کوچيان دافغانستان اتباع دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال :حبيب الله غمخور

دکوچيانوغوڅ اکثريت پښتانه اودافغانستان اصلی اوسېدونکی دي

دپيل خبري :
دشورويانوتر يرغل وروسته يوشمير خلکوويل داشورويان دی چي په موږ کې بې اتفاقيوته لمن وهې،تر ډيره برېده داخبر پرځاي وه .اوس هغوي ولاړل،شوروي نظام ړنگ شو،نن روسان خپلې موخي په بله بڼه ترسره کوي . مگر افغانستان ته دآمريکايانوتر راتگ وروسته پدغوشپږوکلوکښي څودگوتوپه شمارکسانواوډلولخوا چي دگوند، تنظيم ،حرکت اوکله دجبهې يامقاومت نوم پرځان ايږدی دقومي اختلاف دراپيداکېدواودهغه دژوروالي لپاره مټي رانغښتی دي،دغو کسانوپخواويل ((داټول يوهيواد دی اوټول افغانان يو)) پر قومونو ويشل ددي هيوادپه گټه نه دی ،نن بياهغوي داوطن پر ټوټوويشې خودفد را ليزم په نوم ،قومونه سره جنگوي دحق دترلاسه کېدوپه نوم ،پښتانه ټکوي دعدالت اوديموکراسی دپلي کېدوپه نوم ، ژبني اوقومي اختلاف ته لمن وهی.اوس ټول پوهېږي چې پرون ئې دوحدت اوانترناسيوناليزم خبري دپردوپه هدايت کولې نن هم دهغوپردوپه هدايت کله دهيوادنوم بدل غواړي ،کله پښتنوته سپکې سپوري وايي اوقبېله سالار ئي بولي .
په دريو ورستيوکلو کښي داسي کسان هم راپيداشوه چې په اروپايي هيوادوکې داقامې دترلاسه کېدوپه خاطرپه خپلو غلطواوبې بنياده ليکنوکې پښتنوته بد رد وايي وابياخپلې ليکنې دبل چاپر لاس خپل اړوند اسيستانت ته رسوي چي گويا فلانۍ سړۍ دومره لوي ليکوال دی ،ددوي په اصطلاح حقايق ليکی ،کله کيداي شي ((هغه وطن ته ستون شي ))ځکه په وطن کې پښتانه حاکمان دي اوقدرت لري هغوي دده ليکنې لولې ،چې داافغانستان ته ورشي ژوند ئې دخطر سره مخامخ دی ،دابېچاره اسيستانت چي دنړيوالومسايلوپه ځانگړې توگه دافغانستان په هکله دومره معلومات نلري اونه هم ددغومکارانوپه مکر پوهېږي ،هرومرودهغه سره دخواخوږۍ سر ښوروی ،ځکه هغه ته دانده معلومه چې همدا اوس دولتي حاکميت تر ډيره برېده دپښتنوسره د مخالفواوپه لږکيو قومونودسوداگروکسانوپلاس کې دی .
که ددغوکسانوچې دپښتنوسره تعصب لري ليکني دقيقې ولوستل شي داسي ښکاري چې ديوه گروپ لخوا ليکل کېږي ،بيادمعلوم الحالو کسانونومونه دليکوالوپه توگه ورباندي ايښدول کېږي . پدغوتنگ نظروکې دهغه شناخت له مخې چي زه ئي ددوي په هکله لرم داليکنې له حقيقت نه دليرې والي سره ددوي له فهم نه لوړي دي ،اوبلې خواته يوشان ادبيات اويودول اصطلاحات کاروی ،دااونورعلايم داهڅ غښتلی کوي چې ددغوپه نامه يو بل ځاي ليکنې کېږي اوبيانشرته سپارل کېږي .
داکسان دومره تنگ نظره دی که يوچاپه خپله ليکنه کې دپښتنو اوياکوچيانوصفت وکړ دوي ورته خاين،او فاشست وايي ،له هرې خوا ېې ټکوی اومختلف تورونه پري لگوي ،څه موده وړاندي يوې افغاني تاجکي دغښتلي قلم خاوندی پېغلې نيلاب سلام په خپله يوه ليکنه کښي څوجملې دپښتنو،کوچيانو اواصيل افغان په هکله ليکلې وې،داليکنه لانشر شوې نه وه چې دغوتنگ نظروداځل دښځوپه نومونودهغې پر خلاف ليکنې پيل کړې ،خوهغي هم پر خپل وخت هرې بې ځايه گوت نيونې ته خوله ماتونکې ځوابونه وويل تر څودانادان ئي چوپ کړل .
جالبه داده داښاغلي چې پرون چپيان اوانترناسيونالستان وه نن دخپلو پخوانيو ناوړه کړنودپټېدوپه خاطر ځانونه دتاجک،هزار ه،ازبک اوترکمن دمدافعينوپه لباس کې پټوی ،خو په حقيقت کښي له هغوي سره هيڅ مشترکه وجه نلري .
دوي د ايران اوشمالي گاونډيانوپه مالي مرستواوهڅونه په يوه اوبل نامه دانترنت په نړيوال جال کې ويب پاڼې پرانستي اويائې په ځينو اروپايي ښاروکې راډيويي خپروني پيل کړی ،چې ټول له يوه سره دپښتنواو دافغانستان دتاريخ پر خلاف بې شرمانه نشرات کوي ،دروغ نشرته سپاري اوپه خپلو ليکنوکښي پښتانه توهينوی ،آن تردې کچي چې په همدا څو ورځوکښي ئي په ((خاوران اوسرويس خبر رساني آرايانانت )) ويب پاڼوکې يوه ډير بې شرمانه ليکنه د((دوصدو شصت سال در جهنم اولادۀ احمد شاه)) دهيواد ديووتلي تاريخ پوه اوليکوال دپروفيسور سید هاشمیان له نامه څخه نشرته سپارلی ده ،دهغه شناخت له مخی چې زه ئي ددغه ليکوال سره لرم پدغه ليکلنه کې ليکل شوی ادبيات دهغه ندي اونه ئي دليکنې طرزداسي دي ،اوس تاسو هيواد وال قضاوت وکړی چي دوي دڅه لپاره داکارونه کوي ؟ او ولې ئي دومره مټی رانغښتي دي ؟
داسې ښکاري لدې غريبونه لار ورکه شوېده چې څه وکړی .دوي تياردی په افغانستان کې ددغووسايلو له لاري دايران اوبل هر پښتون اوافغان اودښمنه هيواد دارمانوسرته رسېدولپاره شپه او ورځ پرځان يوه کړي . دوي په خپل ولس کې ددغوټوسپين سترگيو سرۀبيا هم ځاي نلري اوهغوي ورته دنفرت په سترگه گوري ،ځکه دغه قومونه په هيڅ صورت نه غواړي اونه ئې هم داپه گټه ده چې پخپلوکښي اويادپښتنوسره په قومي اوژبنی مخالفت کې ژوندوکړی .
غواړم دډاکتر صاحب اوهغه دهم نظردوستانوڅخه داپوښتنه وکړم ،کومه ورځ تاسو دپښتنو ليکوالو لخواداسي ليکنه لېدلې ده چې يوه قوم ته دي پکښی سپکې سپوري ويل شوی وي ؟
پښتانه دهيواد دټولوپوهانو درناوی کوی اويادونه ئي لمانځی ،تاسوښاغلي اودوسره وطنپرستان راته ويلاي شی چي تاسودکوم پښتون ياد اودرناوی کړئ دی ؟؟؟
متاسفانه ستاسوپه انترنت پاڼو اوليکنو کښې بېله دېنه چې ددې هيواد غوڅ اکثريت ته سپکی سپوري ووایاست بل څه نشته . اويادپښتو ژبوهغه ليکنې خپروۍ کوم چي ستاسولپاره گټوري تمامېږي .له نېکه مرغه پښتانه اونورقومونه پدې پوره پوهېږي چې دا ډول کسان دملي تنگ نظری اوتعصب په ناروغۍ اخته دی .
درنوهيواد والو!
په تکرار وايم چې زه ټولوقومونوته ددرناوی په سترگه گورم ددوي تاريخ او افتخارات دافغا نستان افتخارات اوتاريخ بولم ،له هغوسره قانع نه يم چې داهيوادپرقومونواوژبو وېشی ،خودهغوکسانورسواکېدل دهر افغان ملي اواسلامی دنده بولم کوم چې په هيوادکې په يوه اوبل نامه قومی،ژبنی اومذهبی بې اتفاقيو اواختلافاتو رازېږېدوته لمن وهی . پدې باورلرم که دابې وطنه داسي پر خپل حال پرېښودل شي دهيوادنوۍ نسل به په دروغجنو اومسخه شویو اسناد واوغلطه روحيه و روزی . اوس دوي دا دروغ په کتابونوکښي هم چاپوي ،ترکومه ځايه چې زه خبر يم غربی اوشمالي گانډيان په خپلو هيوادوکې دافغانستان دمسايلو اوتاريخ په اړوندبحثونوکې دغه دروغجن اسناد دموخذ په توگه په گوته کوی . له همدې امله مي په ځانگړې توگه له پښتنو نه جدي غوښتنه داده چې ددې افغان دښمنوهري ليکنې ته که څوکرښې هم وی جواب وويل شي اودروغ ئي بربنډ شي ،ډير حوصله ددې لامل گرځئ چې دابېگانه پروره زموږپر اوږو سپاره شي او. . . وکړی .
ددغوليکنوپه لړکښي يوه ليکنه په آريايي ويب پاڼه کې د((کوچیها مجهز با سلاح بودند)) تر نامه لاندي دښاغلي ((دکتور نورالحق نسیمی)) په قلم خپره شوې ده . پدغو شرايطو کښي چې هرې خوا ناورين دئ که يو انسان ديوچاله نوم سره ددکتور مختاړۍ ووينی ډير خوشحالېږي چې دادۍ يو ډاکتر يادکتور خو شته ،مگر کله چې ديوشمير ډاکتر صاحبانو ليکنې سړۍ لولي حيران پاته کېږ ي . له يوې خوا له نامه سره ددکتورمختاړۍ اوله بلې خوا ددغه پورته عنوان په لېدوسره مې دليکنې په لوستلوپيل وکړ درې کرښی مي لانه وې لوستی،چې سوال راسره پيداشو،داښاغلی دڅه شی ډاکتر دي ؟اوچاورته دډاکتری ديپلوم ورکړۍ ؟ ليکنه ئي ډيره جالبه اودخندا وړده ، ترکومه ځايه چې ځان افغان بولې سړۍ پرې شرمېږي ځکه که چيري دا ليکنه يو اگاه ايرانۍ اوياپه دري ژبه پوه بهرنۍ ولولې حق لري ووايي چې دکتورئي داډول نظر اوپوهه لري نالوستي خوئي پرېږده . خونه موږ هغوي وينو چې قناعت ورکړو اونه دهغوي نظر اوروچي ورته ووايو، داډول کسان هغه متعصبين دی چي پخپلودغه ډول دروغوکې خپله پخوانۍ پټوي .
رابه شوچي ښاغلي ډاکتر صاحب نورالحق نسیمی ته چې هغه څه ليکی اوڅومره له حقيقت اوافغانانوسره مينه لري ؟
هغه ليکی :
شهروندان افغانستانی! دخطاب څخه ئي له ورايه معلومېږي چي دافغانستان او افغان له نامه سره څومره تعصب لري اوهغه دافغانستانيانوله ډلي نه دی . داښاغلی ليکي :((کو چی گری در افغانستان پیشینهء طولانی نداردکوچی گری پدیده ای است که حاکمیت های استبدادی آن را رشد داده است. کوچی ها خا نه های شان را که عبارت از همان غژدی (خیمه) های سیاه میباشد بر دوش می کشند و هزاران کیلومتر راه را با پای پیاده طی می کنند تا از مناطق قبایل پاکستان خود را به چراگاه های سرسبز افغانستان برسانند در حالیکه مالداران کوچک در داخل کشور از نبود چراگاه رنج میبرند.))
تاسوخپله قضاوت وکړی ، دا ډاکتر صاحب بېسواده دی اوکه دتعصب له مخی داډول ليکې ؟
په هر حال ،ډاکتر صاحب ته بايد وويل شي چې کوچيان دنړئ په ټولوهيوادوکښي وه اوپه ځينو کښي لاتر اوسه پاته دي په عربوکي كوچيان دبدوانوپه نامه ،په هندوستان کي کوچيان د(Pampans ) په نامه يادېدل،په افغانستان کې دکوچيانو اوپوونده په نامه په داسټراليا ،چين ،قرغزستان ،قزاقستان ،منگوليا،د افريقا اصلي اوسېدونكي لـه همدغوكوچيانو څخه را ټوكېدلي دي . همدا ډول دباسكانو (Basques ) په باب داسي فكر كېږي چي دوى د اسيا لـه كوم كونج څخه راكوچېدلي دي . په جنوبي امريكا كي نننيو څېړنو د دغه نظر ملا ور تړلې ده. دا خلك د اروپا دجنوب لويديځ اوسېدونكي دي چي ځانونه پخپلـه ژبه (باسكي) بولي . په هسپانيا او فرانسه كي يې د استوګني مېني او كلي سته . د شلمي پېړۍ په منځ كي د باسكانون شمېر 750000 تنه اټكل سوى و، چي د دغه شمېر په سلو كي اتيا يې په هسپانيا او نور يې په فرانسه او جنوبي امريكا كي اوسي . دوى خپل عنعنوي كلتور ته پابند خلك دي.
ويل كېږي چي ايرلينډي سوداګر دهغه كوچي اتنيكي ګروپ زوزات دي، چي د 1800 م په حدودو كي د امريكا متحدو ايالاتو ته د پټاټو د كاختۍ په كلونو كي راغلي دي . ۱
په سوېډن ،فنلنداوروسيه کښي هم تر اوسه کوچيان شته داروپاپه ځينو هيوادوکښي په داورستيو سليزوکښي له منځه تللي ،کوچيان په هر هيوادکې په بېلونومونوسره يادېږي .
په افغانستان کښي دپښتنودقومونولويه برخه کوچيان وه ،چې دزمانې په تېږېدوسره هغوي له کوچيتوب سره مخه ښه وکړه اودهيوادپه مختلفوسيموکښي ميشت اوپه کرهڼه اوسوداگری ئي پيل وکړ .
تر اوسه لا دپښتنودلويوقومونولکه داحمدزي ،تره کی ،ملاخيل ،ناصر،اتمانزی ،سلېمان خېل،خروټي ، اندړ ،هوتک ،توخی اونوروپوري مربوط په ميليونوکسان په افغانستان کې دكوچيتوب ژوندته دوام ورکوي . همدا ډول ، بلوڅ، ازبك، تركمن، قرغز، هزاره، فېروزكوهيان، جمشېديان او ايماق قومونه هم كوچيان لري پښتانه کوچيان دپښتنوپر دوستروښاخووېشل کېږي لکه : دُراني اوغلجي كوچيان . د غلجيو او دُرانيو کوچيانو ترمنځ دژوند دډول دستورلـه مخي كوم توپير نه سته ،خوهر قوم دهيوادپه مختلفوسيموکښي اوسی اوځانگړی ورشوگاني لري چې له ډيري پخوازمانې راپدي خوادوي دغوسيموته په ژمی او دوبي سفر کوي اودتگ راتگ عنعنوي لاري لري . دکوچيانوغوڅ اکثريت پښتانه دي اوپښتانه دافغانستان اصلي اوسېدو نکي اويوازنی ساتونکي دي . که دبشري تکامل تاريخي سيرته نظر واچوو، دشواهدوله مخې ټول بشريت دادوره په يوه اوبله بڼه تېرکړېده،له همدي امله ويلاي شوچي په لوي افغانستان کې دپښتنوسره دپښتنوکوچيانو تاريخ يودی .زه نه پوهيږم چې ولي ډاکتر صاحب وايي ((کوچی گری درافغانستان پیشینهء طولانی ندارد)) دپښتنوداوسېدودسيموپر تاريخ اوحدودباندي بحث به ليکنه ډيره اوږده کړی ځکه له دې بحث نه ډډه کوم ،سره لدې چې پدې ورستيوکې يوشمير تنگ نظروپه همدې اريايي پاڼه کې يوه لويه ليکنه اودفلمونوتر کرښئ بحث غځولی و،اوتلاښ یې کړئ وداڅرگنده کړی چي پښتانه دافغانستان اصلي اوسېدونکي ندي ، دومره وايم چې دکوچيانوهغه برخه چي په ژمې دډيورندله کرښي نه تيرېږي اوپه دوبې دافغا نستان مرکزي غرنيوسيمواو ورشوگانوته تگ راتگ کوي دعبوري کوچيانوپه نوم يادېږي ،دوي پښتانه دي اود افغانستان اتباع دي ، فکرکوم دپښتنوتاريخ اوداچې دا ددوي هيواد دی تشريح اوتفصيل ته به اړتيا نه وی .دافغانستان په تاريخ کې بيله تاسونه ډاکتر صاحب کوچيانو ته چابېگانه نه دی ويلي اونه هم ورته ويالاي شي ،افغانستان لکه دبل هر پښتون دکوچيانوپلارنۍ ټاټوبۍ دی اوپردې خاوره ئي سرونه قربان کړې دي ،دابه هم درپياد کړم چې دډيورنډ په وينو لړلې کرښه افغانانوپه رسميت نده پېژندلې ،ځکه ئې ځان ته داحق ورکړې چې دخپلې خوښې اواړتياپه وخت کښي له هغې نه تيرشی ،داددوي يومنل سوی حق دی،جالبه داده پاکستانيان څه نه وايي خو ډاکتر صاحب په بهرکې ورسره مخالفت کوی . تر ۱۳۷۵کال پوري کوچيانودډيورندکرښي کوزياجنوبي لوري ته ازاد سفر کاوه چائې مخه نشوه نيولاي . دوي له پاکستان څخه ندی راغلي دوي په ژمي دډيورنډترکرښه تيرېږي اوگرموورشوگانوته ځانونه رسوي .
که دڅلرمی پېړۍ راپدې خوازموږپه هيوادکې دپښتنودژوند شيوې اوبڼې ته پاملرنه وکړو دابه راته څرگنده شي چې داقتصادي او اجتماعى ژوند دڅرنگوالي له مخي تر لسمي هجرى پېړۍ پوري دپښتنولويه برخه کوچيان اومالدا ر دي ،اوبلي برخی یې بياښاري اوکليوالي ژوندغوره کړئ اوکرهڼي ته ئي پاملرنه کړېده . ۲
دزمان په تيرېدوسره دکوچيانوپه ژوندکې داقتصادي اوټولنېزوبدلونوپر بنيادهغوي دژوند شيوه يابڼه پر دريوبرخو وويشل شوه (عبوري کوچيان چې له کرښي نه عبورکوي ،غيري عبوري کوچيان چې دهيوادپه دننه کښي تگ راتگ کوي ،نيمه کوچيان ،چې کورنۍ ئي ميشت ده خودڅارویورمې ساتی نيمه کورنۍ ئي له رموسره په دبي په هيوادکې دغرولمنو اودروته پورته کېږي ، داډول کوچيان پر پښتنو سربېره په بلوڅو، ازبكو، تركمنو، قرغزو، فېروزكوهيانو، جمشېديانو او ايماق قومونوپوري هم اړه لري )درې واړه برخې ئي تر اوسه په افغاني ټولنه کې خپل ژوند ته دوام ورکوي ،داطبعې ده کله چې ددې هيواداقتصادي اوټولنېز پرمختگ هغې کچي ته ورسېږي چې دولت وکولاي شي دمالداری فارمونه جوړ او پدغوفارمونوکې داړتياوړمواشي دروزلو جوگه شي داوسنيوکوچيانودژوندبڼه به هم تغير ومومي .همدا دليل دی ډاکتر صاحب ! چې دسياسي گوندونواودو لتونوپه کړنلاروکې دې ټکی ته اشاره شوې وی چې دوي به دکوچيانودژوندشرايطوته ځانگړې پاملرنه کوي اودکو چيانو دميشت کېدويا اسکان لپاره به دځانگړوپلانوپه پلي کېدولاس پوري کړي ،که څه هم داوعدې دغه اوتردې وړاندي حکومتونوورکړې دي متاسفانه لکه نوري وعدې دا هم پر يخ ليکل شوې دي . تاسوته معلومه ده چي کوچيانوته په پارلمان کې څوچوکی ورکړه شوی دي ،که څه هم دانصاف له مخي دوي ته حق ندی ورکړه شوی خوبيا هم په پارلما ن کې ئې استازي درلود،دبېلگې په توگه ډير استازي ئي دمرحوم نجيب اله دحاکميت په جو ړشوی پارلمان کې وه ،زه هغه وخت دکوچيانورئېس وم دامې ډير ښه پيادد ی چې همدا او سنيوتنگ نظروهغه وخت چي دحاکميت پرڅوکيوناست وه هم په يوه اوبله بڼۀ زماسره کوچيانوته دحق ورکولو په موخه مخالفت کاوه ،له نيکه مرغه هغه وخت ددوي مخالفت پر مابريالۍ نشو اودولتي چارواکو کوچيانوته په پارلمان کې نږدې شل څوکۍ ورکړې . کوچيانوپه پارلمان کې دکوچيانوسره دکار کميسيون درلود ،په همدې اوسنی پارلمان کښې هم کوچيان استازي اودکوچيانوسره دکارکميسيون لري .څنگه کېداي شي هغوته په پارلمان کې داستازودلرولواجازه ورکړه شي کوم چي دوي دافغانستان تابعيت ونلري ؟ هغه وخت چي مادکوچيانوسره کار کاوه دکوچيانودځينو قومونوکورنۍ مي وهڅولې چې دکابل دښارد کارته نوسيمي ته په نږدې تپوکښې ځانوته کورونه جوړ کړئ ،دوي داکاروکړ،پدي ډول يوشمير کورنيوښاري ژوند غوره کړ.
ډاکتر صاحب ليکی : ((کوچی ها تابیعت ندارند، عسکری نمیکنند ـ تذکره ندارند - مانندهر شهرونددیگر خدمت سربازی راسپری نمی نمایند- مالیه نمی پردازندو درسایرامورات ملی سهیم نمی گردند..... . در دوران سلطنت ظاهر خان و داود خان، پای شان تا به هزاره جات رسید واینکه چه بدبختی ها و ماجراهای از حضور آنها در آنجا به وقوع می پیوست، دراین مقال اشاره های بدان خواهیم داشت. اما نمیدانم که با کدام استناد و منطق کوچی هارا تبعهء افغانستان بدانیم. ))
بايد څرگنده کړم چي :
۱/ دوي دافغانستان اتباع دي په هغه ځاي کي چې ټولوته دتابعيت تذکره توضع شوې ده دوي هم ترلاسه کړې ده . څرنگه چي ډيروکوچيانوداوسېدومعين ادرس نه درلود هغوي ته تذکره نه ده وېشل شوې ،همدا ډول هغو بېچاره بزگروته چي دوپره په نامه يادېدل اوداوسېدوثابت ځاي ئي څرگندنه ووهم چاتذکره نده ورکړې .
سوال دادی ډاکتر صاحب ! چې تاسوډير بې خبره ياست ،تاسوته معلومه نه ده چي په افغانستان کښي څومره خلکوته تذکره وېشل شوي ده ؟ تاسو خبر ياست ؟ څومره ښځوته پدې هيوادکې تذکره ورکړه شوې ده که ښځي دنفوسو نيمايي حساب کړو اونفوس ۲۶ ميليونه وگڼونوپه ۱۳ ميلينوکې يوميليون ښځوهم تذکره نه ده اخېستې دغه ښځی څوک بولۍ ؟؟؟ پدي پوره باورلرم چي ستاسوپه محترمه کورنۍ کې داسي کسان حتمأ شته چې دتابعيت تذکره ئي نده ترلاسه کړې ،خوهغوي افغان اوددي هيواد تابعيت لرونکی بلل کېده . دا دولتی نېمگړتياده چي زموږپه هيوادکې ټولوته دتابعيت پاڼه نه ده وېشل شوي ،همد لامل دی چې اوس هر بېگانه پرسته وايي څوک ډير او څوک لږدی اويا دپښتوژبې پر خلاف سرونه له ديواله وهی .
۲/ د امير عبدالرحمن خان د پاچهۍ په وروستيو كلونوكي دكوچيانو مشران كابل ته راوغوښتل سول او هغوى ته د مالونو پر سر د زكات د اخيستلو فرمان واورول سو. د دغه فرمان د تطبيق لپاره د شاهي پوځ 14 تنه سپاره افسران وګمارل سول چي لومړى بايد د پوونده وو مالونه وشمېري . د دغه كار لپاره د (شاخ شماري) په نامه يوه دولتي اداره هم جوړه سوه.۳
کوچيانودمواشيو ماليه ورکول تاسوپه ولاياتو کې دماليي له يوه مامورنه پوښتنه وکړې ،بلې ! له ۱۳۵۲ راپدې خواداپروسه نيمگړې پاته شول .ايادمځکو،باغونو،ژرندو،دسوداگرو،دوکاندارانو اونورومنقول اوغير منقولو شتمينو ماليه په منظمه توگه چاراټوله کړه ؟چي اوس تاسوکوچيان ملامت گڼۍ ،زه پدې بارولرم چې تر اوسه زموږ دهيواد دماليي دراټولولوسيستم له زياتو نيمگړتيا سره مخامخ دي .
۳ / دهيوادپه ټولوملي ،ټولنيزو اواقتصادي برخو کښې یې داړتياپر اساس لکه بل هر افغان کوچيانوفعاله برخه اخيستې ده،داچې کله کله ددولتونو لخوا ددوي سره دميرېزي ورور برخورد شوی دی داددوي گناه نده .
۴ / ډاکتر صاحب ددې هيواددپيدايښت له ورځې اوله هغې نه چې پدې سيمه کښي خلکوکوچېتوب ته مخه کړېده دوي له دغوسيمونه چې تاسو ورته هزاره جات واياست اوموږورته مرکزي سيمي دخپلورمودڅرلولپاره استفاده کړېده اوتل ئې په ژمی گرمو اودوبي سړوسيموته کوچ کړئ دی . افغانستان د(( واخان اودهندوکش دغرودسلسلې شمالي اوجنوبي لمنی ،دسپين غر ه ،تروغره،فيروزکوه ،سفيد کوه ،سياه کوه ،دپغمان غر، دسليمان غر اودهيواديوشمير نوري سيمي دکوچيانوعنعنوی مالچرونه دي )) دغوسيموته دکوچيانو داتگ اوراتگ دظاهر شاه اوداودخا ن دحاکميت په وخت کښي نه دی پيل شوی.دا اوږدتاريخ لري ،هغه يوچل ولولۍ بياقضاوت وکړۍ ،پدي هيله چې هغه وخت مو هم قضاوت بياهم يوطرفه نه وي .
ډاکتر صاحب ليکي : ((. . . کوچی ها همگام با مواشی شان در طی کاروان های طولانی از استقامت سرک و کوهها، مجهز باسلاح ـ عمدتاً تفنگ - وارد هزاره جات می گردیدند.))
داسي معلومېږي چي محترم ډاکتر صاحب په افغانستان کې ډير عمر ژوند نه دی کړی اوياپه افغانستان کې دميشت قومونواوپه ځانگړې توگه ددې هيوادلوي قوم (پښتنو)په هکله هيڅ معلومات نلري اوياخوځان تيروي ،هغه دچاخبر ((خودرادرکوچه يي حسن چپ ميزند)) خير اوس هم ډير ناوخته ندۍ له عکس نه ډير ځوان معلومېږي کيداي شي مطالعه وکړی . ډاکتر صاحب بايد پدې پوه شي چې دغه ډول وسله چې هغه ئي نوم اخيستۍ تل دپښتنوزلموپر اوږه ځړېدل اودمرميوقطار دځوانانودلباس سنگاروو . په پښتنو کې هغه زلمئ چي دوسلې استعمال ئي نه وی زده پېغلو پېغورورکاوه ،داځکه چې زموږ پېغلي هم که اړتياپيداشي ښه نښان ويشتلاي شی اوترډيروبيگانه پرورونارينه ودمخه ئې دوطن ددفاع سنگر ته وردانگلی دي.
هغه بل ځاي کې داسي ليکې :((کوچیها مجهز باسلاح بودند.در حالیکه داشتن یک تفنگ درخانهء هزاره، جرم نابخشودنی و خطر ناک به شمار میرفت .)) زبه يوازي دومره ووايم چې داخبره له حقيقت نه ليري ده ،زه په روزگان کې پيدا شوی يم اوقبله گاه صاحب مې دهزاره ورڼود ډيرومشرانوله ډيروکورنيوسره پېژندل ،او دهغوي سره ئي تگ راتگ درلود،ماد دايکنډی ،ښهرستان اوکجران په ولسواليوکې دهغوهزارگانوپه کورکي چې موږ ئي ميلمانه کولو توپک لېدلی دی .
بلې! داسي ده اوتاريخ ددي شاهد دی چي زموږپه هيوادکې تر بل هرقوم پښتانه وسله له ځان سره گرځوي اووسله دځوانانوگاڼه بولي دايو تاريخي واقعيت دی خو داخبره دامعنا نلري چي گويا هزاره اويابل کوچنی قوم پوري مربوطوکسانو وسله نشوه درلوداي ،په ټوله نړی کښي پښتانه ديوجنگيالي اوباتوره قوم په نوم شهرت لري .ډاکتر صاحب تاريخ ولولۍ ،داهيوادله يرغلگرونه چاساتلئ دی ؟؟؟ چې دا اوس پښتانه ارام کښېنې داوطن به پاکستان اوايراني اخوندان اوشمالي گانډيان په خپل منځ کې په يوه لهظه سره وويشې ،دادوی دي چې دهرې بلا وخوله ته ولاړاوددې هيوادپه ساتلوکې ترهر چا زياتي قربانۍ ورکوی .
له نيکه مرغه په عواموخلکوکښي تر اوسه دملي نفرت احساس نشته هغوي ته دپښتون ،هزاره ،تاجک، ازبک ،ترکمن اونورومسله اصلأ مطرح نده ،دايوازي ډارن اود ا پردی پالي دگوتوپه شمير په اصطلاح روښنفکران دی چي پردغوناوړوطرحو اومسايلودخپل سياسي ژوند دبقااوبهرنيو هڅوونکو دگټوپه خاطر پردغه شرمونکی خبرو شخوند وهی .
داکتر صاحب وړاندي وايي :(( حکومت های محلی، کلاً همدست و پشتیبان کوچی هابودند.))
د حکومتونود برخوردپه اړوند بايد څرگنده کړم چې هلته يوازي طبقاتي مسله مطرح وه اوده. دولتي چاروا کويوازي دملک،خان اوبيگ درناوی کاوه ،غريب هر چېري غريب و،د هغوپه هکله دتوکم مسله نه وه مطرح ،دهرچانه ېې رشوت اخيست اودهرخان اوبيگ خبره که حقيقت هم نه وه دغريب تر خبري منل کېده ،دالړۍ تر همدا اوسه راروانه ده،يعني غريبان بېله توپير سره نږدي اويودبل گټي ساتی ،اوبل پلوته دزراوزورخاوندان په خپلوکي يو اوبل سره حمايه کوي ،کله چي دولس سره مخامخ شی بيانودقوم اوژبي مسله راوړاندي کړي .
ډاکتر صاحب ! پدغولنډوشپږوکلنوکې لږ ديوه اوبل قوم هغه چې تاسو ئي غواړي دقلم په ژبه سره وجنگوی اوياځان دهغوي دگټومدافع وانمود کړي يوشميرکسانودخپلو گټوپه خاطر څرگندي معاملې کړې دي ؟ ډيري داسي معاملې شوی چې په پوره ډاډتاسوهم پرې خبر ياست ،خوله حقيقت نه سترگي پټوی . په پارلمان اود تنظيموديوشمير مشرانوترمنځ چي پرون ئې سره وژل ديوه اوبل دطرفدارانوپه سرونوکښې ئي ميخونه ټکوهل خواوس کله چي دگټواړتياپېښه شي بياتر ټولوسره تيږي اودوستان وي يودبل نه دفاع اومالاتړ کوی ،په دي پوهېږم چي پدغه موښه سرخلاصيږي چې داډول کړنې دسياست جوړونکي توکی دي ،خودپښتنو او کوچيانو سره موتعصب لوړی کچې سترگی ډيري درپټی کړې دی .دعلمی اسنادوله مخې دبشري لورو(ډلو)رايوځاي کېدل اويوله بل نه دفاع دگټوپرسره سرته رسېږي دايوعلمي اوفلسفی اصل دی .
بل ځاي ليکی : ((کوچی ها در سراسر هزاره جات به سوی علفچر ها، هجوم می آوردند. آنها بر فراز کوهها وتپه ها غژدی های شانرا بر می افراشتند.))
تاسوخپله واياست چې کوچيانوپه په غرونواودتپوپرسرونوخپلي کږدۍ دروي ،يعني هيڅ وخت ئي څوک ندی زورولې ، دچاپه کلې ندی ورننوتلي اونه ئې څوک له کوره ايستلي دي .رابه شودېته چي په ښارونواو کليوکښي دزورخاوندانوڅومره پردی کورونه نيولې دي اودخلکومځکي ئي لاندي کړې دي ،ډاکتر صاحب دالړۍ تر همدا اوسه روانه ده ،ډيرو دزور اووسلوخاوندانودکابل په ښاراونوروځايوکښي دخلکوملکيتونه په زورلاندي کړې دي ،ددولتی جگپوړوچارواکوپه وينا همدا اوس هره ورځ له زرونه تر ۱۵۰۰ جريبه ځمکه دزورواکانولخوا غصبېږي .که دعدالت پلوی ياست په هغوي پسي قلم ر اواخلی . کوچيانوهيڅ وخت دهيچاځمکه نده نيولې اوکه ئې تاسوله پخوانيوعنعنوی ورشوگانوڅخه محروموۍ دابه ستاسولپاره ستونزمنه وی .
بل ځاي ليکی : ((در شب ویاروز به زمین های زراعتی هجوم می آوردند در برابر چشمان مردم هزاره کوچی ها زمین های شان رامورداستفاده مواشی شان قرار میدادند.وقتی از تحمل مردم خارج می شددوباره درگیری آغازمی گرد يدو اگر این تنش به مرگ کسی از کوچی ها می انجامید، دیگر ساکنان آن قریه ویا قصبه امید زیستن در سرزمین شان را نداشتند. زندان، شکنجه و تبعید لازمهء مردان قریه بود. اما اگر هزاره ای کشته میشد. بازخواست آن درحکومت محلی می خوابیدوتا مرکز ولایت هم نمی رسیدوسرانجام قاتل برائت می یافت .))
تاسوفکر وکړې زه نه پوهېږم چې دادومره تعصب اوله پښتنوکوچيانوسره دښمنی دڅه لپاره ؟ ايادابه گټه وکړی ؟ په پوره ډاډويلاي شم نه . دادښمن لپاره خدمت دی اوبس . زه دانه وايم چي په کوچيانوکي غلط کسان نشته داپه ميليونوانسانا ن يوډول ندي ،سهوي اوغلطۍ به کوي اويابه ئي کړې وي ،خودابه دشخص اويادڅونفروگناه وي ټول قوم ولي ديوچاپه غلطۍ ملامت وبلل شي . دکوچيانورمې به کښت ته داخلې شوی وي ،ځکه حيوانان دي هغوي پدي نه پوهېږي چې کوم شين بوټۍ وخوری اوکوم پرېږدي ،خودکوچيانورمې يوازي دهزارگانوپه کښتونوندي داخل شوي دپښتنوکښتوته هم ورغلي دي ،دکوچيانو اوميشتوپښتنوتر منځ هم کله ناکله جنجالونه راپيدا شوي دي داکارتر هزاره نشينوسيموپه پښتنو نشينوسيموکې ځکه ډير شوی دي چې په هزارجات کې کښتونه کم اوپه هغوسيمو کې چې پښتانه اوسی کښتونه اوباغونه ډيردی . داچې دغه اختلاف اوجنجالوراپيداکېدوته قومی رنگ ورکول کېږي دغه کارملې جفااوله حقيقت نه سترگي پټول دی .
ډاکتر صاحب وايي : ((از زمانی که کوچی ها به هزاره جات می آمدند تا بازگشت شان به سمت پشاور،حکومت های محلی وظیفهء حراست از آنهارا به عهده داشتند. ملک های کوچی طوری رفتار می کردند که هیچ تفاوت میان آنها و حاکم محلی وجود نمی داشت. به همین دلیل ملک ها بخش از زمین های زراعتی هزاره ها را تصاحب کردند وبه نام خودشان از حکومت های محلی حامی خویش، قبالهء شرعی گرفتند. نمونه های بسیار متعددی دراین رابطه وجود دارد. ))
ډاکتر صاحب ! متاسفانه هرڅه دقومي اوپښتنوسره دتعصب په آينه کښي څېړۍ ،يوځل بياوايم چې په تيرو او اوسنيودولتونوکې دکوچيانودحراست مسله اصلأ مطرح نه ده ،که مطرح واي ؟نوحراست خويوازي دامنيت دساتني معنا نلري اونه هم دولت له کوچيانوسره وهزاره جات ته عسکر لېږلي دي ،حراست يو فلسفي حقوقی اصطلاح ده چي څوبعدونه لري ،پدې معنا چي دکوچيانودژوند وټولو اړخونونه بايد جدي پاملرنه شوې واي ځکۀ داتر لمر روښانه اوڅرگنده ده چې کوچيان تر هرچازيات په اقتصادي ،ټولنيز اوفر هنگي برخوکښي دولتي پاملرنې ته اړتيالري چي متاسفانه تراوسه لدې پاملرنې څخه محروم پاته شوې دي . داچې تاسو ويلي دي نومونې(بېلگې )ئي لری ،ولي مودهغونه يادونه نده کړې ،ددومره لوي قوم سره په دروليکوليکنه اوهغه هم يوازي تهمت نامه ،کله دښمنی تر سره کېداي شي .
داښاغلی وايي ((ملک های کوچی در هزاره جات شاهانه می زیستند،آ نها با داشتن هزارها مواشی و استخدام کوچی ها، خدمه های زیادی داشتند وبرای خود قلعه های مستحکمی با برج های ترصد، آباد میکردند تا از خطرجنگ احتمالی با هزاره ها در امان بمانند. ))
ما مخکښي هم وويل چي زه دکوچيانو رئيس وم اوترهردغه ډول بگانه پرورودکوچيانو دژوندپه هکله پوره معلومات لرم ،ماته معلومه ده چي دهزاره جات په کومه سيمه کې دکوچيانو ملک((قلعه های مستحکمی با برج های ترصد)) جوړه کړېده ؟ ښه به داواي چي ددغوسيموچې هلته داډول قلعه گاني جوړي شوی دي نومونه ئي اخيستی واي ،ترکومه ځايه چي په ټول هزاره جات کې دکوچيانو دسرخيل يا ملک داسي قلعه چې څلور برجه ولري اويوازي دي په دوبې له هغې نه استفاده کړې وي نشته ځکه ئي دنمونې له يادونې نه ډډه کړې ده . هغه عبوري کوچيان چي په دوبي کښي دمرکزي افغانستان دغرونولمنوته راځې دهيوادپه يوه سيمه کښي هم کومه قلعه نلري هغوي ته خپله توره کېږدی تر بنگلې ډيره په زړه پوري ده .
ډاکترصاحب ليکی :(( . . . . . . . گرفتن نام یک سپاهی عادی حکومت محلی کافی بود که یک قریه را به شوک بیاورد چه رسد به حاکم، قاضی، ملک کوچی، ضابط ولسوالی ویا یک کا تب معمولی احصاییه. این نام ها در ذهن یک هزاره به مثابه نام های خطر آفرینی بود که هرکدام می توانستند سرنوشت دهها و صدها خانواده را به تباهی بکشانند))
يوځل بيابايد ډاکتر صاحب ته وويل شي چي : په پخوازمانوکښي يعني دمرحوم داودخان دحاکميت ترکلو پوري دافغانستان په ليري پرتوسيموکښي ټول عوام اوبېچاره وگړي له دغوکسانو(کوټوال او اوالدار ، سپاهي اونورو)څخه چې تاسو ئي نومونه اخيستی يوشان ډارېدل ،هلته دقوم مسله مطرح نه وه ، داقومی لکۍ اوس تاسوڅودگوتوپه شمير کسانوچي حتاپه هزاره غيرتی قوم کې هم ځاي نلری وتړل . دشرم خبره دچي دقلم خاوند اوياهغه چي په چپو اوراستوگوندوکې همدا اوس دمشرتابه پر چوکيوناست دی داسي له کرکۍ اونفرت له روحيې نه ډکي ليکنی چې غواړي قومونه سره وجنگوی نشرته سپاري ،له نيکه مرغه په افغانستان اودهغه په ليري پرتو سيمو کې دامسله اونظر يات چسپ اوعلاقمندان نلري ،همداسږ کال دبهسودوپه ولسوالی کښي دکوچيانواوځايي خلکوترمنځ له عادي جنجال نه دسياسي موخوپه موخه ناوړه استفاده وشوه اودومره غټه شول چې دنړيوالومطبوعاتوپه خپرونوکښې یې انعکاس پيدا کړ،له هغه نه خليلی ،حاجي محمد محقيق اوکاظمي غوښتل سياسي گټه واخلی اوپر کرزی فشار واچوي چي له بده مرغه کرزی تل ددوي اونورو دبې ځايه فشارونو او ډارونې قرباني دی .خوددي سره په څنگ کښي ددغوبیگانه پرورودتلاښونوڅخه دمالاتړ په موخه دايران دبهر نيوچارو وزير منوچهر متکي دډله ايزو رسنيوسره په خبروکښي په تهران کې وويل چې په افغانستان کې دراپيدا شونا اراميوله امله تهران ډير اندېښمن دی . هغه متل دي وايي ((ميره تر مور مهربانه )) ايراني چارواکي اوس تر موږ زموږپر خلکومهربانه شول،ددغی مهربانی داظهار اوڅرگندولو دامکاناتو درا پيداکېدولپاره دغوڅودگوتوپه شمير دپښتنوپر خلاف شپه او ورځ دروغجن تهمتونه اوتبليغات پيل کړی دي . ولې هيره دې نه وي چې کوچيان به دغو سيموته ځی اوهرڅوک چې ئي مخه ونيسي دوي ئي بايد جواب ووايي،ددوي مالچرونه ددوي حق دی .
ډاکتر ليکی : ((اما خوشبختانه پس از تحول 7 ثور ۱۳۵۷کوچیها نتوانستند که به هزاره جات بر گردند.))
داځکه ډاکتر صاحب ! ايران اوپاکستان دخپل بادار(غربي نړۍ ) دحاکمانواوپطرولودکارخانودماليکانوپه هدايت پاکستان ،ايران اوعربي هيوادو پسله شپږومياشت دحاکم گوند دغلطيو تيروتنواوځيني خيانتونو څخه په استفادي سره دخلکوپه منځ کې دهغه حاکميت پرخلاف تبليغ پيل کړه اوزموږبېچاره ولس ئي دشوروي سره ددښمنۍ دتر سره کېدوپه خاطر له ټاټوبي نه فرارته اړيستل اوهلته ئي توپک پلاس ورکړ اوورور وژنې ته ئي وهڅول ،چي لړۍ ئې داده تر نن پوري راورسېدل .
ډاکتر بيا وايي ((اما دیری نگزشت که طالبان بی فرهنگ دوره امیر عبدالرحمن خان را تازه نمود که این بار نه تنها مردم هزاره بلکه سایر ملیت ها بطور وحشیانه توسط طالبان به قتل رسیدند. ))
ډاکتر صاحب دلته هم طالبان ديوسياسي خوځښت په توگه نه ټکوی دابې فرهنگه کسان چې هرڅه وايي هدف ئې پښتانه دي اونوربيا بې فرهنگه بولې، دوي له عبدالرحمن خان څخه پدي بد نه وړی چې څوتنه هزاره په هغه وخت کې له منځه تللي ،وايي عبدالرحمن خان کله منارجوړکړ،لومړۍ ددغه کله منارجوړيدودليل موجودو،ولې هغه کله منار جوړکړ ؟ هغه دومره ليونۍ وچي ارام اوريعايت خلک ئې ووژل اودهغوله سرونه ئې کله منار جوړاوه ؟ داکله منار خودکنړ اونورستان په شاوخواسيموکي هم جوړ شو،دهغه يادونه ولي نه کوۍ ؟ زه دانسان له وژنې سره مخالف يم ، پدې عقيده يم چي ژوند هغه نعمت دی چي لوي خداي (ج) خپل يوبنده ته ورکړئ دی يوازي هغه ذات دژوند داخيستلو قدرت اوصلاحيت لري ،په هر رژيم کښي په هرنامه له انسان سره ظلم اوتيرۍ شوی اويادهغه مقام ته سپکاوۍ شوی داخيانت اوجفادهاودنفرت په سترگه ورته گورم . خوسوال دادۍ چې نورنه يادېږي يوازي په عبدالرحمن خان پسي مورااخيستې ده ،داولي ؟ تاسوولي رښتيانه واياست؟ ،زه ئي درته ووايم : عبدالرحمن خان دخپلو ټولو غلطيوسره ډير ستر کارونه هم کړي ،هغه دمرکزي حکومت ستنې محکمې کړې ،دولتي ادادري سيستم ئي تنظيم کړ اونورو اړينوټو لنيزوچاروته ئي پاملرنه وکړه ،عبدالرحمن خان هغه وخت په دي پوهيده چي شمالي اوغربي گاونډيان غواړي دهيوادپه شمالي اومرکزي سيمو کې نفوذ پراخ کړی اوله دې سيمونه پر هغه باندي فشار راوړی ،ځکه ئې پښتانه پدغوسيمو کښي اوسېدوته وهڅول ،ترڅودهغوي په مرسته دهرډول بهرنی تيری مخه ونسی . دډاکتر صاحب اوټولو متعصيبينوپدي خاطر نه خوښېږي چې ولې اومحمدگل خان پښتانه دهيوادشمالي سيموته دژوندکولو لپاره وهڅول .که پدي سيموکښي پښتانه نه واي دير پخوابه دافغانستان دټوټه کېدوپلان عملي شوی واي ،داسي ده ډاکتر صاحب کنه ؟
دهيوادپه شمال کښي بايره اولامزرع ځمکې زياتي وې اوپه جنوبې سيموکښي کمې ،هلته ميشتوخلکوهغه نسوئ ابادولاي په کلنو شاړی پرتې وي ،نه يوازي عبدالرحمن خان بلکه تر هغه راورسته هم دارضی اصلاحاتودپروگرام پر بنيادله جنوبي سيمونه بې ځمکي کورنيوته په شمالي سيمو اوبياد هلمندپه ولايت کښي ځمکي ورکړل شوې . يوه خبر ديادولو وړده که دغه پښتانه نه واي دشمالي سيموځمکي چا اباد ولي ،تر اوسه لادا دهيچانه ده هيره چې ويل به ئې ((که مرگ غواړي کندز ته ولاړ شه )) دهمداد پښتنودخولودتوېدو زور وو،چې ډير ژر دامتل بله بڼه وموندل ،اوس وايي ((که ژوندغواړې کندزته ولاړشه)) دايو،اوبله داچې هلته دبل چايوه لويشت شخصي ملکيت پښتنوته نه دی توضع شوی داچې ځيني کسان وايي هغوي حقايقونه سترگی پټوی .
ډاکتر وايي :((از دید این قلم، به جای اینکه کوچی ها را به هزاره جات برگردانند، مسئله اسکان آنها در آن طرف سرحد باید مطرح شود. این یک معضلهء بسیار مهم است که نباید بعد از این کوچی های جنایت کار داخل کشور ما گردند و مردم ما را بطور وحشیانه از بین ببرند و این مسله را باید پارلمان افغانستان جدآ ارزیابی نماید. ورنه اگر ایدهء برگردانیدن کوچی ها به هزاره جات جامهء عمل بپوشد، میزان ثبات در مناطق مرکزی بهم خورده و طراحان این ایده به دستان خویش کشور رابا تنش جدیدی مواجه خواهند ساخت . زیرا مردمان این مناطق آرزوی برگشت کوچی هارا ندارند و به محض برگشت آنها از سرزمین های شان دفاع می نمایند. و در خاتمه ادعای زمینهای به اصطلاح متعلق به کوچی ها به هیچ عنوانی بنیاد حقوقی ندارد چون این زمین ها بازور و پشتیبانی همه جانبهء حکومت های استبداد محلی از سوی کوچی ها غصب گردیده است و بگذارند تا مردم شرافتمند هزاره بدون ترس و حراس از کوچی های اجنبی به زندگی در ملکیت آبایی شان ادامه دهند.))
متاسفانه د ډاکتر صاحب قلم موديدنلري سترگی ئي ړندې دي ،هرڅه دملي اوقومي تعصب له عينکونه ويني ،تاسوداحق نلري چي دکوچيان سرنويشت دخپلوتنگ نظريوپربنياد وټاکی داچي تاسو ئي سرحد بولی اويا کوښښ کوی چې سرحد شي دافغانانولپاره دمنلو وړ نه ده ،دافغانستان پر هره لويشت ځمکه کوچيان لکه بل هر څوک دژوند او اوسېدوحق لري ،که کوچيانو دچا ځاي تنگ کړي وی ،کولاي شی هلته ولاړشي چي ورشوورته پراخه وي اوځان ډاډه احساسوي ،داوطن دپښتنو،اونوروپرتو کوچنيو قومونو داصيلوبچواودهغه جملې نه دهمدغو مېړنيو کو چيانو دی . تاسوڅنگه داحق ځانته ورکوی چي ديوهيواد اصلي اوسېدونکي اوساتونکي بېگانه اوځان خپل و بولۍ ؟ ترڅوچې دکوچيانوداسکان مسله ددوي په خوښه تر سره کېږي کوچيان حق لري دخپلوهغو ورشو گانو څخه چي دازرکاله ئي استفاده تري کړي اوس هم بيله دي نه چي له کوم چانه اجازه واخلي اوياڅوک ورته ووايي له دې ځايه ولاړسه هلته کښېنه ژوند اختيارکړی . دافغانستان په اساسي قانون کښي چې کوم حقوق او امتيازات افغانانوته ورکړه شوی دهغو حقوقو اوامتيازاتونه کوچيان هم برخمن دي . زه نه پوهېږم چې څوک جانيتکاردی خودومره پوهېږم چې په هنداره کې سړۍ خپل مخ ويني ،دکوچيانوپه هکله دجنايتکار اوبيگانه کليمه استعمال داساسي قانون اوبشري قوانينوله ټولونوروموخلاف خبرده .حيف چي تاسودخپل نامه سره دډاکتر کليمه ليکۍ ،دهرشی ډاکتر چي ياست دډاکتر کليمه مقدسه ده خومتاسفانه تاسوله دې کليمې نه ډير ليري ياست .دومره له سوادنه محروم اوله قومی تعصب نه ډک ياست چي کوچيان بيگانه بولۍ . کوچيان اجنبی نه دی پدي خبره ستاسوپه هکله دلوستونکوسره ډير سوالونه پيداشوی دي ،چي کېداي شي تاسوبيگانه اوسۍ . ځکه که افغان ياست نوهرومروپدې پوهېداست چې کوچيان څوک دی . له پښتنو سره دتعصب نه ډک نظر به تاسوته له افغانانوسره اوسېدل ډير گران کړي ،ښه داده چي سر له همدا واسه دخپل اصلي ټاټوبې دآبادۍ په هکله ټول له يوه سره فکر وکړی ،دلته به کوچيان اوهزاره سره جوړشي ،تاسو خپله ستونزه حل کړی .
درنو لوستونکو!
پوهېږم چي ليکنه اوږده شول خوبله چاره نه وه ،زه آړوم چې دښاغلي ډاکتر صاحب ليکنه هم راواخلم اوخپل نظر تاسو درنو ولوستونکوته څرگند کړم .ډير ژربه دهمډې په دوام دکوچيانوپه هکله يوه لنډه ليکنه تاسوته وړاندي کړم . پدې هليه چي ټول له يوه سره دملي يووالي اووفاق لپاره کار وکړواوددي پروسې دښمنان ورټو. پاي
يادونه ددې ليکنې لپاره دلاندي اثارونه استفاده شوې ده :
۱ / محمد معصوم کوچيان او د هغوى دتلوراتلو لرغونې لارې لومړۍ برخه
۲/ همدا اثر
۳ / پوهاند تږی ،د پښتو اصل ريښه دوهم فصل .
۴/ حبيب الله غمخورکوچيان څگان ندي
۵ / دشاراوکورنودجوړودوزير له وينا