!د افغانستان دولت ته د تاجیکستان خبرتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د بې بې سي په پاړسې خپرونه کې مې د « هشدار تاجیکستان از ادغام طالبان به دولت افغانستان » تر سرلیک لاندې یوه لېکنه تر سترګو شوه . خبر زیاتوي « سراج الدین اصلف ، نماینده تاجیکستان در سازمان ملل متحد در حالی ازفعالیت جنبش طالبان و از سازمان القاعده ابراز نګراني کرده که مقامات افغان مکررا تاکید کرده اند که نمایندګان به ګفته انها معتدل طالبان به ساختارهای دولتي این کشور ادغام شود.»
بې بې سي وړاندې ځي او وایی « اقای اصلف ، ضمن سخنرانی در مجمع عمومی سازمان ملل متحد مشارکت نمایندګان طالبان در ساختارهای دولتی افغانستان را خطری به این کشور و منطقه ارزیابی کرده است (د لیک پېړوالئ زما له خوا دئ ) .......به این دلیل ، اقای اصلف وضع موجود را مایه نګرانی کشورهای همسایه افغانستان ، بویژه کشورهای عضو سازمان همکاریهای شانګهای دانسته و بر ایجاد یک کمربند امنیتی علیه تروریسم و مواد مخدر در پیرامون افغانستان تاکید کرده است. این در حالی است که تاسیس کمربند امنیتی در پیرامون افغانستان که از سوی تاجیکستان پیشنهاد شده بود ، مورد حمایت کشورهای عضو ګروه شانګهای قرار ګرفته است.»
په پورته لېکو کې څه چې ډېر د پاموړ دي ، هغه د افغانستان په دولتي جوړښت کې د طالبانو له ګډون څخه د تاجیکستان په استازیتوب د ښاغلي اصلف د ډار څرګندونه ده.
که چېري طالبان د افغانستان په دولت کې برخه ونه لري او له دولت څخه بهر وي ، نو ښاغلئ اصلف هم څه ویل نه لري ؟
که په افغانساتن کې د تپل شوي جګړې اور ؛ بل وي ، په جګړه کې افغانان مري او هېواد يي نور هم ورانېږي ، ښاغلئ اصلف يي د جګړې د لامل او بېګټې توب په اړه ځان ناګاره اچوي او چوپ پاتې کیږي ؟
خو که چیري طالبان په دې لامل چې هغوی هم افغانان دي ، د دې خاورې زامن دي او په دولتي جوړښت کې د نه ګډون په پلمه ، جګړه کوي او په جګړه کې د افغانانو هېواد ( نه تاجیکستان ) ورانیږي ، که چېري دوی ( طالبان ) په دولت کې راګډ شي او دا پلمه پای ته ورسیږي او په پایله کې پر افغانانو تپل شوي جګړه ختمه شي او ټول افغانان په ګډه سره د خپل هېواد د ودانۍ لپاره مټي رابډ وهي ، نو بیا ښاغلئ اصلف په ملګرو ملتو کې غوغا جوړي او د ملګرو ملتو له دریځ څخه د افغانستان په کورنیو چارو کې په بېشرمۍ او سپین سترګۍ سره لاسوهنه کوي!
پاتې شوه د القاعدې خبره ، د هغوی په اړه د افغانانو دریځ روښانه دئ : القاعده افغانانو خپل ټاټوبي او سیمې ته نه ده راوستې ، بلکې هغه پر افغانانو او سیمې باندې تپل شوي ده . د سیمې ټولو هېوادو ته پکار دي چې د القاعدې په وړاندې په ګډه سره مبارزه وکړي . افغانان د القاعدې او نورو تروریستانو په وړاندې په مبارزه کې تر ټولو دمخه دي او په دې لار کې تر هر چا ډېره قرباني ورکوي.
په دې ځای کې يي اړینه بولم ، ښاغلي اصلف ته ورپه یاده کړم چې ، یو ځل د خپل هېواد تاریخ ته مخ واړوي . هغه وخت چې د تاجیکستان ولسمشر ښاغلي رحمانوف ، د خپلو مخالفینو پر وړاندې د زهرو ګوټ غړوپ کړ او ټول يي په دولت کې ځان سره شریک کړل او نن ټول سره په ګډه ، په تاجیکستان کې حکومت کوي ، افغانستان کله وویل چې هغه وخت د رحمانوف مخالفین د تاجیکستان په دولت کې د ګډون له کبله د افغانستان او سیمې پر وړاندې خطر رامنځ ته کوي!
د ښه ګاونډيتوب د ارونو ( پرنسیپونو ) رعایت باید ، ګاونډیان له افغانستان څخه زده کړي.
دا چې د افغانستان په دولتي جوړښت کې افغانان څنګه ورګډيږي ، دا بېخي پر افغانانو پورې اړه لري. دې کې د ګاونډیو او نورو هېوادو د اندیښنو ، سلا او مشورو لپاره هېڅ ځای نشته!
اوس ټول افغانان دې پایلې ته رسېدلي چې په هېوادنۍ چارو او دولتي واکمنۍ کې باید هېڅ افغان لورئ ګوښه نه کړئ شي او ټول افغانان له استثنا پرته پر یوه چرګۍ سره راټول شي.
ښاغلئ اصلف بله خبره هم لري او وايي چې که طالبان په دولت کې جذب شي نو د شانګهايي هېوادونه باید د افغانستان پر وړاندې امنیتي کمربند جوړکړي ، ترڅو افغانستان د ده په اند په یوې تلپاتې محاصرې کې ښکیل وي او له نړۍ څخه ګوښه وي!
په هر نوم په کومې محاصرې کې د افغانستان ښکېل ساتل او له افغانستان څخه د کمربندونو تاوول ، له یوې خوا کېدونکئ کار نه دئ او له بلخوا د سیمې د هېڅ یوه هېواد په ګټه نه دئ . موږ ټول په داسې یو وخت کې ژوند سره کوو چې د ولسونو تر منځ دېوالونه ، کمربندونه او اغزن سیمونه خپل ځای دوستۍ ، ورورګلوۍ او یوبل سره د همګټو اړیکو غزولو ته پرېږدي.
افغانستان د تاجیکستان په ګډون د ټولو ګاونډیو هېوادو سره د ښه ګاونډيتوب د اړیکو غوښتونکئ او پالونکئ دئ.
د ډېرو په اند ، د ښاغلی اصلف له خوا یادشوي او نور لاملونه هسې د وریځو پړانګان دي چې نوموړئ پرې خپل تاجیکان او نور ګاونډیان ډاروي.
خو د افغانستان په دولت کې د طالبانو له ګډون سره د مخالفت اصلي لامل ښاغلئ اصلف پټ ساتي!
په ریښه کې تاجیکستان ، په افغانستان کې د یو پیاوړي ملي مرکزي حکومت څخه ډاریږي.
که طالبان حکومت کې برخه واخلي ، جګړه پای ته ورسیږي او افغانان په سیمه کې د یو غښتلي ځواک په توګه رامنځ ته شي ، دا هغه څه دي چې نه یوازې تاجیکستان بلکې د سیمې ځينې نور ګاونډي هېوادونه يي هم ، له پېښېدو څخه په ریږدېدو راځي!
په لړزه له کټه پریوځي له خوبه .......................... چې د چا تر غوږ زما د تورې شرنګ دئ (خوشحال بابا )
خو د ډېرې اریانتیا خبره دا ده کله چې ، د تاجیکستان استازئ ښاغلئ اصلف په ملګرو ملتو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې د بربنډې لاسوهنې خبرې کوې ، په ملګرو ملتو کې د افغانستان دایمي استازئ ښاغلئ ظاهر طنین خړې سترګې او چوپه خوله ناست دئ او د هېڅ غبرګون څرک يي نه ښکاري!
د افغانستان د باندینو چارو وزارت د کومې بلې څانګې څخه هم په دې اړه څه شمال نه لګيږي او پاڼه نه خوځيږي . ټولو ځان په کڼو او ړندو وهلئ دئ!
که په افغانستان کې نورو وزارتونو سوګند خوړلئ چې د افغان ملت په خیر به ټک کار نه کوي ، خو د باندینوچارو وزارت هم د نورو هېوادو په تېره بیا د ګاونډیانو په وړاندې د افغان ملت د حیثیت ساتلو لپاره ډېر لږ څه ترسره کړي دي!