کرزي لپاره دوه انتخابه ، ولس يا جنګسالاران

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شېر علم ( امله وال ) – نړۍ اونيزه

په تېرو اتو کلونو کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ افغان دولت په نړېواله کچه د يو فاسد او بې کفايته رژيم په توګه ځان تثبيت کړ، له يوې خوا په ميلياردونو ډالره نقدي او جنسي مرستې راروانې وې او له بلې خوا حکومت دننه سيمه ېيزو جنګسالارانو د ټوپک د شپېلې په زور ولس زورونې او قانون ماتونې ته دوام ورکاوه او د مرکزي حکومت اوامرو ته يې چندان غاړه نه اېښوده، دا سيمه ېيز واکمنان يو څه د نړېوالو په مرسته او هم د ولسمشر کرزي د مصلحتي او سازشي سياست په پايله کې د ټوپک واکمني او د فساد مافيا د هرې ورځې په تېرېدو چاغېدله او د حکومت بڼې او عمل مافيايي سازمان ته ورته شکل غوره کړ، ولس او هېواد ته د خدمت پر ځاى دولتي چارواکو د خپلو جېبونو ډکولو او شخصي غوښتنو د خونديتوب لپاره هلې ځلې وکړې.
په يادې اته کلنې دوره کې د پوښتنې او حساب ورکونې هېڅ مرجع معلومه نه وه او نه هم د مکافاتو او مجازاتو سيستم موجود و، چې قانون ماتوونکو او مفسدو چارواکو ته سزا، فعالو او خدمتګارو ته مکافات ورکړي.
ولسمشر کرزي خپل شاوخوا د لستوڼي هغه ماران راټول کړي و چې هم يې دا چيچه او هم يې زهرو د مظلوم ولس پر بدنونو خپلې ناوړه اغېزې پرېښودې، په هر حال د مشرتابه د مديريت د کمزورۍ، وړ او کاري ستراتېژۍ او پلان نه درلودل او د ډېرى چارواکو د فساد او ناغېړۍ له امله نظام بدنام، د ولس باور پرې خورا لږ او د دولت او ولس تر منځ واټن ډېر شو.
د جمهوري رياست د دويم ځل په ټولټاکنو کې ولس او نړېوالې ټولنې فکر کاوه چې د تېرې واکمنۍ ناکاميو ته په کتو ولسمشر حامد کړزى به بيا ځان کانديد نه کړي او که بيا هم کانديد شي خو په دومره پراخه کچه به قانون نه ماتوي او د ځان په ګټه به انتخاباتي مبارزو کې له دولتي امکاناتو او وسايلو څخه ګټه نه اخلي او نه به هم پر جنګسالارانو او هغو تنظيمي مشرانو تکيه کوي چې له تېرو درېو لسيزو راهيسې د ملت وينې څښي، جايدادونه يې غصبوي او اولادونه يې وژني، په هر حال کرزي يو ځل بيا په همدغو اشخاصو او تنظيمونو باور وکړ او پر ځان يې راټول کړل، هيله وه چې ولس ته به مستقيماً مراجعه کوي خو په ټاکنيزو مبارزو کې د ولس پرځاى پر جنګسالارانو تکيه وکړه، بيا يې هم هغه څوک پر ځان راټول کړل چې له تېرو درېيو لسيزو راهيسې ولس ځوروي او د فساد او ظلم له لارې ځانونه مړوي او چاغوي او هم يې دده په مشرۍ اته کلنې واکمنۍ د ناکامۍ او بدنامولو، د ولس وژنې او ربړه ونې مسولين بلل کېږي.
په هر تقدير ولس يو ځل بيا دنورو نوماندو په پرتله پر کرزي باور وکړ خو د نړېوالو د مداخلې، د ځينو چارواکو د چارو د مسولينو او کمپاينرانو له خوا له قانون څخه سرغړونو او درغليو له امله ټاکنې دويم پړاو ته وغځول شوې او بيا هم د يو سياسي فشار له مخې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا سياسي پرېکړه وشوه او کرزى يې د پينځو کلونو لپاره بيا ولسمشر په توګه اعلان کړ، چې فيصله چندانې قوي حقوقي بېز او قوي مشروعيت څخه برخمنه نه ده، دا پرېکړه که د ملي مصلحت له مخې وي او که د فشار له امله خو اوس منل شوېده او بايد پروسه تعقيب شي.
د نوي نظام له راتګ سره سم روڼ اندو او د ولس غوښتنه د يو باکفايته او اهل ادارې رامنځته کېدل، د قانون واکمني، د مخدره توکو د قاچاقيانو نيول او ددې پديدې مخنيوى او د ټوپکواکو د واکمنۍ پاى او د عدالت پلي کېدل او هم دا غوښتنه تکرارېدله، که د اوس لپاره عدالت نه پلي کېږي حدې اقل له جنګسالارانو څخه دې امتياز واخيستل شي، خو نه يواځې دا چې مجازات نه شول او امتيازات ترې وانه خيستل شول بلکې نور سياسي امتيازات هم ورکړل شول.
اوس اوس د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون تر پرېکړې وروسته د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک حسين اوباما، د برېتانې لومړي وزير ګولډن براون، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي او نورو هغو مطرحو او ذيدخلو قوتونو چې د افغانستان په چارو کې دخيل او مرستندويان دي له کرزي غوښتي چې مسلکي او باکفايته کاري کابينه او حکومت جوړ کړي، فساد له منځه يوسي او د مخدره موادو قاچاقيان محاکمه کړي او د ولس د خوښې ولس ته خدمتګار چارواکي وګماري او يوه حساب ورکوونکې اداره رامنځته کړي، دې غوښتنو ته يې سخت شرايط هم وضع کړل لکه له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو ويستل او يو ځل بيا د افغانستان منزوي کېدل او ګاونډيو ته پرېښودل چې ورسره د کورنۍ جګړې او د هېواد وېشنې وږم او بوي راځي او د ملکي مرستو بندښت خبره چې اوس تازه د هيلري کلنټن له خوا وشوه او ورته نور شرايط چې د افغانستان او ولس پر زيان دي، که کرزى سمه پرېکړه ونه کړي د ولس خوا ونه نيسي او يو ځل بيا د تېر په څېر پر جنګسالارانو باور وکړي او د تنظيمي مشرانو تر اغېزې لاندې راشي، هېواد به يو ځل بيا په يو ستر ناورين واوړي چې مهار کول به يې نسلونو اوسلګونو کلونو ته اړتيا ولري.
دلومړي ځل لپاره د نړېوالې ټولنې او افغان ولس غږ په دې برخه کې يو دى اوس پرېکړه ، تصميم او مسوليت دکرزي صيب او د هغه د کاري ډلې دى چې د ولس او نړېوالې ټولنې غوښتنې مني او که د څو مفسدو چارواکو او جنګسالارانو او د تاريخ په دې حساس پړاو کې ځان لپاره څه ډول مقام او ځاى تثبيتوي. د يو ښه او بريالي سياستوال او که د تېر په څېر د بې کفايته او ناکامه مشر او يا هم هېواد پرېښودو ته اړ کېږي، دا به راتلونکي کې روښانه کېږي.
زمونږ هيله داده چې ولسمشر کرزى او د هغه کاري ډله به له سليم عقل، د ولس غوښتنو د هېواد نازک حالت او نړېوالې ټولنې نبض ته په کتو دقيقه او سنجولې پرېکړه کوي او که د تېرو هغو په څېر هوايي او د منلو او نه عملي کېدو فيصلې ، په هر حال بيا هم هيله کېداى شي چې ولسمشر کرزى به دا ځل ولس د ظالمو او مفسدو چارواکو له ظلم او بې عدالتۍ څخه وژغوري او د عدالت د تامين د قانون د واکمنۍ او سالم او کاري حکومت د جوړېدو لپاره په جديت او قاطيعت سره عمل وکړي، خداى ( ج ) مه کړه که بيا هم خپل تېر ناکام سياست ته دوام ورکړي له ځان سره به هېواد هم له بدبختيو سره مخ کړي.
بيا هم ديوې کاري ادارې رامنځته کېدو، د فساد ورکېدو او د اهليت له مخې د نظام جوړونې او چلونې هيلې شته، هيله ده چې له خپله دفتره نيولې بيا تر ولسواليو پورې سالم سمونونه رامنځته، پر هېواد او ولس مين او وړ کدرونه پر دندې وګماري او د مکافاتو او مجازاتو سيستم پلي او دود کړي، چې دتېرې اته کلنې ناکامې دورې ټولې نيمګړتياوې او کمزورۍ له منځه يوسي يا په بل عبارت داسې عملي کړنې ترسره کړي چې پرونۍ ناکامي يې پټه او معاصر تاريخ کې ځانته د يو ښه او کامياب مشر مقام غوره او تثبيت کړي او هېواد له دې روان ناورين او راتلونکې وېرې او خطرې څخه په تدبير او هو ښيارۍ وژغوري.