دافغانستان په چاروکې ښېګڼه په زغم کې ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سر چېنه او نېټه : ګارډ ين د اکتوبر ۲۱ مه
لېکونکی : متېو ډاس
ژباړه : نوروهاب څپاند

بارک اوباما د افغانستان لپاره د ستراتېژۍ د جوړولو په برخه کې د امريکا دغوغا جوړونکو محافظه کارانو د ګوتنېونې تر سخت فشار لاندي راغلی دی . ددې ترڅنګ د افغان حکومت مشروعيت يو له هغه اساسي عواملو څخه شمېرل کېږي چې د ولسمشر اوباما د تصمېم دځنډولوسبب ګرځي . په افغانستان کې د ډاډمن اولږ ترلږه اغېزلرونکې (ګورننګ پارټنر ) حکومتې انډيوال پرته ، دا روښانه نه ده چې هره بهرنۍ لوری ورکوونکې ستراتېژي چې هېوادغښتلی اوبيا ودان کړي په رښتونې توګه کارنده ثابته شي ، له دې کبله داد ولسمشر لپاره عاقلانه ده ترڅوچې د وړانډيوال په اړه روښانه تصوير ونه لري بايد خپل تصمیم وځنډوي. �

د حامد کرزي د سه شنبې دورځې دا اعلان چې هغه به د ټاکنوددويم پړاو دسيالی ملاتړ کوي او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا په رايو اچولو کې د پراخودرغليودشتون منل ، واړه د يولړښوخبرونو په توګه تلقې شوي اوهرکلی يې کېږي . داسې سوچ موجود دي هغه ټاکنې چې صافي اوعادلانه وي او ترهرڅه د مخه ، د افغانانو له خواروڼې احساس شي د افغانانو د هغه حکومت د مشروعيت د زياتېدو لپاره ضروري دي چې ترزياتې اندازي بډ يخوراوبې اغېزي انګېرل کېږي.
داسې پتېيل کېږي چې په افغانستان کې د نړيوال هاند د کمزورې کېدووجه ، همدا حکومت دی چې د ډيرو افغانانو په سوچ د غربيانو له خوا پرهغوې تحميل شوی . داهم څرګنده ده چې جورج بوش په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د نسکوريدواو د لنډ مهالي حکومت د جوړولوپه موخه په کرزي زيات لګښت وکړ ، او دغه بهېر د بوش د ولسمشرۍ تر پايه ادامه درلوده . له هغې وروسته دا څرګنده شوه چې کرزی د پخوا په پرتله اوس د لوړي کچي يوانډيوال نه دی . له دې کبله د کرزي دبډ يخوري اداري په وړاندي خوابدۍ مخ په زياتېدو شوه ، لېکن د نړيوال ايتلاف سره د يولړ مسالو پر سردهغه د ناندريو له امله دغو خوابديوتتوال �
� وموند چې کرزی يې پېاوړۍ کړ. اوس هماغه ناندرۍ ددولت جوړونې په برخه کې د نړيوالو هڅو په وړاندي خنډ ګرځېدلی.
بايد يادونه وکړوچې ، ځېنو کسانو په ډير لوړ اواز د اوباما څخه په افغانستان کې ، د امريکا د جګپوړي قوماندان جنرال ستانلي مېک کريستال له لورې د بغاوت د ځپلو د تجويزشوي ستراتېژۍ لپاره ، دامريکا د ځواکونو بېړنې او بشپړ رسول غوښتل ــ په دې ډله کې وتلي او وړاند ويونکي سناتوران جان مکېن ، لېنډزې ګراهام او جوې لېبرمن په ګوته کېږي ــ دوې په تېرکې دعراق دجګړي د بربنډوملاتړکوونکو په توګه هم پېژندل شوي دي.
اوسمهال خلکوته په پراخه کچه څرګنده شوي چې پرعراق باندي تېري د افغانستان پر هڅې ويجاړونکې اغېزه وکړه . لکه چې په افغانستان کې يو نړيوال مرسته رسوونکې د نېويارک ټايمز کارکوونکې ډيکسټر فېلکېنز ته داسې ويلي وه : « ټراژيدي » هلته پېل شوه کله چې « ۷۰ بېليونه ډالره چې د بشپړ پولېسي او پوځې ځواک د جوړيدو په موخه بايد افغانستان ته ورکړل شوي واې ټول عراق ته واستول شول.»
همدا شان د امريکا غوغا جوړونکودې ټکې ته پاملرنه ونه کړه ، چې څوک به په دوامداره توګه د هغه نوي خطرونوپه برخه کې چې د تازه او ژورو ګواښونو وړاندوينه کوي ، په پلټنو بوخت وي . بنأ ولسمشرروښانه کړي چې هغه نه يوازي په افغانستان او پاکستان کې بلکه په اوږدمهاله کې دسهيلې اسيا او منځنې خټېځ په سېمه کې د امريکا د امنيت د ګټو د ستراتېژۍ يولوي تصويرراباسې.
څرنګه چې مااوريدلي تېره اونۍ په بروکنګ انستېتوشن ( موسسه ) کې ، د امريکا د استخباراتو پخوانې مامور او د تروريزم کارپوه پاول پيلار د مسالو ډيره ښه او لنډه چوکاټبندې وړاندي کړه . پېلار وويل چې مېک کريستال « د هغه ورسپارل شوي ماموريت د ستراتېژيود پلي کولوپه اړوند چې افغانستان ته ثبا ت راولي ښه پوه شوی اوورته درسته پاملرنه کوي. » لېکن پيلار زياته کړه ، اوباما « اړتيا لري چې بشپړي پوښتنې ته پاملرنه وکړي ، چې ايا په افغانستان کې د بغاوت د ځپلو ستراتېژي به دومره د امريکا د خلکو د خونديتوب اوامنيت جوګه وي چې دا ټول لګښتونه اوزيانونه پرځاې وښيې؟»
ددې پوښتنې د زيات سپېناوې په خاطر، پيلار وويل « ايا هغه تروريستې خطرچې د امريکا خلک اودامريکا ګټې ګواښوي ، بغېرله دې چې په افغانستان کې بغاوت وځپل شې ، مهاريدلاي شي او ايا په اوسنۍ کړکېچنه وضع کې چې ورسره لاس او ګريوان يو کوم ژورتوپېررا مينځته کېدلاي شي . . . ترڅو هغه لګښتونه او زيانونه پرځاي وښيې چې د بغاوت د ځپلو لپاره په کار وړل کېږي ؟ » پيلاروويل هغه اټکل کوي چې « توپېر خورا لږ دی او ښايې هغه هم څرګند لوری و نه لري.»
موږ يوازي بايد پوښتونکې نه وو ، برسېره پر دې اړيو وپوهېږوچې ايا په افغانستان کې په بري سره د بغاوت دځپلود سټراټېژۍ پلې کول به موږد نوروپه نسبت څومره خوندي وساتې ، د لږځواک او سرچينوبرابرول او د ژوروعملياتو مسله به په څومره اندازه خونديتوب تامېن کړي ؟ که ځواب يې « ډيرنه » او يا « سخته ده چې وويل شي » وي بيا به څرنګه افغانستان ته د امريکا د سرچېنود تدارک د زياتو ژمنومسله توجيه ولري ؟
که په دې تړاو مسلې ته ځېرشوګورو چې ، اوباما ته بايد شاباسۍ وويل شې ځکه چې په دې توګه هغه د ډيرو مهمواوسختو پوښتنو بېخ ته ځان رسوي . دی بايد دهغو ګزار کوونکو پروا ونه کړي څوک چې ستراتېژيک کمزوری لېد لري او په لمړي وار د بحران د زيږيدو لامل ګرځېدلي دي.
پاي