دومره تلوار دڅه لپاره ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حبيب الله غمخور

د لېوه نه پسه نه زېږي

اداري فساديوازي دسالم ادارې په جوړيدواو دولتي دندوباندي سالموکسانوپه گمارلواوقانون په پلي کېدوورکېداي سي .
کرزی صاحب ددې په خاطر چي دبهرنيانوجدي گوتنيونولارځيني ورکه کړې حيران پاته دی دهغوي دغو گوتڅنډنوته په څه ډول ځواب ووايي .
پسله هغه چي ډاکتر عبدالله دټاکنوپه دوهم پړاوکي دبرخې اخيستنې نه په يوه اوبله بهانه شاته سوځکه نو دټاکنوکميسيون ښاغلي کرزی دگټوونکي په توگه اعلان کړ . له هغه شېبې نه سمدواره دهغه دراتلونکي دولت اودولتي کاروبار په وړاندي دبهرنيانووړانديزونه اوگوتڅنډنې اوازونه يوپه بل پسې ترغوږوکېږي .
دبېلگې په توگه دامريکا دبهرنيو چارو وزيري هيلاري کلنتون په سنگاپورکي دنومبر پر ۱۶ ډله ايزو رسنيو ته د امريکا له اي بي سي تلوېزيون سره په مرکه کښي خبر ورکړ چي له کرزي نه د فساد ضد کلکه مبارزه وغوښته، هغې وويل (( امريکا حامد کرزي ته خبرداری ورکړ، چې اداري فساد ختم کړي که نه نور د امريکا ملاتړ به له لاسه ورکړي .))
هيلاري کلنټن وايي افغانستان ته به ترهغه ملکي مرستې نه ورکوي چې د افغان حکومت حساب ورکونه باوري شوې نه وي، هغې وړاندي وويل : ((موږ ولسمشر کرزي او هغه حکومت ته معلومې هيلې ټاکلې دي، موږ داسپينه کړې ده چې په ملکي برخه کې به افغانستان سره تر هغه مرسته نه کوو چې حساب ورکونه يې نه وي باوري شوې . ))
مېرمن کلنټن زياته کړ ه چې (( ولسمشر کرزی بايد د اداري فساد د مخنيوي لپاره لانورې هلې ځلې وکړي، چې د امريکا حکومت خپلو خلکو ته د دغو مرستو لپاره دليل پيدا کړي .))
دنومبر پر ۱۴ دشپیګل له مجلې سره په مرکه کښي د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلینټن دې ټکې ته په جدي توگه اشاره وکړه چې که د افغانستان ولسمشرحامدکرزی غواړي چې د امریکا له ملاتړه برخمن وي نود لویو جرمونود ځانګړې محکمې او د اداري فساد لپاره د کمیسون د جوړولو په شمول دې نور اقدامات وکړي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی کای آیدې اعلان کړه : ((په داسې حال کې چې په افغانستان کې خلک د نوي کابيني منتظر دي، په دي منځ کې نوي ولس مشر ته د اداري فساد د مخنيوي، ډاډمن امنيت د تامين او د يوې سالمي او کاري کابيني جوړولو لپاره د شپږو مياشتو ضرب الاجل ورکول کیږی . ))
دفرانسي نړيوالي راډيو له لاري خبر خپورسوچي هالنډ هم دنورو اروپايي هيوادو په څير ښاغلي کرزي ته خبر داري ورکړ که چيري په خپل دولت کښي دمالي فساد پر خلاف مبارزه چټکه اوغښتلې نکړي ،له کابل سره به خپلې مرستې ودروي .
د جرمني دفاع وزیرکرل تیودورڅوګوتنبرګ د نومبر پر ۱۲پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې که د افغانستان حکومت غواړي چې بېرته د جرمني اعتماد ترلاسه کړي باید په هیواد کې د جرمونو او فساد جرړې وباسي .هغه زياته کړه د جرمني مرستې په افغان حکومت کې د فساد له ختمېدو سره تړلي دي
اسوشیتد پرس خبري اژانس دنومبر پر ۱۲ مه پدې هکله ليکې : ((در حالیکه قدرت طالبان در افغانستان روز به روز بیشتر می شود، افزایش قدرت جنگ سالاران در صحنهء سیاسی افغانستان، تعهدات رییس جمهوری کرزی را برای از بین بردن فساد اداری که برای جلب حمایت مردم اهمیت حیاتی دارد به مشکل روبرو ساخته است.
اروپايي اتحادیې دنومبر پر ۱۶ م د افغانستان ولسمشرحامدکرزي ته خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې په دې هیواد کې له ښې ادارې او د فساد پرضد له مبارزې سره تړلې دي .
د سویډن د بهرنیوچارو وزیرکارل بیلت چې هیواد یې اوس د اروپايي اتحادیې دوره يي مشري په غاړه لري وویل : د افغانستان د حکومت اقدامات په مختلفو برخو کې زموږ د کار د څرنګوالي لپاره اهمیت لري .
د سویډن د بهرنیوچارو وزیرکارل بیلت زياته کړه . ((اتحاديه اروپا، ضمن کمک به ايجاد صلح ،ثبات و دولت پاسخگو، با حضور جنگ سالاران در اداره بعدي افغانستان مخالف است. دروان کال دنومبرپر لسمه کابل ته ورسېد.))
دنومبر پر ۶ مه دبريتانيا لومړي وزير ګورډن براون په خپلو څرګندونو کې له ښاغلي کرزي څخه د اداري فساد دپای ته رسولو غوښتنه وکړه . هغه چي کابل ته راغلي وخبريالانوته څرگنده کړه : ((د افغان ولسمشرکرزي ته یې ویلي دي بریتانیا به د ده له حکومت سره په دې شرط ملاتړ وکړي چې هغه له فساد سره د مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي .))
دبهرنيو چارواکو دڅرگندونوتر څنگ د شفافیت نړیوالي موسسې (( ترانسپيرسي اينترنشنال )) له یوې تازه څېړنې سره سم چې دنومبر پر ۱۷ مه دجرمني په پلازمېنه برلین کې خپره شوه ،افغانستان اوسومالیا د نړۍ د ۱۸۰ هیوادونوله جملې څخه په ۲۰۰۹ کال ترټولو زیات په فساد ککړ هیوادونه ونومول سول .
د شفافیت نړیواله موسسه خبرداری ورکړی چې د دوی په سروې کې ښودل شوې چې د فساد له پلوه د افغانستان وضعیت له ۲۰۰۸ کال راپه دې خوا مخ په خرابېدو دی .
راپور وايي چې په افغانستان کې فساد خورا عام دی او عام خلک مجبور دي چې په دولتي ادارو کې د خپلوعادي کارونو لپاره رشوت ورکړي او دولتي چوکۍ په پیسو خرڅېږي .
دې موسسې په ځانګړي ډول ویلي چې یو افغان د پاسپورټ یا د موټرچلولو د لاینس د ترلاسه کولو لپاره مجبور دی چې رشوت ورکړي . زه به دا ورباندي زياته کړم چي بېله رشوت نه دتابعيت دتذکرې ،ځمکي دقبالې اوياوکالت خط تر لاسه کول ناشونی کاردی .
دې ادارې سیاسي رشوت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې سیاسي رشوت هم خورا عام دی چې باید مخه یې ونیول شي .
له سیاسي رشوت څخه د دې موسسې هدف د رایو،یا سیاسي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د دولتي چوکیو یا نورو امتیازونو ورکول دي .
متاسفانه يو شمير کسان چي غواړي کرزی خوشحاله کړي وايي بلې فساد شته ،کرزی هم وايي حي فساد شته ،خواوس دافساد قانوني گرځېدلی ،کرزی نسي کولاي دافساد ورکړي،هغه دفساد دورکېدو صلاحيت نلري ،ترټولوجالبه خولاداچي له يوې خوا ئي په بې ځايه دفاع نه مړېږي اودبلې خوپخپلو څرگندونواوتبصيروکي وايي ((ټول ئي ويني چي په دولت کي څوک واک لري ؟ دوي وايي همدا جنگسالاران اوهمدا .... دي . مگر دانه وايي چي داکسان چا راوستل که دوي نسي کولاي ملت ته دخدمت جوگه سي بياښاغلي کرزی څنگه پر قرانکريم لاس ايږدي اوسوگند يادوي چي ملت ته به خدمت کوي ؟ بيانوديوه افغان په توگه داډيره ښه وه چي (( شرافتمندانه ئي ډير پخوا اعلان کړی واي ،چي ولسه زه نه واک لرم اونه دکوم عمل دپاي ته رسېدو صلاحيت ،تاسو پوهېږي اودامودولت زمائې ددې واک نه دخداي په امان . )) ټولو وليدل چي دهمدغوکسانوچي افغان اوخارجي اوس سرځيني ټکوي پر اوږوئي ځان دبهرنيانوپه مرسته يوځل بيا مقام ته ورساوه ،ځکه ئې دوستان هم دفاع نسي کولاي . که په رښتياسره کرزی ددې جوگه ندی چي فساد ورک کړي اويادجنايتکارانو لاسونه دملت له گريوان څخه لنډ کړي بيانودغه دښاغلي کرزی مدافعين په کوم دليل ځانوته وطپرستان وايي ؟ متانه پوهېږوچي ولي دغه څېړونکي دفساد ټول بار پر بهرنيانو اچوي .
بلې ! بهرنيان پدې کي شامل دی که نور پرېږدو داچي دا اته کاله ئي ددغوجنايتونو ننداره کول داهم جنايت دی .مگر داډول څرگندونې چي نن ديوچادخوشحالي لپاره کېږي دولس لپاره دقبول وړ ندي اوافغان ولس هم تر بهرنيانوپه ډيرو زغردو اوستوغوالفاظودچاروکونه دا اته کاله غوښتنه کړې ده چي دولتي فساد ته دپاي ټکی کښېږدي ،خومتاسفانه داکارونشو .
دلومړي اوعاجل غبرغون په بڼه ښاغلي کرزي دټولوپه جواب کښي وويل چي : زموږ دوستان بايد زموږ خپلواکی ته ددرناوي په سترگه وگوري اوزياته ئې کړه چي افغانستان تي دبې حسابه پيسورالېږل ددې لامل سول چي زموږ سره بهرنيان هم پدې فسادکي ونډه ولري هغه دامريکا پی بی اس تلویزیون سره په مرکه کي وويل : (( فساد اداری تنها منحصر به ادارهء افغانستان نیست بلکه جامعهء جهانی هم با سرازسر نمودن ملیون ها دالر و خرج بی حساب و کتاب آن، در افزایش فساد اداری در این کشور نقش داشته است. در این ساحه یعنی فساد، جامعه جهانی نیز همراه با ما مسوولیت دارد که امیدوارم ما بتوانیم باهم آن را اصلاح کنیم.))
زه خپله دغوگوتڅنډنوته دملي گټواوافغان ولس څخه ددفاع په موخه دهر چاله لوري چي کېږي دقدر په سترگه گورم ،خوددې په څنگ کښي دې ټکې ته هم دبهرنيانو پام اړوم که داگوتڅنډنه په رښتياسره له په فساددککړو ماهرو اوجنگسالارونه دافغان ولس دخلاصېدو لپاره مطرح وي دابه دبهرنيانولخوا يوتاريخي گام وي . ولي که ددې شعار اوسياست تر نامه لاندي بياداسې څېرې راوړاندي کېږي چي خلگ پر زاړه کفن کښ شکر وباسي په هغه صورت کښي به دافغان ولس اونړيوالي ټولنې تر منځ واټن نورهم زيات سي،چي دابه دموکراسی او مدنې ټولنې جوړېدوته خدمت نه بلکي يو تاريخي ظلم اوجفاوي .
زه دبېلگې په توگه دافغان ليکوال ښاغلي غلام جيلاني ځواک ددغوټکوسره کاملأ همږغی يم چي ليکي : ((زه هم وايم چې په افغانستان کې فساد شته دى .زه دا هم وايم چې په افغانستان کې اوسنې فساد د افغانستان په تاريخ کې بې سارې دى .
زه په افغانستان کې د امريکا د سفير دې خبرې سره هم سل په سلو کې همغږى يم چې وايي د شيرپوردنګې ماڼۍ او لوړبيي موټرې په افغانستان کې د فساد غوره بيلګې دي.
خو د تلويزيون او راديو ګانو د مايک شاته ناست سورمخې دانه وايي چې شير پور په شيرچورهغه وخت بدل شو چې د امريکا لخوا دطالبانو پرضد عملياتو لپاره په ځينو قومندانانو د ډالرو ډک بريفکيسونه وويشل شول، د همدې بريفکيسونو شاته نړيوال سياسي ملاتړ د شير پور نوې ښار ګوټې رامنځ ته کړ،که دا ښارګوټې د درغليو په پيسو جوړ شوې .))
غواړم داورباندي علاوه کړم چي يوازي شير پوريا شير چور زورواکانوجايداد اوداريي په فسادککړ تياو بېلگه نده ،تر شيرچور دباندي په کابل اوټولوولايتونوکښي دپټو اوښکاره شيرچورنوماهران ، دکابل په ښارکي ددولتي اوشخصي مځکو چپاولگران، د ډبۍ اوخليج دماڼيو خاوندان ،په اروپااو امريکاکي دپټواوښکاره جايدانو خاوندان دادکابل ،هرات کندهار مزارشريف ،ننکرهار ددنگو دنگو ښيښئي ماڼيوخاوندان هم له ياده مه باسی . فکر کوم په ۲۰۰۸ کال کښي دښاراوکورجوړو لو وزير په ډاگه وويل چي په ميليونوجريبه دولتي اوشخصي ځمکې دهيوادپه مختليفوسيموکښي دزورواکانو،جنگسالارو اوتنظيمودمشرانو لخواغصبېږي ،متاسفانه هغه وخت هيڅوک ددولتي فسادسره دمبارزې لپاره دادارې دجوړېدوپه فکر کښي نسو.اوس چي بهرني چارواکي دخپلوهيوادودولسونولخواتر فشارلاندي راغلي اوپوښتنه ترې کوي چي دامرستې پر کومه ولاړې اوگټه ئې چاته ورسېده ؟تر بهرنيانو زيات همدا په دولتي فساد کي ښکيل افغان چارواکي دددولتي فساد سره دمبارزې دليوالتيا اوبهرنيانو دغولوپه خاطر ترهرچا په لوړ اواز چيغې وهي ترڅوپدغو دروغجنو ځيغوکي ځان پټ کړي .
ددغو نړيوالو فشارنوپه لړ کښي د امریکا د کانګریس د استازو جرګې مشرې ننسي پلوسي چې افغانستان ته د ځواکونو له استولو سره مخالفه ده دنومبر پر ۲۰ مه (آرنشنل پبلک راډیو) (NPR ) سره په مرکه کې څرگنده کړه چي : ((حامدکرزی د امریکا لپاره یو بې اهمیته شریک وباله چې د دې په وینا په دې نه ارزي چې امریکا دې د هغه لپاره افغانستان ته زیات عسکر یا ملکي مرستې واستوي .))
ننسي پلوسي،چې افغانستان ته دځواکونو له استولو سره مخالفه ده، د امریکا له مشهورې راډیواین پي (آرنشنل پبلک راډیو) سره په مرکه کې همداراز وویل ((موږپر هغه ماموریت پانګونه نه شو کولی چې هلته د باور وړ شریک ونه لرو او که موږ په ملکي چارو هرڅومره پانګونه وکړو چې پکار هم ده ، هغه به په فساد کې ضایع شي .))
دامريکاپه کچه داډيره لوړ پوړې چارواکه ده چي داډول څرگندونې کوي .
داڅرگندونې دنومبر پر ۲۰ مه وسوې دادی دنومبرپر ۲۳ مه دډله ايزو رسنيو له لوري خبر خپورسوچي ښاغلي حامد کرزي دفرمان پر اساس ((د څارنې عالي ادارې ته دنده سپارل سوې چې په يوه مياشت کې له فساد سره د مبارزې د لارو چاروموندلو لپاره يوملي کنفرانس جوړ شي . )) ښاغلي کرزي پرافغانانو هم غږ کړى چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي . داچي کوم افغانان اوڅنگه مرسته ورسره وکړي دښاغلي کرزي په فرمان کي ئي يادونه نده سوې .
بلې ! ښاغلي کرزي دواک ته رسېدوددويمې دورې د لوړې په مراسمو کې له فساد سره د مبارزې ژمنه وکړه، خو لويديځوال ملگري يې په دې ټينگارکوي چې په دې برخه کې دپرمختگ معيار يوازي عمل دى .
ځکه خو ښاغلي کرزي د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ په تطبيق باندې د څارنې عالي ادارې ته دنده سپارلې چې د فساد اود هغه د لاملونودموندلو او له منځه وړلو په اړه د پرېکړو په موخه د ملي شورا د دواړو جرگو غړي، د مدني ټولنو استازي، مخور او د چارو پوهان دغه کنفرانس ته ور وبولي .
مدنې ټولنې ،مخور اودچاروپوهان خو ښه خبره ده مگرجالبه داده چي د ملي شورا د دواړو جرگو غړوته هم بلنه ورکړه سوې ده . هغه ملي شوراچي له يوې خواپه خپله په فساد ککړه اوپه هفتو هفتوئې نصاب نه پوره کېږي ،مفتي تنخواگاني اخلي ،افغان ولس نه داسول د څوکاله بېچوابه پاته دی ،دغه کسان چي پخپله ځانونه دملت استازي تراشي سهارله کوره وزي داچي په پارلماني غونډوکي برخه نه اخلي نوپه څه مصروف دي ؟ که دعدلې دويزر صاحب شکايت راپيادکړونو
وکيل صاحبا تمامه ورځ دهغوسره چي په دولتي اداوکي دعوې لري اويادانجوگانوسره قراردادونه لاسليکوي په يوه دروازه وزي په بله ننوزي . دهمدې پارلمان څخه بايد پوښتنه وسي چي اياتاسو په جنگي جرمونوتورن،جنگسالار اونورو فسادپېشه خلکوته دپارلماني امکاناتوڅخه په استفادې سره قانوني نجات ورنکړه ؟ اياددوي زيات شمير پدې فسادکي لاس نلري ؟ دهغۀ مرجع لخواچي دهر وزير اوباصلاحيته چارواکي دراغوښتلو اوهغه نه دپوښتنو اوگروېږنو صلاحيت دکارڅخه دگوښه کېدوتر کچې لري پدې ټول تقنيني دوره کي دڅوچارواکونه ددولتي فساد ،رشوت او اختلاص په اړه پوښتنه وکړه جواب بې څه وي ؟ طبع ده چي چوپتيااوسر ټيټ اچول .نوڅنگه کېداي سي پدغوآزمويل سوو کسانويوازي پدې نامه چي په پارلمان کي ناست دی ديوې داسي ستونزي دحل لپاره مرسته وغوښتل سي کوم چي ټول ملت ئې غروته وخېژاوه اوچيغې ئي تر آسمانه ورسېدې . هغه پښتومتل دی چي وايي په ليوانو رمې نه ساتل کېږي،يول دري متل دی وايي (( عادت که دشيردرايد به مرگ برايد .))
هغه پارلمان چي غوڅ اکثريت غړي ئې دپردو پر اوږو دزوراويا زروپه مټ دخلکودارادې خلاف پارلمان ته لار موندلې څنگه به ددې جوگه سي چي په صداقت اودملي مسوليت داحساس په روحيه ددولتي فسادپه له منځه وړلوکښي دي اساسي اوعملي لاري چاري ولټوي .
زماپه عقيده او باورديوه ملي ناورين دله منځ وړلو لپاره پداسي عجله داډول نېمگړې کار به ډيري نيمگړې پايلي له ځان سره ولري .زه اوپدې باوري يم چي ډير سياسي څېړونکي پدې نه پوهېږي چي دا دومره عجله دڅه لپاره ؟
تر کومه ځايه چي يوازي يوه اداره په هرنامه اوقانوني صلاحيت چي جوړه سي نشي کولاي دکلنو کلنو رواج سوی دولتي فساد هغه دچاخبره قانوني فساد ورک کړ ي ، ترڅودټولو دولتي اداروجگپوړي چارواکي دې مبارزې ته په شعوري ډول هوډمن اوژمن نه وي اوپردې ايمان ونلري چي ددې ملت په وړاندي ،اخلاقي ،ملي ،اسلامي او قانوني مسؤليت لرم ،کوم چي دترسره کېدو يوه روښانه اوبهترينه بېلگه به ئې ددې ملت له گريوانوڅخه دماهروسړي خورو اوفساد پېشه وو لاسونه لنډول وي .
دهمدې اړتيا له مخې ترټولوښه خبره داوه چي دنوي کابينې په وجودکښي دسالمه دولتي ادارې ترجوړېدو وروسته ددې کنفرانس لپاره کارپيل سوی واي .پدې بايد ټول پوه وي چي داداري فسادجرړي يوازي په دولتي دندو باندي دساليمو، مسلکي اوسپېڅلو کسانودگمارلواواداري اصلاحاتوپه پايله کي له بېخه ايستل کېداي شي.
دکاغذ پر مخ ليکل سوی پرېګړې اودستورونه يافرمانونه هغه وخت گټور اوپه عمل کښي پلې کېداي سي چي دپلې کېدوليوال کسانوته ئې دنده سپارل سوې وي . ځکه نوتر ټولواړينه اولومړنۍ خبره داده چي موږ بايد له دولتي فساد سره مبارزې ته هوډمنه دولتي اداره ولرو، بيا پدې هکله دپرېګړو دپلي کېدو اميد.
اورېدلې مي دي وايي دجمهوري رياست دارګ په ماڼۍكې چارواكي دنوي كابينې پرجوړولوباندي جدى كار روان دى اوښايي چې دملي شورا دغړو تررخصتيومخكې بشپړشي .
فکر کوم پردې به ټول هيواد وال راسره موافق وي چي لومړي به داکابينه وگوروچي سالمه ده اوکنه؟ اوبيابه پر ځاي واي چي دهمدې کابينې دلومړی دندي په توگه داکنفرانس جوړ سوی واي اودپرېکړوپلي کېدل يې دلومړنيو دندوپه توگه دکابيني اوټولودولتي ادارولپاره قانوني بڼه غوره کړې واي .
تر څوسالمه دولتي اداري جوړه نسي اوپه دې دولتي اداره کي سالم ،خواخوږي ،مسلکي اودسپېڅل وجدان کسان په دندو ونه گمارل سي که داډول لس کنفرانسونه جوړ هم سي داستونزه به حل نکړي . البته يوازنی گټه به ئي داوي چي ښاغلي بارک اوبامااودامريکاپه سناکي دموکرات گوند ملگرې به ئي ډاډمن سي چي دادی ښاغلي کرزی خوبلاخره يوکارپيل کړ .
څنگه کېداي سي ولس اونړيواله ټولنه داومنې چي په زړواويا آزمويل سوو دولتي لوبغاړو يوه نوې پاليسي چي کرزی صاحب ئې ستراتيژي بولي يعني ددولتي فسادپر خلاف دمبارزې پروگرام درښتياني اوحقيقي پلي کېدوغوښتنه وشي .که هغه پخواني کسان وي نوهمدغو دادولت بدنامه کړ ، په خپلو کړنوئي دملت اودولت ترمنځ داړېکو واټن دومره ليري کړ چي اوس ئي دوسلې په زورهم نشو رانږدې کولا ي . دابايد په ډاگه ووايم چي پدې فساد ټيټ رتبه مامور چي څوروپۍ رشوت اخلي ندی مطرح ،دغه مامور دلوړرتبه مامورينو عيشونو اونوشونو ،لکس ژوند ،اوښکلي بلډينگونوته گوري ددې لپاره چي له هيوادنه فرار ونکړي په پاکستان اوي ايران کي مزدروي ونکړي دخپلې کورنۍ دورځنيو عادي اړتياوو يعني ژوندي پاته کېدوپه موخه رشوت ته لاس اچوي،په فساد کي مطرح کسان عالي رتنه مامورين ،جنگسالار ،محلي قوماندانان ،تساريکا اوهيرئيو سوداگر،دانجوگانوخاوندان ،ددولتي ادارو اوانجوگانو کمېشن کاران اوټېکداران مطرح دي .
دا دولتي مشرتابه اوټول ملت لپاره دشرم خبره ده چي افغانستان په نړی کې دوهم هيواد دی چي په دولتي فاسد کي شهرت لري .
دپخوانيو چارواکودمبارزې شکل خودادی گوروچي ښاغلي څارنوال صاحب اوس چي امريکايانوئي ددفتر دروازه په درب وروټکول له خوبه رابيدارسو،وايي لويه څارنوالي په فساد کې د ښکېلو اسناد راټولوي ،هغه هم دهغوپه اړه اسناد راټولوي چي يااوس په هيوادکي نشته اويادکوم بل چادسترگو اغزی وي ،همدا ئي وخت دی چي پد نامه دلارينه ايسته سي . دڅونفرودنوموليست ئي موږ وليد دوي داهم ويلي :د هغو دوو وزيرانو په اړه شواهد راټولوي چې گمان کېږي په فساد کې ښکېل دي .لويه څارنوالي وايي دامهال په فسادکې دښکېلو نژدې پنځلسو پخوانيو اواوسنيو وزيرانو او مرستيال وزيرانو په اړه د شواهدو په راغونډولوبوخت دي .
جالبه خبره خوداده چي ولي داپنځلس کسان ؟ اوياداچي وايي ددو وزيرانو ايادانوروزيران ،مرستيالان اونورجگوړي چارواکي چي درشوتونواوازې ئي تر اروپارارسېږي سپين کوتري دي ؟ خلک خوداسي وايي چي له سرکاتبه اوبياپورته تر وروستي سړي پوري (له ټيټ نه تر لوړې کچې ) دټولو لپاره رشوت په يوه اويابل نامه قانوني بڼه لري داچي دغه کسان کمېشن کاران اودلالان هم لري داخولاپرېږده .
زموږ څارنوالي چي پورته سي اوکښت يوازي همدا دحج او اوقافووزارت ئي پيداکړی ،دانور وزارتونه چي په ميليونو ډالر پکښي پورته اوکښته کېږي اودفساد نور وس نه پري رسېږي دهغوڅوک خبره هم نه کوي .
زه په هيڅ وزارت کي خپل نلرم چي دحج او اوقافودوزارت څخه دفاعي څرگندونې چي په حقيقت کي دفاع هم نده ددې ډنډوره راپسې جوړه نسي چي گويادکوخپل دفاع کوم .بلکي پدغه خبرکي چي دلويه څاروالي ددې ابتکار په هکله چي ددولتي فسادپه وړاندي دمبارز ې لپاره له درانه خوبه رابيداسوی داهم ليکل سوي چي : (( دحج اواوقافو وزارت دوه کارکوونکي چې له سعودي عربستان نه کابل ته ستنېدل دکابل په هوايي ډگر کې د فساد په تور نيولي دي . دوى وايي پر دوي شک لري چې په سعودي عربستان کې يې د افغان حاجيانو د اوسېدو لپاره د کرايه شويو ځايونو په بدل کې د غو ودانيوله مالکانوکمېشن اخيستى دى . خو تر دغو څرگندونو وروسته د حج او اوقافو وزارت ويلي نيول شوي تر شک لاندې کسان ادعا کوي چې ورسره نيول شوې پيسې په سعودي عربستان کې دحاجيانو دځاى ځايگي لپاره د ورکړل پيسو نه اضافه شوې وې او وزارت ته يې سپارلې . ))
دغه لويه څارنوالي چي اوس دبهرنيانودفشار اوگوت څنډنې په پايله کښي په فساد کي دښکېلو اسناد راټولوې دا څو کاله ئې څه کول ؟ ايادوي دورسپارل سوی قانوني دندوپه وړاندي مسؤل نه دی ؟؟؟داهم بايد هيره نسي چي افغان ولس تر ډيره بريده دعدلي اوحقوقي ادارونه سرټکونه لري ،په کلونوبي پوښتنې اومحکمې خلک په زندانو کي ناست دي .
د افغانستان د ماليې وزير زاخېلوال دنومر پر ۲۲ مه دکابل ښاروالي په فساد تورنه کړه او ويلي يې دي دغلته سختو اصلاحاتو ته اړتيا ده . عمر زاخېلوال چې دکابل ښاريانو په يوه غونډه کې خبرې کولې وويل چې د کابل ښارستونزې د ښاروالۍ دکمزوري مديريت زېږنده دي .
خودکابل ښاروال ددې څرگندونوپه وړاندي وويل چي دا د ښاغلي زاخېلوال شخصي نظر دي او په ښاروالۍ کې دفساد شتون ردوي . ښه زه ددې سره هم موافق نه يم چي پدغه اداره کي فساد اورشوت نسته چي قاضي صاحب رشوت خوري نو نور خوپرېږده .
زماپه باور دټولودولتي نورمونوپر بنياد دماليې وزير په يوه غونډه کي بې له قانوني مراجعودپرېکړې اودته ددغې دندي اوڅرگندونودصلاحيت تر سپارلو وړاندي يوه بله سياله اداره تورنول ددې معنالري لکه خلک چي وايي ، دغه ښاروال ايسته کوی ځاي ئي يوبل چاته خالي کوي ،نوددې کارلپاره ښاغلي زاخيلوال چي امريکا اوښاغلي کرزي ته نږدې دی ځانته داحق ورکړ ی داډول بې مسوليته څرگندونې وکړي .
ددولتي نورمونو له مخې ديو بل وزير لپاره دښاروالی ه کارونوکښي دناخوالو ه اړوند نظر ورکول دوزيرانو دشوراغونډه ده نه بازار.
داکارددې ښکارندوي دی چي ددولتي لوړپوړو چارواکوتر منځ هم ددې لپاره چي دخپلو خپلوانواوملاتړو لپاره دلوړوچوکيودپيداکيدوپه موخه اختلاف بازارته راووت .داڅرگندونې وزير صاحب پداسي وخت کښي وکړې چي يوخو دادی پر نوې کابينه کار روان دي اودبلې خوا دنوي کابېنې تر جوړيدواوله پارلمان څخه داعتماد رايي ترلاسه کېدو وروسته دکابل ښارول په گډون ،دولاياتو ،ولسواليو ښاروالان اودولسوالي شورا غړي به ټاکل کېږي .تر ټولومهمه داده چي دمالي ښاغلي وزير دښارودعزل اوتقرر صلاحيت هم نلري .
نوښاغلی کرز ی صاحب !
که پدې بڼه اوشکل غواړې داداري فساد په وړاندي مبارزه پر مخ بوزئ داباربه نه تنها چي تر منزله ونه رسېږي بلکي دښمنۍ په راوزېږوي . ښه به داوي چي هر چارواکی خپله اداره له فساده پاکه کړي ، دماليې وزارت هم له همدغه فسادنه خلاص نه دی هلته هم رشوت اوچور قانوني بڼه لري ،هلته هم چاواکي دملي شتمنيوپه چور تورن يادېږي .
بهترينه لار ئي داه چي دهرچاپه وړاند هرڅه دقانون پر بنياد اوقانوني مراجعو له لاري ترسره سي .
زماله نظره عادلانه به داوي چي ټول له يوه سره دحقيقي حساب ميزته ورکش سي . په بهرني ژبې په ځانگړې توگه انگريز ي ،فرانسوي،الماني اوعربي باندي پوهېدل اوياله له بهرنيو هيوادونه دمقام داشغال په خاطر افغانستان ته راتگ اوله بهرنيانوسره نږدې اړېکې دمسؤليت څخه دخلاصو سند نشي گرځېداي .
خلک وايي داله بهرنه راغلي پدې خاطر چي له بهرنيانوسره دنږد اړيکو لاي چاري ورمعلومي دي اوداړېکو دټينگولوامکانات لري تر هغو چي په افغانستان کي پاته وه اوداټولې بدمرغۍ پرې تيري سوی ډير سړي خواره اوپه فساد ککړدی کېدي .
زه دملگروملتووياندي داڅرگندونه پر ځاي بولم چي وايي : ((د ملګروملتو ویاندې نیلاب مبارز وویل له سزا څخه د معافیت کلتور له منځه وړل، له اداري فساد سره مبارزه او په مجموع کې په افغانستان کې د یوې سالمې ادارې جوړول ، د افغانستان له نوي حکومت څخه د ملګرو ملتو په غوښتنو کې شاملې مسلې دي .
مېرمن مبارز همداراز خبرداری ورکړ چې که له فساد سره کلکه مبارزه ونه شي ، دا فساد په افغانستان کې د پرمختګ او انکشاف بهیرله خنډ سره مخامخولی شي .
په افغانستان کې د یوې سالمې او پاکې ادارې د جوړولو لپاره غوښتنې په داسې حال کې بیا بیا کېږي چې ځینې کارپوهان وايي چې د افغانستان امنیتي او نورې ستونزې د اداري فساد له کبله زیاتې شوې دي .
د ملګروملتو مقامات هم د دې لپاره یو واربیا په افغانستان کې د معافیت د دود په پای ته رسېدو ټینګار کوي چې د یوشمېرصاحب نظرانو په وینا هغه کسان چې په تېروکلونو کې یې جرمونه او درغلۍ کړي دي، لا هم لوړې دولتي چوکۍ لري . ))
داسي نشي لکه په پاکستان کي چي دپرويزمشرف لخواديوې سياسي معاملې پر بنياد په فساد ککړو جگپوړو کسانو نومونه له ليست نه وايستل سول اويادعفې فرمان ورته صادر شي .
نن مي دويسا ويب پاڼي پر تندي ولوستل چي دپاکستان دعدلې وزر له يوشمير دغومعاف سوو وزيرانوڅخه غوښتنه کړې چي استفاورکړي .
داکار يوځل ښاغلي کرزي هم کړی .لومړئ ئي دجنگسالارودژړاتر کچي سرټکونه کول ، خوکله چي دهغوي دفشار اومقاومت سره مخامخ سو دپارلماني مخالفينو له ډاره په د۲۰۰۷ کال کي ئي ديوه فرمان له مخې جنگسالاران اوپه جنگي جرمونوتورن کسانوته نجات ورکړ . پدې کارسره ښاغلي کرزی دددوي په اصطلاح انتقالي عدالت اواره سوې کمبله دوباره ټوله سول اويوازي ئي تراوسه کله ناکله څوک نوم پر خوله اخلې .
پدې هېله چي ښاغلی کرزی اوراتلونکي دولتي چارواکي ئې دفساد سره مبارزې ته په رښتياسره ژمن اوهوډمن وی اوپدې جگړه ځپلې ولس يوزره زړه وخوږوي . ومن الله اتوفيق
.........................
بې بې سي دنومبر،۱۰ ۱۶، ۲۰،۲۳
اشنا راديوپښتو ويب پاڼه دعقرب ۲۰ او ۲۳
تاند ويب پاڼه ,د نومبر ۶، ۱۳،۱۴، ۲۰، ۲۲ ،۲۳
11.22.2009تاند)
تاند(یکشنبه/نومبر۲۲)
ويسا وب پاڼه دنومبر ۱۹
اسوشیتد پرس خبري اژانس دنومبر ۱۲
شپیګل مجلې
دفرانسي نړيواله راديو
ازادي راډيوپښتو اودري ويب پاڼې
دامريکا پی بی اس تلویزیون دعقرب ۱۸