محترمووکيل صاحبانويولږڅه گريوان ته سرټيټ کړۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبیب الله غمخور

اگراين مکتب است واين ملا حال طفلان خراب ميبينم

د۲۰۰۷ م کال داکتوبر ۳۱

دروان کال داکتوبر پر ۲۲ د د ولسي جرگې استازو د شهيدانو پر قانون باندی دبحث پر مهال دشهيد دتعريف پر سر يوځل بيا په خپلوکې سره ښکر په ښکر شول .
دبې بې سي ويب پاڼې دخپاره شوی خبر له مخې زموږ وکيل صاحبانوترمنځ پردغه خبره توده شخړه راپورته شوه چې کوم چاته شهيد ويلاي شو.

په خبرکې راغلي چې : دولسي جرگې غړي له هغه وروسته پردووبرخووويشل شول چې دشهيدانوکورنيواو معيوبينو ته دامتيازاتو پرقانون خبرې اترې روانې وې . دغه قانون چې دحکومت له خواولسي جرگې ته سپارل شوى،تر ټولولانجمنه يې دوهمه ماده وه. د دغې مادې پر بنسټ ځينواستازيوويل چې دپخواني کمونيست پلوه رژيم پرمهال د ټولو وژل شويوکسانوکورنۍ نه شي کولاى د هغوامتيازاتو نه برخمنې شي چې په قانون کې ورته ورکړل شوي دي . د دغو استازو استدلال دا و چې شهيد يوازې هغه چا ته ويل کيږي چې د خداى د رضا لپاره وژل شوى وي . د کاپيسا د ولايت استازى حاجي فريدوايي :((بايد ښه په وضاحت سره داووايو چې هرسړى چې په هر جنگ کې مړ شوى اوهغه ته شهيدووايونو بيا له سره په افغانستان کې جهاد نه وو . بيا به ټول مردار يو. څوک چې د روس په طرفدارۍ کې مړه شوي دا ټول مردار دي ، که څوک يې نه مني نو راځۍ شريعت ته کېنو ، تاسو له دې نه څه شى جوړکړ تاسو په جهاد او شهيدانو ملنډې وهی .))



پوښتنه کېداي شی کوم شريعت ته به سره کښېنۍ ؟. . . هغه شرعيت چې وکيل صاحب په پوهېږي اودده په گټه دی اوکه هغه شريعت چې الاهی اود ټولومسلمانانولپاره دی اوله هغه نه دسياسی سوداگږيوپه موخه گټه اخيستل خپله لويه اونه بخښونکې گناه گڼل شوېده ؟
په خبرکې دا هم راغلی چې ددغه استازي دوينا په غبرگون کې يو شمير نوراستازي راوپاريدل اويو بل ته ئې ستغې سپورې وويلې ، ان تر دې چې پر يو بل يې د ډکو بوتلونو گوزارونه هم وکړل .

ښه! په بوتلوخوزموږوکيل صاحبان تل سره ولی ،اويوپربل په بوتلو وار کوی . ځکه له نېکه مرغه امريکايانو او اروپايانو ټوپکی اوکلاشنيکوفونه ځيني واخيستل ،اوس بله وسله نلري بېله داوبو بوتلونه . ځکه خو دوي پدې ورستيوکې دخلکو له پاکو احساساتو څخه دناوړه گټې اخيستنې په موخه مخکي له دېنه چې هيوادنی ستونزي حل شوی وي ،په يوه اوبل ځاي کې دا خبره زمزمه کوي چي بايد بهرنيان له هيواد نه ووزي ؛ترڅواوداولس يوځل بيادغودقدرت تږواودتعصب څخه له سره ترپښو ډکو کسانوته پاته شی .
دلته دهشت صبح په ورځپاڼه کې خپور شوی طنزنه یاد ونه پر ځاي بولم ،هغه دادی :
بوتل زدایی
با استفاده ازتجارب جهانی، چند روش افغانی کاغذپیچ برای جلوگیری ازایجاد تشنج درخانۀ ملت :
1 - هیچ وکیلی حق نداشته باشد ازبوتل های آب معدنی استفاده کند. یک چاه عمیق در بیرون تالارکنده شود، هر وکیل با دولچۀ رابری آب بنوشد. هرگاه نماینده گان، بدون بوتل جلسه را تحریم کنند، یک یک بوتل تیزآب روی میز های شان گذاشته شود؛
2- وکیلانی که چپلک می پوشند، عضویت شان در شورا به تعلیق در آورده شود؛
3- وکیلان شکمبو، دندان های رابری داشته باشند، تا استخوان دشنام را نتوانند بجوند؛
4- دو صد و پنجاه نفر بابه گک شهرداری کابل با یک یک سطل آب سرد سالنگ، در عقب چوکی های نماینده گان ایستاده شوند، تا هنگام شعله ورشدن وکیلان، آتش شان را خاموش کنند؛
- نان چاشت از برنامۀ شورا حذف شود؛ قبل از شروع جلسات هر وکیل به یک نفس، بیست مرتبه بین قصر شورا و قلۀ زنبورک شاه بدود؛
6- اعضای شورا قبل از آغازهر جلسه، هفت بار دهان شان را برس و مسواک بزنند؛
7- برای تصفیه حساب نهایی و از میان بردن کتره و کنایۀ شورایی، بهتر است تمام اعضای شورا با سرپرستی آقای تایسن و جناب جکی چن، با ورزش های مشت زنی، لگد پرانی، "چُنگ فو" و "پُنگ فو" آشنا شوند. با آغاز درگیــری ها، هیچ وکیلی حق نداشته باشد تالار جلسه را ترک کند. از آیساف خواهش شود تا مانع دخالت اردوی ملی و پلیس ملی گردد؛
و بدین گونه می رسیم به یک شورای عاری ازتشنج بوتلی...



محمودکوچی دبې بې سي راپورترليکې ((...يو شمير استازو نيوکه کوله چې په جرگه کې ځيني استازي په هر قانون کې د شخصي سليقو په کارونې غواړي د اساسي قانون ځينې مادې له پامه وغورځوي .)) ‌بې بې سي
بلې !

دا ډله وکيل صاحبان رښتيا وايي ،کله چې دقانون کومه ماده دتنظيمواوټوپکسالارويادسوادنه محروموتنگ نظروگټې سره په ټکر کښي راشي ،هغه وخت دوي هرومرو داسلام دمقدس دين له مبارکو احکامواودجهاد له نامه څخه دخپلوناوړوموخوپه خاطر گټه اخلی ،رښتيا خو لاداهم ده چې داسوال تر اوسه بې ځوابه پاته دی چې چاجهادکاوه؟ اوچا پرجهادسوداگري؟ ډير څېړونکی اوشنونکی اوس دهيواددنازکوحالاتو په نظر کې نيولو سره ددغه ډول لانجمنو مسايلو څېړل يوبل دفرصت وخت ته پرې ايښئ دی .ځکه اوس پر دا ډول مسايلوباندي بحثونه اوددې مثائيلوڅېړنه اختلافات نورهم ژوروی ،اوپه هره اندازه چې په ملی کچه اختلاف ژورېږي په هغه اندازه له يوې خوازموږدملي ستونزودحل لاراوږدېږي اودبلې خواله هغه نه بهرنی اوکورنی دښمنان گټه پورته کوي . له دې امله اوس دټولوملی دنده داده چې دفصل پر خلاف دوصل لپاره کاروکړو.



د افغانستان د اساسي قانون په دري پنځوسمه ماده کې د ټولو وژل شويو د کورنيو غړو،معلولينو اومعيوبينو ته دحکومت له خواپه امتيازاتو ټينگار شوى . هغو وکيل صاحبانو ته چې يوشمير محتاج اوفرېشانه انسانان دقانوني حق نه پدې نامه بې برخي کوي چې ددوي په ويناگويا شهيدان ندي . خو دغو وکيل صاحبانو داهيره کړېده چې ديوه غريب او بېنوا لاس نيوۍ څومره دنيوی او اخروی گټه لري ،اوپدې هکله څښتن تعلا خپلو بندگانوته کوم ډول هدايتونه کړې دي .زه ېې دبېلگو له راوړلو څخه ځکه ډډه کوم ،غواړم دا وکلي صاحبان که دسوادنه برخمن دي قران کريم او نبوی احاديثوته دې خپله مراجعه عکړې چې په په نوروبرخو کښې هم اړين معلومات تر لاسه کړی .

غواړم دغه وکيل صاحب ته داورپيادکړم چې ښاغلي هغه وخت چې داقانون جوړېده اويادلويي جرگې په کميسيون کښې ورباندي بحث کيده هم تاسو غوندي متعصبينوله دې مسلې سره جنجال کاوه اوسرئې ديواله ته نيولئ و،مگر ترکومه ځايه چې هلته هوښيار خلک وه اوپدې پوهېدل چې پر دې يوې لويي کتلی سترگي پټول اوستاسوپه اصطلاح دملحدپه نامه هغوي له ملي او انساني حقوقونه محرومول ناشونې خبره ده اوپردې ټينگار ملي جوړښت او ويوالي ته ضرر رسوي هغه بېسواده سرټمبه ېې قانع اوداماده په قانون کې ځاي شول .



په جرگه کې دکابل دخلکو استازې ملالۍ شينوارې وايي چې ټول هغه کسان چې په تيرو دريو لسيزو کې وژل شوي يو شان حقوق لري او د هغوى کورنيو ته دې يو شان حقونه ورکړل شي .
هغې وويل: ((زما په نظر په افغانستان کې دې ته اړتيا ده چې د جنگ او د جگړې نه د راپاتې ماشومانو ، کونډو ، معلولينو او معيوبينو ستونزه ده. که د شهيد د کلمې پر سر ډيرې لانجې او دنگلې و نه کړو ښه به وي. دلته د شهيد تعريف ته اړتيا نشته ، يوه کونډه چې مجبوره وي نو د افغانستان حکومت د هغې سره د لاس نيوي دنده او مسووليت لري.))bbc

دا دوياړ خبره ده چې زموږ پتمنې اوغيرتی خوندي دځينو وکيل صاحبانو دتوهين اوبېځايه خبرواوتهديدو سره بيا هم دپارلمان حيثيت ته نجات ورکوی اوهغوي سمی لاري ته رابولي . سره لدې چي دادشرم پېټۍ دپارلمان په استازيتوب دټول ملت پر اوږو پروت دی چې يو ځل ملالۍ جويادټولوپرنسيبونواو اوصولوخلاف په وچ تنظيمی زور دقانوني حق څخه محرومه شوه ،پدې ېې قناعت ونشواو ډاډه شول چې هرڅه سرته رسولاي شی پريوې بلې درنې اوغيرتی وکيلي اغلي شکريه بارکزۍ ئې دپارلمان تالار داسي تنگ کړ،چې هغې دخپل عزت اوحرمت دساتلو په خاطر دپارلمان په غونډو کې دبرخې اخيستنې نه ډډه وکړه .داسي نشی چې داځل وار درنې خوراغلي ملالۍ شينوارې ته ورسېږي .
دا موږټولوته دمنلو وړده چې دبهرنيانوپه زرودنيم بنده دموکراسی دتمثيل دپاره ئې دپارلمان تر چت لاندي هغه سره راټول کړه چې پرون ئې يوپر بل راکټونه اورول . خوپدې هم بايد سرخالص کړو چې هغه هم دپردو هڅونه وه اوداهم دهمدغوپردوکاردی . موږ به ديوملت په توگه کله شااوياڅلوروخواوته سترگي رااړه و؟
کله به خپل اودبل حداوحدودپېژنو؟اوکله دنړۍ دنورو ولسونوپه څير په ملي گټواومسؤليتونوځانونه پوهوواودهغودساتلولپاره چې په يقیني توگه په يوه سره داکارناشونئ دی سره راټولېږو،پخلا کېږو او دهيوادجوړونې ته مټي رانغاړو؟



راسۍ چی يوه لهظه دزړه خواله سره وکړو اورښتياهم واورو:

جهادکليمه هغه وخت راپیداسوه چې دکفرپه مقابل کښې مسلمانانوداسلام دمقدساتو څخه دفاع کوله .
داسلامی علماووله نظره دشهادت مقام دايوالاهی پيرزوينه ده اوشهيدهغه مسلمان ته ویل کیږی چې د جهاد په سنګرکې یی خاص د خدای ددین دساتلو لپاره ځان قربانی کړی وی .اوپه ځينو نوروحالاتو کښي هم خداي تعلايوه مسلمان ته دشهادت درجه اومقام ورکوی . خو داهر څه پسله مرگه دی دخداي تعلا له طرفه خپل يوه بنده دامقام ورکول په هغه ذات پوري اړه لري پردې دنياژوندی انسانان پدې نشي پوهيداي ځي څوک خداي وبخښۍ،ځاته ئې دشهادت مقام ورکړ اوځاته جزاورکوی .په يوه کليمه بۀ ئې راخلاصه کړم ځي خاتمه مستوره ده داهرڅه هغه ذات پوري اړه لري ځي موږته ئې ژوندراکړی اوبيرته ئې رانه اخلی .دشيداودهغه مقام دترلاسه کېدوپه اړوندخبري ډيرلوي اوعلمي بحث ته اړتيالري ،پداسي لنډواوخپل سره فتواگانونشي خلاصه کېداي ،پدې هکله بحث کې ډلري لوي اولوړي پوهي ته اړتياشته ،زه پدې باورلرم چې دغه متعصب کسان هر څوک چې وی له اسلام نه دقيق او اړين معلومات نلري .
که ددغه وکيل صاحبانوڅخه چې پرون ېې دامريکاپه ډالرو،عربي ريالو،الماني مارکواوډول ډول وسلوسره ددوي په وينادروسانوپه مقابل کې جنگېده پوښتنه وشی ،که دوي روسان وژلې نوموږبه ورته مردار ووايو ، مگر هغه افغان چي کليمه ئې ويل ،پنځه وخته لمونځ ېې کاوه ،په خپل هيوادکښي يوه حاکميت ته که دده خوښ و يانه کارکاوه اوياپه وسله وال پوځ کښي و،اودقدرت پر سر جگړه کښې ېې خپل خوږژوند دلاسه ورکړ،هغه ته څنگه مردار شوی ويلاي شو؟؟؟ تاسوپه تاريخ کښې داسي يوهيوادراښودلاي شي چې ټول دي له يوه سره غرو ته ختلي اوددولت پرخلاف دي راپاڅېدلي وي ،ابدأ ېې نشی راښودلاي ،نوپه افغانستان کې ولي دافغان ولس دتاريخي دښمنانوپه اشاره او آمر ټول افغانان غروته ختلي واي ؟که دلته په افغانستان کې يو بهرنۍ هيوادو نفوذ درلودچې داهم زموږپر خاوره تجاوزووخوهغه بلې خواته ددغه تجاوزلپاره تر ((۳۰))زياتو هيوادو دآمريکا په رهبری اوهدايت مټی رانغښتی وې.که دلته ديوه غلامان وه نوهلته خودمرحوم داودخان دحاکميت چې دپاکستان او امريکانه خوښېده دړنگېدولپاره ډيرومشهوروڅيروچې همدا اوس هم مطرح دي دهمدې ((۳۰))بهرنيواوکافرودغلامۍ کړۍ غاړي ته واچولې .راشئ پدې سره قانع شوچې دا سياست دی اوسياست داسي لوبي اولوړي ژوري لري .تاسو وگورئ پرون روسان دايرانيانو دښمانان وۀ اوزموږ افغانانوته ئې ويل دروس پر ضد جهادوکړه چې شهيد شی ،اوس هلته يوازي څېرې تبديلي شوی اوهغه همداسي چې نورکالي ئې اغوستي دي کنه هرڅه پرخپل حال پاته دي ،خو اوس ايرانی اخوندان اومحموداحمدي نژادروسان دځان اوددوي دلاري ترټولونږدې دوستان اوملاتړی بولي .دخداي قربان شم چې ولي زموږ خلک پدغه يوه بام اودوهواوونه پوهېږي ؟؟؟
داډول له بې گټی تعصب نه ډک کسان بايد لاندی ټکی په نظر کي ولري چی :
۱/ تراوسه هيڅ کومي محکمې داحکم ندۍ صادرکړی چې داوژل شوی کسان مردار او ژوندی ئې مرتددی .
۲/ ددغه مړه شوی کسانوڅخه کورودانه ،لور اوزوي،خور ،مور اوياپلار پاته شوی دی ،ټول له يوه سپېڅلی مسلمانان دي اوداوطن ددوي ټاټوبئ دی ،په کوم جرات تاسو ځانته داحق ورکوی چې دهغوي مړو کسانوته مرداراودوی ته دپردوغلامان وواياست ؟دداډول متعصيبوحرکتونواو ويناوپايله داده چئ دوي غواړي يوځل بياپدغه بې مسوليته څرگندونوسره کورنی اختلاف اوبدامنيوته لمن وهی ،دابايد هيره نشي چې دوژل شوکسانوپاته ورثه افغانان دی اودوي هم مجبوردی دخپل مړه شوی اوکورنۍ دعزت اوحرمت ساتلو لپاره لاس په کارشی.
۳/ ددغووکيل صاحبانوبه په يادوي ،کله چئ ددوي په اصطلاح کمونيستانوحکومت کاوه ،هغوي به هم خپل پلويان پسله مرگ نه شهيدان بلل اودشهيدپه دودئې خاوروته سپارل . خپلوانوبه ېې تر فاتحې وروسته دقران کريم ختمونه کول . دغوگونديانوهره يوه جومات ،کلی اوکوردرلود،اوترډيروئې ابرومندانه ژوند کاوه ،که ېې رشوت خوړلۍ واي اوس به ئې دجهاددنامه دټیکداروپه څير بلډينگونه درلوداي .که يوڅوک وجدان لري نوپه دالويواووړوښاروکښې ددغوبلډ نگو پوښتنه دي وکړي چې دادچادی اودجوړېدوپيسې ئې له کومه کړي دادهمدودجهادپرنوم دسياسي سوداگرودوطنپر ستۍبېلگه ده چې دهيواديوتاريخې سيمه(( شير پور )) په چورپور بدل شواودخپلو گټولپاره ئې پکښی لوړمنزله داروپاپه څیر ماڼۍ جوړې کړې . ه به داوي چې پدې مسايلوډيري گوتی ونه وهو.
داکوم اسلاميت او انصاف دی هغه فاميل چې خپل مړې داسلام دمقدس دین دمنل شوو اساساتوله مخې خاوروته سپاری ،فاتحه ئې اخلي اوبياختم کوي ،خداي مني اوحضرت محمد ((ص )) دخداي پېغمبر بولی څنگه کېداي شي دغه مړې ته مردار وويل شي؟ اوکه داخبره ددغه فاميل يوغړې ته مخامخ وويل شي ،پدې پوهېږۍ چې هغوي به کوم ډول عکس العمل ښکاره کړی؟ که افغان وي نوويلاي شم چې دپارلمان تر تعمير بيرون دمړو شويوکسانودورثې په مخ کښې دانشۍ ويلاي کوم چې اوس ئې ترآمريکاتر چتر لاندي واياست ،اوکه ئې څوک ووايي نرومرووبه ئې ورثه خوله به وربا ندي ماته کړی .
جالبه خبره،وايي دروسيې په طرفدارۍ ولاړوه ،مگر له ځان څخه پوښتنه نه کوی چې دوي دچاپه طرفداری اودچاپه پیسووطن وراناوه؟ اوچادپکتيا له دنگبغروله څوکوداشارې په گوته ورته ويل چې داځاي ووله اوياداځاي . دغربی نړۍ فلمونوته چې اوس ئې نندارې ته وړاندي کړي هغوي ته مراجعه وکړۍ .
۴ / داپوښتنه هم راپيداکېږي کله چې استاد رباني ،احمدشاه مسعود،اونوره ډله ټپله ېې مسکوته ولاړل اوبله هغوينه ئې دمرستی غوښتنه وکړه اودانورودآمريکايي اوپاکستانی چارواکودروازي په درب ټکولې اوغوښتل ئې چې حاکميت دوي ته ورکړی ،وکيل صاحب داڅوک وه ؟؟؟دادروسانو تر مستقيمي حمايي لاندي شمالي ټلواله اوپلويان ئې نه وه ؟چي روسیې لخواهغوي ته وسله اوپيسې ورکولې کېدې ؟؟؟
دغه دتنظيمو ترمنځ چې دقدرت پر سرجگړه کې يوازي په کابل کښې تر ((۶۰))زرو زياتو دکابل ښاريانوخپل خوږژوند دلاسه ورکړ ،چې همدا اوس هم ډير (تيمان ،کونډی ،معيوبين اومعلولين ) همدغه ډله ده اودهمدې قانون له مادونه غواړي گټه واخلي . ددغووژل شووکسانوته تاسو کوم نوم ورکوی ؟؟؟ اوقاتلان ئې په کوم نامه يادوۍ ؟؟؟ داجرأت لرۍ چې رښتياوواياست ؟مهرباني وکړی دا اوپه سلهاونورداسي سوالونه چې تاسو اوستاسودپلویانونه ئې خلک دجواب ويلو انتظار لري جواب ويلاي شی؟
۵ / دروسانوسره په جگړه کښي دپاکستاني جنرالانو دظیاالحق نه تر پرويزمشرف پوری ،دهغوي دڅارگرۍ ادارو،ايراني اخوندانو،عربي شيخانودادومره پيسې يوازي ددې لپاره درکولې چې دروسانوپر ضدو جنگېږۍ؟ اوکه دآمريکا اواروپايي هيوادومشرتابه غوښتل دسړې جگړې په زورازموينه کښې په افغانانو روسان گونډه کړي اودافغانانودسرپه قيمت دروسانوسره خپله دښمني ترسره کړی .،لکه چې همدا اوس بيا ايراني اخوندان اودهغوي وهرنی ملاتړي غواړي په افغانانويوځل بيا داسلام پر نامه باندي دسياسي سوداگری نه په استفادې سره بياهم امريکايان په افغانانوله سيمې نه وتلوته اړباسي ،ترڅودوي وکولاي شي دپاکستان اونوروذعلاقه هيوادوسره په تفاهم کښي په افغانستان کې بنسټپال اوخپل لاس پوڅۍ واک ته ورسوی اوداسي رژيم پر افغانانو وتپی کوم چې ددوي په گټه وی .
له دېنه سترگې پټول چې دخارجی څارگروپه لمسون او هڅونه تاسوهرڅه سرته رسول دمنلووړخبره ند ه .
په افغانستان کې خوبه دوي(شوروي پلوه ) ديوه هيوادتر نفوذاوتاثير لاندي وه ،مگر داښاغلي چې اوس يتيمان ،کونډی اومعيوبين دقانوني حق څخه بې برخي بولي هغوي خو دلسگونوبهرنيانو نوکروه کوم چې غوښتل ئې پدوي دا وطن وران اوپه کنډوالوبدل کړي . که دکفر مسله مطرح وي؟ نو له روس څخه نېولې بيا دانورټول لکه اروپايي هيوادونه ،آمريکا يو هم مسلمانان ندی ،اونه ېې ولسمشران مسلمامانان وهدهغوي دمو ولې منل اوپه مقابل کې ئې چوپ واست ؟
غواړم يوځل بيادغوښاغلوته درونالد رېگن داخبره ورپيادکړم کله چې ېې دتنظيمي مشرانوسره په واشنگتن کښي لېدل په خپلو خبروکښي په ډانگ پېلې وويل ((. . . زه خپل اهداف لرم . . . اوداامريکايي ډالردئ چې دې جگړې ته ئې دجهادنوم ورکړئ ،دازه يم چې داجگړه مي دجهادپه نامه نومولې ده ،کنه نودفلسطين اونوروسيمو جگړو ته ولی څوک هجاد نه وايي؟))که داسي نه ده همدا اوس په ډيرو اروپايي هيوادواو امريکاکښي دمسلمانانو شمير لږدی اودژوند کچه ېې ټيټه ده کله کله له ازار او اذيت سره مخامخ کېږي ولې دغو هيوادوته نه ځۍ اوهلته دمسلمانانوپه دفاع کې جهاد نه کوئ ؟؟؟ ولي موفلسطين هيردی ؟او ولې مودپخوانی روسېې له يوشمير وړو خودمختاره سيموخلک چې کله ناکله دروسانوڅخه دخپلواکۍ ږغ پورته کوي هير کړي دی ؟؟؟په نړۍ کې ډيرداسي ځايونه شته چې تاسو اوستاسوپلويان هلته ولاړسۍ اوجهاد وکړۍ ،خووکيل صاحب حقيقت دادی ترڅوچې داډالراوبې شماره نعمتونه وي داکاربه په ژوند ونکړۍ .
۶ /همدااوس چې په افغانستان کښې دابې گناه انسانان دپردودبم اوريوپه پايلوکښي ژوند دلاسه ورکوی داښاغلي هغوي په کوم نوم يادوي ؟بل طرف ته طالبان گلبدين حکمتيار اونورددولت مخالفين ځانونه مجاهد بولي اوهغه کسان چې له دولت سره دي اوياپه دولت کښي کارکوي هغوي ته دکفر نوکران اومړې ېې مرتد اومردار بولې ،ددې نظر په هکله دا وکلي صاحب څه وايي ؟

دکاپيسا دولايت څخه وکيل شوئ حاجي فريداوپلويان ئې ددغه فتواپه مقابل کښي کوم جواب لري ؟؟؟
ځانته مجاهدوايي اوکه هغوي ته ؟



اوکه دوکيل صاحب په ډول کسان رښتياهم په افغانستان کې کافران نشي منلاي نوزه ورته ووايم چې : ښاغلو همدا اوس په افغانستان کښي دهرې مسلې په هکله پرېکړنده خبره بهرنيان کوي ،هغوي مسلمانان ندي ،اونه هم داسلام مدافعين . داهم بايد درته ووايم چي همداستاسو تنخواهم دوي درکوي ،تاسوددولت بودجه معلومه ده حې له کومه کېږی ؟داپیسې چې تاسوپرې چړچې کوۍ داددغوهيوادودخلکو دوجود خوله ده یاماليه ده چې دسرمايداري نظام ساتونکی حاکمان یې تاسوته درکوی .ددئ جواب به په آخيرت کښې څنگه واياست؟
پدې هکله موفکر کړی دی ؟؟؟نه هيڅکله ،ځکه پدې کښي مو تاوان دی .
ولې اوس غروته نه خېژۍ اوجهادنه کوی ؟ولې دانور رابولۍ چي راشۍ سوله ييز ژوند پيل کړی خپل وطن مه ورانوۍ .
اياهغه وخت داوطن ،ښوونځۍ ،روغتون ،ښارونه اوکلې تادپردوپه هدايت په راکټونه ویشتل ؟؟؟
هغه چې دغرب په لمسون ئې داوطن وران کړ،هغه چې په زرهاووبې گناه انسانان ئې له ژوند نه محروم کړه،هغه چې دشمال په دښتوکښی ئې په زرهاوبېگناه انسانان دطالب په نامه په کانتېنروکې له ژوندنه محروم کړه ،هغه چې دعدرت پرسر ئې دکابل ښکلی ښارپه کنډوالو ندل کړ، دهغوي دعفې لپاره خو همدغوتاسو دپارلمان له صلاحیت نه دنارواگټه واخيسته اودځان اوهغوي دعفي فرمان مو په ښاغلي کرزی لاسليک کړ.
دغه نارواحرکت ته مو داسلامي اخوت اوپه هيوادکښي دملي تفاهم راوستون نوم ورکړ.اوس چې ديوه غريب اومجبورانسان سره دولت بېله دېنه چي داحتیاج اومرستی غوښتونکي داړتیا لامل څه دی بايد مرسته ورسره وکړي ،اوس دا خداي ناترسه اودپرديوپه پيسومست ښاغلي هغوي پدې نامه ددولت له مرستونه بې برخې کوي چې گويادوي اوياددوي مړه شوی کسان دکومونيستي رژيم پلويان وه . متاسفانه دوي دومره دسياسی سوادنه محروم دی او پدې نه پوهېږې چې يودولت دخپل ملت په مقابل کښې بلا استثنا مکلفيت لري ،اودهر نيازمندسره بايد مرسته وکړي .
زه اصلاددغې ترمينالوژی داستعمال سره مخالف يم .چي دافغانستان دخلق دموکراتيک گونددکمونست گوند په نامه څوک يادوی اوله دې نوم څخه په استفادې سره ددې گوندپرغړوداټاپه لگوی چې گويادوي خداي مکړه له اسلام نه اوښتی وه .داځکه ددې گوند ټول غړی په مسلمانه کورنۍ کښي دنياته راغلي ،ټولوپه جومات کې تر يوي اندازې اسلامي تعليمات کړي ،دوی ټولوکليمه ويل،او وايي ،په کلی اوښاروکښې په ټولومذهبی اودودیزوعنعنوکښي ترهيچاشاته ندي پاته شوی . داختر،جمعې اونورولمونځونو کښې لېدل کېدل ،مړۍ ئي سپوته نه دۍ غورځولی تر هرچائې په زياتو درنومذهبی مراسيمو خاوروته سپارل ،په ختم اوجنازه کښې ئې برخه اخيسته .ديوې سياسي عقيدې له مخې ېې دخپل مرام پر بنيادئې غوښته دا وطن جوړ کړې . خودولتي واک ته پداسي شرايطو کې ورسېدل چې دروسيې ،اروپايي نړۍ اوآمريکاترمنځ دسیمه ییزوگټوپر سر کشالې اوسيالۍ دخپل اوج ورستيومرحلوته رسېدلي وې ،ځکه دوي ددغه سیالې قرباني اودخپلومرامي پروگرامو دپلې کېدوپه لاره کي خنډونه راپيداکېدل . زه دټول گوند مدافع نه يم خوحقيقت ته بايد په رڼو سترگووکتل شي اوپه شنوا غوږو واورېدل شي . ددې مسلې دقيق څېړل اوپر هغه بحث ډیر وخت ته اړتيا لري . يوازي غواړم يوټکۍ په گوته کړم تاسو قضاوت ورباندی وکړئ .که دوي کمونستان اودروسيې داستاسوپه اصطلاح حلقه به گوشه غلامان واي نوېې بياولې په څنگ کښي درباني ،احمدشاه مسعود،قاناني،فهيم او دايران له لاري دخليلي ،محقيق اونورو سره اړېکي ونيولې ؟؟؟؟او ولې ئې مرحوم نجيب الله او دخلق دموکراتيک گوند تر ښاغلی احمدشاه مسعود،رباني ،مجدددي اوگلبدين قربان کړ؟؟؟اودامريکاسره ېې ومنل چې ديوې توطيې په درشل کښې داپه پاکستان او ايران کې ميشت اوجوړشوی تنظيمونه واک ته ورسوی ؟؟؟
کله چې امريکايانوغوښتل دشوروي پر ضد افغانان راوپاروی نو ورته وئې ويل دا کمونستان دي دابې خبره کسان تر اوسه همدا پردۍ ډول چې هغه هم اوس نه تنهاداچې زوړشوی بلکه سورۍ شوئ دی ډنگوی .
زه پدې باوريم چې دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند پسله هغه چي سياسي واک ترلاسه کړ ديولړعينی دلايلوله مخی پخپلو کړنوکښې اشتباهات وکړه ،بېگناه انسانان به ئي وژلې وه ،خیانت به ئې کړۍ وي ،خود اسنادهم راسره شته چې ددغوکړونوسره هم دگوند ټول غړی موافق نه وه . دارښتياده چې ددې گونددپرچم ډلي مشر ببرک کارمل دروسانوپرټانگ سپورکابل ته راننوت اوتربل هروخت ئې دشوروي سره ددوستی ډبره پرټټر ټکول ،ويل به ئې يوچاته هغه وخت خپل وطن گران دی چې شوروی ورته گران وي . خوددې سره په څنگ کښې دهمدې گوند یولوی اکثريت دببرک کارمل اودهغه دپلو يانوددې ډول سياست سره موافق نه وه ،ټولوهيواد والوته دااختلاف لمر غوندي روښانه دی . دغه اختلاف اومبارزه ددې لامل شوه چې شوروي مشرتابه دافغاني چارواکوسره دملی پخلايني سياست پلي کول ومنل ،دولتي اوگوندي واک له ببرک کارمل نه نجيب الله ته انتقال وموند. ځکه همدا دشورويانويرغل وچې دافغانستان دښمنانوتبرته ئې لاستۍ پيدا کړ،له يوې خوازموږ غيرتی ولس ته وويل شوه شوروی راغلئ اوستا وطن ئې نيولۍ اوبلې خواته ئې تردغه شعارلاندي آمريکا دپخواني شوروی سره دسړې جگړې په دوام کښې خپله دښمنی ترسره کړه.
بلې پر افغانانو خپل هيوادگران دی هغوي پخپل ټاټوبی کښې پردی پوځی ځواک نشي منلاي دوي ته بله لارنه له وطنه ئې پښی وايستلې اوهلته په پاکستان اوايران کې داسلام اومذهب پر سرسياسی سوداگرووخت غنيمت وشمېره اود هغوي په روزنه اووسلوسمبالېدوئې دروسانوسره دجگړې ترنامه لاندي رالېږل دواړو خواوته افغانان له منځه تلل او ددوي وطن ورانېده،خوگټی پرديوته رسېدلې .
له بده مرغه زموږپه هيوادکې دارواج دی ،هر څوک چې دولتي واک ولري بېله کوم دليل اوثبوت نه پر بل طرف رنگا رنگ ټاپې وهی .لکه همدا اوس ددولت ټول مخالفنين په دولت کې شامل اويادهغه پلويان دوطن دښمنان اومرگ ئي روابولي اوخپلوکسانوته طبعی ده چې وايي تاسو جهادکوی ،که ددولت طرفدارمړه کړئ تاسو غاز يان اوهغوي مردار شوی دي که تاسو مړه شی ،تاسو شهيدان اوراسأ جنت ته ځۍ . اوبل پلوته ددولت اوبهرنيا نو پلويان ورته تبليغ کوي .

اوس تاسو قضاوت وکړئ !

په يوسياسی نالوستی پارلمان کښي چي لوی اکثريت پکښي دتنظيمواوجنگی ډلواستازي دی دداسي بې مسوليته څرگندونوپه مقابل کښې څرنگه يوانسان چوپ پاته شی؟؟؟ ځکه پدې کښي چې داوکيل صاحب ورته مرتد وايي زموږ خپلوان دوستان اودلاري ملگری شته ،هغوي اوس نشته پرموږ حق لری دهغوي له انساني کرامت نه دفاع وکړو.
غواړم دغووکيل صاحبانوته داپه گوته کړم چې دپارلمان دانده داده چې دنووقوانينودتصويب اودهغوي په هکله دجوړونکوبحثونوترڅنگ دملي پخلاينې لپاره کاروکړي،بې اتفاقې او اختلاف ته لمن وهل به دهيواد يوه وړه ستونزه هم حل نکړي . تاسودنده لری ترڅوپه هيوادکښي دټولوهغوکسانوسره ددولتي ارگانوله لاري دمرستي امکانات برابر کړی کوم چې مرستی اولاس نيوی ته اړتيالري . که تاسوته په رښتياخلکورايه درکړې ده نودهغوخپلوانوچې تاسوورته ملحدواياست ،اياتاسوته رايه نده درکړې اوهغۀ وخت تاسوددوي رايه نده منلې ؟دابايد هېره نشي چې همدا اوس زموږپه هيوادکښي ((نږدې اوه ميليونه )) وگړی خوراکی مواد نلري ،زه دسرپناه،درملو،پاکواوبو،تعليم ،تحصيل اوياکارخبره نه کوم سره لدې چې داهم ددوی ملي اوقانونی حق دی .
راشی يوځل سر گريوان ته کښته کړۍ دااوسنی ناخوالي له منځه يوسۍترڅوهيوادوال دارامۍ ساوباسی . يا همدا اوس لږ خيانتونه ترسره کېږې ؟ زه پدې باوريم همدا اوس هغه څه کېږې چې هغه ورته هيڅ نه معلومېږي .
همدا لحظه په هغه هيوادکښي چې په دوړولاسوکي ئې قرانکريم نيولۍ(ايران) ددې لپاره چې دامريکايانواو اروپا يانوسره داټمی پروگرام پرسر راپيدا شوې دښمني يوځل بياپه افغانانوترسره کړی دافغانانوسره داسلامی ورورگلوی قسمونه خوري،وايي موږترهرچادافغانستان دبيکاجوړونې سره علاقه لرو،خودا ښکرور درواغ دی ،پدې هيوادکې داوسېدونکو افغانانوستونځوته غوږ شی اوله هغوي سره ديوافغان په توگه مرسته وکړی . دبهرنيوهيوادوپه زندانوکښې په کلونوتر(( ۲۰۰۰)) زره زيات افغانان بې سرنوشته ناست دی دهغوي غم وخورۍ ،په پاکستان کې هره ورځ په افغانانوملنډي وهې ډير ېې همداپاکستاني چارواکي په افغانستان کې جگړې ته مجبوروی،دهغوي دحق نه دفاع وکړی اودهغوي سره دگډی ژبې دپیداکېدولاري چاري ولټوی .

په ايران کې اوسېدونکي افغانانوږغ ته غوږ شۍ هغوي وايي :

ما مهاجرين افغاني مقيم ايران از مردم جهان و سازمان ملل و سازمانهاي بين المللي حقوق بشر و خبرگزاري ها و رسانه هاي جهان استمداد مي كنيم ومي خواهيم كه به فرياد مهاجرين افغاني مقيم ايران كه هر روز يكي از آنها در زير مشت و لگد پليس ايران جان مي دهند برسند و اخبار و فرياد مظلوميت آنهارا به گوش مردم جهان برسانند و دولت ايران بخاطر زير پا گذاشتن كرامت انساني و رفتار ضد انساني با مهاجرين افغاني ، در عرصه بين المللي مورد باز خواست و محاكمه قرار گيرد .

دو كلمه حرف حساب با حامد و محمود

آقاي حامد كرزي رياست جمهوري اسلامي افغانستان !! ما مهاجرين افغاني مقيم ايران از شما مي خواهيم كه زمينه بازگشت ما را به عنوان يك رئيس دولت هرچه زودتر فراهم كنيد و مارا از اين جهنم و ظلم و ستم نجات دهيد كه ما بيش از اين حتي يك لحظه حاضر نيستيم در ايران بمانيم.
آقاي محمود احمدي نژاد رياست جمهوري اسلامي ايران !! ما مهاجرين به هيج وجه اصرار بر ماندن در كشور شما را نداريم و شما نيز مي توانيد مانند ساير كشور هاي اروپايي و ... مهاجرين را از كشور خود اخراج كنيد اما از شما انتظار داريم حد اقل مانند يك انسان رفتار كنيد همان چيزي كه هميشه از آن خودتان دم مي زنيد و شعار مي دهيد اما در عمل از آمريكا و اسرائيل هم كم مي آوريد ما از شما انتظار نداريم كه بر ما به عنوان يك مسلمان بنگريد و ما هم تاكنون اگر ديدگاه يك دولت مسلمان شيعي را به شما داشتيم پس از اين شما و آمريكا در نظر ما هيچ تفاوت نداريد فقط مي خواهيم در هنگام اخراج كردن مهاجرين به مانند يك انسان با ما رفتار شود و چاره و راه منطقي و عقلائي در پيش گرفته شود. همين و بس .
چشم اميد مهاجرين به پارلمان و مجلس ملي افغانستان !
نمايندگان مجلس به هوش باشندو زيركانه عمل كنند . وقت آنست ثابت كنندكه نماينده و دلسوز مردم وملت خود هستند !
سكوت علما و مراجع و ولي فقيه در برابررفتارهاي غير انساني پليس ايران در اماكن مقدسه و حرم هاي مطهر متزلزل شدن دين و ايمان نوجوانان و جوانان مومن مهاجر را در پي دارد
كاري را كه صدام انجام نداد اما احمدي نژاد انجام داد :
صدام با آن خباثت و ستمگري شيعيان مهاجر و غير مهاجر را در عراق از همه جه دستگير و زنداني كرد ولي هيچ وقت به خود جرئت ورود و دستگيري شيعيان از داخل حرم هاي نجف و كربلا و ... به خود نداد اما ايران و احمدي ن‍‍ژاد شيعيان و زائران افغاني مهاجر را از داخل حرم هاي مطهر در حال زيارت و نماز خواندن به جرم فاقد مدرك بودن دستگير، زنداني و زير چوب و چماق و مشت و لگد قرار دادند !!!

اشكال نداشته بيد جيگر وقتي مصلحت نظام اقتضا كند خيلي حرام ها حلال ميشه .. از قديم و نديم گفتند دين بهانه ست هدف قدرت و سلطنته ايران ام القراي شيعه است ديگه اگه اينجا اين كارا نشه پس كجا بشه فقط يه خورده به اين افغانيا بگيد تحمل كنند . روز گاره ديگه يه روز نوبت احمدي نژاد هم مي رسه كه به جاي صدام پاي چوبه دار قرار بگيره . اون هم وقتيه كه افغانيا به دادگاه بين المللي شكايت كنند و به خونخواهي چند هزار كشته و به مسلسل بسته شده مهاجرين اردوگاه سنگ سفيد مشهد بپردازند .

توسط نابغه سياست و معجزه قرن دكتر احمدي نژاد صادر شد :

حكم جهاد عليه مهاجرين افغاني فاقد مدرك در ايران و مباح دانستن خون و جان و مال آنها و دستگيري و دست بند زدن به زنان و نواميس شان !!!؟؟؟
در اجراي اين حكم بسيج آماده شهادت و جان فشاني است و از نيروي انتظامي و پليس سبقت گرفته !!!؟
کيل صاحب !وديلوستل؟دوي ته کوم ځواب لرې ؟ دوي کوم کافرزوروی ؟ داسیاست دی ،سياست ،زده ئې کړئ.و
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
بلې !
دا خبره دبحث وړده چې دحاکم گوندمشرتابه لکه عمومی منشي،دسياسي بورومرکزي کمېټې ،دولایتی ښاري ،ولسوا لي اوناحيوی شوراغړواودولتي جگپوړوچارواکوبه امتيازدرلود،مگر نه دومره لکه دتنظیمواومذهبي گوندو مشرتابه . دايو مسلم حقيقت دی هرڅوک چې په دولتی لوړموقف کې قرارولري لوړامتيازونه لري ،خوپه امتیازاتوبايد مست نشي . همدا دليل دی کله چې په بيرته پاته هيوادوکي يوه سياسي اومذهبي ډله دولتي حاکميت ترلاسه کړی سمد لاسه خپل پلويانواودچاروا کوخپلوان بېله دېنه چې اړينه وړتيا ولري پردولتي دندوگماری . متاسفانه زموږ په هیوادکې هم کېڼو اوښیووگوندونواوتنظيمودغه ټکی ته چې په ټولنه کښې هغۀ نورومستحقو کسانوته کوم چې له دوي سره ندي اوياددوي په شکل فکرنه کوي په دولتي حاکميت کښې ځاي ورکړی پاملرنه نده کړې ،اوحتاپخپل منځ کښي ئې هم کاردکار وړاو لايق سړی ته ندی سپارلی . داتیر وتنه ددې لامل گرځېدلې چې پدغه گوند اويا تنظيم کښې اختلاف راپيداشی ،اوولس ورځينې مخ اړولئ دی. دايوڅرگند حقيقت دی چې دظاهر شاه درژيم تر ړنگېدو راوروسته بيا تر همدې نن ورځي ټولوهغوچې دولتی واک ترلاسه کړی داپورته په گوته شوې تېروتنه تکرارکړې ده .داتيروتني وې اودی ، ې له شورويانو نيولې بياتر امريکايانوپوري زموږ په هيوادکښې پردی خپلې سيمه ييزی گټی لټوی ،اودولتي حاکمان موتل په پرديوځړېږي اودهغوي لخواراته ټاکل کېږی .
داټولوته څرگنده ده چې دخلق دموکراتيک گوندمشرتابه لويي برخې څنگه ژوند درلود،خوبل طرف ته بياد تنظيمو اومذهبی گوندونومشرتابه هم په چړچړچواوپيسوکښي لوبي کولې،مگردا نوردواړوطرفوته غريبو او دربدروخپل ژوند دلاسه ورکاوه اودبخورنه مير ژوندئې درلود . هغوي چې دواړوخواو ته جنگېدل دافکرکاوه چې دهيواد اواسلام لپاره جنگېږي،يوه له پاکستانیانو،ايرانيانواو امريکايانوهيواد ساته اوبل لورته ئې بياويل چې هيوادله شوروی يرغل نه ساتي ،زما په نظر دواړه پرحق وه خومشرانوئې سياسي لوبی کولې . همدا اوس هم نه دحاکم گونددمشرتابه اونه هم دمذهبی گوندواوتنظيمنو دمشرتابه دکورنيو غړی هم داستاسو دنه لورېینې مرستو ته اړتيا لري .
نو وکيل صاحب څوک دغو مرستوته اړتيا لري ؟
بلې!ډيري کورنۍ اوپه ميليونوانسانان دغومرستوته اړتيا لري اودولت مکف لری له هغوي سره بشري او اقتصادي مر ستی وکړی ،دادهمدغوپورته دواړوخواوټيټه درجه پلویانواودهغوپاته کورنی دي کوم چې ستاسواودنورودحاکميت دساتلو لپاره جنگېدل ،پدې ډله کښې ددواړوخوانه دړاندو رکټونواومردک اوريوقربانيان دي ،دادهغوترمځکه لاندي ښخ شويوماينونوقربانيان دی کوم چې دواړوخواودځان ساتنې لپاره دخپل حاکميت پرڅلورخواښخول . اوس که څوک وجدان ولري داکسان په کوم قانون اونوم له دغه انساني ،ملي اوطنی حق نه بې برخې کوی ؟؟؟ ددوي څه گناه ده ؟
دوي اړوه چې يوې خواته دخپلی کورنۍ داعاشې لپاره ودرېږي .
دغه خبره چې هغه څوک شهيددی کوم چې دخداي لپاره غواړي اويايي قصدکړۍ وي چې خپل ژونددلاسه ورکړي په اوسنيوپېچلو شرايطو کښي يوڅه دبڅث وړخبره ده ،ځکه همدا اوس په افغانستان کې ددولت پلويان دينی عالمان هغه کسان چي دځان دژوندپه قيمت غواړي يوغير مسلمان له ځانه سره مړکړی قاتل بولی اووايي چې هيڅوک حق نلري ځان اويابل څوک دخداي لخواورکړه شوی نعمت يعنی ژوند څخه محروم کړي ،نودې دځانمرگی بريدکوونکي خو ځان قربان کړ،اوپدې عقيده اوباوردی چې دخداي (ج) لپاره ئې ځان قربان کړ داخونوبېخې شهيدان دي .که څنگه وکيل صاحب؟؟؟؟
خوبل طرف ته ددولت اوبهرنيانومخالفين بياهغوي ته وايي ((چې داماسي دې سترگی پټی شوې لاليه بيابه په جنت کښې يې )) اوداسي نوري وعدې . زموږڅخه مووکيل صاحب ! لاره ورکه کړېدي چې دچاده ومنو،اودکوم يوه خبره له شرعيت سره برابره ده .
هغه څوک چې کليمه وايي اوخداي مني دکوم آيات له مخې ورته کافر اومرتد ويلاي شی ؟ تاسوته لوي ځښتن دکوم آيات اوحکم له مخې په آخيرت کښي دڅلورلاري دترافيک دنده درسپارلې ده چې يوجنت اوبل دوږخ ته رهنمايي کوی؟
داکوم انصاف دی چې يوه ته دخالدبن وليد،بل ته دملي قهرمان ،سترمجاهداويوبلته چې اوس وسله وال سړی نلري دخاين اومرتدلقبونه ورکوی؟ اوهغوي چې دقدرت دحاکمانوترمنځ په سیالیوکښی قربانيان شوی هغوي خودادی حتا له اسلاميت نه محروموۍ .

دپښتوژبې ستر شاعر رحمان باباپرځاي ويلي :

که چاتله دانصاف پلاس کښي درکړه خپل ټټو اودبل آس به برابر کړې
که تاسوپه رښتياهم دولس استازی ياست چې زه پر شکمن يم نوتاسوخپلې دندي وپېژنۍ اودهغه مسايلوپه هکله له دولت اوبهرنيانوسره جنجال وکړي کوموچې په هغه کښي ملې گټی نغښتي وي ،دملي يووالي اوافغان ولس ددغه ربړېدلی حالت نه دخلاصون اوښېرازی لپاره تلاښ وکړۍ . دسولی ،ملي تفاهم اودپردونه دخلاصون لپاره دمعقولولارو،چاروپه لټه کښي شۍ . ددولتی فساد،زورزياتيو ،چوراوچپاول ،دافغانانو دزورونواو کړېدو،نالوستوب ،ښوونځيواودعامه گټودويجاړولو،هيوادوالودبې کوره کېدو اونوروهغوناخوالو پر ضدملي قيام اعلان کړۍ کوم چې همدا اوس زموږ هيوادوال ورسره لاس اوگرېوان دي .



همدا اوس زموږ په هيوادکې ډېر افغانان ناامني، په حکومت کې اداري فساد،بېوزلی او وزگارتوب خپل ژوند ته تر ټولو لوى گواښونه بولي اوله هغوبه سر ټکوی . ددغورواغوښتنوترسره کول دپارلمان اودهر وکيل دنده ده .

راسی پردې ئي ختمه کړوچې هاخوا اودېخواته دواړه افغانان اومسلمانان له منځه تللي ،دهغوي پاته ورثه ،معلولين اومعيوبين پرموږ ټولوحق لري اودولت بايدله هغوي سره دهراړخيزومرستوپه سرته رسېدومکلف وگڼل شی.
که تاويل چي ته يې ،اوماويل چي ته يې ،هم به ته يي هم به زه يم
که ماويل چې زه يم اوتاويل چې زه يم ،نه به ته اونه به زه يم پاي
.............................................................
دليکنې لپاره دلاندي منابعونه استفاده شوې :
۱/ بې بې سي پښتوويب پاڼه
۲/ بې بې سي راډيو
۳/ آزادی راډيو
۴/ آرياناتلويزيون خبرونه
۵/ ايرناويب سايټ
۶/ په هرات کې دايکونړيوال سازمان دغونډی اسناد
۷/ مهاجرين فرسين گيگ ويب پاڼه http://mohajeran.persiangig.com
۸/حبيب الله غمخور((ننگرهاريانو،غيرتمنوستاسوئې کورودان))لومړی برخه
۹/ هشت صبح ورځپاڼه