دفا سد حکومت تور داغ باید دافغان ملت له تندی پاک شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

که ځه هم دافغانستان لوی څارنوال دځينو لوړيو پوړيو دولتی مامورينو نومونه په ډاګه کړل چی دهغه په وينا د فساد ګومان پرې کېږی او دا په تېرو څو کلونوکې مهم ګام دی چی د فساد پرضد پورته کېږي خو خدای دی وکړی چه دغه اقدام همیشنی بڼه ولری یوازی ددی په معنی نه وی چه دنړیوالی ټولنی دهغه فشار په مقابل کی وی کوم چه په دغه نژدو ور ځو کی یی دافغا نستان په حکومت با ندی اچولی دی .
که څه هم يوځل مخکی هم دهېواد د لوی څارنوالۍ د فساد په ضد دجهاد اعلان کړي و دځينو ښاروالانو او واليانو په لورګوته نيولی وه، خو ځايی چارواکيو ورته سخت غاښونه وچيچل او هر يو په خپل وار ځانونه پاک او بی ګناه ګڼل اود ځينو خو د پارلمان په کچه هم ملاتړ وشو او ځينو چارواکيو خو هغه تورونه د سياسي اختلاف په انګيزه وبلل او لوی څارنوال ته يې ګواښونه هم وکړل،چې ددغی عمليې عملی پايله دا را وختله چې دوخت لوی څارنوال تش اتهام وارد کړ او دغه خلک ټول پاک وو او په دغه کار سره لوی څارنوال هم په خپل ځای کيناست، نه خو چا متهمينوته وويل چې راشئ په محکمه کې خپل ځانونه تبرئه کړی او نه هم چالوی څارنوال ته وويل چې که هغوی پاک خلک وو، نو تاسو بياولی تش تور ولګولو؟
دقانون په چوکاټ کې که د محکمی يا څارنوالۍ لخوا پريو چا تور لګول کېږی، اصول دادی چی تورن شخص به محکمی ته غوښتل کېږی او ټوله عمليه به په محکمه کی څارل کېږی، نه داچی يو والی يا ښاروال يا وزير د محکمي لخوا په فساد تورن شی، خو هغه له خپل دولتي موقف څخه په استفادې، په خپل دولتی دفترکې هغه رد کړی او خبره خلاصه شي !
په اداری فساد، قاچاقو او نورو فسادونوکې دځينو لوړپوړيو دولتی چارواکيو د تور په اړه له ډېر پخوا ګونګوسي روان وو، خو دوخت چارواکيو دغه تورونه جدي ونه نيول او خبره ترننه همداسې پاتی شوه، که نه نو دهغه وخت د کورنيو چارو وزير څوځله وويل چی دځينو په قاچاق تورنو وزيرانو ليست يي هم لاسته ورغلی او په نږدې وخت کې به يی په ډاګه کړي. خوله هغه راهيسی څو وزيران بدل شول او چاهم هغه ليست په ډاګه نه کړ .
داځل چی يوځل بيا لوی څارنوال د ((سياست)) پرځای ((مبارزې)) ته مخه شوی ښکاري، هيله ده دغه لړۍ په بشپړه قانوني توګه او شفافيت کې وڅارله شي او عام ولس ته ثابته شی چی داځل بياهم دغه عمليه شعاري نه، بلکې په رښتينې توګه مبارزاتی بڼه لري او دغه لړۍ به دبشپړ عدالت او قانون په چوکاټ کې پرمخ ځي. وزير، ښاروال او نور دولتي واسطه لرونکي او بې واسطې مامورين به ټول يوشان محاکمه کېږی. ځکه که دولت او عدلي او قضايي سيستم په فساد کې لوړپوړيو دولتي مامورينوته څه نشي ويلای، په دغه صورت بيا ټيټ پوړی مامورين هم د فساد جرئت کوي او ددغو لوړپوړيو کسانوتر پوښښ لاندې ساحه کې فساد کوي او فساد به عامه بڼه نيسي .
اوس که دولت په رښتياهم له فساد سره مبارزه کوي او دغه اقدام يوتش شعاري او سياسي اقدام نه وي، نوښه په نره دې مټې ونغاړي او ددغو تورنو کسانو لپاره دي ځانګړې محکمی ته امروکړی چی په بشپړ قانوني چوکاټ کې ورسره چلن وشی او که هرچا له هغوی څخه ملاتړ وکړ، هغوی هم دجرمی شريکانو په توګه محاکمه شي، او په دی ترتيب د فساد پرضد مبارزه له پاسه پيل شی او په کرارکرار ټول دولتی ارګانونو تری پاک او د فاسد حکومت تور داغ د افغان ملت له تندي هم پاک شی. کوم چه دنړیوالی ټولنی له لوری پرافغانانو باندی تحمیل شوی دی .
اداري فساد د يو انسان د كركټر برخه ده، دا سمدستي بدلون نه مومي ځكه خو بايد دا ومنو چې د نړيوالې ټولنې اوسنۍ قضاوت ناسم، مغرضانه اود خپلو اهدافو لپاره دى او يا دا چې دوى پينځه لومړي كلونه زموږ له ولس سره هم جفا كړې ده او له خپلو ولسونو سره هم، دوى ديوه داسې تركيب د تائيد او ملاتړ مجرمين دي چې نن له اتو كلونو وروسته د هغو سمون او اصلاح غواړي .
دا به پريږدو چې د نړيوالې ټولنې اوسنى دريځ سم دى كه پخوانى، په زغرده ويلاى شو چې نړيواله ټولنه د افغان ولس په غم كې نه ده، پريكړې او غوښتنې يې د خپلو ګټو پر محور څرخي، د امريكا ولسمشر بارك اوباما د افغانستان لپاره د نوې ستراتيژۍ د اعلان ځنډيدو په اړه په صفا ټكيو كې وايي چې هدف يې د خپلو پوځيانو خوندي توب او د خپلو خلكو د ماليې بيځايه مصرف دى. دا ښايي د هغوى حق هم وي، دلته چې اوس د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې د ستراتيژۍ په برخه كې د افغان ولس د ګټو او غوښتنو مساله ده دا زموږ په چارواكيو او سياسي كړيو پورې اړه لري چې دفاع يې وكړي .
بهرنيان كه حق لري چې د خپلو پوځيانو ژوند وژغوري او پيسې يې بې ځايه مصرف نشي افغانان هم حق لري چې د پرديو د اهدافو په اور كې لولپه نشي .
افغانان حق لري خپل نظام، خپله اراده او خپل ملي حاكميت ولري او په خپل كور كې د جګړې او سولې ابتكار او واك ولري، له خپلو امكاناتو څخه د ګټې حق ولري، د انتخاب حق ولري، كه د دوى په دې حق سترګې پټيږي بيا به نړيوال د متجاوز او يرغلګر بڼه خپلوي چې افغانان له هغو سره هم په چلن ښه پوهيږي . 
په دې وروستيو كې د هیوادسياسي كړيو كې دغه بحث دير تود دى چې كه نړيواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې بندې كړي چې ګواښونه يې هم وركوي نو د افغانستان برخليك به څه كیږی .
په دې اړه د نظر خاوندان واضح دوه ډلې شوي دي، يوه ډله يې بهرنۍ مرستې د افغانستان د بقا لپاره لازمې بولي، دوى په دې اند دي چې ولسمشر كرزى بايد هغه شرايط و مني چې نړيواله ټولنه پرې راضي كېږي. او د پخوانيو جنګسالارانو او يا په فساد كې ښكيلو كسانو پر سر بايد افغان چارواكي له نړيوالې ټولنې سره مخالف و نه كړي او ملي ګټې د اشخاصو قربان نشي .
كه خبره په ريښتيا همدغسې وي لكه چې په ظاهراً مطرح كېږي بيا خو دا استدلال پر ځاى دى افغانستان په ريښتيا هم بايد د څو په درغليو او فساد كې ښكيل كسانو لپاره له نړيوالې ټولنې څخه منزوي نشي .
خو دوهم لورى بيا استدلال كوي چې د بن له كنفرانس وروسته په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې شتون او زموږ په چارو كې د هغوى لاسوهنې له اړتيا نه زياتې شوې بايد مخه يې ونيول شي .
په تيرو اتو كلونو كې د نړۍ مرستې كه راغلې زموږ د ولس لومړيتوبونه پكې په پام كې نه دي نيول شوي، برعكس زياتره په داسې پروژو لګيدلې چې په راتلونكى كې افغانستان له لويو بدمرغيو سره مخامخ كولاى شي. اوس بايد افغان دولت او چارواكي په حكومت او نظام كې د نړيوالې ټولنې لاسوهنې او فرمايشونه و نه مني، له اداري فساد سره بايد مبارزه وشي، د قانون حاكميت بايد پياوړى شي، د جنګسالار او زورورد خپلسرۍ مخه بايد ونيول شي، خو په دې پلمه بايد نړيواله ټولنه او يا پخپله افغان چارواكي د چا حقوق تر پښولاندې نه كړي .
په منطقي لحاظ د دوهمې ډلې نظر معقول دى، ځكه هر ولس حق لري خپل ملي حاكميت ولري، خپله اراده ولري چې حكومت يې تمثيلوي .
دا استدلال بيا منطقي نه دى چې نړيوال پيسې وركوي نو حق لري چې د نظام په جوړولو كې يې فرمايش و منل شي !
يوه معقوله ده چې كه خپل عايد نشې لوړ ولاى نو لګښت دې را كم كړه، كه پر دې اصولو افغان ولس او حكومت له تجملياتو، فيشن او ډېرې بې مناسبته سيالۍ څخه لاس واخلي، چې نن په مصنوعي ډول زموږ پر ژوند مسلط دي او د نړيوالو مرستو زياتره برخه پر همغو دوړه كېږي افغان ولس نه يوازې عادي ابرومند ژوند كولاى شي بلكې پر خپلو وسايلو او مټو به متكي شي او د خود كفايۍ په لور به ګام پورته كړاى شي، دا بايد ياده كړو چې د تيرو اتو كلونو لس چنده زياتې مرستې كه له افغانستان سره وشي خو چې د ولس لومړيتوبونه په پام كې نه وي نيول شوي، د نړيوالې ټولنې او افغان حكومت ترمنځ شريك اهداف او ستراتيژۍ نه وي پايله به بيا هم صفر وي .
په لنډو ټكيو كې ويلاى شو چې يو ملت يوازې پر خپله ملي اراده او تكل، پر خپلو مټو او خپلو وسايلو پر پښو دريداى او خپله بقا ساتلاى شي، بهرنۍ مرستې كه يوازې په ښه طريقه او شرايطو په كار واچوي د پرمختګ حركت ګړندى كولاى شي او بس .
که ځه هم افغان ولس د نړيوالې ټولنې مرستو او ملاتړ ته زياته اړتيا لري، خو دغه مرستې بايد د ملي هويت او ارادې په بيه او یا دبهانو په مقصد تر سره نه شي ،لکه چه ځوورځی مخکی د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې وويل، چې که ولسمشر کرزى ورته حساب کتاب ورنه کړي، ملکي مرستې به ونه کړي .
د ولسمشر کرزي وياند په دی اړه وایی، نه پوهیږی چې په دې وروستيو کې د نړيوالو مشرانو موخه څه ده چې دلته او هلته وايي ولسمشر کرزى دې دا او هغه کارونه تر سره کړي . د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر يو تن چارواكي حامد علمي له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل، چې حاضر دي له دوى سره د شويو نړيوالو مرستو په اړه هر چا ته حساب کتاب ورکړي او د جنگسالارانو د سپيناوي په اړه ورسره بحث وکړي .خدای دی وکړی چه دا ټول اقدامات کوم چه دافغا نستان حکومت داینده پنځو کالو لپاره په نظر کی لری عملی ، دایمی او دومداره بڼه ولری ترڅو دغه درشوت او اداری فساد تور داغ نور دتل لپاره دافغا نانو له تندی ځخه پاک شی او دنړیوالی جامعی د بهانو دغه لاره وتړله شي.پای رحمت اله روان .