د هېواد اولس مشر او سلاکارانو ته يې د ويلو څو خبري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بابوزي په قلم


دهېوادونو او اولسونو د پرمختګ يون هغه مهال بريالۍ وي چي واکمنان يې د پيښو سره وړ او پر موقع غبرګون و ښه يې . که رښتيا و وايم نو ستاسو تر مشرۍ لاندي اداره د پر ځای غبرګون اود پيښودمناسب سمون وړ تيا نه لري اويا يې دا وړتيا د لاسه ورکړېده . زه غواړم درې خبري ستاسواو ستاسو د سلاکارانو سره شريکي کړم :
لومړۍ : زه په پوره ډاډ وايم چي هر افغان ورور ته ور پيښ غم ټول هېوادوال د ځان غم ګڼي ، او د بغلان غميزه يوه د هغو ده چي ټول هېوادوال يې په پيښېدلو غمجن دي ؛
دوهمه خبره : دا هم په ډاډ وايم چي هیوادوال پوهيږي چي دا درې ورځنۍ اعلان شوۍ وير د هغوټولو تر اويا تنوزيات معصومو شهېدانو لپاره نه دۍ ، دا يوازي د يوه پيژندل شوي تن او د هغو د پلويانو د خوشاله کولو لپاره د ۍ .
دريمه خبره : که شپه تياره ده مڼې په حساب دي ؛ ستاسو هره کړنه او هره وينا زموږ د هېوادوالو لپاره د يوه منتخب اولسمشر وينا او کړنه ده ، هم ارزښت ورکوي او هم يې د ارزوني حق ځان ته ساتي . تاسو او ستاسي سلاکاران دي پوه شئ چي افغان اولس هم داورېدلو توان لري او هم د ليدلو ، احساسولو او هم د ويلوميړانه لري . ستاسو د لوري اعلان شوي وير ته ملي وير نه بلکي دولتي وير وايې .
رښتيا خو دا ده چي زموږ اولس هره ورځ د وير پر ټغر ناست دۍ ، دا تاسي او ستاسي سلاکاران دي چي هغه غملړي جنازې او پر کورنيو راپريوتي کورونه او ديوالونه نه ويني ، بس چي يو تن خپل خپلوان ته يې زيان ورسيږي نو بيا هغه زيان ته د خپلي کورنۍ وير نه بلکي ملي وير وايې او پر نورو يې د تپلو او منلو زور اچوي . ښاغلې اولسمشره ! دا څو پښتونو ته به ستاسو سلاکاران څه ځواب و وايې :
١ – تاسوولي د عبدالرحمن ، حاجي قدير ، حاجي فريد او په دې ډول زياتو نورو پر وژنه او شهادت د ملي وير اعلان ونه کړ ؟
٢ – تاسو ولي د روزګان ولايت په دهراوت کي پر واده د شوي بمباريو له امله د اويا تنو شهېدانو پر پيښه د ملي وير اعلان ونه کړ ؟
٣ – تاسو ولي د کابل ښار په منځ کي د هغي بلوا او اشوب پر پيښو چي په لسګونه عام وګړي په شهادت ورسېدل او ملي او شخصي شتمنيو ته خوراډير زيان واوښت ، ولي ملي وير اعلان نه کړ ؟
دا خبره بيله ويلو څرګنده ده چي اوس نو ولي تاسو ملي وير اعلان کړ . هر افغان د دې اعلان په بيخ او څټ پوهيږي .
افغان اولس د بغلان د پيښي د هغو ټولو ماشومانو ، معلمينو ، کارګرانو ، اولسي وګړو ، دولتي مامورينو ، د اولس استازيو ( وکيلان ) او حتې هغه تن چي تاسي يې وير جن کړي ياست ، د ټولو سره په رښتينې توګه خواخوږي لري او په دې ستر وير کي ځان شريک ګڼي او د هري کورنۍ سره په لپو لپو اوښکي تويوي ، او هغو ټولوشهيدانو ته د ستر څښتن ( ج ) په دربارکي دفردوس جنت غوښتنه کوي . انا الله انا اليه راجعون .
خو تاسي او ستاسو سلاکاران دي ، پوه شۍ چي ستاسو له لوري اعلان شوۍ دولتي ويرو او ماتم به اولس را خپل نه کړي . بلکي لا به نور هم د هغه ځان پالو اوامتياز غوښتونکو پر لوري د کرکي او غضب سيورۍ خپور کړي چي هم يې په تيرو مهالونو کي افغان اولس ترټلۍ او هم دا اوس د امتيازاتو په لرلو او زياتولو بوخت دي .
تاسو چي هره ورځ په خبري رسنيو کي اورۍ او يا يې لولۍ چي د هېواد په بيلا بيلو سيمو کي په منځنۍ توګه د شلو څخه بيا تر سلو تنو پوري بي وزلي افغانان وژل کيږي . د هېواد پر ولسواليو بريدونه کيږي او ستاسو د واکمنۍ څخه بيليږي ، ايا تاسو هغو اولسونو ته پام کړۍ چي ستاسو د ملګرواو ستاسي د مخالفينو تر منځ په روانه سياسي او نظامي لوبه کي خپل کور ، کلۍ او ژوند د لاسه ورکوي ؟
اولس پوهيږي چي د دې ټولي غميزي مخنيوۍ په لنډمهال کي ستاسو تر توان وتلۍ دۍ ، خو هغه څه چي اولس يې غواړي هغه واوره :
د خپل واکمنۍ او توان تر بريده عدل وکړه ؛ او که يې نه شئ کولای بيا د خلاصون لاره اولس ته رښتيا ويل او خپل غاړي خلاصول دي .
و ما علينا ا للبلاغ