ټس شوه چې ټاکنو کې عبدالله پاړسو وویله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د لړم په ۱۰ مه ، د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې په ټاکنو کې د دویم پړاو نوماند عبدالله وویل چې د ټاکنو په دویم پړاو کې به ګډون ونکړي او ټاکنو سره يي خپل پریکون اعلا م کړ . عبدالله ته له پیله پته وه چې ټاکنو کې يي په هیڅ توګه نشي ګټلای او د افغانستان ولسونه په عبدالله او دده په ډله ټپله باور نه لري .
نوموړی چې د نظارشورا او جمعیت لخوا ټاکنو ته درېدلی ، د ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ د کابلښار د وګړو په ټولوژنه او د هغه ښار په ورانۍ کې مجرم ګڼل کیږي . ده په همدغو کلونو او له هغې روسته هم ، په نظارشورا کې د یوه مسول کس پتوګه د قومي موخو پر بنسټ ، د ازبکانو ، هزاره ګانو او پښتنو سره د جګړو اور ته لمن وهله او د هېواد په ملي ضد هلوځلو کې ښکېل دی .
ډېری خلک په دې اند دي عبدالله ددې پرځای چې په هېواد کې په دولتي واک کې شریک شي ، د خپلو پخوانیو جرمونو په اړوند باید محاکمه شي . د نوموړی ځای ارګ نه بلکې د څرخې پله زندان او یا هاګ دی .
د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم عبدالله او ډلې يي ددې لپاره ګډون کړی و چې بلاخره ټاکنې به په لړايي ورګډوي او له هغې څخه به هېواد کې د بلې ګډوډۍ د یوې وسیلې پتوګه کار اخلي . دوی په لومړي پړاو کې هم دوه میاشتې چنې ووهلې ، ګواښونه يي وکړل او کله چې په ملي کچه پاتې راغلل ، خپلو نړیوالو ملاتړو او د چلوټې شریکباڼو ته يي د مرستې لاس ور وغځاوه . د لوستونکو به یاد وي چې عبدالله او ډلې يي په نړیوال ډګر کې د ټاکنو د لومړي پړاو د بې باورۍ لپاره انګریزانو ، امریکایانو او د نورو مرستې ته پنا یووړه . بهرنیانو هم څونه چې کولای شول د ټاکنو په خپلواک کمیسیون او کرزي فشار راوړ چې د عبدالله غوښتنو ته چې کوم ملي ملاتړ يي هم نه درلود ، غوږ کیږدي او په پایله کې يي ومني .
د ټاکنو په لومړي پړاو کې د خپلو نړیوالو انډيوالو په مرسته د عبدالله او ډلې موخه يي دا وه په هر ډول چې کیږي ، ټاکنې باید دویم پړاو ته وغځول شي . ځکه که په لومړي پړاو کې عبدالله له ټاکنو سره پریکون کړی وای ، د ټاکنو د قانونی ارزښت په اړه يي په کور دننه ملي بې باوري او احتمالآ اړودوړ او په نړیواله کچه هغه غوغا چې له مخکې يي پلان کړې وه ، نه شوه راپورته کولای . کله چې يي د نړیوالو ټاکلو کړیو په مرسته د ټاکنو لومړی پړاو د افغانانو او نړیوالو په وړاندې د دولتمشر کرزي په خبره « بدنام » کړ ، هغه مهال يي دغه پریکړه چې ټاکنې دې دویم پړاو ته پورې وهل شي ، په خوښۍ سره ومنله . په دې توګه عبدالله او ډله ېې خپله چلوټه کې چې ټاکنې به دویم پړاو ته باسي، بریالي شول .
له دې بري روسته چې هم يي د ټاکنو لومړی پړاو بدنام کړ او هم يي ځان په دویم پړاو کې د یوه مطرح نوماند پتوګه افغاانو او نړیوالو ته وځلاوه ، موخه دا شوه چې اوس د ټاکنو دویم پړاو څنګه بدنام کړي ، هغه د افغانانو په ذهنونو کې څنګه ووهي او په پای کې يي څنګه شنډ کړي .
په دې پړاو کې عبدالله او ډله يي د ټولو هغه قوانینو چې په تېرو اتو کلونو کې د افغانانو د سرښندنو او د نړیوالې ټولنې په مرسته ددغې تباکارې ډلې د ورانیو ، چلوټو او درغلیو سره سره په هېواد کې تدوین او پلې شوي ، په خلاف ودرېدل او یو لړ داسې غوښتنې او شرطونه وړاندې کړل چې منل يي د هیڅ مدني قانون سره اړخ نه لګوي .
دوی ددغه ناقانوني شرطونو په وړاندې کولو سره چې هغو کې د ټاکنو د کمیسیون د مشر له دندې ګوښه کېدل ، د څو وزیرانو د دندو ځنډ او په نور وزارتونو کې د څارنې لپاره د خپلو استازو ټاکل په پام کې لري ، غوښتل چې دولت له خوږې ګوتې ونیسي ترڅو یا د دوی دا ناقانونه شرطونه ومني او یا به له ټاکنو سره پریکون کوي .
دوی پوهېدل چې دولت داسې ناقانونه شرطونه نه شي منلای او که يي ومني دولت به خپله د قانون په ماتولو سره په ټولنه کې د ګډودۍ لاره اواره کړې او دا هغه څه دې چې عبدالله او ډله يي د همدې لپاره هلې ځلې کوي .
اوس چې دوی ټولټاکنو سره پریکون اعلان کړ او د پلان شوې چلوټې دوه لومړي پړاوونه يي پخپل اند په بري سره ووهل ، وبه ګورو چې دوی د چلوټو له پيټار څخه نور څه راباسي .
نظارشورا او جمعیت غواړي افغانستان کې په هيڅ صورت یو مرکزي پیاوړی دولت په تېره بیا چې د ولس د وټونو له لارې وي ، رامنځ ته نه شي . که داسې دولت رامنځ ته شي د نظارشورا او جمعیت هغه پلانونه به چې د افغانستان د پاشلو ، د ایران کبیر او لوی خراسان د خوبونو د ریښتیاینې لپاره د دوی په ذهنو کې ګرځي ، شنډ کړي . داسې ملي دولت به ، د ایران په مشرۍ او د دوی په ګوډاګي توب د دوی د خیالي اداري او فرهنګي ګډې حوزې مخې ته خنډ شي . که غښتلی دولت جوړ شي ، له دوی به د کابلښار د ټولوژنې او ورانۍ پوښتنه وکړي . له دوی څخه به د چور چپاو پوښتنه وشي . که د ټاکنو په پای کې باثباته حکومت راشي او په هېواد کې د سولې او امنیت لپاره لاره اواره شي ، جګړه به پای ته ورسیږي او دا هغه څه دي چې د نظارشورا او جمعیت له ځانګړو ګټو او موخو سره ټکر کوي .
که ترهګر په چاودونکو واسکټونو د ټولټاکنو مخه نیسي ، نو نظارشورا او جمعیت يي ولې په خپل پریکون سره ونه نیسي ! دوی دواړه په هېواد کې د ټولټاکنو دوښمنان دي . دواړه ترهګر دي خو یوازې بڼې يي بدلې دي .
کرزی باید د ولس په مټ حساب وکړي او د نظارشورا او جمعیت د لاپو باټو څخه ونه ډار شي ، دا هسې د وریځو پړانګان دي . که څه هم اوس به عبدالله په حکومت کې د اتلاف لپاره بهرنیان واسطه کوي او کرزي ته به ننواتي کوی ، هیڅ يي له لاسه پوره نه دي او ملي ضد غوښتنو ته يي غوڅ ځواب پکار دی . کولای شی د حکومت ضد اپوزیسیون جوړ کړي .
د راتلونکي حکومت لپاره هم پکار دي چې د ولس په وټونو ګټلی واک د مرکزي غښتلي دولت د جوړولو لپاره وکاروی . د بېځایه مصلحتونو ناوړې پالیسي پریږدي . دولتي کادرونه د وړتوب ، هېواد ملي ګټو ته د وفادارۍ او ولس ته د خدمت په معیارونو وټاکي . تر هرڅه ړومبی جګړه او د هغې لاملونه له منځه یوسي او د سولې او امنیت په راوستلو کې افغانان بسیج کړي .
د ۲۰۰۹ کال د نومبر لومړۍ نېټه
مرادزی