د پوهنې وزیرښاغلي وردګ د پاملرنې وړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لمرزئ

د ټول افغان په ملي سایټ کې د ښاغلي حکیم اکدري په یوې لیکنه کې راغلي چې د پکتیا ولایت د دارالمعلمین یو زده کوونکي د بې . بې . سې د پوښتنو ځوابونو په پروګرام کې د یوې پوښتنې په ترڅ کې ویلي چې «په داسې حال کې چې د پکتيا د دارالمعلمين ټول زده کوونکي پښتانه دي، ولې موږ ته په پاړسي ژبه زده کړې کېږي (د زده کړې ژبه مو ولې پښتو ژبه نه ده) ؟»
ښاغلئ حکیم په خپله لیکنه کې زیاتوي چې « د ښوونې او روزنې د وزارت مرستيال وزير صديق پتمن د نوموړي په ځواب کې داسې وويل : تاسې خپلو استادانو ته دا خبره وکړئ (استادان دې ته اړ کړئ)چې تاسې ته په پښتو ژبه درس ووايي »که څه هم ښاغلي حکیم د پوهنې د مرستیال وزیرصدیق پتمن او یا د پوهنې د وزارت د کوم بل مسول مقام څخه په دې اړه څرګندونه غوښتې ، خو زما په اند دا خبره باید د انټرنیټ په جال پاڼه کې د خپرولو سربېره ، په نورو لارو هم تعقیب شي .
زه به دغه ستونځه له نورو لارو هم د پوهنې د وزیر تر غوږ ورسوم ، خو دلته د یو څو ټکو یادونه اړینه بولم :
ــ د پوهنې وزارت د لومړۍ پوړۍ چارواکي باید په دې پوه شي چې په مورنۍ او ملي ژبه لوست او زده کړه د هر افغان حق دئ او دا حکومت دئ چې د اساسي قانون د دغه حکم په پلي کولو موظف دئ ، نه د ښوونځي زده کوونکي .
ــ ښاغلئ پتمن د پوهنې مرستیال وزیر ، که د اساسي قانون پورته غوښتنه نه شي پلئ کولئ او خپله دنده پر یو سپېڅلي ا وبېواکه زده کوونکي غواړي ترسره کړي چې پخپله هم پوهیږي چې ناشونې ده ، بیاخو له خپلې دندې او مسولیت څخه خبر نه دئ او یا خو چاړه هسې په لوټه تېره کوي ، پلمې کوي او غواړي کار ، ونه کړي بلکې یوازي حکومت وکړي . نو بیا د پلمو پر ځای باید استعفا وکړي .
ــ د پکتیا پشان ولایت کې چې له پکتیاوالو پرته غر او لوټه يي پښتانه دي ، دا د ښاغلي وردګ او پتمن پشان پښتنو مسولینو ته د ننګ خبره ده چې په دارالمعلمین او یا نورو ښوونځیو کې يي زده کوونکي په پښتو ملي او مورنۍ ژبه لوست نه وايي .
ــ ښاغلئ وردګ که څه هم نوئ د پوهنې وزیر شوئ ، باید دغه ستونځه ژر حل کړي . حق په حقدار وسپاري او د پښتو ژبې پر وړاندې د پوهنې په وزارت کې د میري مور چلند پای ته ورسوي .موږ دا غوښتنه په ټینګه او کلکه سره کوو .
ــ په ولسي جرګه کې د پکتیا وکیلان په څه بوخت دي ، دوی ولې د خپل ولایت د زده کوونکو له حاله خبر نه دي ، د پکتیا سپينږیري او مشران چیرته دي او دوی ولې پخپلو زامنو رحم نه کوي.
ــ دا چې زموږ زامن له خپلې ژبې پردي کیږي ، موږ د دولت چارواکي ، سپینږیري او مشران ورته رڼې رڼې ګورو ، ایا پښتونواله دې ته وايي ، ایا په ریښتیا مو د پښتنو شملې پر سر لکې دي ؟
د پښتنو ننګونه او غیرتونه ولې وېده دي ؟
موږ د خپلو اولادونو سره ولې جفا کوو ؟
ــ که دولت زموږ اولادونو ته په مورنۍ ژبه زده کړه نه ورکوي او له پښتو ژبې سره تربورولي کوي ، موږ پښتانه باید خپله ژبه وپالو او د هغې پوښتنه وکړو . اودا ډول په سلګونو پوښتنې موږ پښتنو ته متوجه دي !
لمرزئ