداری له سره کتنی او بازنګری څخه معلومیږی ۴۷٪ هغو کوم چی داوباما څخه غواړی چی دلوړ پوړی قوماندان مککریستال غوښتنی ته غاړی کیږدی اوهغه پلی کړی او په دی باور دی چی که چیری دسپینی ماڼی لیډرشف دسپاهیانو په لیږلو کی ځنډ وکړی او وخت ته قیمت ورنکړی اوتر راتلونکی پسرلی پوری انتظار وویستل شی دیولړ ناورینو سره به مخه شی چی وضع به لا پسی کړکیچن شی ،دخلکو په مخکینی نظر خواهی کی دافغانستان په اړین باید وه چی یولړ اقدامات تر سره شوی وای کوم چی د اپریل په میاشت کی ۶۳٪ د اوباما په پلوی وه او خپل حمایت یی له اوباما سره څرګندوله اما په اخرنی نظر خواهی کی ۴۵٪ موافق ، ۱۰٪ په تیر میاشت کی ټیټ او ۴۷٪ خپل موافقت ونه ښودل او۱۰٪ په دی وختونو کی لا پسی ښکته شو ، ددی له جملی څخه دریمه برخه خلک دنوموړی سروی په بنیاد خپل عدم موافقت په ډاګه کړل .
د اوباما له حمایت څخه چټک سرغړونه دهغه د اقداماتو په اړین چی د افغانستان دپاره په لاس کی درلود په جمهوری خواهانو کی ډیر او چت اولوړ راښکاره کیدل . دسپټمبر په میاشت کی د پارټی د غړو لوڅ اوغوڅ اکثریت یعنی ۵۱٪ د اوباما اجرات وستایل اوخپل پلوی یی څرګند کړل ، اما په دی نوی نظر خواهی اویا سروی کی داوباما سره دحمایت کچه ۲۲٪ ته را ټیټ شو او ۷۱٪ خپل مخالفت په ډاګه کړل .

جمهوری خواهان دهر ورځ په تیریدو سره پر اوباما باندی خپل نیوکی ته وسعت ورکوی او په دی یی ګرموی یا ملامتوی چی افغانستا ن ته دنوی سپاهیان دلیږلو پر مساله باند ځنډ کوی اود خپل لوړ پوړی قوماندان غوښتنی ته پام نه کوی کوم چی هغه د ژمی تررسید و دمخه غواړی جګړه وګټی .
۲/۳ برخه دموکراتان اوباما ته مثبت نمری ورکوی اوپخپل دریځ باندی ولاړ کلک خلک دی ، مګرد ځنی آزاد شمیر دموکراتانو په نظریاتو کی یو څه مخمصی او بی باوری سر وهلی او هغوی یی متزلزل کړی دی یعنی دهغو موقف له تنګ مثبت اړخ څخه تنګ منفی اړخ خواته اغوښتی دی .
داسی بریښی چی اوباما خپل حمایت ددموکراتانو په مینځ کی له لاسه ورکړی کوم چی که چیری د خپل لوړ پوړی قوماندان غوښتنی پر ځای نه کړی . اوس یواځی دریمه برخه دموکراتان له اوباما څخه غواړی چی( ۴۰۰۰۰) سپاهیان باید افغانستان ته ولیږی .۶۱٪ مخالف او ددی له جملی څخه ۵۱٪ غوڅ مخالف .
دسپاهیانو د لیږلو موضوع په ښکاره ډول سره پارټی په دوو برخو وویشل اود نوی نظر خواهی څخه داسی راڅرګندیږی چی ۲/۳ برخه جمهوری خواهانو په دی ټینګار کوی چی اضافی سپاهیان باید افغانستان ته ولیږل شی چی ددی فیصدی له جملی څخه ۵۱٪ دسپاهیانو په لیږلو ډیر ټینګار کوی،او دلوړ پوړی قوماندان غوښتنی په ځای بولی ،.
آزاد منشعب شوی غړی د سپاهیانو د لیږلو په موضوع ۴۷٪ موافق چی ممکن دغه فیصدی پورته لاړشی اما مخالف غړی تر ۵۰٪ جوته شوی ، ددی موضوع پر سر چی د اوباما اداره د افغانستان د روانو چارو په اړه کوم روښانه پلان او ستراتیژی نه لری ، ۶۰٪ امریکایان وایی چی پلان نه لری او په هر لس جمهوریخواه کی له اته غړو څخه زیات او تقریباُ ۲/۳ آزاد غړو او نیمیایی دموکراتان په دی مفکوره دی چی د اوباما اداره ښکاره او ټاکلی پلان نه لری .اود ستراتیژی د لمړیتوب ورکولو پرمبنا عامه خلک تقریباً په برابر انډول سره یادونه کوی چی القاعده باید وځپل شی اوطالبانوته موقع ورنکړل شی چی په افغانستان کی بیا قدرت تر لاسه کړی، دامریکی داداراتوځنی رسمی مامورین په دی نظر دی چی امریکا باید د القاعده اود هغه طالبانو په مقابل کی چی امنیت خرابوی په ټول قوت سره باید وجنګیږی ، اګرچه د ضد تروریزم اوضد دهشت زیږونکی تر مینځ ډیر توفیر لیدل کیږی مګر بیاهم دواړه امنیت ته ګواښ دی اوباید چی ورسره مبارزه وشی .
نوی نظر خواهی د عامه خلکو له خوا په ګرمی سره استقبال ونه شو اودا ځکه چی یو لړ نوی هدفونه د خلکو مخی ته کیښودل شو، د پنځه امریکایانو څخه څلور امریکایی داسی نظریی وړاند کړل چی ټول هغه لاری باید وتړل شی ترڅو چی طالبان بیا قدرت تر لاسه نکړی ، ولو که هغوی د امریکا دجنګ پالیسی کوم چی دتروریزم په وړاندی تر سره کیږی طرفداری هم وکړی ، ۲/۳ برخه خلک په نظر خواهی باندی د پوره باور په درلوده سره داسی وپیتیله چی طالبان دی باید په هیڅ بڼه قدرت تر لاسه نکړی ، اود القاعده سره تر اخره باید وجنګیږو ، ډیرو ډیرو هغو چی د سیاست سره زړه ګرمی هم نه درلود خپل باور داسی ښکاره کړ چی باید د پاکستان په سرحداتو کی د طالبان اود القاعده پر ضد دهغو تر نابودی پوری جنګ وشی ، ځنی نور بیا پر اقتصادی برخه باندی ټینګار کول چی امریکا باید دافغانستان اقتصادی اړخ ته وده ورکړی ترڅو چی خلک پرخپلو پښو ودریږی اود دموکراسی دودی د پاره زمینه برابرشی ، د ای- بی- سی د اخبار په قول ۲/۳ برخه خلک په کلی توګه سره په دی نظر او اند کی دی چی باید دپوره ارزیابی په تر سره کولو سره دندی تر سره شی او ځنی نور بیا دارزیابی چندان پلوی نه کول ، په پای کی باید وویل شی چی د پارټی دواړی خوا او دهغو ایدولوګان په دی مورد کی سره پوره توافق درلودچی باید دندی په پوره ایمانداری سره تر سره شی .
نوموړی نظر خواهی د رندم سمپل په بڼه په تیلیفونی محاوری سره له( ۱۰۰۴) نفرو څخه سرته رسول شوی اود سهوی او غلطی ته په پاملرنی سره مثبت منفی ۴٪ په نظر کی ساتل شوی ،یعنی تر۴٪ سهوه هم په نظر کی نیول شوی
په درناوی
ختم