افغانستان دامريکاد ويم ويتنام‌ ‎ٌْ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

Nasratullah Mahmood

دافغانستان جنګ کوم چی په ۲۰۰۱ کال داکتوبرپه ۷ دامريکا لخواشروع شوچی موخه يی داسامه بن لادن اوملاعمرنيول او دالقاعده تنظيم دجرړوختمول وه همداوجهه وه چی دافغانستان په مختلفو ولاياتوکي يی پراخ عمليات شروع کړل، خونن چی تقريبً دجنګ۸کاله پوره کيږی دوی نه يواځی اسامه اوملاعمرونه نيول بلکی څه دپاسه يولک مظلوم افغانان يی شهيدان اوزخميان کړل اوله بلی خواطالبان دپخواپه نسبت لازيات قوی شول اوپه اکثره ولاياتوکی يی دخلکوحمايت تر لاسه کړځکه دکله نه چی امريکا په افغانستان حمله کړی نه يواځی داچی څه لاس ته راوړنی نه لری بلکی مظلوم اوجنګ ځپلی افغانان خصوصً پښتانه يی بيا دجنګ په اور کی راونغښتل اودير بی ګنا خلک يی په ړندو بمباريو کی شهيدان کړل چی ښه مثال يی په جلال ابادکی د۲۰۰۸ کال دجولای په۶د واده په مراسموبمباری وه چی ډير بی ګناه وګړی پکی شهيدان شول اودواده خوشهالی يی په غم ورولړله همدارازدهرات په عزيزابادکلی کی ۲۰۰۸کال داګست په ۲۲ بی رحمه بمباری کول وه چی له وجهی يی ۹۰ کسه شهيدان شول چی ۶۰ يی صرف کوچني ماشومان وه اوپه لسهاوونورداسی واقعات باعث شول چی افغانان خصوصً پښتانه دطالبانوحمايت وکړی.
لری نه ځوکه اوسنی انتخاباتوته کره کتنه وشی نودامريکا دوه مخی څيره به درجوته شی کله چی داولی مرحلی انتخابات شروع شول دنتايجو داعلان نه مخکی دامريکا حکومت له خوادايتلاف خبری شروع شوی، بيادنتايجودری مياشتی ځنډول،څه رائی باطله اعلانول او دوهم ځل انتخابات کول اوپه دی اثنا کی دپښتنو په علاقوکی پراخ پوځی عمليات شروع کول ترڅودانتخاباتوپروسه دپښتنوپه علاقو کی مختل کړای شی داټول هغه څه دی چی مونږته دامريکا دومخی سياست راپه ګوته کوی،اوددوی هميشه همدا کوشش ده چی افغانان خصوصً پښتانه خودمختاره ونه اوسی همداوجه وه چی دروسانودشکست نه بعديی دپاکستان اوايران په ملتيادافغانانوترمينځ بی اتفاقی اوځانځانی ته لمن ووهله اواقليتونه يی په اکثريت مسلط کړل چی دادی بوګنونکی نتايج يی تراوسه مونږګورو، دادامريکا ناولی سياست صرف دافغانستان سره نده بلکی دتاريخ په اوږدوکی يی ډير فجايع تر سره کړی چی دهغه له جملی نه يی په ۱۹۴۵ کال داګست په ۶ په هيروشيما اوناګاساکی باندی دايټم بم استعمالول وه چی له وجهی يی ۲۷۰۰۰۰ بی ګناه وګړوژوند له لاسه ورکړ، همدا راز په ۱۹۵۹ کال کی يی په ويتنام باندی حمله وکړه چی تر ۱۹۷۴ کال پوری يی دوام وکړ خوداجنګ دامريکا په ماته تمام شوچی له وجهی يی ۵۸۱۹۳ امريکايی فوځيان مړه شول.
همدا وجه ده چی نن حقبينه امريکايان اوخارجيان په دی اعتراف کوی چی افغانستان داوباما دويم ويتنام دی، خوزه وايم نه!!
که مونږدامريکا دويتنام اوافغانستان جنګ مقايسه کړونوددواړوترمينځ به ژورتوپيروګورو،
دويتنام جنګ کی دامريکا ځانی تلفات ډیرزيات وه خومالی تلفات يی دومره نه وه،څرنګه چی نن سبا حکومتونه په اقتصادولاړدی همدا وجه وه چی امريکا ډير ژربيرته ځان سمبال کړخودافغانستان معضله ددی په خلاف ده،يعنی مالی تلفات اومصارف يی دیرزيات دی چی صرف دفوځ مياشتنی مصارف يی 3.7 ميليونه ډالردی (هغه مصارف چی په عراق اونوروممالکوکی يی کوی ددی نه عليهده دی) همداوجه وه چی امريکا په اوسنی (ورلډکرايسيس )کی راګيرشوه چی له وجهی يی ډير غټوبينکونواوکمپنيو سقوط وکړچی يودهغوڅخه ليمن برادرزوه چی له وجهی يی دامريکا حکومت ۳ ټريليونه ډالره قرضداره شو، اوکه چيرته يی په دی بی فايدی اوبيهوده جنګ يوڅوکاله نورهم ټينګاروکړی نودروس نه په ډيربدبرخليک به اخته شی چی دويتنام ماتی به پری هيره کړی نوزمونږمشوره امريکا اودهغوی متحدينولپاره داده چی دافغانستان نه دخپلوفوځونودويستلولپاره دی مشخص مهال ويش جوړکړی اودهغی مودی دننه دننه دی خپل فوځونه په ابرومندانه شکل دافغانستان نه وباسی ځکه چی افغان داسی قام دی چی هيڅکله بلواکی نه منی اونه يی منلی ده اوکه چرته امريکارښتيا دافغانستان ابادی غواړی نوداکار دخپلوفوځونودويستلونه بعدهم کوی شی، خپلی مرستی دی جاری وساتی اونه دی پريګدی چی پاکستان اوايران دافغانستان په داخلی چاروکی لاس وهنه وکړی خونه! دوی دانه غواړی ځکه الله په قران عظيم الشان کی دودی خصوصيات مونږ ته بيانوی فرمايی (ياايهاتهم) الايه

ولن ترضی عنک اليهودولا النصری حتی تتبع ملتهم
ديوخپلواک اوپرمختللی افغانستان په هيله
Nasratullah Mahmood
Email add: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
Cell No: 0092-343-9656316
IIU Islamabad