په هېواد کې منځلارو ډلو څخه هراړخیز ملاتړ په کار دئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر سرلوڅ مرادزئ

په ملګرو ملتو کې د امریکا دایمي استازي ښاغلي خلیل زاد په خپله یوه روستۍ څرګندونه کې ویلي:
« نړیواله ټولنه او امریکا باید د افغان دولت او په هېواد کې له منځلارو ډلو سره د امنیت په برخه کې مرسته وکړي»
خو په هېواد کې د منځلارو ډلو څخه ملاتړ يوازې د امنیت په برخه کې بسیا نه کوي ، دلته باید له منځلارو ځواکونو څخه د ټولنې په ټولو برخو کې هراړخیز ملاتړ وشي او مرسته ورسره وشي.
افراطي ډلې ټپلې نه باید یوازې له امنیتې ډګر څخه لیرې کړئ شي بلکې له دولتې واکمنۍ څخه هم ګوښه کړئ شي او د هغو ځای د ټولنې په ټولو برخو کې منځلارو ځواکونو ته پريښودل شي.
د افغانستان په غمیزه کې یوه لویه او بېسارې تېروتنه دا ده چې لویدیځ تل ، په هېواد کې د افراطي ډلو ټپلو او په تېره بیا له اسلامي بنسټپالو سره مرسته کړې ده . لویدیځ او د هغه په سر کې امریکا خپله ټوله پاملرنه او امکانات د همدغو تورو ځواکونو په راټولولو ، سمبالولو ، روزلو او کارولو کې لګولي دي.
دوی په تېرو کالونو کې له ټولې نړۍ څخه د ایتوپیا له مذهبي بدماشانو نېولې د سعودي وهابیانو او د منځني ختیځ د اخوان المسلمین پورې په افغانستان کې د شخړې او جګړې لپاره رابللي او اشرکړي دي.
احمد رشید د پاکستان نوموتئ لیکوال په خپل « طالبان ، اسلام ، تېل او نوې ستره لوبه » نومي کتاب کې لیکي:
« د سي ــ ای ــ ائ د مشر ویلیام کیسي دریم ګام دا و چې ، سیا ( سي ــ ای ــ ائ ) دې ته وهڅوي چئ د پاکستان د ای ــ اس ــ ای له دې نوښت څخه ملاتړ وکړي چې له ټولې نړۍ څخه افراطي مسلمانان پاکستان ته راوبولي او مجاهدینو سره يي په افغاني ضد جګړه کې ورګډ کړي . » « د پاکستان دولت په نړۍ کې خپلو ټولو سفارتونوته دستور ورکړئ و چې که څوک غواړي پاکستان ته سفر وکړي او له مجاهدینو سره یوځای وجنګیږي ، بې له پوښتنې ګرویګنې هغوی ته وېزه ورکړي»
« د ۱۹۸۲ ــ ۱۹۹۲ کالو تر منځ د منځني ختیځ د اسلامي هېوادو ، د افریقا د شمال او ختیځ ، مرکزي اسیا او لیرې ختیځ له ۴۳ هېوادو څخه ۳۵۰۰۰۰ تنو افراطي مسلمانانو د افغاني مجاهدینو سره یوځای په افغانستان کې د سختې جګړې ازموینه ورکړه . او نور په زرګونو افراطي مسلمانان له بېلو بېلو هېوادونو څخه د پاکستان په نویو پوځي ښوونغالو او روزنغالو کې د افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د ضیا الحق د پوځي حکومت په ملاتړ تر روزنې لاندې ونېول شول.»
له بلخوا په ۱۹۹۲ کال کې کله چې د مجاهدینو افراطي ډلې پر کابل او د هېواد پر نورو برخو لکه د ملخانو پڅېر ورتوی شوې ، د پاکستان دولت د امریکا او لویدیځ په ملاتړ د هغوی تر شا ولاړ و.
د افغانستان په ټولو ورانیو او ویجاړیو کې په تېره بیا چې د ۱۹۹۲ څخه روسته رامنځ ته شوی د امریکا او لویدیځ او د هغوی د سیمه یز ستراتېژيک ملګري پاکستان لاسونه ککړ دي.
په ټوله کې : په افغانستان کې د اسلامی بنسټپالو پروژه یوه امریکايي یانې د سیا پروژه وه . په دې پروژه کې د پاکستان د استخباراتو سازمان ای ــ اس ــ ای او سعودي عربستان د امریکا د سیمه یزو انډیوالانو پتوګه برخه اخېستې ده.
که د پاکستان د پوځي حکومت او ای ــ اس ــ ای په شا کې امریکا او لویدیځ نه وي ، پاکستان په هېڅ ډول د دې وس او زړه نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او یا ورته د افراطینو پرله پسې پروژې جوړې کړي.
د مجاهدینو د حکومت ( ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ ) له ناکامۍ او بدنامۍ روسته بیا هم امریکا او د هغې لویدیځو انډیوالانو ، پاکستان وهڅوه چې افغانستان لپاره بله پروژه یانې دا ځل د طالبانو په نوم پروژه پکار واچوي : که څه هم ددې پروژې په پلي کولو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نصرالله بابر چې د پاکستان د بېنظیر بوټو د ګوند پخه سټه ده ، عملي ونډه اخېستې خو له بنسټه دا د افغانستان لپاره یوه بله امریکایی پروژه وه ، لکه څنګه چې دمخه ورته اشاره وشوه ، پاکستان د امریکا له اجازې او مرستې پرته د داسې لویو پروژو د جوړولو او پکاراچولو مادي او سیاسي امکانات نه لري.
« امریکا د طالبانو یو شمېر کسان د تنګ تانګ پنوم انستیتوت ته چې د امریکا په کلفورنیا کې پروت دئ د روزنې لپاره بوتلل او په خاصه توګه يي وروزل خو زیاته روزنه یی د هغو امریکایی کوماندویانو له خوا وشوه چې په راتګ سره يي د پاکستان په مطبوعاتو کې زیات عکس العمل پيدا کړ، دا کوماندویان په چراټ کې اوسېدل او د طالبانو په روزنه بوخت وو.»
همدارنګه د بن په کنفرانس کې هم په افغانستان کې د منځلارو او منځپالو ډلو او ځواکونو لاسونه وتړل شول ، د واک اصلي ځایونه اسلامي بنسټپالو ته ډالۍ شول . پخواني قومندانان ، ټوپکیان ، د جهاد ټېکه داران او د اقتصادي مافیا ورانکارې ډلې د واک پر ګدۍ وګمارل شوې!
افغانستان ونه ژغورل شو او هېواد له ۲۰۰۱ کال راهېسې بیا تر نن پورې په یوه بله خونړۍ جګړه کې ښکېل دئ.
په دې مهال کې یوې ډېرې کوچنۍ ډلې د حکومت ، ولسي جرګې او مشرانو جرګې او په ولایتونو کې غټې او د واک څوکۍ ګانې ترخېټې لاندې کړي او د هېواد پر اقتصادي شارګونو يي منګولې ښخې کړې . دوی په هېواد کې د هرڅه خاوندان ، ښکلې او اسمان څک تعمېرونه ، لوکسې موټرې د کاروبار شرکتونه او نور ټول د دوی دي او پاتې میلیونونه ولس ، بېکاره ، وږئ ، ناروغ او د جګړې په دوزخ کې ښکېل دئ.
اوس دا خبره ، چې افراطي ډلې که هغه هر څوک وي ، هغه کېڼې وي که ښۍ ، په دولت او پارلمان کې وي او یا له هغه بهر او یا د هر بهرني هېواد له خوا پر شا ټپول کیږي او پياوړي کیږي باید ، له واک څخه ګوښه کړل شي.
د افغانستان د اوږدې غمیزې لامل د کورني اړخ په کچه ، په واک کې د همدغو افراطي ډلو شتون دئ.
خو د ښاغلي خلیل زاد په څرګندونو کې دا ویل کیږي چې نړیواله ټولنه او امریکا باید یوازې د امنیت په برخه کې د افغان دولت او منځلارو ډلو سره مرسته وکړي.
د ډېرو په اند ، که خبره یوازې د امنیت په برخه کې د دولت او منځلارو ځواکونو څخه د ملاتړ پورې محدوده شي او له دغو ځواکونو څخه د واکمنۍ په نورو برخو لکه اداره ، اقتصاد ، ټولنیزې چارې ، ملي اردو ، باندینئ سیاست او نورو کې ملاتړ ونه شي ، دا به خوشې او پوچه خبره وي او دا به د امریکا او لویدیځ بله لویه تېروتنه وي چې دوی اوس هم له افراطي ډلو څخه د هېواد په چارو کې ملاتړ کوي او نه غواړي چې افغانستان د افراطي ځواکونو له منګولو څخه وژغورل شي.
دا خبره باید ښه په ډاګه او زغرده بیان شي.
افراطي ډلې ټپلې ، په افغانستان کې د ټولو ویجاړیو لامل دي . نړیواله ټولنه ، لویدیځ او د هغه په سر کې امریکا باید د افغانستان له ناورین سره نورې لوبې ونه کړي او د هېواد غمېزې ته باید د پای ټکئ کېښودل شي.
نړیواله ټولنه اوامریکا نه باید یوازې د امنیت په برخه کې لکه څنګه چې خلیل زاد وایی بلکې په نورو برخو کې هم په هېواد کې د منځلارو ډلو او ځواکونو سره مرسته وکړي او له افراطي ډلو څخه خپل ملاتړ چې په هره بڼه وي پای ته ورسوي.

ډاکټر سرلوڅ مرادزئ
اخځونه:
طالبان ، اسلام ، تېل او نوې ستره لوبه نومي کتاب څخه : د احمد رشید لېکنه