انګریزانو د جدايۍ خبره رسنیو ته راوویستله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

انګریزان چې نړۍ کې د Divided and rule « بېل يي کړه او اېل کړه » د ښکېلاکګرې پالېسۍ په نوم پېژندل کیږي ، دا ځل بیا يي افغانستان ته پخپل راتګ سره د افغانانو ترمنځ د بېلتون او جلاوالي ترانه راپيل کړې ده .
د ازدۍ راډیو په قول : « روزنامه اندیپندنت چاپ بریتانیا در شماره اخیر خود از سیاستمدار این کشور پادی اشدون مطلبی دارد که در بخش آن آمده است آینده افغانستان به تقویه ساختار های قومی این کشور وابسته است نه حمایت از یک حکومت مرکزی »
دا چې هېواد کې ټاکنې دویم پړاو ته غځېدلې او لومړی پړاو يي هم د لوېدیځو هېوادو د لاسوهنو له کبله کړکېچن شو . په داسې مهال چې افغانان زیات ملي یووالي او پيوستون ته اړتیا لري ، په انګریزي رسنیو کې د افغانستان د مرکزي حکومت پر وړاندې ، په ولایتونو کې د قومي ګروپونو د پیاوړتیا تر سرلیک لاندې د ځینو ولایتونو لمسول د هېواد برخلیک په کوم لور بیايي ؟ ایا له پورته خبرې څخه ددغه انګریز موخه د مرکزي حکومت پر وړاندې د ځینو ولایتونو د بغاوت او پاڅون راپارول نه دي ؟
لکه څو ورځې مخکې مو واورېدل : « سفرناگهانی و غیر منتظره ی مارک سیدویل سفیر بریتانیا از شمال کشور و دیدار با عطا محمد نور والی سرکش بلخ که کمتر از اوامر حکومت مرکزی اطاعت میکند و یک حامی عمده ی داکتر عبدالله عبدالله رقیب حامد کرزی است نشانه هایی از دلسردی غرب به خصوص امریکا وانگلیس درقبال حمایت از کرزی را واضح میسازد» اوس څرګندیږي چې که په اسمان کې وريځ ، تندر او بریښنا نه وي باران نه اوریږي . دا چې د بلخ والي عطا محمد نور د کابل مرکزي حکومت پر وړاندې راپاڅېدلي او څوک يي پرځای نه شي کېنولای ، لامل يي روښانه دی او هغه داچې شاته يي انګریزان او نور ولاړ دي !
بلخوا د عبدالله نخرې او کریشمې هم چې اول يي د ټاکنو د لومړي پړاو پایلې ونه منلې او اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون نه مني او د څو وزیرانو د ګوښه کېدو وړاندیزونه لري او سبا به د دویم پړاو ټاکني هم بایکاټ کړي په غوږ کې يي د انګریزانو او امریکایانو د پټو خبرو ، لمسولو او پارولو پرته بل څه شي کېدلای شي !
همدارنګه ازادي راډیو په تبصره کې مخې ته ځي او وايي : « اما به نوشته پادی اشدون در روزنامه اندیپندنت همه این قربانی ها برای اینست که یک حکومت مرکزی در افغانستان تشکیل شود ، ولی از تشکیل چنین یک حکومت چه سود »
انګریز پادی شدون چې یوخوا د مرکزي حکومت زیانونه او بدګڼې او بلخوا ولایتونو او لږکیو ایتنیکي ګروپونو ته د زیات واک ښېګڼې او ګټې افغانانو ته بیانوي ، پکار خو دا وه چې دغسې یوه سلا يي خپل ګوډاګي پنجاب ته ورکړی وایي چې هغوی « ټول د پنجاب لپاره » پرځای یو څه نورو ایالتونو او قومونو ته لکه پښتونستان ، بلوچیستان او سندیش ته ملي حقوق ورکړی وایي .
تر ټولو لومړی خو پادي شتون باید پنجاب ته ویلي وايي ، د صوبه سرحد استعماري نوم چې د پادي شتون پلرونو او نیکونو پر دې سیمې ایښي هغه لري کړي او پرځای داسې نوم چې ددې سیمې د تاریخ ، ژبي ، کلتور او هویت څرګندوی وي لکه پښتونستان چې د سیمې د خلکوغوښتنه ده ، دوی ته ورکړي .
همدارنګه پادي شتون کولای شي چې د شمالي ایرلنډ د خلکو د ملي حقوقو په اعاده کې د خپلو انګریزانو ګریوان ته لاس ورواچوي .
په تېر تاریخ کې هم انګریزانو د لوی او ابدالي افغانستان خاوره په بېلو بېلو پړاوونو کې په څو ټوټو ویشلې ده . په ۱۸۹۳ کال يي پر افغانانو د ډیورند د کرغېړنې کرښې په تپلو سره د افغانستان خاوره دوه ټوټې کړه چې د کرښې ختیځه برخه يي لومړي د برطانوي هند او روسته يي په ۱۹۴۷ کال خپل میراثخور ګوډاګي پاکستان ته ورحواله کړه . په دې توګه انګریزانو هغه افغانستان چې د بنسټ ډبره يي د لوی احمدشابابا پلاس ایښودل شوې وه ټوټې ټوټې کړ . په کابل کې د افغانانو د مرکزي دولت کمزوري کول او له هغه څخه د ځمکنیو ټوټو او وګړنیو ټولنو بېلول له هغې ورځې پيل شوي چې انګریزان دې سیمې ته راغلل .
دوه وروڼه يي چې ګډه ژبه ، ګډ کلتور ، ګډ تاریخ او ګډ برخلیک لري یوله بله جلاکړل . وګورۍ خوشحال بابا :
د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګیالي د زماني خوشحال خټک یم
خپل هر څه له افغان خاورې سره تړي ، افغاني خاوره خپل ننګ او شتون بولي او په افغانیت ځان ننګیالي بولي . اوس چې د هغه مزار په لره پښتونخوا کې پروت دي ، انګریزان کولی شي د پاکستان په نوم هغه له افغانانو بېل کړي ایا دا کار شونی دی ؟
یا د افغانانو بل لوی او ستر صوفی شاعر رحمان بابا چې مزار يي په پېښور او له ډیورند کرښې کوزه غاړه پروت دی ، وايي :
چې کشور د افغانانو معطر کړي هر یو بیت مې خدایه زلفي د خوبان کړې
رحمان بابا د خپل شعر د هر بیت ښکلا او لویا په دې کې بولي چې هغه د هر افغان پر ژبه وي ، د افغانانو د هېواد په نوم شعر وايی او د خپل هېواد لپاره شعر وايي. ایا څوک کولای شي چې خوشحال او رحمان له افغانانو بېل کړي چې د دوی په اندیښنو لوی افغانستان جوړ شوی دی .
ایا د ډیورند په استعماري کرښې سره ، یو ملت چې دواړه دنیاوې يي سره ګډې دي څوک بېلولای شي ؟
خو دا ځل بیا داسې ښکاري انګریزان او د هغه لوېدیځ انډيوالان ، د افغانستان د پاتې خاورې د ټوک ټوک کولو لپاره راغلي وي !
موږ افغانانو باید هوښیار واوسو او پرینږدو چې ښکېلاکګر هرځل زموږ هېواد وپاشي !
اخځونه :
افغان ــ جرمن انلاین بریښپاڼه
د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر ۲۶ مه
مرادزی