راتلونکی پينځه كلونه باید د ولس خدمت ته وقف شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

.د میلادی کال دنومبر دمیاشتی په دوهمه نیټه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون په خپله اعلامیه کی په ډاکه کړه چی ددوهم پړاو انتخابات نه تر سره کیږی او ښاغلی حامدکرزی بیاهم دنورو پنځوکالو لپاره دافغا نستان دولسمشر په توګه د انتخاباتوګټونکی اعلان کړ،خوکرزی صاحب باید داراتلونکی پنځه کلونه په رښتینی معنا په افغانستان کی دولس وخدمت ته وقف کړی او دتیرو ناوړو تجربو ځخه یی باید زده کړی او دتکرار ځخه یی باید جلو ګیری وشی،یوه پراخ بنسټه خپلواکه اداره چی دهرنوع قومی،سمتی اوژبنی تضاد اوتبعیض ځخه پاکه وی باید رامنځ ته کړی ،داحسا ساتی افراطی اشخاصو ځخه چه داجنبیانو په خدمت کی وی او په افغا نستان کی دملی وحدت په ضد باندی عمل کوی،ژبنی،مذهبی،قومی،سمتی تضادونو او تبعیض ته دخلګو په منځ لمن وهی په دولتی ادارو کی یی په جدی توګه مخنوی وشي،ولو داسی اشخاص هرځوک وی اویا هر ګروپ پوری ارتباط ولری،باید دحکومت په ټولو ساحو کی دمسلکی اشخاصو ځخه دټول هیواد په سطح کی استفاده وشی
په دې تاريخي پيښه كې ډير لوى عبرت دى، د يوه هیواد راتلونكې د هغه هیواد د ولس او حكومت ترمنځ پر خپلمنځي اعتماد پورې تړلې، كه د دواړو اړخونو ترمنځ اعتماد ؤ دواړه لوري پر خپلو ارزښتونو، هويت، تاريخ او كلتور ولاړ وو، د عادلانه ژوندانه زمينه برابره وه هيڅ ډول بهرني ګواښونه د ولس راتلونكې له پوښتنې سره نشي مخامخ كولاى، همدغسې دغسې ولس او د دوى چارواكي د بهرنيو د مشروعيت سند ته محتاج نه دي، زموږ راتلونكى حكومت او ولسمشر بايد دغو ټكيو ته پام وكړي .
د ولس او چارواكيو ترمنځ اعتماد په كاذبانه شعارونو نشي ټينګيداى، سياستوال زياتره همداسې شعارونه بدرګه كوي خو بيا زياتره پوچ وخيژي، موږ لرې نه ځو د همدې انتخاباتو په بهير كې (زمونږخلګ) او (زمونږملت) پر څومره خولو څومره ډير وويل شول؟ د پردې تر شا چې د ځوکیو او مقامونو پر سر كومې چنې روانې وې دادي يو پر بل پسې را لوڅيږي. دغه چنې او هغه شعارونه څومره سر سره خوري؟
په لنډو ټكيو كې ويلاى شو چې ولس له چارواكيو څخه يوازې دا غواړي چې د دوى پر برخليك، ارزښتونو او وياړونو له پرديو سره معامله ونشي، ټګي ورسره و نه شي، او دهمدې ګډو ارزښتونو په ګډه دفاع او ساتنه وشي. د ولس دغه باور بايد چارواكي اعاده كړي. د دې په بدل كې ولس له خپل وطن، نواميسو، ارزښتونو، هويت اووقار څخه د سر په بيه دفاع او ساتنې ته چمتو دى
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ریس عزیزاله لودین ددوشنبه په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل څرنګه چې عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې له سیالۍ تیرشو، حامدکرزی د یوازیني پاتې کاندید په توګه د پنځوکلونو لپاره ولسمشراعلانوي له دی سره په یوه وخت کی دملګروملتونو سرمنشی بانکی مون په کابل کی له ښاغیو حامد کرزی او داکتر عبداله سره وکتل داچی ده څه په باب خبری شوی دی ممکن هم هغه یوه خبره وی چه دیوه مشترک حکومت په جوړولوباندی ډیر تکیه شوی وی .
د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون پرېکړه چې د دوهم پړاو انتخاباتو ترسره کیدل یی لغوه کړه ، وستایله . هغه وویل زه چه افغا نستان ته په سفر راغلی یم دافغانستان دانتخاباتو دخپلواک کمیسون دننی پریکړی هر کلی کوم کوم چه ددوهم پړاو لپاره یی انتخابات لغوه کړل او خامد کرزی یی دانتخاباتو کټونکی اعلان کړاونوموړی وحامد کرزی ته په دی خاطر مبارکی وویله .
په عین حال کی دانتخاباتو د خپلواک کمیسون داعلان سره سم د امریکا سپینې ماڼۍ به له کومه ځنډه اومعطلی د دوشنبې په ورځ وویل چې حامدکرزی د افغانستان قانوني او مشروع ولسمشر دی او افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د لیږلو په باب د ولسمشراوباما پرېکړه به څو اوونۍ نوره هم وځنډېږ،دسپینی ماڼی ویاند په عین حال کی وویل چی دامریکامتحده ایالات په دی ډیر خوشحاله دی چی دافغانستان له قانونه سرهسم حامد کرزی زمونږ داعتبار وړاومشروع شریک شو خو هغه ته پکارده چه دفساد چاره وکړی
پرون د اټكلونو پر خلاف د انتخاباتو خپلواك كميسيون حامد كرزى د راتلونكيو پينځو كلونو لپاره د افغانستان ولسمشر اعلان كړ تر دې وړاندې داسې ويل كیدل چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو پروسه به خامخا عملي كیږی خو پر امنيتي دلايلو او يخنۍ سربیره له دوو كانديدانو څخه د يوه تیریدل په طبيعي ډول د بل د بري لاره پرانستله چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون دوهم پړاو انتخابات يې بې ضرورته وبلل .
له مبالغې پرته د دوهم پړاو انتخابات په طبيعي ډول حامد كرزي ګټل خو چې ولې په دې پروسه كې هم د لومړي پړاو په څیر يو پر بل پسې خنډونه واچول شول او بالاخره ولسمشر كرزى بريالى اعلان شو اوس څه پرې نه وايو، خداى دې وكړي نور په ټوليزه توګه هغه ركود او جمود له منځه ولاړ شي چې د روان كال د زمري له ۲۹مې څخه پر هیواد مسلط دى، اوس دې خداى په همدې پرېكړه كې د افغان ولس خير واچوي .
نور د پينځو كلونو لپاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو او سياليو دوسيه وتړل شوه. يو نوى پړاو پيل شو چې پر ولس او چارواكيو بیل بیل مسووليتونه وراچوي .
اوس ولسمشر ته ټول افغانان يو شان دي، د دوى له وړتياو او استعدادونو څخه بايد كار واخلي، همدغسې نور د ناندريو او انتخاباتي سياليو پوچ بهير هم پاى ته ورسید چې متاسفانه تر ريښتيا پكې د دروغ او افتراوو بازار ډېر تود و .
اوس بايد د دې ولس دردونو، غوښتنو او اړتياوو ته پام واوړي، د ولسمشر لومړنى مسووليت همدغه دى چې په دې دوره كې ملي مصالح د وړوكيو ډلو او افرادو تر شخصي غوښتنو قربان نه كړي .
زموږ راتلونكى حكومت او چارواكي له سترو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، له نړۍ سره د نورمال اړيكو ساتل او پالل او د افغان ولس او دولت تر منځ د اعتماد او باور فضا جوړول آسانه خبرې نه دي .
خو هغه د متل په مصداق له يوه لاس څخه ټك نه خیزی، چارواكي بايد په ولس كې خوځند او وطندوست كدرونه ومومي همدغسې ولس په تیره د نظر خاوندان او پوهان بايد دولت ته سالمې مشورې وركړي چیرته چې چاته د خدمت زمينه وي ور وړاندې دې شي .
خداى دې وكړي د دې تاريخي انتخاباتو پايله د يوې سالمې، خدمتګارې او وطندوستې ادارې جوړېدل شي .
– حامد کرزی له ستونزو او هیلو سره یوځای بله دوره د افغانستان ولسمشر شو. دا ځل د حامد کرزي مخې ته پرتې ستونزې ډیرې دي خو که چیرته دی ولسي ګټو ته پام وکړي ګټه به یې نه یوازې اوسمهالې بلکه تاریخي وي .
دا ځل د راپورونو له مخې حامد کرزي له خپلو سیاسی متحدینو سره وار له مخه د یو شمیر څوکیو ژمنه کړې، له هغوی سره یې موافقه کړې چې رایي راکړه دکامیابی په صورت کی به مو بیا وعده شوی څوکۍ خپلی وي،او له خپلو مرستیالانو سره به یې هم وعدې کړې وي چی ضرور به یی اوس عملی کوی .
اوس داسې اوازې دي چې ډاکټر عبداله ته یې هم څوکۍ منلې دي . که چیرته ولسمشر کرزی همداسې وکړي نو نه یوازې دا چې مخکې پراته پنځه کلونه به یې له کړاوونو سره تیر شي ، په راتلونکې کې به دده او دده دکورنۍ لاسونه هم یو مخ له حکومته ووځي تاریخي بدنامۍ پرې باندې. خو کیدای شي چې ښاغلی کرزی هڅه وکړي چې ولس یو ډول پوه کړي چې پرما د بهرنیو فشارونه دي. کیدای شي یو شمیر خواخوږي دا خبره ورسره ومني خو اکثر افغانان یې نه ورسره مني ځکه چې نور نو له قانون سره سم دده په جمهوري ریاست کې هم څه نه دې پاتې بس پنځه کاله دي. ښاغلی کرزی باید په دې دورې کې هغه کارونه وکړي چې هم تاریخ ته سرخ رویه شي هم ولس ته ګران شي.په درناوی رحمت اله روان .